ادیبان، لیکوالان، شاعران

د پښتو ادبياتو د تاريخ ليكلو بنسټ ايښوونكى ( علامه حبيبي )

ارواښاد استاد علامه عبدالحى حبيبي

     په كندهار كښي د احمد شاه با با د زمانې راهيسي د كاكړو يوې مشهوره كورنۍ افغاني ټولني ته ډير درانه پوهان او ستر روښان فكران وړاندي كړي چي د هغو دجملې څخه يو هم ارواښاد عبدالحى حبيبي صاحب و . ښاغلى حبيبي صاحب د عبدالحق كاكړ كندهاري زوى په ديارلس سوه اته ويشتم ۱۳۲۸  هجري سپوږميز كال كښي د كندهار په لرغوني او باستاني  ښار كښي وزيږېد .د ارواښاد د مادي ژوند نسبي ښه حالت هغه ته اجازه وركړه چي د هغه وخت په ښوونځيو كي تر پنځم ټولګى پوري زده كړه وكړي او كله چي په ديارلس سوه شپږم لمريز كال كي د ښووځى څخه فارغ شو نو د ښوونكي په توګه مقرر شو . څرنګه چي محبوب استاد د پياوړي استعداد خاوند و نو ډير ژر يې په ليكلو او شعري پارچو پيل وكړ .

     په پښتو ژبه كي د ادبياتو د تاريخ ليكنه تر ټولو لومړى ارواښاد استاد علامه حبيبي صاحب پيل كړې ده ، په ديارلس سوه دولسم لمريز كال كي  چي دى په كندهاركي د طلوع افغان د جريدي مديرو ، په هغه جريده كي  يې د پښتو ژبي شاعرانو پېژندګلوي ته دوه خاص ستونه

خاص كړل . پياوړي استاد د پښتو ادبياتو او د پښتو ژبي د تاريخ په روڼولو كي ډير   ستر موفقيتونه ګټلي دي او د لويي برخي خاوند دى . ددې كار اغاذ او ادامه تر ډيره حده دده د همت او زحمت د وجي دده د قلمي او علمي خدمت پله يې ډيره درنه كړې ده . او همدا راز ارواښاد د ادب د دنيا خوري وري څانګي راټولي كړي او دنوي پوهي په رڼا كي يې د هنر او د ادب و مينه والو ته ډالۍ كړي چي په دې كار سره يې د لرغوني هيواد د تاريخ اصلي جوهر او تاريخي وركي زېرمي رابرسيره كړي او په خپل بي پايه هاند او هڅو يې څه د پاسه يو سلو دو ديرش ډير مهم شتمن تاريخي او ادبي اثار ليكلي او يا خويې پر هغو داسي سريزي ورزياتي كړي چي واقعا يې د نامالومو ادبي ، تاريخي او تصوفي اثارو زيرمي خلكو ته روښانه كړي.

     لوى استاد نه يوازي داچي د مطبوعاتو په روزنيز اړخ پوه و بلكي عملا يې دغه لاره پاللي او ټينګه تعقيب كړې ده په تېره بيا د ملي ژبي پښتو د احيا او پرمختيا كښي دده هڅي خورا درنې وې ، نه يوازي دا چي دى په پښتو ژبه كي يو پياوړى ليكوال و بلكي په فارسي ژبه كي هم يو پوخ ليكوال و او په دواړو ژبو كي ډير مهم او پاخه اشعار لري او د دواړو ژبو يو خوږ ژبى شاعر او ادبي ليكوال و سربيره پردې چي قدرمن استاد د پښتو او فارسي ژپو يو پياوړى ليكوال و خو ده په انګليسي ، عربي او اردو ژبو كي                هم لوى لاس                          درلود .

     پياوړى استاد په خپل ژوند كي يو لړ ارزښتناكه دندي هم تر سره كړي دي چي نوموړي په ديارلس سوه اووم هجري لمريز كال  كي د طلوع افغان د جريدې مرستيال او وروسته تر درو كلونو د هغې جريدې مسوول شو او همدا راز اروښاد د پښتو ټولني لوى مدير ، د طبوعاتو د مستقل رياست مرستيال ، د پوهني د وزارت مشاور ، د كندهار د پوهني ريس ، په چمن كي د تجارانو وكيل ، د ادبياتو د پوهنځى ريس ، د كابل مجلې مسوول چلوونكى ، افغانستان د تاريخ د ټولني ريس او د كابل په پوهنتون كي استاد پاته سوى دى .د افغانستان د تاريخي خاوري او دكندهار د فرهنګي او باستاني بېدياوي ددې علمي او ادبي شخصيت علمي ، تاريخي ، ادبي ، ژبني او ټولنيز ميراث به د افغانستان د خپل اولس او د هنر او ادب د مينه والو په منځ كښي د يوه مدني ميراث په توګه تر نسلونو نسلونو پوري په ډير ارزښت او درنښت  سره پاته وي .

 

د ادب ډيوه مړه شوه

ته يوګل وې د عــــــــــــــــــــــــرفان ورژېدلې

ته غمخور ددې اولس وكـــــــــــــــــــوچېدلې

تا ټول عمــــــــــــــــر و وقف كړى و اولس ته

ددې خلكو په غمــــــــــــــــــــــــوكي ربړېدلې

ستاوه هيله چي ټول خلــك فهميــــــده شي

شپه او ورځ ددوى لپـــــــــــــــــــــاره كړېدلې

تا د مرګ په ساعت هم فراغـــــــــــــت نكړ

تا پر وخت د زكنــــــــــــــدن پاڼي ليــــــكلې

د هيواد دعلم تــــــــــــــــــــاج د ادب ګل وې

رنځورانو ته د جهل لوى درمــــــــــــــــل وې

ته ددې ميني وتلى علامــــــــــــــــــــــــــــه وې

ددې سيمي د تيارو بله ډيــــــــــــــــــــوه وې

تا د علـــــــــــــــــــــــم تږي ډير دي اوبـه كړي

ته د پوهــــــي د سحرونو مجموعــــــــــه وې

تا په علم باندي پـــــــوه ډير ناپوهـان كړل

ددې خاوري د اسمان رڼه مشعــــــــــله وې

توره شپه كي دي دلمـــــر په شان رڼا كړه

د ايشيــــــــــــا د زړه منلى نابغـــــــــــــــه وې

د افغان د سيمي لوى عالـــــم پښتون وې

پښتونخــوا كي ته سپېدي د سباوون وې

ته ډيوه د فضيــــــلت وې ددې خـــــــــاوري

هم سينــا هم بيـــروني وې ټول دې واوري

ها چي نيم قرن يې خــــــــدمت كړ ودې ملك ته

د هغه په ياد به نن لا اسمـــــــــــــــــــان ژاړي

ليكوالان او اديبـــــــــــــــــان سره را ټول دي

دې نامور او مورخ ته جنــــــــــــــــت غواړي

ها د علم تاج  چي نن  ولاړى  په  ګور شو

د هغه په لوړ نامه به افغان ويـــــــــــــــــاړي

ستر استاد د پښتو ژبي حبيبـــــــــــــي ولاړ

لوى ليكوال او پوخ څېړونكى د دري ولاړ

 [irp][irp][irp]

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: checked