حقوقښځه او اسلامکورنۍ

د مور او پلار حقوق او د هغوی آداب

په دې نړۍ کي د انسان تر ټولو لومړنى او ډير لوى تړاؤ او اړيکي د مور او پلار سره وي د اسلام سپېڅلى دين د الله تعالى د حق څخه وروسته تر ټولو لوى حق د مور او پلار ښودلى دئ . له مور او پلار سره ښه چال چلن کوئ که له هغوي نه يو يا دواړه زړښت ته ورسيږي نو اف هم مه ورته وايه په خورا نرمۍ او مهربانۍ خبري ورته کوئ همېشه ورته دعا غواړئ چي اى پرور دګاره! پر هغوی رحم وکړه لکه څنګه چي يې په کوچنيوالي کي زما پالنه کړې.

د قران کريم سربېره په احادثو کي هم د مور او پلار د خدمت خبرو منلو او اطاعت ډېر سخت ټينګار او تا کيد سوى دئ او د هغوی څخه سرغړونه، نافرماني او کړاو ورته رسول ډېره سخته ګناه ښودل سوې ده، په يوه حدث شريف کي راغلي دي چي يو سړي د نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه! پر اولاد د مور او پلار کوم کوم حقونه دي؟ نبي کريم صلى الله عليه وسلم ورته و فرمايل (د اولاد جنت او د وزخ مور او پلار دي. سنن ابن ماجه-١١ ٥٣) (يعني د هغوی په خدمت باندي جنت ګټل کيداى سي او د هغوی څخه سرغړونه او بد چلن دوزخ ته رسونکى دئ.

په يوه بل حديث کي راغلي دي چي رسول اکرم فرمايي ( د مور او پلار اطاعت کونکى زوی يا لور چي هر څو ځله خپل مور يا لار ته د ميني او درناوي په نظر ګوري نو الله پاک به د هر ځل کتلو په بدل کي د يو قبول سوي حج ثواب د هغه له پاره ليکي اصحابو کرامو پوښتنه وکړه يا رسول الله! که هغه هر ورځ سل ځله ورته ګوري نو بيا به هم هر ځل د يو قبول سوي حج ثواب ورته ليکل کيږي؟ نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل هو الله ډير لوى دئ او ډير پاک دئ مطلب دادئ چي د هغه په خزانو کي د هيڅ شي کمي نسته په کوم عمل چي څومره اجر او ثواب ورکول وغواړي ورکولاى يي شي. (مسند احمد)
درې دعاګاني دي چي په قبلېدو کي يې هيڅ شک نسته د مسافر دعا، د مظلوم دعا او د مور او پلار دعا د اولاد په حق کي.(بخاري)
يو سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او وې پوښتل: يا رسول الله! په انسانانو کي تر ټولو زيات زما د ښه سلوک حقدار او وړ څوک دئ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل ستا مور، هغه وپوښتل، بيا څوک؟ هغه وفرمايل ستا مور، بيا هغه وپوښتل بيا څوک؟ هغه وفرمايل ستا مور، بيا هغه وپوښتل: بيا څوک؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ستا پلار. (بخاري)

يو اطرافي سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او وې پوښتل: يا رسول الله! لوى ګناهونه کوم دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د الله پاک سره شرک کول، هغه و پوښتل بيا کومه؟ هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د مور او پلار نافرماني.(جامع الا حاديث- ٥ ٣٤٣)

د ټولو ګناهونو سزا الله پاک که خوښه يې سي تر قيامته يې ځنډوي خو د مور او پلار د سرغړوني سزا الله پاک له مرګ څخه مخکي په ژوندانه کي د هغې کونکي ته ورکوي.
په يوحديث شريف کي راغلي دي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: درې ډوله خلک دي چي د قيامت په ورځ به ورته الله پاک د رحمت په نظر نه ګوري يو ډله په کي هغه دي چي د مور او پلار نافر ماني کوي. (السنن الکبري للبيهقي- م م-(٨ ٢٨٨)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: