بیولوژي

د هوا ککړتیا په مخنیوي کې د ځنګلونو ونډه

د ځنګلونو ارزښت او ګټې

حتی د موټرو او د سړک دواړو غاړو ته د شته څراغونو د روښنانولو سربېره هم ډېره سخته ده چې څوک دې په نږدې واټن کې څه وویني ځکه ټوله سېمه داسي تورو لړو نیولي وي چې تر کوره رسی نو د خښتو بټیو کاریګردرڅخه جوړ شوې وي.
د هوا ککړتیا ستونزه که څه هم اوسمهال په پلازمینه کابل کې په وروستي حد کې ده خو د کابل په ګډون د هېواد په زیاترو لویو ښارونو کې لکه جلال اباد، مزار شریف، کندهاراو هرات کې هم مخ په ډېریدو ده، د هوا ککړتیا له امله په انسانانو کې ګڼي ناروغۍ رامنځ ته کېږي چې له هغی جملي څخه یې د سینه بغل، زړه ، د سږو سرطان، ستړیا او په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ د هوا ککړتیا له عامو ناروغیو څخه شمېرل کېږي .

د هوا ککړتیا د ډېریدو له امله ګڼو خلکو خپل ژند له لاسه هم ورکړي دي نو که د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له له دولتي او شخصي روغتونونو احصایه واخېستل شي نو د هوا ککړتیا له امله د تلف شوو خلکو شمېره له هغو ارقامو اوړي کوم چې په روان لمریز کال کې په جنګونو او ترافیکو پېښو کې وژل شوي دي.

په پلازمینه کابل او نورو لویو ښارونو کې د هوا ککړتیا عوامل ډېر زیات دي که په هره برخه یې خبري وشي نو دغه مقاله یې په خپله لمن کې نشي راټولولي نو دلته یې یوازې د نومونو په یادولو بسنه کوو چې د هغي له امله د هوا زیاته ککړتیا رامنځ ته کېږي لکه
 د موټرو ډېرښت
 د فابریکو زیاتوالي
 د نفوس ډېرښت
 په کورونو او فابریکو کې د غیری معیاري توکو سوزول لکه ربړ، پلاستیک او نور
 د غیری تصفیه شویو ډبرو سکرو او نورو هغه توکو استعمال چې ډېرګرد او غبار رامنځ ته کوي.
نو د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره هم ډېري لارې چارې موجودي دي چې په ټولو باندې موږ نشو کولای پدغه لنډه لیکنه کې خبرې وکړو خو په لنډو کې د هوا په ککړتیا کې د ځنګلونو پر ونډي خبرې کوو چې څرنګه ځنګلونه د هوا ، اوبو او خاورې د ککړتیا په مخنیوې کې مرسته کوي.
د ټولو ځنګلونو او شنو بوټو یوه ځانګړنه دا ده چې د ورځي په اوږدو کې ګرد غبار ( کاربن ډای اکسایډ) جذبوي او په مقابل کې پاکه هوا اکیسجن ورکوي، د بیلګي په توګه یوه شنه ونه په کال کې سل (100) کیلو ګرامه ګرد او غبار یا په بله اصطلاح چټله هوا جذبوي نو که د ونو شمېر زرګونو میلونونو ته ورسېږي نو څه فکر کوئ چې د کابل ککړه هوا به په همدې حد کې پاتې شي؟ نه هیڅکله نه بلکی هوا به ورسره سل په سلو کې بدلون وکړي او بالمقابل یوه شنه ونه د ورځی شپاړلس (16) تنو لپاره پاکه هوا یا اکیسجن برابروي.

همدارنګه ځنګلونه د پایتونسید(Phythoncides ) په نامه یو ډول مواد افرازوي چې دغه مواد انټي بیوتیکي خواص لري نو په کومو سيمو کې چې ځنګلونه زیات وي نو هلته د امراضو کچه هم ټېټه وي نو که په کابل کې شااوخوا تپي، ِغونډۍ، او د غرونو لمني په شنو ځنګلونو باندې وپوښل شي نو هم به ګردونه کم شي او هم به ورسره به بې سارې ډول د امراضو کچه راټیټه شي.

د ځنګلونو یوه بله ځانګړنه دا ده چې هغه راډیو اکتیف شعاعوي چې د الکترونیکي وسایلو د استعمال په اساس رامنځ ته کېږي اوهوا ککړوي کنټرولوي نو د چاپېریال ساتنې د پوهانو له نظره چېرته چې ځنګلونه زیات وي نو هلته پنځلس (15) ځلي د راډیو اکتیف شعاعوي کمي وي.
ځنګلونه د تودوخي په مخنيوي کې هم ډېره مرسته کوي او نه پرېږدي چې حرارت زیات پورته او یا زیات ښکته شي نو د حرارت په معتدل ساتلو کې مرسته کوي او همدارنګه په کومو سېمو کې چې ځنګلونه زیات وي نو هلته د شل سلنی(20%) زیات اورښتونه کېږي چې دغه اورښتونه هم ددې سبب کېږي چې د ککړې هوا مخنیوي وکړي.

ځنګلونه د خاورې د تخریب په مخنيوي کې هم زیاته مرسته کوي چې د ځمکي پوښ قوي کوي او د بادونو او اورښتونو په مقابل کې یې مقامت زیاتوي چې د ځمکي په پوښولو سره ګردونه نه رامنځ ته کېږي او د هوا ککړتیا مخنیوي کوي.
له بلې خوا ځنګلونه د غږیزې (صوتي) ککړتیا (Sound pollution ) په مخنیوې کې هم ډېر رول لري ځکه په ښارونو کې د ځنګلونو د شتون له امله غږونه جذبوي او له همدې سره د بدو غږونو کچه راټېټوي نو که چېرته ځنګلونه موجود وي نو سر او صدا چې اوس مهال زموږ پلازمینه کابل ورسره مخ دی په کمولو کې به ډېره مرسته وکړي.

د چاپېریال پوهانو له نظره که یو هېواد وغواړئ په خپل هېواد کې د چاپېریالي ستونزو څخه په امن کې وي نو د خپل هېواد پنځه ویشت (25) سلنه خاوره دې په ځنګلونو وپوښي حال داچي افغاستان په د داود خان د جمهوریت پرمهال درې (3) سلنه ځنګلونو لرل چې له هغې جملي څخه د تېرو درې لسیزو جنګ جګړو له کبله چې د خلکو لخوا په ناقانونه ډول بې رحمانه وهلو سره سلنه له نیمایې هم را ښکته شوې ده چې باید په راتلوونکې دولت او ولسونه دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
نو د ځنګلونو شتوالي ګټور او د خلکو ژوند ور پورې تړلي دي نو راځئ چې د نوې کال په اوایلو کې د کورنۍ د هر غړي په سر دوه دوه نیالګي کینوو چې یو یې د خپل هېواد د زرغونولو لپاره ډالۍ کړو او بل یې د خپل ځان دبساینې لپاره چې له امراضو او نورو افاتو څخه وژغورل شو کینوو.

د نیالګيو کینول هم ثواب او هم خرما ده ځکه یو حدیث شریف دی چې رسول الله ص وایې که تاسو پوهېږي چې قیامت را روان دی او دونیا ړنګېږي او ستاسو په لاس کې نیالګي وي نو هغه کینوئ نو له دې څخه د ځنګلونو ارزښتونو کچه ښه معلومېږي نو که غواړئ خپل ژوند او د راتلوونکو نسلونو ژوند په دغه خاوره باندې تضمین کړئ نو هیله ده چې د نیالیګو په کینولو او ساتلو کې هیڅ دریغ ونکړئ.

په درنښت

خان ولي کامران
2020

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: