اخلاق

د ټولنيز چاپېريال مهم عناصر

د ټولنيز چاپېريال مهم عناصر

د انسان د شخصي چلند څخه نېولې، بيا د ټولني او حکومت  تر تشکیل پوري، علمي فهم او علمي تربیت ته علمي چاپېریال ويل کیږی؛ چي د  دې څخه پنځه عناصر مراد کیدای شي:

فردي چلند، کورنېز چلند، ښوونېز چلند، ټولنېز چلند او رسمي یا اداري چلند.

پر ښوونيز او کورنيز چلند پوره بحث وشو، اوس غواړو پر درې نورو اړخونو يې هم رڼا واچو:

فردي چلند:

فرد (شخص) بايد خپل ژوند او مقام ته په کتو سره ځينو داسې پوښتنو ته ځوابونه ولټوي چې د ده له ټولنيز علمي ژوند سره تړاو لري تر څو د علمي چاپېريال د یو فعاله عنصر په حيث د علمي چاپېریال په جوړښت کي ونډه ولری. د بېلګې په ډول دا ځواب کړي چې مروجه تعلیمي کچه يې څومره ده او باید په کومه اندازه زده کړي وکړي ؟  د زده کړي څخه يې هدف څه دی ؟ ( آیا د تعلیم څخه هدف پوهه ده، یا تعليم د معاش له پاره یوه  وسېله ده او ياهم نور…). ولي د دیني یا ساینسي علومو زده کړه کوي؟ آیا د عصري علومو تر څنګ د دیني علومو په اړه هم  معلومات لري ؟ آیا په ټولنه کي مؤثر دی  او که متاثر ؟ څه بايد وکړي چي مؤثر شي ؟.  آیا دی خپل مکلفیتونه او مسؤلیتونه پېژني؟ هر فرد یوه ځانګړتیا لري آیا ده  دا ځانګرتیا درک کړې او په کار يې اچولې ده ؟   دی د نورو خلکو د فعاليت باعث ګرځي او که په دې انتظار دی، چي نور څوک باعث شی چي دی فعال کړي… انسان کولی شي په فردي چلند کې دا او دېته ورته لسوګونه نورو پوښتنو ته ځواب ولټوي او د ټولني له علمي بنسټونو سره ځان عيار کړي.

ټولنیز چلند

لکه څرنګه چي کورنیز چلند د انسان تشخص کوي همدا راز ټولنه د کورنیو تشخص کوي؛ په حقیقت کي ټولنه په انسانانو دومره تاثیر لري څومره چې يې مور او پلار په او لاد او پاچايان په خپل رعیت لري. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي (كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ ، أَوْ يُنَصِّرَانِهِ ، أَوْ يُمَجِّسَانِهِ….)صحیح البخاری؛ کتاب الوحی؛ جزء:۲؛ ص:۱۲۵ المکتبه الشامله

په دې حدیث شریف کې د ( فآبواه ) له کلمې نه مراد مور او پلار دی ؛ خو ټولنه د قوم مشران او يا هم پاچايان د ټولني د روحاني پلرونو په توګه هم ترې مراد کېدای شي؛ نو هر انسان د خپل سرچینې څخه تموېلیږي که هغه ښه وي نو انسان تقويه او تشويق کیږی؛ البته که سرچینه بده وي انسان بیا ضعیف او تهدید کیږی؛ په بل ځای کې عرب داسې مقوله هم وای چي : (الناس علی دین ملوکهم ) یعنی خلک د خپل بادشاه په دین (فکره) وي.

ټولنه له خپلو ټولو افرادو رامنځ ته کيږي خو په جوړونه او سمونه کې يې محدود شمېر کسان رول لري، لکه علماء، قومي مشران، شتمن خلک او د ځوانانو هغه ټولی چې د ټولنې لپاره قرباني ورکولو ته چمتو وي، نو که په دوی ټولو او يا ځينو باندې يې ایجابي کار وشي ټولنه کې نېک تغیر راتلی شي.

که چېرته انسان خپله په یو د ذکر شوي موقفونو کې وي نو کېدای شي چې نور افراد هم ځان سره مل کړي او په نېک بدلون کې لا چټکتیا راولي، په ځانګړې توکه علماء او سرمايه داره خلک.

د ټولنې په روزنه کې چې کوم کار امام عالم کولی شي شونې ده بل څوک يې ونه کړی شي، دی کولی شي د لاندې کړنو په رڼا کې ټولنه د نېکي لورې ته سوق کړي:

۱-  د کلي له مشرانو سره د امام غوره تعامل او نېکي اړيکي.

۲- د اولادونو په تعليم او تربيه کې د امام اجتماعي تعامل، داسې چې په جومات کې ورته درسې حلقې جوړي کړي.

۳- له هر لمانځه وروسته د امام تعامل چې يو حديث او لنډه شرحه يې وکړي.

۴- د جمعې په تقرير کې د امام تعامل چې د جمعې خطابت ته خاص اهميت ورکړي او ژوندۍ موضوع وټاکي.

۵-  پر ځوانانو کار وکړي او په کلي کې د ځوانانو يو داسې ټولی تيار کړي چې تل د خپل استاذ دفاع وکړي او د ټولني لپاره هرې قرباني ته چمتو وي.

۶- د جومات امام باید خپلو مقتدیانو کې زیاتوالی راولی لکه دکاندار چي خپلو مشتریانو کې زیاتوالی راولي.
دغه اشخاص بايد د خلکو له ظرفيتونو او وسائلو څخه کار واخلي چي د مصلحي ټولني لپاره کار وشي تر څو په نتیجه کي یو علمي چاپېرال رامنځ ته شي.

رسمي یا اداري چلند:

رسمي یا اداري چلند څخه منظور هغه ژوند دی چې د کور او محلې څخه انسان بهر شي او د نا اشنا خلکو سره مخ شي یا ورسره معرفي وي خو تر رسمي وخت پورې، یعني په دفاترو، مکاتبو، مدارسو او موسیساتو حتی تر حکومت پورې. هر شخص چي په کوم رسمي ماحول کي پاتي کېږي، باید څو اړخېزه مسائل په نظر کي ونيسي ، تر څو د ده چاپېريال علمي پاتی شی :

– د خپل رسمي ملګرو سره د ښو اخلاقو چلند کول، که لوړ روتبه وي، که هم منصب وي او يا هم ټيټ رتبه وي.

– خپل رسمي چاپېريال کي اسلامي روحیه پیدا کول، بالخصوص هغو ملګرو کې چې د ده سره په خونه کي یوځای وي. مثلا، د تلاوت عادت جوړول، د ذکر او فکر او جماعت لمانځ اهتمام او داسې نور…

– په رسمي چلند کې د علمي چاپېریال په جوړښت کي په داسې ډول ځان مسؤل ګڼل ، لکه څنګه چي د رسمي مسؤليتونو له پاره ځان مسؤل ګڼل کيږي.

– هغه ناوړه عادات چې یو علمي چاپېريال يې په بازاري چاپېريال تبدیل کړي، له منځه وړل او د هغه پر ځای سالم چلند تطبیق ول . د مثال په ډول : په اکثره دفاترو کې تلويزون یا راډیو وي، چي هندي او انګریزي فلمونه، سریالونه او یا ساز او سرود کتل او اورېدل کیږی. په نتیجه کې کارونه ټکني یا د مراجعینو سره غیر مسؤلانه برخورد منځ ته راځي.

– له بده مرغه ! زمونږ په مجالسو کې اوله موضوع بې علمه سیاست دی، چي اغېز يې ، تعصب ( ژبه نیز، سمتیز، …) غیبت، ناوړه القاب او الفاظ استعمالول، د وخت ضیاع، عصباني کېدل او داسې نور…  دي.

د علمي چاپېريال د جوړښت له پاره پرمامورینو انفرادي ډول کار کول، دوی کار ته متوجه کول، د لهو لعب کارو څخه یې ژغورل، بې معنی مجلس ترک کول، د مراجعینو مسائل حل کولو لپاره ګړندۍ هڅی پیلول او یو له بل سره په دې کې همکاري کول.

– کارمندانو ته دا احساس ورکول، چي د دوی رسمي وخت اخيستل شوی او په بدل کې پیسې اخلي، نو دا به جفا وي چې په رسمي وخت کې یا د کار څخه ځان وباسي او یا په بل کار بوخت وي.

 په ټولنه کې علمي مراکز جوړول:

علمي مراکز او ټولنه سره ګډه متبادله علاقه لري، علمي مراکز د ټولنې د خدمت لپاره عناصر وړاندې او بالمقابل ټولنه د دغو علمي مراکزو سره کومک کوي چې داسې عناصر وروزي چې د ټولنې پکار راشي، څومره چې دغه متبادله علاقه قوي ثابته او استواره وي، هومره د علمي مراکزو چاپېريال قوي وي.

په ټولنه کې بايد ټولې هغه اړتياوې چې يو متعلم ورته اړتيا  موجودې وي، لکه: کتابتون، روغتون، خوراک څښاک، دکان، کمپيوټر، انټرنټ، د ساعت تېري ځایونه  او نور…

په ښوونځيو باندې نګران جهات (وزارت وغيره) بايد د ټولنې حاجتونو ته په کتلو سره هغوی ته هدایات ورکړي؛ چې مونږ د مثال په طور دومره او د دې تخصص عناصرو ته اړتيا لرو، دومره قاضيانو ته اړتيا لرو، يا دومره ډاکټرانو ته اړتيا لرو، يا دومره امامانو ته اړتيا لرو، يا دومره د شرعياتو پوهنځي استاذانو ته اړتيا لرو، او يا… تر څو فارغ ته له فراغت څخه وروسته په خپل مسلک کې د کار او ابتکار چانس وي، او مجبوره نشې چې له خپل تخصص پرته بل کار ته لاس واچوي، او يا بې کاره پاتې شي.

په ښاريو کې د علمي مراکزو شتون د مراکزو په علمي چاپيريال باندې مثبته اغېزه لري، څومره چې په ښارونو کې علمي مراکز ډېر وي هغومره به به ښارونه علمي محيط خپلوي او دا کار سخت نه دی، له ستونزو ډار نه دی پکار، د ستونزو حل لپاره هلې ځلې پکار دي، تر څو هر څه خپل طبيعي حالت کې روان شي.

دغه راز علمي مراکز بايد د تجارتي مؤسساتو سره په اړيکه کې وي، سرپرستان يې را وغواړي، خپل کارونه او لاسته راوړنې د هغوی مخې ته کېږدي، خپل خدمات هغوی ته عرض کړي، له خدماتو مو موخه هغه فارغين چې کولی شي له فراغت وروسته په دغو مؤسساتو کې وظيفوي رول ولري، همدارنګه دغه تجاران د دې ټولنې د يو ځواک لرونکي شخصيت په توګه خپلو ديني ټولنيزو او انساني وجايبو ته متوجه کړي، تر څو په ښوونځيو او علمي مراکزو کې د علمي چاپېريال رامنځته کولو کې کومک وکړي.

[irp][irp][irp]

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: