حقوقکورنۍ

د والدینو حقوق

حقوق الوالدين:

قوله تعالى: وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَjقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا 23 وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا 24 رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِن تَكُونُواْ صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلأَوَّابِينَ غَفُورًا [الاسراء ۲۳-۲۵]

حكم کړي دي رب ستاسو دا چې عبادت مكوی تاسي دهيڅ يو بل چا بيله يوه معبود برحق څخه چې هغه يو الله دی، او احسان كوی دخپلو ميندو او پلرونوسره په احسان كولو سره كه چيري ورسيدی ستاسو  يو دمور او پلار دزوړوالي اوضعف حد ته، يا دواړه معنى دا چې تاسو په خپل ژوند كي چې لوی سوي يو دمور او پلار يا دواړه په ژوند کې دزوړوالي ونيول، يعني دوی هم ژوندي وه، نو مه وايه دوی ته كلمه داُف هم اومه رټه دوی دواړه چې نه يي ساتي جواب ورکړي، او وايه دوی دواړو ته خبره نرمه او پسته او كښته كوه دوی دواړويا يوه ددوی ته وزر خپل يا اوږه خپله دتواضع او غيږ ده مهرباني(دوزر،اوږي اوغيږي څخه مطلب معنوي کامله تضرع اوشفقت دی اودوی بايدپه دې سره پوی نسي چې ګواکې په تاباندې ددوی خدمت تکليف دی اوياداچې ته ددوی په خدمت کولوسره شرميږي)، او وايه ددوی په حق کې چي اي ربه ځما مهرباني وکړه او بخښنه وکړه دوی دواړوته داسي مهرباني ورباندي وکړه لكه څنګه چې دوی په وړوکوالي کې زما په تربيه او پايښت کې زما سره مهرباني كوله رب ستاسوښه عالم او خبرداره دی په هغه څه چې په نفسونو او زړونو ستاسي كښي دي، كه تاسو رشتيني نيكان ياست دخپلو والدينو سره، نو بيشكه چې الله (جل جلاله) ډير مغفرت كونكی دیلپاره دتوبه ايستونكو په مغفرت سره، ددي مباركو اياتونو څخهسړیڅومره چې ووايه دومره استنباط كولای سي چې مومن مسلمان بايد دخپل مور او پلار په حق کې څومره محتاط اوسي، داُف كلمه څومره وړه كلمه ده چې په وخت د ستومانی او پريشانی كي عادي بڼه لري، الله جل جلاله وايي چې داُف کلمه  هم ددوی په وړاندې مه واياست ځکه چې مور او پلار ډير مهربانه دې،نوددوی زړونه  داولاد سره ويليږي كله چېسړیستومانه يا غمجن وي بايد ددغه غم اوستړيا اظهارهم دمور او پلار په مخ كښي ونکړي ترڅو هغه دده په ستوماني يا پريشاني سره پريشانه سي،چې دا هم دمور او‌پلار په وړاندي دهغوی يوډول ازار بلل کيږي، اما دواخفض لهما جناح الذل، نه ډيره تواضع اوعاجزي مراد ده اولاد دمور او پلار په وړاندي بايد هيڅ كله دغرور او تكبر كردار ادا نکړي ځان هر وخت دهغوی په وړاندي نرم او عاجز وښه يي لكه يو مزدور خادم حتى مريي غوندي اوسي  په هر خدمت کې يي حاضر اوسي که په دې ايت اوالفاظوکې تدبراوفکروسي نوغايتابلاغت په کښي راغونډسويدی چې انسان يې تصورهم نسي کولای والله تعالى اعلم.

{وعن ابي بكرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم الا انبئكم باكبر الكبائر؟ ثلاثاً قلنا بلى يا رسول الله، قال: الا شراك بالله، وعقوق الوالدين، وكان متكئاً فجلس فقال، الا وقول الزور، وشهادة الزور، فما زال يكررها حتى قلنا ليته سكت} رواه البخاري ومسلم، والترمذي.

دحضرت ابي بكره رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى،هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم،وويله ايا تاسو اګاه او خبر نکړم په لويو دلويو دګناهونو څخه؟ چې هغه دري لوی ګناهونه دي، موږ ورته وويل بلي هو يا رسول الله،نو رسول الله (صل الله عليه وسلم) وويل:چې اول شريك نيول دالله جل جلاله سره دويم ازارول دمور او پلار دي په داسي حال کې چې ده مبارك تكيه کړي وه او بيا كښينستي ويي ول، اودريم قول ددرواغو، شهادت اوګواهي ددرواغوده، دومره زيات يي دغه اخرنی كلمه تكراروله چې موږ غوښتل چې كاشكي نور ورڅخه ساكت سوی وای(پرده باندې دترحم له کبله چې ډيرپه ځوريدی)، متفق عليه وترمذي.

{وعن عبدالله بن عمرو بن عاص(رضي الله عنه) عن النبي(صل الله عليه وسلم)قال الكبائر، الاشراك بالله وعقوق الوالدين، وقتل النفس، ويمين الغموس} رواه البخاري.

دحضرت عبدالله بن عمرو بن عاص، څخه روايت دى، هغه وايي چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم)وويله دا چې لوی ګناهونه دادي، شريك نيول دالله  سره، ازارول يا نافرماني كول دمور او پلار، وژل دهغه نفس چې الله پاک يي وژل په هغه حرام ګرځولي وي او قسم دغموس دی، يمين الغموس دغمس نه اخستل سويدی، چې  په لغت کې ډوبيدو يا غوټه كيدو ته وايي ځکه چې قسم جوړونكی ددرواغودقسم خوړلوپه سبب خپل ځان د جهنم په اورکې غوټه كوي، يمين غموس هغه قسم ته وايي چي دلغوه او معاقده څخه جلا وي، مثلاً يو سړی په يوه كار سرهښه خبروي چې داکارسويدى  خودی په هغه باندې ناحقه اوپه درواغو قسم اخلي چې دی په خبردی اوداکار ندیسوی،وداسي قسم ته يمين غموس وايي.

{وعن عبدالله بن عمرو بن عاص (رضي الله عنه) ان رسول الله (صل الله عليه وسلم) قال: من الكبائر شتم الرجل والديه قالو يا رسول الله وهل يشتم الرجل والديه؟ قال: نعم يسب ابا الرجل فيسب اباه، ويسب امه فيسب امه} رواه بخاري مسلم ترمذي وابوداود.

دحضرت بن عاص رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى،هغه وايي چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم)وفرمايله چې دلويو ګناهونو څخه يوه ګناه دا هم ده  چې يوسړیخپل مور او پلار تهښكنځل كوي،نو صحابه كرامو (رضي الله عنهم)په ډير تعجب سره وويل:چې يا رسول الله اياداسي څوک هم سته چې خپل مور او پلار تهښكنځل كوي! نو رسول الله (صل الله عليه وسلم) وويل چې بلي هو، يوسړیوبلسړ ي ته دپلار نسبت كوي، هغه دده پلار ته نسبت كوي، يوسړیدبلسړي مور ته نسبت كوي، هغه بيادده مور ته نسبت كوي همدا خپل مور او پلار تهښكنځل كول دي، بخاري وغيره.

 په دۍ حديث شريف کې صحابه كرام (رضي الله عنهم)ډير په حيرت سره درسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه كوي چې ايا مسلمان هم مور او‌پلار تهښكنځل كوي؟ خو دبده مرغه چې دا كار اوس زموږپه ټولنه کې بيخي عاديسوی دی ډيرداسي مسلمانان سته چې خپل مور او‌پلار ته مستقيما ډير بد نسبتونه كوي،هغوی ته مخامخ ښكنځل كوي،ښكنځل لاڅه چې ځيني بي عقلان او احمقان يي ويي او ډبوي هم کله داولادونه په سرباندې اوکله دمايني په سرباندې داخولابله بده چې يوورځ مې وړاندې په مطبوعاتوکې وليدله چې په بلخ کې يودخدای ظالم دمايني په سرباندې خپله موردومره وهلي وه چې دده دوهلوله کبله مړه سويوه.

دا چېښكنځل خپله ګناه ده نو مور او‌پلار ته خو بيا بيخي لويه ګناه بلل کيږي داسي احمقان بي عقلان هم سته چي خپل موراوپلاردخولي پيري اوپيښي كوي،ياوهغوی ته بي عقلان اوناپوهان وايي،ياداچي مستقيمادموراوپلارنسبتونه ورته كوي،يادخره غوايي اوداسي نوربدالفاظ ورته كاره وي،اّه؟؟كاشكي اوس هغه صحابه كرام وای چي درسول اللهصل الله عليه وسلم وحديث ته متعجب سوي وه داچې داسي مسلمان هم سته چې خپل موراوپلارته ښکنځل کوي؟؟؟.

{عن مغيرة بن شعبة رضي الله تعالى عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم ان الله حرم عليكم عقوق الامهات، وقاد البنات، ومنعاً وهات، وكره لكم قيل وقال، وكثرة السؤال واضاعة المال } رواه البخاري وغيره.

دحضرت مغيره بن شعبه (رضي الله عنه) څخه روايت دى،هغه وايي چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم)ويلي دي په تحقيق سره الله په تاسو باندي حرام ګرځولي ده نافرماني او ازارول دمور او پلارستاسو او ژونديښخول دلوڼو ستاسوپه قبرونوكي او منع كول دسائل څخه چې وس يي ولری، غوښتل اوسوال كول دځينو شيانو بي له ضرورته، او مكروه ګرځولیسوی دی په تاسو کې قيل و قال، يعني بي معنى اوبي فايدي خبري، چې داسي وسوه داسي به وسي اويوازي مجلس ورباندې ګرم ساتل کيږي همدارنګه ډير سوالونه، چې دا څنګه سوه اوڅنګه به سي؟ دا به څنګه سي؟ بيله ضرورته څخه په هرڅه کې بي ځايه اوبي ضرورته او ضائع كول بي ځايه مصرفول دمالونوخپلو چې بيځايه تبذيراواصراف كوي، بخاري وغيره، دمور او پلار په حق كښي ډير زيات حديث درسول الله صلى الله عليه وسلم دمبادكي خولي څخه راغلي دي چې دهغوی عظمت په خپلواولادونو باندي ثابتوي، په يوه بل حديث شريف چې دحضرت عبدالله بن عاص رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی راځي چې يوسړی ورسول الله (صل الله عليه وسلم) ته راغلی هغه ايجازه وغوښتل چې په جهاد کې شريك سي نو رسول الله (صل الله عليه وسلم) دهغه څخه پوښتنه وکړه احي والداك؟ يعني والدين دي ژوندي دي؟ هغه ورته وويل چې بلي ژوندي دي،نو رسول الله (صل الله عليه وسلم) ورته وويل (ففيهما فجاهد) يعني په هغوی کې جهاد وکړه، يعني دهغوي خدمت وکړه چي ددوی خدمت ستالپاره جهاددی، بخاري مسلم، ابوداود ترمذي، نسائي، دحضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى،هغه وايي چې زما يوه منكوحهښځه وه اوهغه  په ما باندي ډيره ګرانه وه،نو ما ته خپل پلارحضرت عمر (رضي الله عنه) وويل: چې دغهښځه دي طلاقه کړه،خو مادپلارددې امره څخه سرغړونه وکړه، يعني طلاقه مي نکړه ځکه چي مادهغي سره ډير محبت درلودی، حضرت عمر (رضي الله عنه) ورسول الله ته ورغلی او هغه ته يي زما شكايت وکړ،نو رسول الله زه وروغوښتلم راته ويي ويله چېښځه دي طلاقه کړه، رواه ابوداود،ترمذي نسائي، ابن حبان، وابن ماجه، په بل حديث  شريف کې راځي چې جنت دمور او پلار تر قدمونو لاندي دی ، په بل حديث کې راځي چې د الله تبارك وتعالى رضا دمور او‌پلار په رضا کې ده، په بل حديث کې راځي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)فرمايلي دي سپيره اوخړه دي سي پزه دهغه چا،اوداکلام يې دري ځله ووايه يا سپيره شوه پزه دهغه چا،نو صحابه کرامو (رضي الله عنهم اجعين) پوښتنه وکړه چې  داسړی څوک دی يا رسول الله؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې هغه څوك چې مور او پلار يي په لوی والي کې وليدل، او جنت يي و نه ګاټه، لكه څنګه دعبدالله بن عمررضي الله عنهما په حديث کې تير سوله چې عبدالله رضي الله عنه ته رسول الله (صل الله عليه وسلم) امر وکړی چې پلار دي مه ناراضه كوه،ښځه دي طلاقه کړه،دا څومره عميقه خبره ده چې دموراوپلار رضاپه کوم ډول سره حاصله سي، اوس دي الله زموږ په ټولنه باندي رحم وکړي چې ځيني کسان دښځي له کبله مور او پلار دكوره باسي، يا دا چې دښځي په خاطر دمور او‌پلار څخه ځي او هغوی همداسي پريږدي، او ځيني احمقان خو بيا دښځو په سر باندي مور او‌پلار تهښكنځل هم كوي او يايي وهي نو څنګه به الله دغه سي خلكو ته سزا نه وركوي، هغه څوك به ډيربدبخت وي چي دموراوپلارښيرايي په دنياكي بدرګه کړي،باالاخره په اخرت كي دالله جل جلاله ددرنواوسختو عذابونوخوند وڅكي، (اللهم احسن عاقبتنا يارب العالمين آمين).

(وعن عبدالله بن عمرو بن عاص (رضي الله عنه) ان رسول الله (صل الله عليه وسلم) قال: من الكبائر شتم الرجل والديه قالو يا رسول الله وهل يشتم الرجل والديه؟ قال: نعم يسب ابا الرجل فيسب اباه، ويسب امه فيسب امه) رواه بخاري مسلم ترمذي وابوداود.

دحضرت بن عاص رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى،هغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)وفرمايله چې دلويو ګناهونو څخه يوه ګناه دا هم ده چې يوسړی خپل مور او پلار ته ښكنځل كوي،نو صحابه كرامو (رضي الله عنهم)په ډير تعجب سره وويل:چې يا رسول الله اياداسي څوک هم سته چې خپل مور او پلار ته ښكنځل كوي! نو رسول الله (صل الله عليه وسلم) وويل چې بلي هو، يوسړی وبل سړ ي ته دپلار نسبت كوي، هغه دده پلار ته نسبت كوي، يوسړی دبل سړي مور ته نسبت كوي، هغه بيادده مور ته نسبت كوي همدا خپل مور او پلار ته ښكنځل كول دي، بخاري وغيره.
په دۍ حديث شريف کې صحابه كرام (رضي الله عنهم)ډير په حيرت سره درسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه كوي چې ايا مسلمان هم مور او‌پلار ته ښكنځل كوي؟ خو دبده مرغه چې دا كار اوس زموږپه ټولنه کې بيخي عادي سوی دی ډيرداسي مسلمانان سته چې خپل مور او‌پلار ته مستقيما ډير بد نسبتونه كوي،هغوی ته مخامخ ښكنځل كوي،ښكنځل لاڅه چې ځيني بي عقلان او احمقان يي ويي او ډبوي هم کله داولادونه په سرباندې اوکله دمايني په سرباندې داخولابله بده چې يوورځ مې وړاندې په مطبوعاتوکې وليدله چې په بلخ کې يودخدای ظالم دمايني په سرباندې خپله موردومره وهلي وه چې دده دوهلوله کبله مړه سويوه.

دا چې ښكنځل خپله ګناه ده نو مور او‌پلار ته خو بيا بيخي لويه ګناه بلل کيږي داسي احمقان بي عقلان هم سته چي خپل موراوپلاردخولي پيري اوپيښي كوي،ياوهغوی ته بي عقلان اوناپوهان وايي،ياداچي مستقيمادموراوپلارنسبتونه ورته كوي،يادخره غوايي اوداسي نوربدالفاظ ورته كاره وي،اّه؟؟كاشكي اوس هغه صحابه كرام وای چي درسول الله صل الله عليه وسلم وحديث ته متعجب سوي وه داچې داسي مسلمان هم سته چې خپل موراوپلارته ښکنځل کوي؟؟؟.

(عن مغيرة بن شعبة رضي الله تعالى عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم ان الله حرم عليكم عقوق الامهات، وقاد البنات، ومنعاً وهات، وكره لكم قيل وقال، وكثرة السؤال واضاعة المال } رواه البخاري وغيره.
دحضرت مغيره بن شعبه (رضي الله عنه) څخه روايت دى،هغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)ويلي دي په تحقيق سره الله په تاسو باندي حرام ګرځولي ده نافرماني او ازارول دمور او پلارستاسو او ژوندي ښخول دلوڼو ستاسوپه قبرونوكي او منع كول دسائل څخه چې وس يي ولری، غوښتل اوسوال كول دځينو شيانو بي له ضرورته، او مكروه ګرځولی سوی دی په تاسو کې قيل و قال، يعني بي معنى اوبي فايدي خبري، چې داسي وسوه داسي به وسي اويوازي مجلس ورباندې ګرم ساتل کيږي همدارنګه ډير سوالونه، چې دا څنګه سوه اوڅنګه به سي؟ دا به څنګه سي؟ بيله ضرورته څخه په هرڅه کې بي ځايه اوبي ضرورته او ضائع كول بي ځايه مصرفول دمالونوخپلو چې بيځايه تبذيراواصراف كوي، بخاري وغيره، دمور او پلار په حق كښي ډير زيات حديث درسول الله صلى الله عليه وسلم دمبادكي خولي څخه راغلي دي چې دهغوی عظمت په خپلواولادونو باندي ثابتوي، په يوه بل حديث شريف چې دحضرت عبدالله بن عاص رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی راځي چې يوسړی ورسول الله (صل الله عليه وسلم) ته راغلی هغه ايجازه وغوښتل چې په جهاد کې شريك سي نو رسول الله (صل الله عليه وسلم) دهغه څخه پوښتنه وکړه احي والداك؟ يعني والدين دي ژوندي دي؟ هغه ورته وويل چې بلي ژوندي دي،نو رسول الله (صل الله عليه وسلم) ورته وويل (ففيهما فجاهد) يعني په هغوی کې جهاد وکړه، يعني دهغوي خدمت وکړه چي ددوی خدمت ستالپاره جهاددی، بخاري مسلم، ابوداود ترمذي، نسائي، دحضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى،هغه وايي چې زما يوه منكوحه ښځه وه اوهغه په ما باندي ډيره ګرانه وه،نو ما ته خپل پلارحضرت عمر (رضي الله عنه) وويل: چې دغه ښځه دي طلاقه کړه،خو مادپلارددې امره څخه سرغړونه وکړه، يعني طلاقه مي نکړه ځکه چي مادهغي سره ډير محبت درلودی، حضرت عمر (رضي الله عنه) ورسول الله ته ورغلی او هغه ته يي زما شكايت وکړ،نو رسول الله زه وروغوښتلم راته ويي ويله چې ښځه دي طلاقه کړه، رواه ابوداود،ترمذي نسائي، ابن حبان، وابن ماجه، په بل حديث شريف کې راځي چې جنت دمور او پلار تر قدمونو لاندي دی ، په بل حديث کې راځي چې د الله تبارك وتعالى رضا دمور او‌پلار په رضا کې ده، په بل حديث کې راځي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)فرمايلي دي سپيره اوخړه دي سي پزه دهغه چا،اوداکلام يې دري ځله ووايه يا سپيره شوه پزه دهغه چا،نو صحابه کرامو (رضي الله عنهم اجعين) پوښتنه وکړه چې داسړی څوک دی يا رسول الله؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې هغه څوك چې مور او پلار يي په لوی والي کې وليدل، او جنت يي و نه ګاټه، لكه څنګه دعبدالله بن عمررضي الله عنهما په حديث کې تير سوله چې عبدالله رضي الله عنه ته رسول الله (صل الله عليه وسلم) امر وکړی چې پلار دي مه ناراضه كوه،ښځه دي طلاقه کړه،دا څومره عميقه خبره ده چې دموراوپلار رضاپه کوم ډول سره حاصله سي، اوس دي الله زموږ په ټولنه باندي رحم وکړي چې ځيني کسان دښځي له کبله مور او پلار دكوره باسي، يا دا چې دښځي په خاطر دمور او‌پلار څخه ځي او هغوی همداسي پريږدي، او ځيني احمقان خو بيا دښځو په سر باندي مور او‌پلار ته ښكنځل هم كوي او يايي وهي نو څنګه به الله دغه سي خلكو ته سزا نه وركوي، هغه څوك به ډيربدبخت وي چي دموراوپلارښيرايي په دنياكي بدرګه کړي،باالاخره په اخرت كي دالله جل جلاله ددرنواوسختو عذابونوخوند وڅكي.

اللهم احسن عاقبتنا يارب العالمين آمين

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: