د ګډ ژوند رازکورنۍ

 د ښځې د اصلاح کوشش کول

 

کله چې ښځه صالحه او د خاوند عزت کونکې وي،  ډیره ښه وي،  بلکې دا درب جل جلاله لوی نعمت او لويه مهرباني ده، ځکه د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم مبارک حديث دی: «لدّنْيَا مَتَاعٌ وَخَيْرُ مَتَاعِ الدّنْيَا المَرْأَةُ الصّالِحَةُ» (مسلم: ۱۴۶۸) يعنې دنیا یو نعمت او توښه ده او بهترینه توښه هغه صالحه بي بي ده.

داسې کورنۍ شته چې د ځامنو له تربیت څخه يې د لورګانو تربیت ته ډېره توجه وي، ځکه دوی پوهېږي چې دا به د بل چا کور ته ځي، کوشش کوي څو داسې اخلاق ورزده کړي چې د مور او پلار لپاره د دعاء سبب وګرځي.

دتېرو وختونو یوه واقعه کتابونو را اخستې ده چې یوې ښځې چې د لور کوزده يې له چاسره شوې وه خپلې لور ته ډېر قیمتي نصیحتونه کړي وو، که مونږ او زمونږ د جامعې زنانه عمل پری وکړي واقعاً چې د خوشحاله زندګۍ  څشتنان به وي:

ښځه خپلي لور ته وايي چي لورې ډیر زر داسې کور ته روانه يې چې  له اخلاقو او کردار سره يې نابلده يې څو نصیحتونه در ته کوم که دې عمل پرې وکړ تاته به خوشحالي نصیب شي،  لور يې ورته وايي موری ډيره ښه ده، زه ستا نصیحتونو ته ډیر ضرورت لرم ماته نصیحت وکړه، نن وخت خو زمونږ معاشره دومره خرابه شوي چي لور له مور څخه ځان ډیره پوه بولي، نصیحت اورېدل خو پرېده بلکې مور ته وايي چې اوس ستاسو وخت تېر ده هغه زاړه رواجونه او نصیحوته اوس ماته مه کوه خو دا بي بي چې مور او پلار ښه تربیه ورکړې وه مور ته وايي مهرباني وکړه زه ستا نصیحت ته ډېر ضرورت لرم؟

مور ورته وايي: «اما الاولی» هر چې اول نصیحت دی: «کوني له امةً یکن لک عبدا» خاوند ته ځان وینځه او نوکره جوړه کړه، هغه به ستا غلام شي. یعنې د خاوند خدمت کوه، په وخت يې پوښته کوه چې ته د خاوند قدر او خدمت وکړې، د هغه په زړه کې به ستا مینه پیدا شي هغه به ستا قدر کوي، دې سره به ستاسو ژوند ډېر ښه تېرېږي، واقعا ښځه که د خاوند قدر کوي نو د خاوند زړه کې طبعا مینه او د هغې قدر پیدا کېږي او که يې قدر نه کوي بیا دخاوند زړه ځنې تور شي، هیڅ قدر يې په زړه کي نه وي، دې سره ورځ تر بلې د دوي تر منځه مشکل جوړېدی شي لکه شاعر چې وايې:

زن خوب وفرمان وپارسا                     کند مرد درویش را پادشاه

زن بد در خانه مرد نیکو                       کان دراین عالم است دوزخ او

یعني اخلاقي او ښه ښځه چې د الله جل جلاله عبادت کونکي او د خاوند فرمانبرداره او مطیعه وي له فقیر سړي څخه بادشا جوړوي، او بده ښځه د ښه سړي په کور کې په دې دنیا د هغه لپاره د دوزخ مثال ده.

په دوهم او دریم نصیحت کې مور لور ته وايې: «الرضا بالقناعة وحسن السمع له والطاعة» خاوند چې هرڅه درته راوړل په هغې راضي اوسېږه او قناعت پرې کوه، د خاوند خبرو ته سم غوږ نیسه او خبره يې منه. مطلب که خاوند دې د خوراک څه شی کور ته راوړل که هغه ستا خوښ وه او که نه وه خوښ خپل رضایت پرې ښکاره کوه او پرې قانع اوسه، ځکه چې د خاوند به دې له دي نه پورته بل شي ته وس نه کېده او یا که ستا نه وي خوښ د خاوند به دې خوښ وي، که ته ووايي چې دا دې څه شی راوړی، دې نه مې ډېر بد راخي، دې خبرو سره د خاوند زړه ته خفکان رسېږي، همدارنګه که لباس یا بل څه يې کور ته راوړل په هغه قناعت کوه څو خاوند دې خوشحاله شي، او د خاوند خبرو ته ښه غوږ نیسه او منه يې، که يې درته وویلې چای دم کړه ورته ډیره ښه ده، که يې درته ویلې ډوډۍ راوړه ورته ووايه ډېره ښه ده. دې سره به ستاسو ژوند ډېر ښه تېرېږي.

څلورم او پنځم نصیحت: «تفقدي وقت طعامه ومنامه» یعنې د خاوند د خوب اوخوراک وخت معلوم کړه، کله چې خاوند وېده کیږي هغه وخت کې بچي شور ته مه پرېږده، د لوښو له وینځلو ډډه وکړه ځکه د کاسو په کړنګهار دې خاوند له خوبه اوځي، کاسې او لوښي بیا بل وخت وینځه، دې وخت کې  فضا ارامه ساته، او د خوراک وخت يې هم معلوم که په همغه وخت کې خوراک ورته تیاروه، داسې نه چې خپل مجلسونه او خوبونه کوي، د سهار چای دې غرمه او د غرمي ډوډۍ دې مازدیګر کې وي، خاوند به وږی وي، دې سره به ستاسو تر منځه لانجه پیدا شي حتی چې اکثرو خلکو کې د ښځو د وهلو او ډبولو باعث ګرځي.

شبږم او  اووم نصیحت: «تفقدي لانفه وعینیه  فلا یقع نظره علی قبیح ولا یشم انفه الا اطیب ریح» یعنې د خاوند د پوزې او سترکو ډېر خیال ساته چرته هم داسې ونه شي چې د خاوند سترګي دې په مردارو خیرنو کالیو ولګېږې او ګوره چې د خاوند سپوګمو ته دې، بد بویي ونه رسېږی چې خاوند دې کور کې نه و هغه وخت کې د کار کالي آغونده، کله دې چې خاوند کور ته راځي بیا پاک کالي اغونده، کوشش کوه چې د خاوند له راتلو مخکې د کور کار خلاص کړې د هغه له راتلو مخکې خپل پاک کالي اغونده.

په اتم او اخري نصیحت کې مور لور ته وايي چې ګوره لورې د خاوند له اجازته پرته کورته خپل خپلوان مه راوله، چرته داسې څوک کور ته رانه ولې چې د خاوند دې له هغه څخه بد راځي، بیا به ستاسو تر منځه شخړه جوړه شي.

کومه زنانه چې د پلار په کور کې داسي تربیه شوې وي بیا خو د خاوند بخت بیدار دی، ضرورت یې اصلاح ته نشته بلکه داسې بي بي سره د خاوند کور اصلاح کېدی شي، دې مورد کې د قاضي شریح رحمه الله د واده واقعه ډېره مشهوره ده چې راتلونکې کې به يې ستاسو حضور ته وړاندې کړم ان شاء الله.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: