دعوت او تبلیغ

د معاصرې اسلامي وینا ستونزې

درنو لوستونکو! که څه هم پکار وه چې دا مقاله ما ستاسو حضور ته په دو برخو کې وړاندې کړې وی ، خو د موضوع د تسلسل لپاره زما په اند ګټوره ده چې په یوه برخه کې وړاندې شي ، سره لدې چې دا مقاله لږ اوږده ده ، خو زه هیله من یم چې تر پایه به ئې ولولي ، تر څو د ځینیو خلکو دریځ چې  اصلاحی او دعوي اسلامی حرکتونو  په تشدد او تطرف باندې تورن کوي ، درته روښانه وي .

اسلامی وینا نن ترټولو نورو ویناګانو په پراخه کچه اوریدل کیږی ، پکار ده چې تر نورو وړاندې ئې مسلمانان د دې اصل په اساس چې ” د خپل ځان سره محاسبه وکړي ، تر دې وړاندې چې درسره محاسبه وشي” ئې ستونزې او د نوښت چارې وڅیړي  . که څه هم چې د غنمو تولید ، د اوبو پیدا کول ، د لویو آفتونو په وړاندې مقاومت ، د استبدادګرو چمتو کول دې ته چې د ملتونو ارادې ته غاړه کیږدي او د دښمانانو په شا تمبول . او دا راز نور منطم کارونه ،هغه زیار او لویو قربانیو ته اړتیا لري ، چې د تاریخ لوری بدلوي . خوسره لدې د دې اعتبار په اساس چې انسان ناطق مخلوق دی ، ریښتنې او صادقه وینا او خبره کومه چې د صالح عمل لپاره وي ، د تاریخ په حرکت کې ځانګړی رول لري . او د دې اعتبار په اساس چې اسلامي وینا نن تر ټولو معاصرو ویناګانو ډیره اوریدل کیږي ، نو مسلمانانو ته پکار ده چې د دې اصل په اساس  (( له ځانه سره محاسبه وکړي ، وړاندې لدې چې درسره محاسبه وشي )) د دغه وینا ستونزې او د نوښت چارې ئې وڅیړي .

کله چې د معاصرې اسلامی وینا د ستونزو په هکله خبرې کوو ، نو پکار ده چې دوه ټکي په پام کې و نیسو .

۱ـ دلته موږیوازې د معاصرې اسلامي وینا د ستونزو او خلل په اړخ خبرې کوو ، نه د هغه د لوړتیا او بریا په اړخونو چې دا وینا ئې د خلکو زړونو او ادراک ته نیږدې کړې ده ، او دګن شمیر ولسونوتر ټولو لویه هیله او غوښتنه دا ده ، چې عدل ، مساوات ، آزادی  ، یوالی ، خپلواکي اود له لاس تللی عزت او اعتبار راګرځول ،او همدا راز د فلسطین ، عراق او د داراسلام د خاورې د هر لویشتې آزادي  ممکنه اوبشپړه شي  .

۲ـ همدا راز موږ دلته د معاصرې اسلامی وینا په رنګونو اوډولونو خبرې نه کوو ، بلکې موږ دلته د معاصرې اسلامی وینا په یوه ډول او رنګ خبرې کوو ، چې په اسلامی حرکت کې د وسطیت او منځلارې غورځنګ دی ، او همدا په اسلامی حرکت کې بنسټیزغورځنګ دی ، نوپه اسلامی حرکت کې  د دې وسطیت او منځلاری غورځنګ په وینا کې د ستونزې او خلل اړخونه کوم دي ؟ .

۱ـ دا هغه وینا ده چې سیمه ایزې منازعې او ستونزې ورباندې برلاسې شوې دي . او هغه سیمه ایز حکومتونه چې اشغال زموږ په اسلامي امت کې کرلي دي بریالي شوی چې دا د منازعو او کشالو فرهنګ زموږ په ملتونو باندې د اور او اوسپنې په زور ومني وړاندې له دې چې په خپله کوم منل شوی فرهنګ وي . او دغه د سیمه ایزو منازعو فرهنګ زموږ په عقلونو ، زړونو او زموږ په ستراتیژیکو دریځونو کې دومره پراخه او ژور ځای موندلی ، چې کیدای شي د اسلامی کړۍ په داخل کې تکرار شي ، وروسته لدي چې په قومي او نژادي کړۍ کې د عراق او سوریه په منځ کې مطرح شو ، کوم مهال چې د بعث ګوند پرې حکومت وکړ : په عراق او سوریه کې دا د قومي دریځ خپلول د یوالي او اتحاد سبب نه شو ، بلکې د دواړو سیمه ایزو حکومتونو په منځ کې ئې داسې دښمني او لیروالي پیدا کړ، چې په عراق کې د بعث د ګوند تر ړنګیدو پوری ئې دوام درلود ، او د لومړي ځل لپاره د دواړو حکومتونو تر منځ د سفیرانو تبادله  په عراق کې د بعث د حکومت له ړنګیدو وروسته ممکنه شوه .

نو دا حتمی نه ده چې د مغرب او الجزایر په منځ کې دې د صحرا کشاله حل شي که چېرې اسلامپالان ور باندې حکومت وکړي ، او نه هم د جلابیب اړوند کشاله . او دا هم لیري نه ده چې د هند د مسلمانانو دریځ دې د کشمیر د کشالې اړوند د پاکستان د مسلمانانو له دریځ څخه توپیر ولري .  او په اردن کې د فلسطنیانو او د ختیځوالو اردنیانو په دریځ کې روښانه توپیر وجود ونه لري . او هغه ژور درځ چې د الجزایر او مصر په منځ کې د فوټبال د یوې سیالي په سره را منځ ته شوی ، داسې نه ښکاري چې دا به د دو سیمه ایزو هیوادونو د مسلمانانو تر منځ د دښمني اور بل نه کړي . او داسې بیلګي ډیرې دي . هغه څه چې موجب ګرځي تر څو داسلامي حرکت مفکره او روشنفکره طبقه په اسلامي معاصر فرهنګ کې د تقسیم او تجزیې فرهنګ ننوتلو ته متوجه شي ، چې په ډیر قوت سره ئې پکې سرایت کړی دی . او دا دې تجزیې او تقسیم فرهنګ د اسلامی ارزښتونو په یوه لوی ارزښت ، د اسلامي امت د وحدت او یوالی ارزښت ، باندې تیری اوګواښ دی ، او دا ارزښت د توحید د عقیدې ټولنیزه او سیاسي ترجمه ده ، چې فرمایی :” وأن هذه أمتكم أمة واحدة وأنا ربكم فاعبدون”. الأنبياء/92. ژباړه : …

او همدا راز یاد شوی فرهنګ د اسلام  ستراتیژي مصلحت او امت ته په یوه داسې زمانه کې چې د ډلو جوړولو زمانه ده ، او په یوه داسې زمانه کې چې تنګې او وړې سیمه ایزې کړۍ  د خپل ځان د ملي او قومي امنیت د تینګولو څخه پکې عاجزې پاتې شوې ،  ګواښ دی . د دې لپاره هغه لوی هیوادونه ، چې دا قومي عاجز حکومتونه ئې موږ ته صادر کړي او بلکې په موږ ئې ټپلي دي ، دیوه مقدس نرمښت په اساس راوړاندې کیږی ، تر څو په یوه لوی بلاک کې ورسره د ګډون په صورت کې د حکومت له واکمنۍ څخه  ساتنه وکړي .

او په ځای د دې چې موږ د اقتصادي او دفاعي اتحادونو لپاره د عربي ټولنې  او اسلامی کنفرانس نظام نوی کړو ، شاته روان یوو ، نو ځکه څوک د عربي هیوادونو او اسلامي هیوادونو د اقتصاد او دفاع د وزیرانو د ګډ مجلسونواو کنفرانسونو څخه خبرې نه کوي ،  او ټولې هغه موسسې چې د وحدت او یوالی ضمانت وکړای شي له منځه تللې ، او یوازې د غیر مناسب القابو په چوکاټ کې پاتې دي ، لکه چې پشیي د زمری په وړاندې ځان وپړسوي ، نه په جنګ کې سره یو ځای کیږي او نه هم په سوله کې ، آن تر دې چې کله ئې د اسراییلی دښمن سره خبرې کولي ، نو ځان ځانته ئې خبری ورسره کولي ، او دا ذلیل تسلمیدل د همدغه سیمه ایزاو قومی حکومتونو  ثمر دی .

۲ـ دا هغه وینا ده ، چې پکې عقیدوی او تربیوی اړخ د خپلو ټولنیزو او سیاسي ارزښتونو څخه تش ډیر پړسول شوي ، او لدې ځایه چې د اسلام په بنا کې تربیتی او عقیدوی اړخ ډیر ارزښت لري ، نو باید اثر ئې نه یوازې د مسلمان  فردی کردار راونغاړي ، بلکې لدې حد څخه تجاوز وکړي او د هغه ټول ټولنیز او سیاسی دریځونه هم راونغاړي . که نه نو موږ به د اسلام په تشولو کې د هغه لوړو مقاصدو څخه چې عبارت له عدل ، یوالی ، شوری دي ، او اسلام  د همدې لپاره راغلی تر څو ئې د ځمکې پرمخ نافذ کړي ، د یو ډول علمانیت ، نفاق او دوګوني شخصیت  ښکار شو .

قرانکریم د اوله تر پایه فرعونی حکم غندلی دی ، کوم چې په منحرفه عقیده ، سیاسي استبداد ، اقتصادي استغلال او د قارون سره په اتحاد ولاړ ؤ ، او د حکامو او دیني پیشوایانو په ذریعه ئې دخلکو د امولو او ثروتونوغصبول  او خوړل  غندلي ، او دا د هغه ایمان د بریا لپاره چې د آزادۍ او عدالت پر بنسټ ولاړ وي ، او دا مطلب د قرانکریم په لڼدو سورتونو کې په روښانه ډول څرګند شوی دی .

د مثال په توګه سورت الهمزه او سورت الماعون ولوله ! چې پکې د دین ټولنیزه پیژندنه شوی ده ، هغه څوک چې د دین نه سرغړونه کوی هغه نه یوازي  هغه څوک دی چې په  الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان نه راوړي ، څرنګه چې  د دین عقیدوی او کلامی  پیژندنه ده ، بلکې هغه څوک هم دی ، چې د یتیم سپکاوی کوی او د مسکین پروا نه کوی ، او د اړمن سره مرسته نه کوی .. څرنګه چې د دین ټولنیزه پیژندنه ده ، نو لدیه ځایه هغه لمونځ چې دی ئې پر ځای کوی کومه ګټه نه لري .

لنډه دا چې په قرانکریم کې د صالح عمل نه پرته دایمان پیژندنه نه ده شوې ، او همدا راز په سنت کې ، خو یو ډول فتنې د دې لامل شوې دي ، چې ایمان له خپل ټولنیزو ، اقتصادي او سیاسي ارزښتنو څخه تش کړي ، او په اوسنیو اسلامي ټولنو کې په ډیر ښه حالت کې هم صالح عمل یوازې په فردی او روحیي مناسکو کې خلاصه شوی دی ، حال دا چې د قرانکریم عمومي وینا ټولنې او ملت ته متوجه ده ، او اسلام  د ټولنې او حکومت د جوړښت نه پرته د ځمکې پرمخ خپل دنده نه شي پرځای کولای ، او د دې کبله د رسالت څیښتن حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خپل عمر تر پایه د اسلام پربنست دټولنیز و جوړښتنو توصیه کوله ، او د جاهلیت د ژوندانه څخه چې په فردی خوځښت باندې ولاړ ؤ ئې د ځان ساتلو توصیه کوله (“من مات وليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية”.

او همدا د اسلام ټولنیز اړخ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحلت سره سم زیانمن شو ، ځکه چې د عربو په ګڼ شمیر قبایلو کې  ورنه سر غړونه پیل شوه ، او دا سرغړونه د دې لپاره نه وه چې بیرته د بتانو عبادت ته وروګرځي او یا هم د اسلام فردي او روحي مناسک لکه لمونځ ، روژه … پرځای نه کړي ، مګر دا سرغړونه  د اسلام د ټولنیز اړخ څخه چې د دولتدارۍ چاری او نظام دی ، لکه زکات .. څخه سرغړونه وه . او له همدغه کبله ډیر اصحاب د حیرت او اندیښنې ښکار شول او د ابوبکر الصدیق له دریځ څخه ئې مخالف دریځ خپل کړ ،کله چې ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه ددغې جاهلی او علمانی کړنلارې په خلاف د نه ختمیدونکی جنګ اعلان وکړ ،. او اعلان ئې وکړ چې دی به د هر هغه چا سره جنګ وکړي ، چې د اسلام د تقسیمولو هڅه وکړي ، د اسلام په فردی او روحي اړخ ټینګ پاتې شي او ، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز اړخ ئې و نه مني ، او دا د مسکینانو د حق څخه د دفاع لپاره د تاریخ  په اوږدوکې لومړی جنګ ؤ .

سره لدې چې هغو اوو ځواکونو چې د اسلام مدبر خلیفه ( ابوبکر الصدیق ) ورباندې  مرتدې  قبیلې وځپلې او  وسله وال مخالفت  ئې له منځه یوړ ، او اسلام ئې له وخت څخه وړاندې د مسیحیت له استراتیژۍ څخه وژغوره ، خو ډیر ځنډ و نه شو چې د تاریخ زورورو بادونو خپلې تورې خاورې د اسلام په تحرري غورځنګ باندې واچولې .  او د امویانو غورځنګ د شوری دولت را منځ ته کړ ، د مسکینانو دولت ، او د عقیدې او سیاست تر منځ  درز د پراخیدو په حال کې شو ، اود عقیدې او سیاست تر منځ  دغه بشپړ انفصال او بیلتون لس پیړۍ در بر ونیولې ، او په رسمي توګه تر هغه پورې دا بیلتون اعلان نه شو، تر څو چې اسلامي خلافت په ترکیه کې له منځ ولاړ . نوځکه داسلامی نړۍ په ګوټ ګوټ کې اسلامی حرکتونه تر دې شعار لاندې : دین او دولت ، دین او تمدن ، منځ ته راغلل تر څو له لاسه تللی اسلامي حکومت ( خلافت ) بیرته ژوندی کړي .

سره لدې چې داسلامي حرکتونو دا ټولنیز او تحرری فرهنګ ورځ تر بلې پراخه کیږي ، خو د تقسیم او تجزیې دا کرغیړن فرهنګ په ډله ایز وجدان او ضمیر کې دومره ژور اثر لري ، چې تر اوسه  صالح عمل  او دینداري یوازې په فردی او روحیی مناسکو کې نغښتې بولي  ، بلکې ډیر مهاله خو ئې په ملنګي کې خلاصه کوي . که هر څومره اسلامی حرکتونه د دغه ټیټ او سپک فرهنګ څخه آزاد شي بیا هم د چاپیریال ته تاثیر لاندې خامخا واقع کیږي ، سره لدې که د هغه د مخالفت دعوی هم وکړي . ځکه چې په اسلامي ساحه کې د سیاسي ټولنیز فرهنګ سامان تر اوسه دومره کم دی ، چې نه شي کولای د اسلامی حرکتونو په وړاندې داسې محیط پرانیزي ، چې په ساحه کې د رواج شوي سیاست څخه بیل خپل مستقل سیاست ولري . او دا خبره د اسلام او ډیموکراسۍ په ضد په الجزایر کې د غورځنګ  د بریا نه وروسته سمدلاسه د هغه عسکري ځواک له لوری جوته شوه ، چې د ځینې داسو کړیو له خوا ئې مرسته کیده ، چې د اسلام سره خپله دښمني نه پټوي . نو ځکه ځینو اسلامي حرکتونو جهاد اعلان کړ ، او ځینو د عسکري ځواک سره اتحاد وکړ ، او ځینو نورو یوازي  په سیاسي مخالفت اکتفا وکړه . او هغه څه چې په عراق کې د اشغال په پایله کې پښ شول تر دې ډير خطرناک او ګواښمن وو ، ځکه چې ځینې اسلامي حرکتونه د دغه اشغال د ټانګونو په شا سیاسي ډګر ته راغلل ، او ځینو نورو د غنمیت په حاصلولو ټینګار وکړ ، او دریمې ډلې جهاد اعلان کړ .

د دې دلالت ښکاره او روښانه دی ، څرنګه چې ځینې اسلامي مفکرین لکه ( دکتور حاکم الطبري )  د مسلمانانوپه  فرهنګ کې د سیاسي عقیدې نشتوالی ئې ګڼي ، چې دا نشتوالی  په خپل وار سره د دې لامل کیږی تر څو د دوی سیاسي چارې هر ډول پردی سیاسی چلند ته چمتو وي ، د دلایلو او ذرایعو فرهنګ ، چې کیدای شي ورنه ډیر خطرناک او متناقض دریځونه راویستل شي ، او دا ډیر خطرناک او عیبناک کار دی . لکه دټولنیزو او سیاسي ارزښتونو او عمومي مقاصدو څخه پرته د عقیدوي اړخونو پړسول ، او د دې لپاره چې یو دولت اسلامي بڼه او صفت ولري ، دا کفایت کوی چې د دستورنو او نظام نوم ئې اسلامي وي ، او په مناسبتونو کې د پګړیو په شتون ټینګار وکړي ، لدې وروسته که هر څومره د امت او ملي امنیت په حق کې خیانت وکړي پروا نه کوي ، او که د امت دښمنان هر څومره مسلمانان وځوروي او یا ئې ثرتونه غارت کړي ، او یا ورباندي محاصرې ټینګې کړي ، او که  پیغلې  ئې د اشغالګر جنرال په استقبالولو کې وګډیږي ، پروا نه کوي او دا خیانتونه  دوی له خپل ملت څخه پردی کوي نه .

۳ـ  دا هغه وینا ده چې پکې دسزا او عقاب  غلبه روښانه ده ، د اسلام تشول له خپلو ټولنیزو ،سیاسي او اقتصادي ارزښتونو څخه ( عدالت ، شوری ، یوالی ) د دې لامل کیږي ، چې اسلامي شریعت یوازې هغه  عقابي نظام  وي ، چې پکې  حدودو جاري شي ، چیرې چې دا حدود د اسلامي شریعت یو وړه برخه تشکیلوی ، چې په استثنایي حالاتو کې ورته مراجعه کیږي . وروسته لدې چې اسلامي شریعت ، تربیتي او فرهنګي پرګرامونو عام وګړي ته د ښه سوکاله ژونداو سالمې تربیې شرایط برابر کړي ،  او که لدې وروسته په طمع باندې آخته نفسونو د دښمنۍ او سرغړونې هڅه وکړه نو باید مخنیوی ئې وشي ، چې د دغو حدودو اساسي دنده د سرغړونې څخه مخنیوی دی ، ولكم في القصاص حياة يا أولي الألباب” (البقرة/179)، . نو د شریعت هدف  د دغو حدودو له جاري کول  څخه یوازې دا نه دي ، چې دا حدود دې تنفیذ شي ، بلکي هدف دا دی چې د جرم مخنیوی وشي ، او له دې لارې څخه د عدالت  شریعت ، د ښه ژوندانه  ، استقامت اوتقوی  ښه شرایطو د برابرولو هڅه کوي .

او کوم مهال چې په نبوی او راشدي زمانه کې د اسلام ټولو وسایلو په یو ځای کار کاوه ، نه مو غوڅ شوي لاسونه او پښې ولیدل ، او نه مو د جلادانو په لاسونو کې تورې ولیدلې ، او نه مو د مدینې منورې په واټونو کې دارونه ولیدل ، بلکې د قضاوت دنده بلکل کمه شوه ، ځکه چې اړتیا ورته نه وه ، آن چې د حدودو هغه لږ پرځای کول هم د هغو خلکو د غوښتنې په اساس تر سره کیدل چې پرې حد واقع شوی و ، ځکه دوی د خپلو نفسونو پاکول غوښتل ، مثلا هغه څه چې د دو صحابیانوو ( ماعز او الغامدیه )  سره وشول  ، کوم چې نبی صلی الله علیه وسلم وستایل ، او وفرمایل : قد تابت توبة لو وزّعت على أهل المدينة لوسعتهم .

ژباړه : ( داسې توبه ئې ویستله چې که د مدینې منورې په اوسیدنکو وویشل شي ، ټولو ته به ورسیږي  . ) او دا د دې حقیقت د تاکید لپاره چې اسلامي پروسه وړاندې لدې چې سلطوي پروسه وي ، ټولنیزه او تربیتي پروسه ده ، داسې تربیتي پروسه چې دنفسونو او اړیکو اصلاح ته د قناعت ، الهی حضور او ښې قدوې له لارې مخه کوی ، او د خلکو اساسی اړتیاووې پوره کوي ، او داسې پاکیزه چاپیریال چمتو کوی ، چې پخپله د اصلاح په هکله مددګار وي .

نو مؤمن انسان او پیاوړي او سره نیښتې ټولنه د حکومت او واک د اولیت حق لري ، نه د نوښت دا پروسې چې په دولت او د هغه په دستګاوو باندې پرې د اصلاح اړوند اعتماد کیږي ، یعني په استبدادګر او سلطوی نظام باندې تکیه . او له کومه ځایه چې اسلامي پروسه د علمانیت د دولت کوم چې پر موږ باندې د اور او اوسپنې په زور تپل شوی دی ، د دیسیسو ښکار شوې وه او ده ، نو عجیبه نه ده چې دا علماني دولت زموږ په معاصر اسلامي فرهنګ کې ژور حضور ولري  ، آن تر دې چې د پردي فکري یرغل له کبله  د اسلام له منځه داسې ویناګانې را و وتې ، چې په اسلام کې د دولتدارۍ له اصل څخه منکرې دی ، او په دې ټینګار کوي ، چې اسلام هم  د نورو ادیانو په څیر یوازې یو روحي رسالت دی ، او رسول ئې یوازې د پروردګار مبلغ ؤ ، او دولتدارۍ د دغه رسالت له جوهر څخه نه وه ، بلکې دولتداري په اسلام کې یو نوی ضمیمه شوی  اصل دی . او دا یو بل لامل ؤ ، تر څو دمعاصرو اسلامي مفکرینو په وینا کې په اسلام کې د دولتدارۍ  اصل ډیر په قوت سره تبارز وکړي ، په تیره بیا د سید قطب او مودودي په فکر کې ، نو د دې ترکیز له امله اسلامي پروسه د شریعت په محور باندې راوڅرخیدله ، او شریعت یوازې په فقه حدود کې منحصر  شوی دی ، حال دا چې شریعت د اسلام له معناګانو څخه یوه بله معنی ده ، شریعت عبارت دی له عقایدو ، مناسکو ، نظمونو او اخلاقو څخه ، عبارت دی له تزکیې ، احکامو او عبادتونو څخه . او همدغه  د شریعت منحصریدل  یوازې د فقه حدود په چوکاټ کې د سوډان اسلامپالان چې په پروسه باندې ئې قانوني بڼه (شریعت ) ډیره برلاسی وه دې ته اړ کړل ، تر څو په پای کې د دې سخت انتخاب سره مخ شي ، چې یا به د دې معنی په اساس  شریعت  انتخابوی ،  او یا به د سوډان وحدت ، چیرې چې د جنوب سوډانیانو نه غوښتل په هغه دولت کې پاتې شي ، چې شریعت پرې حاکم وي ، او دا راز د شریعت نا رسا فهم دې ته لاره اواره کړه تر څو هغه هیواد چې  د اشغال او استقلال په مهال موحد پاتې شوی ؤ او اسلامپالو ته هم موحد په لاس ورغلی ؤ ، ټوټې او و ویشل شي ،  ترڅو د دوی په وړاندې د دغه نا څرګند او مشکوک شریعت له کبله ټوټې ټوټې شي ، چې د وحدت پرخلاف  دیو شمیرسزا ګانو څخه  عبارت دی ،  حال دا چې وحدت ئې تر ټولو لوی مقصد دی ، نه یوازې دومره بلکې وحدت ئې یوه اساسي برخه او یو اساسي اړخ دی .

دا هغه وینا ده ،چې ظواهرو او جزئياتو ته لومړیتوب ورکوي ، او دغه نا رسا فهم چې شریعت یوازې سزاګانې او زجرونه ګڼي د دې لامل شو:

الف : تر څو په ټولنیزو او فردي آزادیو کړۍ تنګه کړي ، او د تنګولو لپاره ئې تر ډیره لیرې حده کار کوي ، تر دې حده چې ځینو اسلامي مفکرینو داسلامي شریعت اړوند د دغه مفهوم اسلامیت رد کړ ، د حزب تحریر په څیر ئې ناوړه شعار پورته کړ: (( په اسلام کې آزادي نشته ) بلکې د شریعت په ذریعه دا آزادي مقیده کیږي ).  او دا راز ئې د استبدادګرانو او باغیانو په خلاف د ملي غورځنګونو په دوران کې اسلام د آزادي نقیض او په خلاف معرفي کړ ، په داسې حال کې چې اسلام او مسلمانان تر ټولو وړاندې د استبداد او ظلم قرباني دی ، او له داسې آزادۍ څخه برخمن دی ، چې د خپلو اسلامي  وطنونو څخه تښتي  او په هغوغیر اسلامي هیوادونو کې سرپناه پلټي ، چې د علماني ډیموکراسۍ په دین دي ! . او د لویدیځ په چاپیریالونو کې د ډیموکراسۍ او لادینۍ تر منځ د تاریخي تړاو له کبله ، که څه هم چې دا تړاو حتمي او ضروري نه دی ،  د ډیموکراسۍ څخه انکار کوي ، او لدې څخه غافل دي ، چې اسلام د فرعونانو او استبدادګرانو په ضد د آزادی غورځنګ دی . او نبي کریم صلی الله علیه وسلم دهغه ښار ( مکه مکرمه ) څخه  چې په ده ډیرګران ؤ ، د هغه ښار د اوسیدونکو د استبداد له کبله هجرت ته اړ شو ، او د دې لپاره چې هغو ئې دعوت نه مانه .  اسلام په هر هغه ځای کې پرمختګ کوي او آبادیږي ، چیرته چې آزادي وي ، او د استبداد په سیوره کې ئې دعوت نه خپریږي ، نو لدې ځایه ئې آزادي نه یوازې د دعوت یو له لویو مطالبو څخه دی ، بلکې د شریعت له مقاصدو څخه ئې اساسي مقصد دی ، څرنګه چې د شریعت د مقاصدو په هکله علماوو بیان کړي دي ، لکه (ابن عاشور ) .

ب : د کلیاتواو مقاصدو په ځای په جزییاتو او ظواهروباندې ټینګار ، او لدې کبله د حجاب ، ږیره ، لباس ، شراب .. په مسایلو باندې جګړې  د اسلامي پروسې او ډیرو اسلامي حرکتونو په مبارزه کې لومړیتوب پیدا کړي دی ، نو څرنګه چې په کومه سیمه کې واک ترلاسه کړي ، ژر تر ژره خپله پروسه په دغو نمایشي کارونو کې تمثیلوي ، په ښځو باندې حجاب فرض کوي ، د شراب څښلو او ترفیهي مرکزونه بند کړي ، او کله نا کله ئې د تشدد کچه دومره لوړه شي ، چې سلیمانېګانې او سینماګانې هم بندې کړي ، او ښځي هم د کارونو څخه منعه کړي . او موږ په هغو ټولنو کې چې شریعت پدې زجري او سزایی معنی باندې پکې تطبیقیږي ، ګورو چې څرنګه ښځې ژر تر ژره لدغو قیداتو څخه ځان آزادوي ، کله چې الوتکه دوی دې اوروپا په لور پوته کړي ، او څرنګه د اخلاقي پولسو ( امر بالمعروف و نهي عن المنکر ) او هغو ټولنو تر منځ تصادم و ټکر ورځ تر بلې زیاتیږي کومې چې د دغو قیوداتو څخه بې زاره شوې دي ، هغه قیودات چې د اسلام د آزادي سره سمون نه لري او د بهر څخه په اسلامي ټولنو باندې د ستم ، ظلم او ویرې او ډار په ډول کې تحمیلیږي . او اسلام څرنګه ئې چې دښمنان داوه کوي ،چې د ژوندانه د سمون او د دولتدارۍ د چارو لپاره څه نه لري او نور مسکین شوی دی ، او واکمني ډیر مهال د اسلام له دښمانو سره  پاتې وي ، نو په ټوله نړۍ کې په اسلام باندې د خلکو دا راماتیدل څرنګه تفسیریدای شي ، سره لدې چې دښمنان ئې په نړۍ کې  د مخنیوی لپاره کلکه مبارزه کوي ؟، دا دشریعت جزییات او مظاهر لکه د لباسونو مساله او داسې نور مظاهر دا دشریعت یوه برخه ده ، خو منزلت او حیثیت ئې په شریعت کې د کور د دیکور په څیر دی ، نه پکښې د اساس ، رکن یا چت حیثیت لري .

څرنګه چې علامه قرضاوي وايي : دا ډیره اړینه ده چې د معاصر مسلمان په فرهنګ کې د اولویاتو فقه خپل ځای ولري ، ترڅو د شریعت مختلف وزنونه ترې ګډ او وډ نه شي ، او سپک په درانه  او د لږ اهمیت وړ په د ډیر اهمیت وړ او باطن په ظاهر باندې مقدم نه کړي . او قرانکریم په دغه هکله د تمیز لپاره په صراحت فرمایی :  أجعلتم سقاية الحاج وعمارة المسجد الحرام كمن آمن بالله واليوم الآخر وجاهد في سبيل الله، لا يستوون عند الله وأولئك هم الفائزون”. (التوبة/18 و19).

۵ ـ دا وینا یوه وعظي ، دفاعي او د ستاینې وینا ده ، د معاصر اسلامي فرهنګ اکثریت تولید د اسلام د منتقدینو په وړاندې د اسلام څخه د دفاغ کولواو د هغه دتاریخ د ستایلو  بڼه لري ، او که چیرې دا فرهنګ  په هغه مرحله کې چې غربي فکري او فرهنګي یرغل ډیر پراخه شوی ؤ اوډیرو ځوانو نسلونو او مفکرینو ته رسیدلی ؤ او د اسلامي حرکتونو خوځښت ئې د شلمې پیړې تر څلورمي برخې پورې محاصره کړی ؤ ،  د منلو وړ  ؤ ، خو دا فرهنګ اوس د اسلام د خوریدواو پرمختګ  سره او د غربي فکر د په شا پاتې کیدو سره د منلو وړ نه دی ، دا د منلو وړ نه دي ، چې یوازې د اسلام او دهغه دتاریخ د ستاینې په فرهنګ باندې بسنه وشي ، پرته لدې چې د لومړي اسلامي نسل  او له هغه نه د وروسته راغلی نسل تولید په ګوته نه شي .

تنقیدی فکر ډیر لږ دی ، او داسلامي ټولنو د وضعیت په هکله میداني څیړنې ډیرې کمې دي ، د عقیده په اسلام کې، ښځه په اسلام کې ، اقتصادپه اسلام کې ، حکم په اسلام کې ، روزنه په اسلام کې ، چاپریال په اسلام کې ، څخه په تکراري خبرو باندې بسنه شوې ده ، خو د دغه هیواد او هغه هیواد د فرهنګي ، اقتصادي ، سیاسی ، ټولنیز ، روزنیز او نړوالې راکړې ورکړې د وضعیت دښوالی لپاره ډګریزې څیړنې نه کیږي او عملي لارې چارې نه کتل کیږي . او دا راز څیړنې ډیرې کمې دي . او کیدای شي د دې  یولامل هم دا وي ، چې علمي تخصصونو لکه ، طب ، انجینري ، اقتصاد .. د انسانی او ادبي تخصصونو په حساب د ټولنې مثقفه طبقه ځانته جذب کړې ده ، او د دې کبله معاصره اسلامي وینا د سطحیت، تکرار او نمایش دګواښ سره مخ شوې ده ، او همدا علت د دې باعث شوی ، چې اسلامي نسلونه د کره څیړنې او مطالعې سره علاقه ونه لري ، او یوازې په هغه څه بسنه وکړي ، چې د مطبوعاتو له لارې ورته وړاندې کیږي ، آن تر دې چې کتابخانې په کورونو کې یوازې د ښکلا او زینت په ډول استعمالیږي ، او همدا راز د دغه سطحیت او نمایشي وینا له کبله د ویښتابه پاڅون د جریانونو په منځ کې کشمکش پیدا شوی دی ، او همدا راز ئې تر منځ د خبرو اترو امکانات زیانمن شوی دي .

۶ـ دا قهرجنه (تنده) او مخامخ وینا ده ، سره لدې چې د اسلام معجزه قرآنکریم تر هر څه وړاندې د بلاغت او فصاحت او ادبي بیان بې ساری نمونه ده ، چې قصوو پکې ځانګړی مقام خپل کړی دی ،او سره لدې چې د تفسیر کتابونو اجتهاد کړی تر څو د دغه  د بلاغي اوبیاني معجزې نښې په ګوته کړي ، خو سره لدې  د اسلامي فرهنګ لویه برخه تشریعي فقه تمثیلوي ، په داسې حال کې چې د څه د پاسه شپږ زرو آیاتونو څخه د تشریع آیاتونه تر شپږ سوه آیاتو څخه نه ډیریږي  .

دا سمه ده ، چې د فقهې علومو تر څنګ تاریخي ،کوني  او ادبي علومو او د شعر دیوانونو هم وده کړې ده ، ډیر لږ ئې د قرانکریم انځورونه او ارزښتنونه وړاندې کوي ،  نه د جاهلی شعر انځورنه او ارزښتونه ، خو سره لدې اسلامي وینا محض یوه وعظي او شکلي وینا پاتې شوې ده ، او دمسلمانانو تولید په ښایسته هنرونو کې  لکه ډرامه ، موسیقي ، انځور (سینما ) او شعر کې ډیرضعیف او کم  دي ، او کیدای شي چې مسلمانان د ځینو خنډونو له کبله د دغه تولید څخه وروسته پاتې شوی وي ، چې د علمانیت کرغیړن چاپیریال ئې پدې هکله وړاندې کوي ، او پکې د هنرونو ډګر ککړ شوی ، او لدې ځایه زاهدو مسلمانانوورڅخه نفرت کړي وي، او دمسلمانانو په مخ ئې د هنر د ډګر دروازې بندې کړې وي ، او داستعمال او تولید څخه ئې خلک منعه کړي وي ، او پدې کار سره ئې د اسلامي  پاڅون اودعوت پرمخ د خیر او ښیګڼې پراخه دروازې بندي کړې دي .

هیڅ منصف لدې څخه سترګې نه شي پټولی ، چې د رسالت فلم په اسلامي دعوت کې لوی رول درلود ، سره لدې چې په دې اړه اسلامي هنر یعني اسلامي سینما او اسلامي ډرامه نه باید د اسلامي تاریخ  په روایت باندې منحصره پاتې شي ، ځکه اسلامي هنر څرنګه چې استاذ محمد قطب په خپل کتاب ( منهج الفن الاسلامی ) کې وایی : دا نه دي چې یوازې د اسلام له رمزونو څخه خبرې پکې وشي ، بلکې اسلامي هنر دا دي چې د اسلام له ارزښتنو څخه لکه ایمان ، عدالت ، حق ، ښیګڼه ، دشر او فساد سره مبارزه ، د ظلم او ستم په وړاندې مقاومت … خبرې پکې وشي ، دا ارزښتونه پکې توضیح او تشریح شي .

سره لدې چې د اسلامي معاصرې فقهې فتوی ګانو لکه د قرضاوی فتوی ګانې د موسیقي ، تمثیل او د ښځې ګډون په هنر نمایې کې د حلال اصل او د هغه څه تر منځ چې کیدای شي د کرغیړنو منکراتو له کبله د حلال اصل څخه ووځی روښانه توپیر کړي دی ، خو لا تر اوسه هم  په اسلامي محیط کې د ښګلو هنرونو په هکله بې پروایی کیږی ، په داسې حال کې چې ورځ تر بلې دا قناعت زیاتیږي ، چې دښکلې هنرونو په هکله د اسلام د دریځ څخه دمخالف دریځ  په وړاندې باید اسلامي بدیل وړاندې شي .

د اسلامي تر انو وده ، او هغه چې پکې موسیقي آلات استعمالیږي ، او د ډرامې ډګر ته په جرات سره داخلیدل ، لکه چې په تیره مبارکه روژه کې د( القعقاع ) سریال وړاندې شو، او د ځینو نورو دا اراده چې د خلیفه عمرفاروق  رضی الله تعالی عنه په هکله سریال جوړ کړي ، او ځینې نور چې اراده لري د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله نړیوال فلم وړاندې کړي  ، د معاصرې اسلامي وینا په لاره کې ارزښتناک ګامونه دي ، تر څو په اسلامي فرهنګ کې دا خطرناکه خلا ډکه کړي . هغه څه چې د هر اړخیز پاڅون شروط برابروي ، او دالله تعالی او د هغه تعالی د رسول د وعدو په هکله چې بشریت ته دعدالت او رحمت تحقق دی ، ګټور دي . “والله متمّ نوره ولو كره الكافرون”.

ليكنه : راشد الغنوشي

ژباړه : عبدالرحمن فرقاني

عبدالرحمن فرقاني

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: