غوره ویناوې او نصیحت

د موسی (ع) دصحیفو شپږ خبري

حضرت ابوذر(رض)وایی چه ما عرض وکړو ای د الله رسوله : دا ارشادوفرمایه چه دحضرت موسی(ع) په صحیفوکی څه وه ۰ ویی فرمایل شپږخبری وی۰

۱:– ماته تعجب دی په هغه چا چی هغه ته ددوزخ یقین دی چه هغه څنګه خاندی۰

۲:– اوتعجب دی په هغه چا چه دمرګ یقین لری بیاڅنګه خوشحالی کوی  ۰۰۰۰

۳:– اوماته تعجب دی په غه چاچه هغه ته دحساب یقین دی نوبیاڅنګه ګناه کوی۰

۴:– اوتعجب دی په هغه چاچه په تقدیر یقین لری بیاولی حیران او سرګردان ګرځی بعضی روایتونوکی دی چه ولی غم کوی۰

۵:– ماته تعجب دی په هغه چاچه دنیا اود دنیاوالواوړیدل را اوړیدل وینی بیاڅنګه په دی مطمین کیږی۰

۶:– او ماته تعجب دی په هغه چاچه دجنت یقین لری بیا نیکی نه ګټی۰۰۰۰۰۰


تنبیه الغافلین

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: