د ګډ ژوند رازکورنۍ

د پلار په اړه د اولاد صحيح تصور

یاد ساته ! کله چي درباندی پلار غوصه کوي نو ددې معنی دا نده چي ته یې بد ایسې.

کله چي درباندي په یو کار کي ډیره سختي کوي نو د هغه په تا باندي ښه پیرزو وې.

کله چي هغه خاموش وي نو پوهه شه چي ستا په راتلونکی فکر کوي.

کله چي په تا باندي په لګښت کوي درمیناوی کوي نو پوهه شه چي هغه د هر څه نه ځان محروم کړی دی.

کله چي خوشحاله وي نو پوهه شه چي د خوشحالۍ سبب ییې ستا خوشحالي ده.

کله چي سختي کونکی وي نو پوهه شه چي ته د هغه نصیحت نه منې.

کله چي په ځان پسي د کوټې دروازه بنده کړي نو پوهه شه چي ستا د وجهي ظهیریږي او ژاړي.

کله چي ته په هغه اواز اوچت کړې نو پوهه شه پدې کار سره دي هغه قتل کړ.

کله چي ته هغه ویني چي ښپیې يې غزولي وي او لاس یی سرته ایخی وي نو پوهه شه چي تا یو لوی شی ورک کړی او وخت دی ضایع کړی دی چی بیا نه پیدا کیږي او نه هم راکرځي.

مفتي حکيم الله صابر الحنفي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: