سیرت النبي لیکنېسیرت او ژوندلیک

د نبوي سيرت ليکنه کې د پام وړ خبرې

سیرت النبي صلی الله عليه وسلم  یو داسې سیرت دی، چې په الهي وحې بنا دی، د یوفیلسوف اوعالم له افعالو او کړووړو سره یې مقایسه کول توهین دی، کومې ځانګړې زمانې او ځمکې پورې محدود نه دی، بلکې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له ژونده شروع د قیامت تر ورځې پورې د ژوندانه د ټولو اړخونو د تعمير صلاحيت لري.

دا چې د سیرت النبي زیاته برخه له قرآني ایاتونو سرچينه اخلي او قرآن شریف له هر ډول اشتباهاتو او تحریفاتو پاک دی، نو سیرت النبي هم له همدې امله او هم د جرحې او تعدیل د علماو په برکت له هر قسمه خرافاتو او بدلونونو پاک دی، چې دا ځانګړتيا بیا د موسی علیه السلام ، عیسی علیه السلام او نورو پېغمبرانو په سیرت کې نه لیدل کیږي، چې د وخت په تېرېدو د تحریف او لاسوهنې ښکار شوي دي.

د داسې سیرت لیکل او بحث په کې کول هم د نورو علومو په شان نه دي، بلکې خپل اصول او شروط لري، چې په لاندې کرښو کې ورباندې تر خپلې وسې پورې د رڼا اچولو کوښښ کوو.

له هر څه وړاندې د سیرت النبي لیکوال او مولف لپاره اساسي شرط د اسلامي اصولو، شرایعو پوره پوهه او صحیح فهم دی، خصوصا د اسلامي دین په اړه د سالمې او صحیحې فکرې تضمین شرط دی. ليکوال بايد په دې عقیده واوسي چې اسلام د یو فرد، ډلې او یوې زمانې دین نه، بلکې د ټول انسانیت دین دی، لکه چې الله جل جلاله فرمایي.(و ما ارسلناک الا رحمة للعالمین).

ليکوال بايد په دې هم یقیني وي، چې اسلام د ژوند هر اړخ ته شامل دی، که هغه سیاسي جانب وي یا اقتصادي جانب، که عسکري وي، که اجتماعي. د دغسې عقیدې، فهم او یقین په نه موجودګۍ کې هیڅکله یو څېړونکی نه شي کولی، چې د سیرت النبي د پېښو په اړه منصفانه وینا او لیکنه وکړي، بلکې لازمي ده، چې په څېړنه کې به د خلل، نقصان او غلط تحلیل باعث شي، ځکه چې سیرت لکه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، د انساني ژوند هر جانب ته شامل دی، له جنینه را نیولې د انسان تر مرګه پورې د هغه د ژوند د هر ډول ستونزې حل او علاج دی، نو که يو کس د دغسې عقېدې خاوند نه وي، کله کولای شي چې د سيرت النبي واقعات پوره او له هر جانبه وڅېړي؟

[irp][irp][irp]

دوهم اصل، ليکوال د لیکنې پر وخت بايد ځان د کمترۍ له احساسه وژغوري. مطلب د څېړونکي لپاره د بحث او څېړنې پر  وخت لازمي ده، چې په پوره فخر، وقار او مثبت ذهن د سیرت هره واقعه په  منصفانه بڼه وړاندې کړي،خصوصا هغه پېښې چې جهادي او عسکري جانب پورې تړاو ولري، دا ځکه چې په انهزامي فکر(مات ذهن) درلودلو هیڅکله یو لیکوال نه شي کولی، چې د نبوي سیرت د پېښو تفسیر او توضیح په سمه او معقوله توګه وکړای شي.

درېيمه نکته چې لیکوال به ورته متوجه وي؛ هغه د دقت او صحیح بحث مسئله ده، چې باید د معلوماتو او واقعاتو د تفسیر پر وخت له پوره دقت او غوره کار واخلي، په ځانګړي ډول په هغه مسائلو کې، چې په عقیدې، اسلامي احکامو او نبوي شخصیت پورې تړاو ولري، ځکه نبوي سیرت چې په صحیح  سند بنا وي، له اسلامي اصولو څخه یو اصل ګنلی شي.

څلورمه خبره چې د ډېر ارزښت وړ ده، د انساني عقل د محدودیت خبره ده. په سیرت کې ددې خبرې مطلب دا دی چې بشري عقل نه شي کولای په پوره او کامله توګه د سیرت النبي هرې پېښې ته غاړه کیږدي، د مثال په توګه د اسراء او معراج واقعه عقل نه شي احاطه کولای، تر څو د روایت او سند له لارې ورباندې مطمئن نه شي، همداسې ټولې نبوي معجزې چې د سیرت یو مهم جزء تشکیلوي عقل ورباندې حاوي نه دی؛ ځکه خو باید یو څېړونکی د څېړنې پر وخت د عقل د محدودیت په خاطر ځينې واقعې د سند له لارې په پوره اطمئنان او يقين ومني، ترڅو د لیکنې او وینا پر محال د زړه نا زړه توب او نفسي اضطراب و تزلزل لامل نه شي، و کولای شي خپله وینا او لیکنه پر مخ بوځي.

پنځمه نکته چې باید کاملا مراعات شي، هغه د نبوي سيرت د ځانګړو مصطلحاتو(ګړنو) خبره ده، چې یو څېړونکی د سیرت د مصطلحاتو په استعمال کې غور وکړي. په کوم لفظ او معنی چې را نقل شوي، په نبوي عهد، نبوي سیرت او حدیثو کې استعمال کړای شوي، بايد په هماغه لفظ او مفهوم استعمال کړای شي. كه چېرته د دې مصطلحاتو د بدلون کوښښ وشي، لکه هجرت د سفر په معنی او غزوة د جګړې په معنی استعمال کړای شي، نو د نبوي سيرت د واقعاتو او نورو عامو پېښو -چې په نبوي عهد پورې کوم تړاو نه لري- مشابهت راځي او حال دا چې  پېغمبري سيرت او زمانه له نورو زمانو سره هیڅکله نه شي برابرېدای، ځکه چې د دې زمانې بنسټيزه ځانګړتيا دا ده، چې له الهي څارنې لاندې دا زمانه پيل او پای ته رسېدلې.

د دا ډول مشابهت پیدا کولو لپاره چې ډېرې خطرناکې پايلې لري، مستشرقينو ځانګړې لارې چارې په کار اچولي، چې په ظاهره د پېغمبر صلی الله عليه وسلم صفت او لوړي بيانوي، خو په حقيقت کې یې په اسلامي اصولو او اساسي قوانينو پسې راخيستې، د مثال په توګه د ليک او تاليف له لارې په مختلفو کتابونو کې پېغمبر صلی الله علیه وسلم د يو فيلسوف په توګه له نورو فيلسوفانو سره په کتار کې ذکر کوي، لکه د مایکل هارټ انګرېز کتاب (The 100: A Ranking of the Most Influential Persons in History) چې عربي ژبې ته هم ترجمه شوی (الخالدون المئة اولهم سيدنا محمد رسول الله) او دې ته ورته نور ډېر مثالونه يې شته، چې اوږد بحث ته اړتيا لري، بلکې په سيرت النبې کې يې د يو منهج(مېتود) بڼه غوره کړې، چې عقلي يا منطقي منهج ورته ويلای شو.

شپږمه نکته، د رښتینې مينې  درلودل دي، چې له غلو، مبالغې او نقصانه باید خالي وي. لازمه خبره ده، چې بايد د نبوي سيرت د پېښو د تفسير پر وخت مفسر او شنونکی د ډېرې مبالغې، کوم کمي او نقصان ته ميلان و نه کړي، نو په دې خاطر د ليکوال يا څېړونکي په زړه کې د پېغمبر صلی الله عليه په اړه د ريښتينې مينې وجود شرط دی، ځکه چې د ډېرې بې ځايه مبالغې او غلو په وجه د برېلوي عقيدې په څېر د نورو ډېرو مشکلاتو د پېښېدو امکان شته، چې ډېر خطرناک ثابتېدای شي.

اوومه نکته؛ هغه د نبوي سيرت د پېښو او واقعو تطبيق او استخدام دی، د اوسنۍ زمانې د ستونزو او پېښو لپاره خو د پام وړ خبره دا ده، چې د “اقتداء” د فکرې پوره مراعات وساتل شي او داسې ونه شي چې د اوسنۍ زمانې د يوې پېښې لپاره له نبوي سيرته داسې يو حکم راوويستل شي، چې ورسره بيخي تړاو ونه لرې او يا خو تعلق ولري، خو د ظروفو، احوالو او شرائطو لحاظ ونه ساتل شي، چې له خپل ځان سره سره د نورو خلکو د ګمراهۍ سبب هم  ګرځېدای شي، مثلا په جماعت سره د ښځو لمونځ؛ يوه داسې مسئله ده، چې يوازې د تړاو پر اساس په دې حکم وکړل شي، چې ښځې بايد مسجدونو ته لاړې شي او جماعت سره دې لمونځ وکړي، خو د دغسې حکم او فيصلې کول چې د ظروفو مراعات ونه ساتل شي، يوه لويه خطا ده، ځکه چې د نبوي عهد او د اوس زمانې ظروف په ډېره زياته پيمانه توپير لري.

[irp][irp][irp]

د تطبيق مسئله په حقيقت کې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د سيرت را ژوندي کول دي، بلکې يوه ستونزه په خپله د دغسې اولني او اخرني حل غوښتنه کوي، چې حتی د غربي نړۍ  ستونزې هم دغسې قاطع حل ته سترګې په لار دي، چې ښه مثال يې اقتصادي بحران دی. ټولې نړۍ (اسلامي او غير اسلامي ) په دې رضايت وښود چې يوازېنی حل يې د اسلامي اقتصاد قوانين او اصول عملي کول دي.

نتيجتا بايد ووايم چې له دې ټولو نکتو مخکې مهمه خبره په سيرت النبي کې تبحر دی، د سيرت د پېښو پوره مطالعه، د شبهاتو د رد لپاره امادګي، د څېړونکي او شنونکي لپاره  د ډېر ارزښت وړ دي. مطالعه بايد د سيرت هر اړخ ته شامله وي خصوصا د سيرت تاريخي، تحليلي او تصحېحي اړخونو ته، چې په تاريخې جانب کې الرحيق المختوم د مبارکپوري او نور اليقين د شيخ الخضري د متوسطې مطالعې لپاره ډېر وړ کتابونه دي.

په تحليلي اړخ کې چې د سيرت ډېر مهم جانب تشکيلوي، د امام غزالي او رمضان بوطي فقه السيرة ډېر اهم کتابونه دي، له دې سربېره د محمد الصلابي کتاب ( کتاب السيرة، عرض وقائع و تحليل احداث) دی، چې په دې اړخ کې ډېر معتبر کتاب دی.

تصحيحي جانب چې د محدثينو جانب هم ورته ويلای شو، د جرحې او تعديل علماو په کې ډېر زيات کار کړی دی، بلکې دا اړخ ‍‍‍‍ د همدې علماو په برکت چې د سيرت او احاديثو محافظين بللی شي، تشکيل او ژوندی ساتل شوی دی. په دې جانب کې د اکرام صحراوي (السيرة النبوية للصحيحة) او د محمد شهبة (السيرة النبوية في ضوء الکتاب والسنة) ډېر مهم کتابونه دي.

[irp][irp][irp]
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: