کشف او اختراع

د چاپ ماشین څرنګه اختراع شو؟!

د بشري علومو د ماهرینو په اند د ليکلو د هنر ايجاد د تاريخ څخه وړاندې او د تاريخ په منځ کې د امتياز نقطه ده.

يعني د انساني تاريخ پيل د همدې مرحلې څخه دى، ليک د خيالاتو او فکرونو ثبتول ممکن کړل؛ له دې وروسته بیا د چاپ ماشين د کتاب  د ورقو له يوه څخه دزياتو نقلونو ایستل او جوړول شوني کړل. په تاريخ کي لومړى ځل د عظيمو او لويو شخصيتونو افکار او نظریات د کتابونو په مټ تر عامو خلګو پورې ورسېدل. تر دې وړاندي دکتابونو د لاسي نقلونو ډېر محدود شمېر يوازي د مذهبي او اشرافي طبقې په لاس کي ول. موږ ويلاى شو چې د چاپ ماشين  په مجموعي توګه نالوستې نړۍ په لوستې او پوه نړۍ بدله کړه.

پر لرګينو کوندو د راوتو حروفو د چاپ لړۍ پيل شوه؛ هغه کوندې يا سټونه به په قالب کې په یوه ځانګړې طریقه او ترتیب ترتيبېدل او په مشواڼۍ به يې لړل ، وروسته به د کاغذ پر پاڼو وهل کېدل، د فريم یا چوکاټ له پورته کولو سره د حروفو يو نقل پر کاغذونو پاته کېده.
د خوځنده ټايپ په ذريعه چاپ  يو شخص د ډېرو خلګو د کار اجرا کولو جوګه کړ. يو سړي به په يوه ورځ کې هغه څه برابرولاى شول چې له کاتب نه به يې ليکلو يو کال وخت غوښت. مګر لرګينو کوندو يوه ستونزه لرله، د وخت او استعمال سره هغه له کاره لوېدل او نوي به يې جوړول.

يو جرمني پرنټر جوړونکي جوهانز ګوټنبرګ د يو قالب په مرسته فلزي توري جوړ کړل، چي تر ډېري مودې پورې ثابت پاته شول او د زیات استعمال وړ و . په حقيقت کې د چاپ شوې مادې دوهم ځلې چاپ طريقه په ماشيني توګه دومره مؤثره وه چې  په هغه کې تر پنځه سوه کلونو پوري کوم بدلون رانغى.

په ١٤٥٥ م کال کي “د ګوتنبرګ بايبل” خپور شو چي لومړنى زیات خپور شوی «کثيرالتعداده نشر» بلل کېږي. ګوتنبرګ يې په برابرولو دوه کاله وخت ولګاوه، د همدې ايجاد له کبله چاپ نه يوازې د انفرادي تورو په قالب جوړولو کې بلکې هغه په متوازنو ليکو کي هم دترتيبولو وړ شو، ځکه ډېر توري به په دې يوه قالب کي يو ځاى کیدلی او بندیدلای شول.

د پنځلسمي پېړۍ  عام چاپي ماشين په يوه کال کي د پنځو کتابونو د چاپ وړتيا لرله،چې هغه مهال ډېره لويه خبره وه.خو په دې سیستم سره د چاپ ماشين د يوې ورقې په زرهاوو نقلونه تيارولاى شول چې له دې وړاندې يې آن سوچ نشوای کېدای او په لومړي ځل د کتاب جوړولو چارې سرعت او زیات بدلون وموند.

دګوتنبرګ ايجاد يو بل هدف هم ترلاسه کړ او هغه دا چې اوس خلګو لوستل کولاى شول، په علمي ډګر کې يو نه منونکى انقلاب راغى، فلسفي مقالې او ساينسي څېړني تر يو او بله ورسېدې؛ خلګ د خپلو مذهبي عقيدو سره، سره دنورو په عقايدو هم خبر شول، سيکولر او مذهبي خيالات وزېږېدل او د نړۍ د ولسونو او پرګنو تر منځ د کتاب او لیک په وسیله د ارتباط مزې وغځېدل.

په شپاړسمه پېړۍ کې د چاپ ماشين د نوي صنعت ځاى ونيو، په عامه توګه پنځه کسه سره يوځاى کېدل او کتابونه به يې چاپول، د دریو نفرو کار د ماشين چلول وو او دوو نورو به حروف او توري ترتيبول؛ خو کار بیا هم سست روان و او زیات هاند ته يې اړتيا لرله، د ټايپ يا ليکلو لپاره د قالبي مېلې ته اړتیا وه، چې بیا انفرادي ټايپ جوړونکو په دې کار هم لاس پورې کړ.

په ټوله اروپا کي د چاپ له پيل سره سم چاپي ماشينونه  لندن ته هم ورسېدل؛ له هغو څخه ډيرو خلګو يوازې په  لويو ښارونو کې خپل کاروبار چلولی شو، مګر په ١٥٦٣ م کال په انګلستان کې د تخنيک پوهنې قانوني لايحه  (Artificer Act) جوړه شوه، چې یوه ماده پکې دا راغلې وه، چي کارګر باید د خپل زوکړي یعني اصلي استوګنځي په سيمه کي واوسي، دې قانون  دچاپ د پرمختګ  په لاره کي خنډونه رامنځته کړل، ځکه د چاپي ماشينونو په تجارت کې یې ځینې محدودیتونه وضع کړل، چې د ډېری خلکو لاسرسی ورته محدود شو.

خو په یوویشتمه پېړۍ کې له ښه مرغه د چاپ صنعت فوق العاده عام شوی او د اروپا، امریکا سربېره د دریمې نړۍ هیوادونو په تېره زموږ او ستاسو په ګران هیواد کې اوس کابو په ټولو لویو او وړو ښارونو کې دولتي او شخصي مطبعې شته دي، چې خلک ورته د خپلو توکو د چاپ لپاره مراجعه کوي. طبیعي ده چې لا هم د قیمت، کمیت او کیفیت په مورد کې ستونزې لري.

د کتاب اصلي او بشپړ متن د کتابونو نړیوالې شبکې امازون په ویب پاڼه کې موندلی او پیرودلی شئ. 

لیکوال: فیلپ ویلیکسن

ژباړونکی: فرید خان وحید

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: