تکنالوژيموبایل

د موبایل د ګرمیدو لاملونه

دا چې نن سبا ټول خلک له موبایل څخه ګټه اخلي، نو د موبایل ګرمېدل هم ورته په یوه لوی سرخوږي بدل شوي دي او وېره یې ور اچولې ده.
تاسو ته به معلومه وي چې ځینې موبایلونه آن وچاودېدل، خو په هغه کې بیا تر ډېره ستونزه په بېټرۍ کې وه.
له بېټرۍ پرته هم ځینې موبایلونه د کارولو پر مهال ګرمېږي؛ ځکه نوي موبایلونه په دننه کې د یخېدو سیسټم نه لري. د ګرمېدو یې هم ډېر لاملونه په ګوته شوي دي.
لومړی دا چې تاسو اصلي چارجر نه کاروئ او د موبایل بېټرۍ مو په نامنظم ډول چارجېږي.
دویم لامل یې دا دی چې پر یو وخت په کې ډېر اپونه خلاص پاتې وي چې د موبایل پر پروسير بوج راوړي.
له کچې زیات د موبایل له کامرې هغه که د عکس لپاره او یا هم د ویډیو لپاره وي، ګټه اخیستل هم موبایل ګرموي.
مخامخ د لمر شعاع هم ستاسو موبایل ګرمولی شي. تاسو به ليدلي وي چې اوس په بازار کې د موبایل لپاره ډول ډول پلاستیکي پوښونه خرڅېږي. دغه پوښونه هم په ګرمه هوا کې د موبایل د ګرمېدو لامل کېږي.
د دې ټولو ترڅنګ، که ستاسو موبایل ویروس ولري، پر پروسیسر یې بوج راځي او د موبایل د ګرمېدو لامل کېږي. یوه څه ته مو باید پام وي، چې که په پر له پسې ډول ستاسو موبایل ګرم شي، عمر یې یو پر دوه کمېږي.

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: checked