تازه مېوې

د هندوانې ګټې 

د ډاکټرانو له لیدلوري هندوانه ډېرې روغتیایي گټې لري، چې په لاندې توگه پرې رڼا اچول کېږي :

  • هندوانه د وینې فشار را کموي .
  • هندوانه د مثانې پړسوب له منځه وړي .
  • بدن تازه او ښکلی ساتي .
  • معدې او بډوډو ته گټه رسوي .
  • په هضم او د وینې په جوړښت کې مرسته کوي .
  • د دې مېوې ریښې د خونریزۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري .
  • د وچکۍ ( محرقې ) له پاره هندوانه له درملو څخه کمه نه ده .
  • هندوانه د زړه ناروغۍ په درملنه کې مهم رول لوبوي .
  • تنده له منځه وړي .
  • د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ذ هني وړتیا پیاوړې کوي .
  • ټوخی له منځه وړي .

د یادونې وړ ده، چې له ډوډۍ خوړولو مخکې هندوانه بد هضمي پیدا کوي، ژر نه هضمېږي او په نس کې باد پیدا کوي. له وریجو سره یو ځای یې خوړل بلغمي ناروغۍ را پنځوي او شهواني ځواک له منځه وړي. زاړه خلک باید هندوانه له گبینو سره یو ځای وخوري .

مأخذ: وړیا وېکپېډیا،  اقنا نړیوال لټون

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: