ادبیات

د څېړنیزې مقالې لنډه پيژندنه 

مقاله د تحقیق یا څېړنې د عامو جوړښتونو یا کالبونو هغه فورم دی چې د خاصو او عامو خلکو له خوا لیکل کېږي. یعنې یوه مقاله د پوهنتون استاد هم لیکلای شي او یو عام کس یې هم لیکلای شي، یواځې توپیر یې په دې کې دی چې کوم کس کولای شي چې د مقالې د محتوا په نظر کې نیولو سره د ځانګړې موضوع ښه حق ادا کولای شي. چا چې د موضوع لیکلو ښه علمي صلاحیت درلود هماغه کس په مقاله لیکنې کې کامیاب دی.

مقاله د عامو کالبونو نه ډېر پخوانی فورم دی او په عامو کالبونو کې مقاله، رساله او کتاب شامل دي، پخواني ټول ديني، ساينسي، اجتماعي او طبيعي علومو ليکنې او اثارپه پورته درېيو(مقالې، رسالې او کتاب) په عاموکالبونو کې پيدا کېدل. د وخت او زمان په تېرېدلو د څېړنې خاص جوړښتونه منځ ته راغله، خو بیا هم اوسنۍ اکثره څېړنې د مقالې، رسالې او کتاب په ځيلونوکې دي.

مقالې ته په انګريزي کې (Essay) یا (article) وايي. دا په نثرليکل کېږي او د يوې ځانکړې موضوع څخه بحث کوي. حتمي نه ده چې مقاله دې جامع او بشپړه وي او هغې کې دې لويې موضوعګانې تربحث لاندې ونيول شي. یا مقاله هغه لیکنه ده چې نه کتاب وي او نه رساله، له دې امله باید په څو پاڼو کې خلاصه شي، له هغه وخته چې ورځپاڼې او مجلې پیدا شوې، دا ډول لیکنې د مقالې په نامه یادې شوې. مقاله کله لنډه او کله هم اوږده وي، کله تفصیل لري، کله نه خو باید ووایو چې د مقالې ډېر اوږدوالی دومره وړ کار نه دی.(۳: ۴۰۴ مخ)

ځينې مقالې عامو خلکو ته ليکل کېږي اوځينې مقالې بياخاصو خلکو ته ليکل کېږي، هغه مقالې چې خاصوخلکو ته ليکل کېږي، بايد فني او تحقيقي خوا يې پياوړې وي او اکثره وخت دا مقالې د تخصص خاوندان مطالعه کوي.

                                                                                                                                                                (۶: ۱۱۲مخ)

(روش تحقيق ادبی)کې د مقالې په هکله وايي: (مقاله يوه کوچنۍ نثري ليکنه ده، چې د( ۱ – ۳۰)صفحو پورې وي. دا توضيحي او تشريحي ليکنه ده، چې پخوانيو فرهنګونو کې د ادبي ډولونو يو ډول و. د مقالې په چوکاټ کې سياسي، ټولنيزې، انتقادي، علمي او داسې نور موضوعات راتلای شي، يعنې د مقالې محتوا او منځپانګه يوازې يوې موضوع ته ځانګړې شوې نه ده، بلکې هر ډول موضوعات يې په منځپانګه کې راوړلی شو. (۱: ۱۶۵مخ)

مقاله عربي کلمه ده، د قول، ویلو په معنا ده او په اصطلاح کې د یوې ځانګړې موضوع په برخه کې هغه لیکنه ده چې علمي، ادبي، تحقیقي، مذهبي او ….. نور مضمونونه ولري.(۳: ۴۰۰ مخ)

په مقاله کې د کمیته کیفیت ډېر مهم دی. که چېرې یوه مقاله ۲ مخه نوې خبرې وي او یوه نوې فرضیه پکې اثبات ته رسېدلې وي او په مقابل کې بله مقاله۲۰مخه وي خو زړې، شاربل شوې، د نورو خبرې وي او لیکوال خپل نظر، د نورو لیکوالو د نظر تایید او د نورو لیکوالو د نظر رد یا په انتقادي نظر کتل پکې نه وي نو د شل مخه مقالې نه دوه مخه مقاله بهتره ده. په ټولو تحقیقاتي جوړښتونو کې له کمیته کیفیت مهم دی.

مقالې په مجلو، ورځپاڼو او داسې نورو نشريه ځايونو کې خپرېږي، مقاله به په نثر وي او منظومې ويناوې په مقالو کې نه حسابېږي.

د مقالې څخه ځينې ملکونه بل ډول تعبير اخلي، يعنې په هند، پاکستان او ځینو نورو هیوادونوکې د(Phdپي ايچ ډي) تحقيقي ديزرټيشن ته مقاله وايي، لکه: پښتوڅلورېزې، د  Phd  مقاله.خوبياهم په اکثره ملکونوکې د مقالې عام تعبير د هماغې کوچنۍ نثري ليکنې څخه دی، چې په افغانستان کې ورته مقاله وايي.

د مقالې تاريخي شاليد

د مقالو ليکل ډېر پخوانی تاريخ لري، په پخوا زمانو کې پخو ليکوالو د خپلو کتابونو هر فصل د مقالې په نامه ياداوه، لکه دنظامي عروضي سمرقندي (چهارمقاله) اثرچې( ۵۵۱-۵۵۲ هـ ق) شاوخوا کې ليکلی دی. يا اقليدس ته منسوب کتاب پر پنځلسو مقالو ويشلی دی، د ابن نديم (الفهرست) پر لسو مقالو ويشل شوی دی.يعنې پخوا به د ځينو اثارو فصلونو او څپرکيو ته مقالې ويل کېدې او د ځينو اثارو په هر فصل کې به پربېلا بېلو موضوعاتو بحث کېده.

مقاله چې په عربي کې(مقالة ) او انګريزي معادل يې Essay دی او ويل کېږي چې فرانسه يې مقاله ليکونکی(ميشل دومونتني)( ۱۵۳۲-۱۵۹۲ م) د essai (مقاله) کلمه جوړه کړه او د خپلو مقالو د مجموعې عنوان يې وټاکه، دا مجموعه په ۱۵۸۰ م کال کې نشره شوه.وايي چې دا کلمه لاتين Exagium کلمې څخه اخيستل شوې چې معنا يې ده تلاښ. د يادولو وړ ده، چې په غرب کې تر ميشل دومونتني د مخه هم  په مختلفو موضوعاتو کې مقالې ليکل شوې دي. د يونان او روم ډېرو قديمو ليکوالو، لکه: ارسطو( ۳۲۲- ۳۸۴ ق م) سيسـرو، پلوتارک(۴۶-۱۲۰م) او نورو څخه هم مقالې يادګاري پاتې دي، خو لومړۍ نوې مقاله (مونتني) ليکلې چې وروسته بیا د غرب په ټولو هیوادونو کې مقاله لیکل رواج شول او د غرب ډېرو مشهورو ليکوالو مقالې وليکلې.(۳: ۸۸ مخ)

بيا وروسته په اتلسمه،نولسمه او شلمه پېړۍپه اروپا او امريکا کې ډېرو سترو مقاله ليکونکو ظهور وکړ او پربېلابېلواجتماعي، اقتصادي، ادبي، فلسفي، اخلاقي، علمي او نورو مسايلو کې مقالې وليکلې.

د مقالې کلمه په عربي ادب کې ډېر پخوانی تاريخ نه لري، په عربي ادب کې د مقالې تاريخ د ورځپاڼې ليکلو په تاريخ پورې اړه لري او دغه تاريخ په عربي ژبه کې تريوه نېمه پېړۍ زيات تاريخي پس منظر نه لري.

ډاکټر سيروس شميسا داسې وايې، ژباړه:(د مقالو ليکل د پخوا زمانو څخه دود وو. په يونان کې پلوتارک، په روم کې سيسرون او سنکا په دې فن کې لوی مهارت درلود. اما د مقالې پېژندل د يو ادبي ډول(ژانر)په توګه په دوو وروستيو پېړيو پورې اړه لري. د لومړي ځل لپاره فرانسوي ليکوال دومونتني د مقالو ليکل په رسمي توګه دود کړل او په۱۵۸۰ م کال يې خپلې مقالې خپرې کړې.فرانسس بېکن هم په همدغه پېړۍ کې د مقالو ليکل په انګلستان کې رواج کړل. په نولسمه پېړۍکې چې مجلې را ووتلې، مقاله د ادبي انواعو يو ډېر رايج ډول وګرځيد. په لويديځه نړۍ کې د(جورج اورل) او(ایايم فورسټر اوجيمزتوربر) مقالې ډېرې معروفې شوې.)(۶: ۴۳مخ)

لنډه دا چې پخوا هم مقالې ليکل کېدې، خو په پخوانۍ بڼه وې،چې رساله به يې ورته ويله او په مستقله توګه به خپريدلې، لکه په عربي ادب کې د اخوان الصفارساله، دغسې رسالې به په اوږدو مقالو ته ورته وې.

د اوسمهال د غوښتنو له مخې د مقالو ليکل د عروج نقطې ته رسېدلي دي او ډېرې مقالې په مجلو او ورځپاڼوکې چاپ کېږي. او يا هم په علمي مجامعو (سيمنارونو) کنفرانسونو، سيمپوزيمونو او د فرهنګي شخصيتونو د زوکړې د کاليزو او تلينونو غونډو)کې ارايه کېږي. (۶: ۴۴مخ)

د اسلامي نړۍ هغه مقالې چې د اوسنيو مقالو پر معيار او سټنډرډ ليکل شوي، د نولسمې پېړۍ له دويمې نيمايي څخه د مقالو نوې بڼه د نابغه سيدجمال الدين افغان او محمد عبده او د هغو ځوانو او تکړه شاګردانو له خوا رامنځ ته شوې، چې په دې ډول يې په عربي نثرکې يو ډول اوښتون راوست، هغه يې د انحطاط او رکود له پړاوه بېرته دعروج پړاو ته ورسوه او د پخوانيو ښو مقالو ليکوونکو جاحظ، ابن مفقع او ابن خلدون د مقالو روح يې پکې پوکړ.

د تاریخ په اوږدو کې مقالې لیکل شوې دي او د وخت او زمان په تېریدلو یې په فورم کې توپیرنه راغلي خو د پیله تر اوسه بیا هم ښې مقالې هغه دي چې معنا لرونکي او نوې خبرې ولري او د تحقیق د اساساتو په نظر کې نیولو سره د موضوع حق پکې ادا شوی وي.

ولې مقاله لیکو

رسمي او علمي مقالې د خاصو او عامو خلکو له خوا ځانګړو خلکو ته لیکل کېږي. داسې مقالې کله کله د پوهنتون د استادانو، علومو اکاډمیو غړو او داسې نورو کسانو له خوا ځکه لیکل کېږي چې د علمي ترفیع په وخت کې د داسې مقالو لیکل د بلې علمي رتبې د ارتقا لپاره اساسي اصل او مرحله ده. او کله کله ځینې پوهان او ځوان لیکوال هم کولای شي چې همداسې مقالې ولیکي اوځانګړو مجلو کې یې خپرې کړي. یعنې د علمي مقالو لیکل یوازې د پوهنتون د استادانو دنده نه ده، بلکې عام او خاص خلک د خپلې وړتیا په نظرکې نیولوسره پر یوې تحقیقي موضوع مقاله لیکلی شي.بل ډول غیر رسمي مقالې دي، دې مقالو ته اخباري مقالې هم ویل کېږي، دا د خاصو او عاموخلکو لخوا لیکل کېږي.

د دواړو ډولو مقالو د خپرولو اصلي لامل خدمت کول ژبې او فرهنګ ته دی نو له همدې امله ځوان لیکوال باید کوښښ وکړي چې د تحقیقاتو، تخلیقاتو او ژباړو په برخه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي، او د فرهنګ د غنامندۍ لپاره د انساني سرمایي حق ادا کړي. کله کله علمي مقالې په رسمي موقف کې د ځينو ضرورتونو پر اساس لیکل کېږي او داسې هم کېدای شي چې یو محقق دې د کوم اړین ضرورت پرته د علمي خدمت لپاره مقالې ولیکي.

په پښتو ادب کې اکثره شاعران د غزل په چوکات کې ډېره شاعري کوي او یا د شعر پیل یې د غزل له ژانره وي، په تحقیقاتي کارونو کې اکثره وخت ځوان لیکوال غیر رسمي او یا نیمه رسمي مقالو لیکلو ته مخه کوي او په اینده کې د ښه رسمي مقالو لیکوال او یا د رسالې، کتاب او ځینو نورو څېړنېزو کالبونو ازمایښت هم کوي او د وخت په تېریدلو ورنه لوی لیکوال جوړیدای شي نو د رسمي او غیر رسمي مقالو یوه ګټه دا ده چې لیکوال ته د اینده تحقیقاتي کارونو زمینه

برابروي او دغه لومړني کارونه یې د علمي ریاضت یوه ښه وسیله ګرځيدای شي.

  سیداصغر هاشمي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: