اقتصاد

د پیسو ناانډوله وېش

د ثـابـت عـایـدو ناهیلي که د فـساد زېږ؟

زماپه ذهن کې د (د پیسو ناانډوله وېش او د ثابت عایدو ناهیلي ) تر سرلیک لاندې د لیکنې اړتیا هغه وخت را ولاړه شوې وه کله ، چې د چپیانو د واکمنۍ په ورستیو کې د هغه وخت د وسلوال ځواک اړوند پرسونل معاشونه د دولت د نورو کارکوونکو په پر تله ډېر لوړ شول ، او له امله یې په بازارونو کې د توکو بیه لوړې ولاړې او ډېرۍ ملکي ثابت عایده مامورینو او کارکوونکو د معاش د کموالي له کبله د خپلو رسمي دولتي دندو څخه لاس واخیست او په نورو شخصي کارونو کې د یوې ګولۍ ډوډۍ د پېداکولو لپاره د کار په لټه کې شول . او ددغه توپیریز معاشونو منفې اغېز هر ملکي مامور په خپل ورځنیز ژوند کې احساسولای شو . سره لدې چې دا امتیاز د دولتي بودجې نه د یوې ټاکلې موخې ( معاشونو ) لپاره د کورنیو سختو جګړو پر مهال د اړتیا له مخې ، چې تمویلوونکې سر چینه یې ( دولتي بودجه ) ، د لګښتونو مدرک یې معلوم ، د کنترول وړ او په ټولیز ډول ، په یو ډول نه یو ډول یې په کورني بازار کې د راکړې ورکړې د دوراني پیسود کچې اټکل هم شونې و ، خوبیا هم د معاشونو دا ډول توپیر یو غېر معمولي او غټ غر معلومېده . خو بې خبره له دې چې نور به څه پیښیږي ؟ . خو کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې غر په غرونو واووښت او فساد هم ورسره مل شو . نو بیا مې په رښتینې ددغه سر لیک لاندې د اقـــــتــصـادي لید لوري له مخې یو څه وړاندې کولو ته زړه ښه کړ .

ددې لپاره چې مو ددې موضوع ځېلۍ یو څه له بېخه راسپړلې وي لږ تېرو ته کتنه په کار ده . د ساړه جنګ په پیر کې کله چې افغانستان د دوه قطبي نړۍ د ډغرو د تاوده جنګ په ډګر واووښت ، غربي نړۍ ، عربي هیوادونه او یو زیات شمېر نور ملکونه په افغانستان باندې د پخواني شوروی اتحاد د تجاوز په وړاندې د جهادي ډلو تر شا ودرېدل ، او خپل مالي او جنګي وسایل یې د مرستې په توګه دغه اړخ ته چې په اغلب ګمان د کوربه هېوادونو له طریقه توضیع کېدلې ، چې نه یې مالی وسایل او نه یې هم جنګي افزار په پوره توګه د افغانانو لاسته ورتلل ، چالان کړې . خو که به کومه اندازه مالي مرستې کوم تنظیمیي ګروپ ته ځانګړې کېدلې د کوم ځانګړی حساب کتاب پرته به د مشرانو په واک کې ورتللې . د ځینو سرچینو له قوله یواځې CIA له خوا نهه ملیارده ډالر مرسته شوې ده .

خو لکه څنګه چې اوس لیدل کیږي د همغه مالي مرستو څخه د هغه کسانو لپاره ترې ، چې د تاوده جنګ په سنګر کې یې د وطن د ساتلو کلک هوډ درلود کار نه دی اخستل شوی ، او ددغه کړکېچن حالت د حسابي تشې نه په ناوړه ګټه پور ته کونې سره ، د هغه مهال افغان مخالف لوري سره د شوو مرستو زیاته برخه پر ځای او سمه و نه لګېده او د ځینو ځانګړو کسانو په شخصی جیبونو کې واچول شوه . او په لګښت د نه کنترول د بنسټ ډبره له همدغه ځایه کږه کېښودل شوه ، چې د نننۍ ادار ې چارواکي د خپل پخواني عادت له مخې د یو منل شوې پدیدې په توګه هر څه د ځان ګڼي او هغه پیسې چې د یوې ټاکلې موخې لپاره ځانګړې شوې وې او د واک په ګډۍ ناستو له خوا پرته لدې چې موخو ته د رسېدو لپاره ترې په بشپړ ډول معقوله او پر ځای ګټه پورته کړې وي په دې او یا هغه نامه په خپلو منځونو کې سره په وېش آخته او د افغان ټولنې په سترګو کې د خاورو په شیندلو سره ، خپلې مزې چړچې کوي .

د لته د سکالو د پوره روښانتیا لپاره د پیسو نا انډوله وېش د وخت سره په تړاو په دوه برخو وېشلای شو : لمړې ــ دپټ ناانډوله پیسو وېش د مقاومت پر مهال په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې جهادي کړیو سره ، د ساړه جنګ پر مهال په تاوده جنګ کې تر سره شوې ، چې کېدای شي د ځینو استخباراتي ملحوظاتو له مخې ټولې نه وي په ډاګه شوي ، او ددغه فرصت نه په ګټه د ځینو ځانګړو کړیو په شخصی جیبونو کې ، لکه څنګه چې د شهرکونو د جوړونو نه معلومیږي ، لوېدلې وي . دوهم ــ د ښکاره نا انډوله پیسو وېش ، د مالی وسایلو څومره والې د ژمنه شوو څرګندونو له مخې یو څه په ډاګه ، خو په څو لاسیزو لګولو سره یې په هېواد کې د یو سالم مدیریت د نه درلودلو له وجه ددغه وسایلو ډېرۍ برخه تالا او ترغۍ ، په دې او یا هغه نومونو بې ځایه ولګول شوې ، یوه برخه یې د هېواد په دننه کې لوټ او یوه ډېره غوښنه برخه یې بېر ته له هېواده د بهرنیانو له خوا ووتله . که به په لمړۍ برخه کې د ناوړه استفادې له امله زیان د یوې ډلې وګړو ته رسېده ، لکه څنګه ، چې د مخه ورته اشاره وشوه ، خو په دوهم پړاو کې یې ناسم لګښت د ټول ملت سره جفا نومولې شو .

لمړۍ برخې په ثابت عایدو له دې کبله کومه اغېزه نه درلوده چې د ځینو له خوا زېرمه شوو او خوندي شوو پیسو لا بازار ته لار نه وه موندلې او پیسو لرونکو د یو مناسب فرصت په تمه شپې ورځې سبا کولې . خو کله چې په ۱۹۹۲ زکال د ارګ خاوندان شول . دوه نورې سرچینې یې چې په همدغه لمړۍ برخه ورګډې شوې او یایې په پچه وختلې . لمړې د هېواد د ټولو شتمنیو لوټول او بیا د روسیې سره د نیکو او حسنه اړېکو له برکته د خورازیاتو پیسو تر لاسه کولو ته لاره هواره شوه . خو دا مهال ددوی ترمنځ د واک په سر د خپلمنځي نښتو له امله یې ددغه تر لاسه شوو خورا زیاتو پیسو کارولو ته مجال پېدا نشو کړای او هغه بې پشتوانې پیسې یې په بهرني اسعارو د خپلو سوکاله راتلونکې لپاره واړولې او بازار په بشپړ ډول د بهرني با اعتباره اسعارو ځینې پاک کړل شو . دلته د ثابت عایدو او نورو توپیر مشکل ښکارېده . او یواځې د ډېرو( بې پشتوانې ) پیسو د نشر له امله د انفلاسیون ( پړسوب ) د کچې لوړېدلو ، چې آن د ۲۰۰۰ ز کال د مارچ په میاشت کې د یو امریکایي ډالر بیه ۶۳۶۵۰ ــ افغانیو ته ورسېده ، چې د دولت یانې د بې واکې واکمنۍ نه نیولې بیا د طالبانو تر پرځېدو پورې د هېواد د ژوند په ټولو برخو ناوړه او زیان اوره اغېزه وشیندله . خو یواځې ثابت عایده یې په نښه نه کړل ، ځکه چې د اقتصادي پلوه د خلکو ترمنځ لوی توپیر پېدا کول یو ستونزمن کارو ، او خلک یواځې د ځان ، مال او ناموس ساتنې په فکر کې و .

دوهمې برخې ( د بهرنیانو راتګ ) په ثابت عایدو دوه اغېزې وشیندلې : یو د سپما هیلې یې په نهیلۍ واړولې او بل یې د فساد دروازه پرانیسته . کله چې په ۱۹۹۲ ز کال دجهادیانو یوه ډله د واګ په ګډۍ کښېنول شوه . ټول تجربه کار اوپه کار پوه خلک له هېواده ووتل . او د واکو چارې ( په ځنګلیز ډول ) د یو شمېر جنګسالارانو له خوا چې همدا اوس هم شتون لري پر مخ بول کېدې . خو کله چې بهرنیو ځواکونو افغانستان قبضه کړ اود دوی له خوا هېوادته سر سام اوره پیسې را چالان شوې د هغوی د معقول لګښت (لګولو ) لپاره لکه څنګه چې ښایي لازمو شونتیاوو ( ظرفیت ) شتون نه درلود او بهرنیانو په یواځې سر د لګښت جوګه نه وو ، ددې لپاره چې ددې مرستو زیاته برخه بېر ته له هېواد نه ویستل شوې وای ، نو یې په هغه کسانو چې د ملي ګټو پر ځای ورته شخصي ګټو ارزښت درلود او دوی ته ( بهرنیانو ته ) تر یوه حده له ورایه د ساړه جنګ پر مهال معلوم شوي وو ، تکیه وکړه ، نو یې د پیسو په ناانډوله وېش جوړ جاړي باندې فساد ته ښه بستر هوار او په بېلابېلو پړاوونو کې د لاس په لاس شوو غټو قرار دادونو نه نیولې بیا تر د بېلابېلو دولتي ادارو ، انجوګانو ، ځانګړو مرستندویانو او هرې ځانګړې کمپنۍ د خپلې خوښې او پرېکړې سره سم په خپل اختیار او واک د اړوندو کارمندانو لپاره پرته له دې چې د هېواد عینې واقعیت په پام کې ونیسي لوړ معاشونه تعین کړل . او همدا رنګه یې د بې توله لوکسو شیانو د رانیولو او دداسې نورو لارو چارو په پلمه یې د همدغه مرستو لوټ کولو ته لاره هواره کړه .

چې په پاېله کې ، که به د روانې پېړۍ د تېرې لسیزې په لمړۍ درېمه کې خبری د زرګونو ، په دوهمه د رېمه کې د لکونو او درېمه درېمه کې د میلیونو او اوس مهال خبره د ملیاردونو هم تېره ده . خو ثابت عایدي په دغه ناتار کې راګیر پاته شول او لاره ترې ورکه شوه . او که به یې د خپلې کورنۍ د یوې کوچنۍ بودجې څخه د یوې برخې د سپما تمه درلوده ، هغه هم د بازار د لوړو غوښتنو سره چې ددغه فساد زېږنده ده ، د سیالۍ د نه درلودلو له کبله زیانمنه شوه . د یو څو مافیایي کړیو په منځ کې د لوړو پیسو د وېش په نا انډوله بهیر سره ثابت عایدي د ناهیلۍ کندې ته وغوځېدل شول . که چېرې د کار د سالم وېش له لارې مالي امکانات د وګړو په منځ کې د وخت ، انرژۍ ، وړتیا ، ځواک د لګښت له مخې کارول شوي وای . نوبه یې نه یواځې په ثابت عایدو ناوړه اغېز نه وای اچولې ، بلکې فساد به یوه دومره سراسري بڼه نه وای غوره کړی او پر ځای به یې د دا دومره لوړې کچې پیسې په بشپړ ډول په سمه توګه کارول شوې وای . او اوس به د ۲۰۱۴ ز کال وروسته د اقتصادي پلوه د بهرنیو د یو شمېر ځواکونو د وتلو له امله کوم تشویش شتون نه درلود .

دا ډول کړنې د پکار پوهو او هېواد پالو خلکوپه شتون کې ناشونې کار و. سره لدې چې په دغه پیر کې ، لږ څه وروسته یو شمېر تحصیل لرونکي په لوړو پوستونو کې په کار وګمارل شول ، خو ددغه ادارو مخکنیو لوړپوړو چارواکو د اړوندو ادارو په ټولو برخو کې دومره رېښې ځغلولې وې ، چې آن دغه نوو په کار ګمارل شوو ، د مخکنۍ کاري تجربو د نه درلودلو له کبله به هم ښایي د همغه کسانو مرستو ته اړ و . دا ځکه چې د واک چارې په حقیقت کې د یو څو کسانو په لاس دي او دوی ښایي په خلاص لاس د خپله انده ، د هغوی له مشورې او اجازې پرته د ځینو اړینو کارونو پر مخ بولو ته لاس رسې و نه لري ، ځکه چې اوبه له بله ځایه خړې دي . دا چې مېدان په بشپړ ډول دغسې کسانو ته خالي دی ،نو لکه د ځنځیر د کړیو غوندې له پاسه تر ښکته ټول هغه کسان په کار ګمارل کېږي ، چې خپلې شخصي ګټې یې سره شریکې وي . او ددې ګراب په ټولو چارو کې فساد لکه د ساري ناروغۍ غوندې ورننووتې دې .

په نړۍ کې پیسې د یوې اقتصادي ښکارندې په توګه یو منل شوی او لېږدیدونکی واقعیت دی ، چې د مالي وسایلو په اډانه کې د ټولنیز ــ اقتصادي پرمختیا لپاره او په تېره بیا د تولیدي عامل په توګه په تولیدونکي او یا خدماتي برخو کې د پانګې په بڼه د کار او منجمنټ سره یو ځای د ګټې وټې لپاره د ټولنې د بې پولو غوښتنو او هیلو د پوره کولو لپاره د یوې ټاکلې زېرمې یا سرچینې په بڼه بېلیږي او کارول کیږي ، یانې د مؤلدینو د عرضې او د مستهلکینو د تقاضا سره د سمون لپاره د ورځنی ژوند د پرمخ بولو لپاره د اړتیاوو او شونتیاوو په پام کې نیولو سره اړینې چارې سر ته رسوي . او دا چارې د حاکمو اقتصادي نظامونو د قوانینو په رڼا کې پر مخ درومي او د وخت او زمان په تېرېدو سره په عملي ډګر کې لازمو پایلو ته د رسېدو لپاره وخت ناوخته بشپړېدونکې کړنې تر سره کیږي تر څو د وخت ، مادي لګښت او غېرو اغېزمنو کړنو نه ډډه شوي وي .
خو په خواشینۍ سره باید وویل شي ، کله چې د ۲۰۰۱ ل کال را وروسته افغانستان سره د شوو مرستو کچه د تر سره شوو موخو او پایلو سره پرتله کړو ، د انفراسکټور ،ودانیو چارو ، سوداګریزو او خدماتي یو لړ بریالیو کړنو پرته ، نه تنها د راتلوونکې پراختیا لپاره د کومو بنسټزو کارونو چې افغانستان په ځان د بسیا کیدو سره مرسته وکړي ، نښه نه لیدل کیږي ، بلکې د دوی له خوا شوو مرستو نا سم لګښت د هېواد د اقتصاد په یو شمېر نورو برخو ناوړه اغېز وکړ .

کرنه ، چې د هېواد د وګړو غوڅ اکثریت پکې په کار بوخت دې د مجبوریت له مخې په بازار کې د همدغه باد راوړو پېسو له برکته د نرخونو د لوړېدو له کبله د کوکنارو کښت ته مخه کړې تر څو وکولای شي هومره پیسې چې په نورو کرنیزو توکو کې نه تر لاسه کیږي د ناچارۍ له وجه د همدې لارې تر لاسه کړي . په دې کار سره نه یواځې د صنعتي کرنیز توکو د کښت مخه ونیول شوه بلکه په نړۍ کې دافغانستان اعتبار ته هم لوی زیان واووښت .

او علت یې روښانه دی ، هغه داچې د دوی د زحمت په بدله کې تر لاسه کیدونکي مادي توکي که دا د لمړنیو اړتیاوو لپاره په سیده ډول اویا هم د نورو لپاره د اومو موادو برابرول وي ، او د بازار غوښتنو سره سمون ونه لري نو د یو داسې کرنیز توکې تولید ته لاس اچول کیږي ، چې د همغه ټوټې مځکې څخه یې دومره ګټه پورته کړي چې د بازار سره دسیالۍ وړتیا ولري . نو په همدې تړاو کرونګرو د صنعتي نباتاتو د کرلو څخه لاس واخیست ، چې ورسره جوخت د سپکو او خوراکي صنایع تصدۍ د اومو موادو د کمښت له وجه په بشپړ ډول و درېدې . د پیسو ددغه ناسم وېش په نتیجه کې نه یواځې د صنایع په ډګر کې ډېرۍ وګړي بېکاره شول . بلکې د مځکې د مؤلدیت یا تولیدي ځواک څخه د تر لاسه شوو مالي وسایلو کچه د بازار په دوراني ډګر کې د پاتې راتلو له امله وګړو د کلیو او بانډو څخه غټو ښارونو ته د یو مصنوعي مهاجرت په بڼه مخه کړه او په ښارونو کې د خلکو په ګڼه ګوڼه او ډېرېدو سره ، پخوانیو ښاري ثابت عایدو ته د کار د ځاینو د کمښت او محدودیت او هم د کاري سیالۍ له لارې نورې ستونزې هم راولاړې شوې . دلته په کرنیز ډګر کې ثابت عایده بزګران هم د کور دننه کې د نورو توکو د بیه د لوړېدو او هم د خپلو محصولاتو لپاره د بازار نه شتون او د هېواد په کچه د سوداګریز بیلانس په ګډوډېد سره ناهیلي شول ، سره لدې ، چې وړمه ورځ په کابل کې کرنیزو او صنعتي تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه یو نمایشي او بې ګټې نندارتون د کرونګرو د غولولو لپاره جوړ شوې وو ( ۸ / ۱۱ / ۲۰۱۲ BBC )، خو که بیا هم دا پروسه همدا شان روانه وي . همدا اش او همدا کاسه .

ددې لیکنې د رالنډېدو لپاره همدومره ضرور دي چې وویل شي ، کله چې د وېش نه خبرې کیږي ، د کار دوېش له مخې د همدغه غوښتنو پوره کولو لپاره انسان هڅاند او د خپل ټول فزیکي او معنوي ځواک څخه کار اخلي تر څو ددغه محدودو سرچینو څخه د ځان په ګټه په معقوله او اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي . داځکه ، چې انسان د ټولنې یو غړی او په یواځې سر د ژوند ټولې نیمګړتیاوې نه شي پوره کولې نو د ژوند د یوې برخې د کړنو مسئولیت ته د خپل ځواک په کچه غاړه ږدي او سر ته یی رسوي . د پوهې ، تجربې ، فزیکي ځواک ، ټولنیز او جغرافیایی جوړښت ،اقتصادي چاپیریال . . . او داسې نور په لوړه او یا ټیټه کچه خپل خپل اغېز له ځانه سره لري .

خو د نړۍ د اقتصاد په هېڅ کوم کتاب کې به چا تر دې دمه داسې څه نه وي لوستلي ، چې ناببره دې له اسمانه ملیاردونه ډالره راووریږي او وار له واره دې دداسې کسانو پلاس کې ولویږي چې دغلا پر ته د بل هېڅ کارجوګه نه وي. د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره هر هېواد او ټولنه باید ځانګړي اصول او قوانین ولري او د هغوی په رڼا کې د اړوندو سرچینوڅخه که دا د کورني منابعو څخه یا د نورو ملکونو وړیا مرستې او هم پورونه وي ، د ژوند بېلا بېلو برخو ته ، دا ډول ځانګړې کیږي ، کارول کیږي ، چې د ملي اقتصاد د جوړښت ټولې څانګې د یو بل مرستندویه او یو بل ته د عرضه کونکي او تقاضا لرونکي رول ولوبولای شي . او د هغوی د لګښت کچه د تر لاسه شوو موخو سره پرتله او کنټرول شي .

خو د همدغو مرستندویه ملکونو له خوا د کوم سخاوت له مخې دا دومره لګښت د ددغه پېژندل شوو څېرو له لارې چې لس سلنه یې هم په اغېزمنه توګه نه لګول کیږي ، تر سره کیږي ؟ سوال دادې ، چې پدې کې کوم راز پټ دې ، چې لا تر اوسه د اقتصاد په هېڅ پاڼه کې ترې ، لکه څنګه چې مې د مخه وویل ، څه نه دي تر سترګو شوي .. د دولت ټولې درې واړه قواوې په ځنځیري شکل د یو بل سره داسې تړلې ،چې د یو سهامی شرکت بڼه یې غوره کړې او په دولتي دفترونو کې خلکو ته د چوپړ پر ځای ، یواځې د دوي تر منځ شخصي بېزنس پر مخ بول کیږي . که نه نو راوښیاست داسې یو دولتي اداره چې پکې د وګړو کار د رشوت پرته تر سره شي .

د امریکا نه خبر نه یم خو په اروپا کې د ټاکنو د مخه هر کاندید خپل پروګرام وړاندې کوي او خلک هغه نوماند ته ووټ اچوي ، چې ور ته د وړتیا او نورو غوره صفتونو له مخې منلې او په زړه پورې ښکاري . خو زمونږ په هېواد کې له یوه مخه د واک په ګډۍ ناستو فساد زېږونکو په وړاندې ، ولس د دې دومره ستونزو او ناخوا سره سره بیا هم چوپه خوله ناست دې . تر څو زمونږ ټولنه ددغه یو شمېر زناورو نه په بشپړ ډول پاکه نه شي او د واکو چارې سپېڅلو او په هېواد مینو هېواد پالو ته ، چې د داسې وګړو شمېر په هېواد کې کم نه دې ، د رښتیني ولسواکۍ د زرینو اصولو پر بنسټ و نه سپارل شي . ددغه ډاکوانو له خوا به د افغان ولس زندۍ کول همدا رنګه دوام ومومي .
خو مونږ په دې نه پوهیږو چې د بهرنیانو عقل ولې سر ته نه راځي تر څو دا درک کړي ، چې دوی ادرس غلط کړې . او تر کومه به زمونږ بې وزله ولس په دې او هغه پلمه د داسې وطن پلورونکو له لاسه چې د غلا او چپاول پرته کومه بله موخه نه لري ، کړول کیږي او ځورول کیږي .

که به د مخه د نورو د معاش په زیاتېدو سره ، لکه څنګه چې په لمړي سر کې ورته اشاره وشوه ، ثابت عایدو د نرخونو د لوړېدو له کبله چې د کور د بودجې د پوره کولو امکان پکې نه لیدل کېده ، خپله دنده پرېښوده او په نورو کارونو کې ولو که به یې د مسلک او رشتې سره هم سمون نه درلود د یو څه زیاتو پیسو له کبله بل کار ته لاس اچوو. خو اوس د بل کار د موندنې پر ځای ډېره لنډه او بارداره لار یانې فساد او رشوت اخستلوته پناه وړل دي . چې په دې کار سره دسترګو څخه یې د شرم پرده لېرې او په دغه خوسا او ککړ ډنډ کې ورګډیږي .

ځینې دولتي ادارې دغه پورتنۍ ستونزې مني او تر څنګ یې ، په تېرو لسو کلونو کې د سړي سر عاید د لوړېدا ادعا کوي ، خو که په رښتیا سر ه دا ادعا سمه وبولو ایا د وارداتو له لارې د سوداګریز بیلانس د ګډوډېدو سره دغه ادعا د هېواد د وګړو کوم درد درمان کولای شي . که په ډېره ساده ژبه یې ووایو افغانان ، د یو څو پېژندل شوو څېرو پرته ، لکه څنګه چې پورته مو ورته اشاره وکړه ، چې ژوند یې تأمین دې، نور ټول یوازې د پایښت لپاره کار کوي ، نه د راتلونکې یو سراسري روښانه هوسا ژوند لپاره . دا ځکه چې دوی د هېواد په ستونزمنو شرایطو کې په خپل ځواکمن مټ سره ګټل شوې ټولې پیسې بېرته د بهرنیو توکو د رانیولو په ترڅ کې د همدغو ملکونو مؤلدو کمپنیو ته ورکوي .دا به زما له پوهې لوړه وي چې یوه نوې ترمینالوژي وکاروم خو د افغانستان د اقتصادي چارود پر مخ بولو نننۍ وضع د روڼتیا د نه شتون له امله د دا دومره مرستو سره سره د ګمراهۍ په لور روانه بللې شو .
لر او بر ویبپاڼه

په درنښت .

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: