بیولوژي

د نباتاتو فوتوسنتیز عملیه

فوتوسنتز څه ته وايي؟

د رڼا په  شتون کې د یو څه شي جوړیدل یا خلقېدل .
د فوتوسنتز په اړوند له  بحث ځخه  زمونږه مؤخه معمولا هغه جریان دې ، کوم چې دهغه پواسط نباتات د لمر په شتون کې  د غېر عضوي موادو څخه عضوي مواد جوړوي .
د نړۍ  پر مخ ټول ژوندي موجودات  د خپل ځان د ودې او پاېښت  لپاره انرژي ته اړتیا لري . اوبړۍ ،عالي نباتات او ځنې بکتریا يې ډولونه د ژوند د لمړنیو غذایي موادو په جوړولو کې د لمر د جذبوشوو وړانګو د انرژي څخه نېغ په نېغه کار اخلې . څاروي نشي کولاې چې نېغ په نېغه د لمر رڼا د انرژي د سرچینې په شان و کاروي ،هغوی خپله انرژي د نباتاتو او یا د نبات خوړونکو څارویو له خوراک څخه تر لاسه کوي . نو د پورته څرګندونو څخه دې پاېلې ته رسېږو چې لمر دځمکې  پر مخ  د ټولو میتابولیکو جریاناتو د انرژي د سرچینې په شان کارول کېږي او فوتوسنتز د ځمکې پر مخ د ژوند د ټولو ډولونو د ساتنې لپاره یو ضرورت دې.

مونږ د سون یا تودوخې   معدني مواد لکه د ډبرو سکاره،طبعي ګاز،نفت او داسی نور پکارو. دا ټول بل څه ندي دا همغه د وچې اوسمندري نباتاتو او حېواناتو تجزيه شوې پاتې شونې دي چې ملیونونه کاله دمخه يې په ځان کې زېرمه شوې انرژي د لمر د رڼا څخه اخستې ده.  د باد او باران پېدايښت هم د لمریزې انرژي سره تړاو لري ، نو له همدې وجې د بادي او د اوبو د برېښنايي دستګاوو د انرژي تولید هم د لمر د وړانګو د لګېدو سره تړاو لري .
د فوتوسنتز په درشل کې تر ټولو مهم کېمیايي تعامل د کاربن دي اکسید او  اوبو بد لېدل په کاربن او اکسیجن باندې دې ،چې د تعامل عمومي معادله يې په لاندې ډول ده :

СO2+H2O [СH2O]+O2

په پورته تعامل کې د لاس ته راغلي کاربوهایدرید انرژي د لمړنیو موادو یعنې СO2  او    H2O پر تله ډېره ده . نو پدې ډول د لمریزې انرژي له وجې  د СO2  او H2Oانرژیتیک مواد د کاربوهایدرد او اکسیجن د انرژۍ په بډایو محصولاتو بدلېږي .په عمومي معادلې کې د شرح شو راز راز تعملاتو د انرژۍ سطحه کولاې شو د ریدوکس Redox  د پوتنسیال د واحد پواسط چې په ولت اندازه کېږي معلومه کړو . د نوموړي پوتنسیال قېمت راښي چې په هر تعامل کې  څومره انرژي زېرمه او څومره کارول کېږي . پدې ډول کولاې شو چې فوتوسنتز ته د انرژي د بدلونکي بهیر په سترګه وګورو ،چې په نباتي نسجونو کې د لمر د وړانګو انرژي په کېمیايي انرژي بدلوي. سره لدې چې کاربن دي اکسید د فوتوسنتز په بهیر کې کارول کېږي خو بیاهم په اتوموسفېر کې د کاربن دي اکسید اندازه پوره په خپل حال پاته ده ، علت داد دې چې ټول نباتات او حېوانات تنفس کوي .

د تنفس په درشل کې د ژوندیو نسجونو پواسط په میتوکاندریا کې د اتوموسفېر څخه جذب شوی اکسیجن د کاربوهایدریدونو او د نسجونو د نورو برخو د اکسیدېشن لپاره چې په پاېله کې د انرژي د  ازادېدو په ملتیا کاربن دي اکسید او اوبه جوړېږي کارول کېږۍ . ازاده شوې انرژي په لوړو انرژي لرونکو ترکیبونو (ادینوزینتریفاسفات  ATP ) کې زېرمه چې وروسته د ارګانیزم د حیاتي دندو د سرته رسولو په مؤخه کارول کېږي. پدې ډول د تنفس عملیه د ځمکې د کرې پر مخ د عضوي موادو او اکسیجن د مصرفېدو او د کاربن دي اکسید د ډېرېدو سبب ګرځي . د ټولو ژوندیو ارګانیزمونو د تنفس او د سوند د  ټولو کاربن لرونکو توکو د سوزیدو په درشل کې په  ټولیز ډول داکسیجن  لګښت د ځمکې د کرې په مقیاس په یوه ثانیه کې 10000ټنه ته رسېږي . د اکسیجن د لګښت د یاد شوي سرعت په صورت کې به  3000 کاله وروسته اکسیجن د اتوموسفېر څخه ورک شي ، خو مونږ ته د خوښې خبره داده چې د عضوي موادو او اتومي اکسیجن لګښت د فوتوسنتز په درشل کې د جوړوشوو کاربوهایدریدونو او اکسیجن پواسط بېرته متعادل کېږي . په ایډیالو شرایطو کې د نباتانو په شنو نسجونو کې د فوتوسنتز د عملیې سرعت 30 برابر د تنفس دعملیې پرتله په همدې نسجونو اوچت دې، نو له همدې وجې فوتوسنتز د ځمکې پر مخ د اکسیجن د تنظیمونکي فکتور په توګه دنده سرته رسوي .

د فوتوسنتز د کشف تاریخچه

د XVII پېړۍ په لمړیو کې فلامانديي ډاکټر ون هیلمونت په  یو د خاور ډک لوښي کې یو نیالګې چې یواځې د باران پواسط  يې اوبونه کېده کېنواو ولیدل شو   چې وروسته له پینځه کاله  د هغه په لویوالي کې د پام وړ بدلون رامنځ ته  شو ، مګر د خاورې اندازه په لوښي کې کمه نشوه . ون هیلمونت په طبعي توګه دې پاېلې ته ورسید ، کوم مواد چې د هغو څخه  ونه جوړه شوه دا ټول د اوبو څخه منځ ته راغلي چې د سوند لپاره پکارېږي. په 1777 کال انګرېزي نبات پېژندونکي Stephen Hales په خپل خپور شوي کتاب دا را په ګوته کړه چې نباتات د خپلې ودې د اړینو غذايي مواد په توګه د هوا څخه کار اخلي . په همدې کلونو کې نامتو انګرېز کېمیا پوه جوزف پرستلي (د اکسیجن لمړی کاشف) د  تنفس  او احتراق په اړوند  د یو لړ ازماېښتونو  پاېلو دې ته ورساوه چې  شنه نباتات کولاې شي  ټول هغه تنفسي جریانات سرته ورسوي ، کوم چې د حېواناتو په نسجونو کې  پېدا شوي وه . پرستلي  د هوا په یو تړلي حجم ( مرتبان) کې د یوې ډیوې په رڼولو سره دا په ډاګه کړه چې  په تړل شوي حجم  کې لاس ته  راغلې هوا  نور نشي کولاې چې د احتراق عملیه سپوټ کړي . په دا لوښي کې اچول شوې موږک مړ شو ، مګر په نوموړې هوا کې د نعناع دبوټي یوه شاخچې څو اونۍ ژوند وکړ . پرستلي پېدا  کړه چې   د نعناع پواسط  د  رغول شوې هوا په لوښي کې د ډیوې بیا رڼېدل او د موږک د بیا تنفس امکان برابرېږي . اوس مونږ پوهېږو چې یادې شوې  ډیوې دتړل شوي حجم له هوا څخه د لګېدو لپاره  اکسیجن اخیست ، او وروسته بیا هوا د فوتوسنتز له برکته چې د نعناع په شاخچه کې سرته رسیده په اکسیجن مشبوع کېدله . څو کاله وروسته هالندي ډاکټر  Ingenhauz  کشف کړه چې نباتات یواځې د لمر د رڼا په شتون کې اکسیجن  اکسیداېز کوي ،یواځې د نباتاتو شنې برخې کولاې شي چې د اکسیجن تولید تامین کړي.

ژان senebe چې وزیر وه د  Ingenhauz څرګندونې  تائید  او د ځپلو څېړنو په ترڅ کې وښودله چې نباتات  په  اوبو کې منحل شوی  کاربن دي اکسید  د غذائي موادو په توګه کاروي .
د XIX پېړۍ په لمړیو کې سویسي څېړونکي  دی سوسېدي د نباتاتو په واسط  د جذب شوي СO2 او د عضوي موادو پواسط  د سنتز سوي اکسیجن تر منځ  مخامخ کمي اړیکي وڅېړل او د خپلو ازماېښتونو پاېله کې ټکي ته  ورسېد  چې  نباتات  هم دا شان  اوبه  د کاربن دي اکسید د اسیملېشن لپاره پکاروي. په 1817 کال کې دوو  فرانسوی عالمانو Peltier   او  Kavantuله  پاڼې څخه شنه  ماده استخراج  او هغه ئي کلوروفیل  ونوموله . بل  مهم   د پام  وړ  پړاو د فوتوسنتز  په تاریخ کې  د الماني فزیک  پوه روبرت ماېر نظریه ده  ، چې شنه نباتات لمریزه انرژي په کېمیایي انرژي بدلوي . فرانسوي فیزیالوجیست Busengo   د فوتوسنتز په درشل کې  د جذب شوي  کاربن دي اکسید د اندازې  او ازاد شوي اکسیجن تر منځ  انډول  په دقیق ډول  پېدا کړ. هغه په 1864 کال کې په ډاګه کړه چې فوتوسینتېتیک انډ ول یعنې د ازاد شوي اکسیجن حجم پر جذ ب شوي حجم د کاربن دي اکسید  تقریبا    برابر د یو سره دې:

              د اکسیجن ازاد شوی حجم
1  ~ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاربن دي اکسید جذب شوی حجم

په همدې کال الماني نبا ت پېژندونکي ساکس د فوتوسنتز په درشل کې د سبوس  د دانوجوړېد ل
په ډاکه کړل . هغه د څو ساعتونو لپاره شنې پاڼې  په  تیارې  کې کېښودې ، تر څو په هغوۍ کې زېرمه شوی سبوس په مصرف ورسوي .وروسته هغه دا پاڼې رڼا ته کېښودې ، پدا شان چې د هرې پاڼې نیمه برخه رڼا او نیمه يي تیارې کې وي .وروسته له یوې مودې يي ټولې پاڼې ټه  د ایودین بخار ورکړ . په پايله کې د پاڼې د رڼا خوا برخې ځان ته تیاره ارغواني  رنګ غوره کړ چې دې عمل د نشاېستې (سبوس) د کومپلېکس په جوړونه د ایودین سره دلالت کاوه ، پداسې  حال کې چې د باڼې تیارې خوا رنګ بدل نکړ. د اکسیجن د ازادېدو او په شنو پاڼو کې د کلوروبلاست  په همدا شان د فوتوسنتز  د عمل د مناسب طیف او د کلوروپلاست پواسط د جذب شوي طیف تر منځ مستقیم اړیکي په کال 1880 کې اینګېلمن لخوا په داګه شول . هغه د یو شیشی سلاېد پر مخ د رڼا د نریو او پراخو وړانګو پواسط  روښانه شوي شنه نري تار ډوله الجيان (اوبړې) چې د فنر په شان  د تاو راتاو کلوروپلاست لرونکي وه کېښودل . هغه ددې اوبړیو سره یو ځاې د اکسیجن د غلیظیت په وړاندې حساس خوځېدونکې  باکتریي تعلیق د نوموړي سلاېد پر مخ ځاې پر ځاې او بیا يي سلاېد په یوه د هوا څخه خالي محفظه کې کېښود . پدې حالت کې باېد خوځېدونکې باکتریاوې هغو برخو  ته ، چېرته  چې  د اکسیجن غلیظت زیاتوي ولېږدي . وروسته له څه مودې سلاېد  د میکروسکوپ لاندې وکتل شو او د باکتریائي موجوداتو شمېرل تر سره شول ، څرګنده شو چې ډېره اندازه بکتریا د شنو تار ډوله اوبړیو په شا او خوا کې ځاې په خاې شوي. اېنګلمن د خپلو نورو ازماېښتونو په ترڅ کې  نوموړې اوبړې د وړانګو په ډول  ډول  طيفي جوړښت روښانه کړې او په دا شان يې د رڼا د سرچینې او د میکروسکوپ د شیشي سلاېد تر منځ منشور په ډاکه کړ. پدې صورت کې تر ټولو  ډېره  اندازه بکتریا د اوبړیو په هغو برخو کې راټولې شوې چې د طیف په ابي او سرو  وړانګو  رڼې شوې  وې . په اوبړیو کې موجودو  کلوروفیلونو ابي او سور نور جذب کړ.

لکه څنګه چې هغه وخت  دا جوته وه ، چې  د فوتوسنتز لپاره د رڼا جذبول ضروري دي نو ځکه اېنګلمن دې پاېلې ته ورسېد چې کلوروفیل په سنتز کې د پګمنتونو په توګه د یو فعال فوتو رېسپتور ( رڼا  اخستونکې) په څېر برخه اخلي . د فوتو سنتز په اړوند د هغه وخت پوه کولاې شو په لاندې ډول څرګنده کړو:
کېمیايي انرژي  +  نشایسته   СO2 + Н2О + Свет — O2 +
د شلمې پېړې تر لمړیو د فوتوسنتز عمومي معادله معلومه وه ، خو  هغه وخت بیوشیمي تر دې کچې وده نه وه کړې چې د کاربن دي اکسید د بدلولو  میکانیزم  په کاربوهایدرید باندې څرګند کړي.

اوس هم په خواشینې سره باېد  ومنو  چې د فوتوسنتز د عملیې ځنې برخې  په ښه توګه  ندي څېړل شوي . له ډېرې مودې راهیسې زیار اېستل  شوې ، څو  د فوتوسنتز په ټولیز عمل باندې د رڼا د شدت ، د تودوخې ، د کاربن دي اکسید  د تراکم او نورو فکتورونو  اغېزې وڅېړل شي . سره لدې چې پدې ترڅ  کې د  شنو نباتاتو  راز راز ډولونه   تر څېړنې  لاندې نیول شوي چې ډېر ازماېښتونه  يې په یو حجروي شنو اوبړیو  او  یوحجروي ښکر لرونکو  Evglena اوبړیو تر سره شوي . يو حجروي ارګانیزمونه  د کېفي څېړنو لپاره ډېر مساعد دي ،ځکه کولاې   شو چې هغوې په ټولو  ازماېښتځایونه (لابراتوارونه) کې تر ستاندرد شرایطو لاندې و کرو . هغوې کولاې شي یو شان د اوبو په خنثی  ( بوفېر)  محلول کې  په تعلیق راشې ، داسی یو لازم حجم تعلیق کولاې شو په هماغه اندازه  واخلو  کوم چې د عادي نباتاتو لپاره پکارېږي . د ازماېښت لپاره ښه ده چې د عالي نباتاتو له پاڼې څخه کلوروپلاست جلا کړو . ددې کار لپاره ډېرې وخت د  پالکو څخه کار اخلي  ځکه چې د هغو کرل او  د  تازه پاڼو څخه د څېړنو لپاره کار اخستل  ډېر اسانه دې ځنې وخت ددې کار لپاره د نخود او کاهو له پاڼو  کار اخلي . تر کومه ځایه چې کاربن دي اکسید په اوبو کې   د حلیدو ښه قابلیت لري او اکسیجن نسبتا نه حلېـږې ، نو کېداې شي  د فوتو سنتز په درشل کې په دغه سیستم  کې د تړلي ګازي  سیستم د فشار له وجې  بدلون  راشي . نو له همدې وجې په فوتوسنتېتیک سیستم کې د رڼا اغېزه کولاې شو د وار بورګ  د تنفسي ماسک په مرسته ، چې په سیستم کې د اکسیجن حجم د زماني   بدلونو  د راجستر قابلیت لري  وڅېړو . د لمړي ځل لپاره د وار بورګ تنفسي ماسک په  1920 کال کې د فوتوسنتز لپاره وکارول  شو . د اکسیجن د جذبشوي او یا د هغه د ازادشوي حجم د اندازه ګیري لپاره د تعاملاتو په درشل کې کولاې شو نور مناسب وسایل لکه اکسیجني الکترودونه و کارو . د دې وسیلې څخه د  polarographic  مېتود پر بنیاد ګټه اخستل کېږي .

اکسیجنې الکترود  د پوره حساسیت  د لرلو له وجې کولاې شي چې په یو لېتر کې تر 0،01 ملي مول غلیظت څرګند کړي . نوموړې وسیله د پلاتین د  نري سیم د کاتود څخه چې په کلک ډول  د انود  پر صفحه پرس شوې او د نقرې  د نرې حلقې څخه چې په مشبوع محلول کې غوټه دې جوړشوې . الکترودونه  د هغه مخلوط څخه چې تعامل په کې تر سره کېږي ګوښه دي او غشا يې د اکسیجن لپاره د نفوذ  قابلیت  لري . تعاملات په  پلاستیکي  یا شیشي لوښي کې چې په متداوم  ډول  د مقناطیسي میلې پواسط  خوځېږي تر سره کېږي . کله چې  پر الکترود  ولتا ژ ډېرېږي ، پلاتیني  الکترود  د  ستاندرد  الکترود  په  نسبت  منفي  حالت اختیاروي او اکسیجن په محلول  کې په الکترولیک  ډول  بېرته  احیا کېږی . د برېښنا د بهیر اندازه  د 0،5څخه تر 0،8 ولت  پوري  په  مستقیم  ډول  د اکسیجن د پارسیال  فشار سره  په  محلول  کې  ټړاو  لري . د اکسیجني  الکترود څخه  د 0،6 ولټ  په درلودو  سره کار اخستل کېږي . د برېښنا  بهیر  د هغه الکترود پواسط  اندازه کېږي ، کوم چې د  یو مناسب راجستر سیستم سره  نښتې دې . الکترود د تعاملي محلول  سره یوځاې  د  اوبو  د جریان پواسط  له ترموستات څخه ابیاری کېږي . د اکسیجني الکترود  په مرسته د  رڼا او  راز  راز کېمیايي  موادو  د عمل اغېزې د فوتوسنتز په درشل کې اندازه کېږي . د اکسیجني  الکترود  ښه والې  د وار بورګ د وسیلې پر  تله  دا  دې :
• چې اکسیجني الکترود  د اکسیجن د حجم بدلون  په چټکې او متداوم ډول سره  په سیستم کې ثبتوي .
• له بلې خوا د وار بورګ د وسیلې پواسط په  یو وخت کې تر 20 نمونو او رنګ  رنګ تعاملي مخلوطونه څېړل کېږي حال دا چې د اکسیجني الکترود پواسط دا نمونې په نوبتي ډول تحلیل او تجزیه ګېږي .

د 1930 کال  د  مخه ډېرو څېړونکو پدې برخه کې داسې تصور درلود ،چې د فوتوسنتز لمړنې تعامل  د رڼا د عمل د وجې  کاربن دي اکسید په کاربن او اکسیجن تجزیه او وروسته کاربن د یو لړ تعاملاتو په درشل کې د اوبو په ملتیا په  کاربوهابدریدونو بدلوي . په 1930 کال کې د دوو مهمو کشفیاتو له وجې دا تصور بدل شو :
لمړی ــ د ځنو بکتریايي ډولونو څرګندونه او شرحه ، چې کولاې شي پرته د رڼا د انرژي د کارولو څخه  کاربوهایدریدونه  جذب (assimilate) او  سنتز کړي . او وروسته هالندي میکروبیالوجست وان نیل د  بکتریاوو  د   فوتوسنتز بهیر پر تله او دا يې په ډاګه کړه چې ځنې باکتریاوې کولاې شي   د اکسیجن د ازادېدو پرته  د  رڼا په  شتون کې  CO2   جذب کړي .دا ډول بکتریا یواځې د هایدروجن د یو مناسب بستر یا دونر په درلودو سره کولاې شي  د فوتوسنتز  عملیه سرته ورسوي
د  وان نیل فرضیه دا وه ،چې په شنه نباتاتو او الجیانو کې دا یو ځانګړی حالت دې ، چې د فوتو سنتز په درشل کې اکسیجن د اوبو څخه لاس ته راځي نه له CO2  څخه .

دوهم ــ روبرت  هیل  د کیمبریج په پوهنتون کې په 1937 کال د  پاڼو د مشابه نسجونو د تفاضلي دفعلمرکز (differential centrifugation) په مرسته له تنفسي برخو حځه فوتوسنتېتیکې برخې ( کلوروپلاستونه) جلا کړل .  لاس ته راغلو کلوروپلاستونو د رڼا په شتون کې له خبله ځانه د اکسیجن د ازادولو قابلیت نه درلود ( چې وجه يې ممکن د جلا کېدو پواسط د هغو ژوبلېدل وي ) . مګر که په تعلیق (suspension) کې  د الکترون  مناسب اخستونکې (oxidants ) ور ګډ شي نو هغوی د رڼا په شتون کې د اکسیجن په ازادولو شروع کوي د بېلګې په ډول ferrioksalat potassium or potassium ferricyanide. .
په فوتوشیمیک ډول د یو مالیکول O2  په ازادولو  سره  څلور معادل  اکسیدانته  ( oxidant) و رغول شول . ورسته څرګنده شوه چې ډېری   Quinones او رنګونه د رڼا په ملتیا د کلوروپلاست پواسط رغول کېږي . مګر کلوروپلاستونو نشول کولاې CO2 چې د فوتوسنتز په  درشل کې  د الکترونونو طبعي اخستونکې ( acceptor ) دی ورغوي .
د کېمیايې پوتنسیال د مېلان  پر خلاف د اوبو څخه د رڼا پواسط د القا شو الکترونو لېږدول غېر فیزیالوژیک اکسیدانت  ( د هیل معرف ) ته  د هیل د تعامل په نوم  یادوي .
د هیل د تعامل ارزښت پدې کې دې چې هغه د فوتوسنتز په درشل کې د  دوه  جلا جریانو امکان را په ګوته کړ :
1) د اکسیجن فوتوشیمیک  ازادېدل
2) د کاربن دي اکسید رغول

په 1941 کال په کالیفورنیا  کې  روبن او کامن  په ډاګه  کړه چې      د اوبو تجزیه  د فوتوسنتز په درشل کې د ازاد اکسیجن د ازادېدو سبب ګرځي . هغوی فوتوسنتز قابلیت  لرونکې حجرې د اکسیجن په ایزوتوپ  بډایو  اوبو کې  غوټه کړی  چې اتومي کتله یې 18 وه  د  180   واحد وه غوره کړ . د حجرو څخه د اکسیجن ازاد شوې ایزوتوپي جوړښت مطابقت درلود د اوبو سره نه د CO2  سره . غیر لدې کامن او روبن رادیواکتیف ایزوتوپ 18O کشف کړ چې وروسته  په بریالیتوب سره د باکست او بنسون بین لخوا د فوتوسنتز  په عملیه  کې  د کاربن دي اکسید د بدلونونو  د څیړنې په موخه وکارول شو .
کالوین څرګنده کره چې  د  انزایمي تیارو( تاریکو) جریاناتو په پاېله  کې د کاربن  دي اکسید څخه د قند  بیا رغونه  رامنځ ته کیږي ، ځکه چې د یو مالیکول CO2  د رغولو لپاره  دوه مالیکوله رغول شوی ADP  او درې مالیکوله ATP بکارېږي . په همدې وخت کې  د ATP  او پیریدن نوکلوید رول د نسجونو په تنفس کې په ډاګه شو .  په 1951 کال  په  درې ازماېښتځایونو  کې  د کلوروپلاست  پواسط  د ADP  د  فوتوسنتیتیکې  رغونې  امکان  په   ATP  باندې څرګند شو . ارنون او الین په کال 1954 کې فوتوسنتز څرګند کړ ، هغو د پالکو  په کلوروپلاست کې د CO2  او  O2   اسیمیلیشن تر کتنې  لاندې ونیوه . د لسو کالو په موده کې دا ممکنه شوه چې د کلوروپلاست     څخه       پروتین استخراج کړي کوم چې په تعامل کې د الکترونو په لیږدونه کې برخه اخلي او هغه عبارت دي له  فیرودوکسین ،پلاستوسیانین ، فیروATP ـ ریدوکتاز ، سیتوکروم او داسې نور .

په سالمو شنو پاڼو کې د رڼا د اغيزې لاندې АДФ и АТФ رامنځ ته کيږي او د اوبلنو اړیکو انرژي د انزایمونو په ملتیا  د کاربن دي اکسید څخه د کاربوهایدریدونه د رغوني لپاره کارول کیږي او د انزایمونو فعالیت د رڼا پواسط تنظیمږي .

ټاکونکي فکتورونه

په  نباتاتو کې د فوتوسنتز د عملیې شدت یا چټکتیا په  یو لړ داخلي او بهرنیو فکتورونو پورې تړاو لري .

داخلي فکتورونو:

• د پاڼې جورښت او په هغې   کې د کلوروپلاست اندازه
• په  کلوروپلاستونو کې د فوتوسنتز د محصولاتو زېرمه
• د انزایمونو د اغیزې
• او په همدا شان د  ضروري  غیر عضوي موادو د لږ غلیظیت ونډه  لري .

بهرني فکتورونه عبارت دي له : 

• په  پاڼه باندې د خورې شوې رڼا کمیت او کیفیت ،
• د چاپیریال تودوخه
• د نبات په ګاونډي اتوموسفير کې د کاربن دي اکسید او اکسیجن غلیظیت
د فوتوسنتز چټکتیا په خطي ډول زیاتېدونکې ده او  په مستقیم ډول انډول لري د رڼا د شدت د واحد سره . د رڼا د شدت په  لا زیاتېدو سره د فوتوسنتز زیاتېدنه په قراره سره کمېږي او بالاخره کله چې رڼا خپل ټاکلي حد 10000 لوکس ته رسېږي فوتوسنتز ورسره له فعالیته لوېږي .د رڼا د شدت نوره ډېرېدونکې اندازه د فوتوسنتز په چټکتیا اغېزه نه کوي . د فوتوسنتز د چټکتیا پایداره برخه د رڼا د اشباع  svetonasyscheniya  د برخې په نوم یادوي . که چېرې ضرورت شي چې د فوتوسنتز په درشل کې  پدې برخه  کې  د رڼا سرعت زیات کړې شي پکار نده چې د رڼا شدت بدل شي بلکه لازمه ده چې ځنې نور فکتورونه بدل کړای شي . د  دوبي  په یوه روښانه ورځ کې د ځمکې پر مخ د لمرد خورو شوو وړانګو شدت په ډېرو برخو کې 100000 لوکس ته رسېږي . نو په دې اساس د لمر خورې شوې وړانګې د ټولو نباتاتو د فوتوسنتېتیک فعالیت ( د سرو او بنفشو  فوتونو   انرژي ،  کوم چې د لید لوري د برخو سره په  مطابقت ده د دو چنده تفاوت په دلودو سره نور ټول فوتونونه  د دې برخې د فوتوسنتز د سر ته رسوو قابلیت لري )  د اشباع  لپاره بسنه کوي ، پرته له هغو چې په سیوري او ګڼو ځنکلونو کې را شنه کېږي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: