ژوند رازکاري ژوند، مدیریت او مشري

د کاري ډلې جوړول

پيل:

د پلويانو له درلودلو پرته څوک قائد کيدای نه شي. مونږ چې په دې ټينګار کوو چې بريالی قائد بايد د خپلو پلويانو د اداره کولو او توجيه کولو ماهر وي، په دې هم ټينګار کوو چې يو قائد بايد له هر څه وړاندې د کاري ډلې د جوړونې ځيرکتيا ولري.
ډله يا جماعت په ژوند کې د هر کار بنسټ دی، که هغه اقتصادي وي، ټولنيز وي او که سياسي.
مؤسساتي چاپيريال چې په نظام، اداري  بنسټونو او په قيادي پړاويزتوب ولاړ وي، د ژوند يو له ډيرو مهمو اصولو څخه شميرل کيږي.

ليکوال: دکتور ابراهيم الفقي
ژباړن: ډاکټر غنچه ګل ارمان

د يوې بريالۍ کاري ډلې جوړول د قائد له ډيرو مهمو مسؤليتونو څخه شميرل کيږي. زيات وينه به نه وي که ووايو چې ښايي د ډيرو سترو اسمانڅکو اولوړو ودانيو جوړول به د يوې بريالۍ او وتلې کاري ډلې له جوړونې څخه اسانه وي! ځکه چې له انسانانو سره تعامل ډير حساس او له ګواښونو ډک کار دی، او ستر مهارت او ځيرکتيا ته اړتيا لري.د يوې بريالۍ کاري ډلې جوړول د قائد له ډيرو مهمو مسؤليتونو څخه شميرل کيږي. زيات وينه به نه وي که ووايو چې ښايي د ډيرو سترو اسمانڅکو اولوړو ودانيو جوړول به د يوې بريالۍ او وتلې کاري ډلې له جوړونې څخه اسانه وي! ځکه چې له انسانانو سره تعامل ډير حساس او له ګواښونو ډک کار دی، او ستر مهارت او ځيرکتيا ته اړتيا لري.
په راتلونکو مخونو کې به د يوې بريالۍ کاري ډلې د ځانګړتياوو په اړه وغږيږو.

مګر مخکې له دې راځئ وپوښتو:
د اغيزناکې کاري ډلې جوړونه د څه له پاره او څه ډول؟
“هغه اصل چې يو باهدفه عقل پرې ولاړ دی، دا دی چې که چيرې دوه يا زيات وګړي د مثبتې ذهني ليوالتيا په درلودلو سره د يوه ټاکلي هدف د تر لاسه کولو لپاره ملا وتړي، په داسې ځواک بدليږي چې هيڅکله ماتې نه خوري”. ناپليون هيل
هر څه په ډله ايزه توګه کار کوي، ميږيان خپل کلي جوړوي په يوالي سره، مچۍ ګبين راټولوي په يوځايوالي سره….

دا رباني سنت دى

دا رباني سنت دی چې ډله ايز کار بايد په ژوند کې اصل وي. خپل چاپيريال ته وګورئ هيڅ شی به هم داسې و نه مومئ چې په يوازيتوب کې کار کوي.
انسانان، حيوانات، الوتونکي، ټول په يوه ځانګړې بڼه په ډله ايز ډول کار کوي. څوک چې دا ګمان کوي چې دی په يوازې ځان برياليتوب ته رسيږي، هغه خپلې لويي اوتکبر تيرايستی دی.
که څوک تير تاريخ ته وګوري، ور ته په ډاګه به شي چې زمونږ پخوانيو نيکونو هم د خپلې بقا په موخه ګډ کار کاوو.
کله به چې ښکار ته تلل،نو د تيزو سترګو څښتن ته به يې د څار دنده ورکوله، او ګړندي او غښتلي ته به يې د ښکار. له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته وموندل شوه هغه لښکر چې په ډله ايزه روحيه يې کار کاوو، ښې لاس ته راوړنې يې درلودې. د جاپانيانو د برياليتوب تر شا راز د هغوی د ګډ کار کولو وړتيا دوه. هغوی په دې دومره سر نه خوږوي چې ستاينه د چا په برخه کيږي، بلکې ګډ کار او ګډ برياليتوب ته يې پام وي. همدا لامل دی چې جاپان يې د نړۍ له شتمنو هيوادونو څخه ګرځولی.د جاپانيانو د برياليتوب تر شا راز د هغوی د ګډ کار کولو وړتيا دوه. هغوی په دې دومره سر نه خوږوي چې ستاينه د چا په برخه کيږي، بلکې ګډ کار او ګډ برياليتوب ته يې پام وي. همدا لامل دی چې جاپان يې د نړۍ له شتمنو هيوادونو څخه ګرځولی.
هو، کاري ډله يوه  ګټوره وسيله ده ځکه چې د يوې مؤسسې د ننه هر فرد ته د ملکيت درلودنې او مسؤليت شعور ورکوي او په دې توګه يې د غوره پايلو لاس ته راوړنې ته ژمن پاتې کيده او پر هغې يې ټينګار ته اړباسي. همداراز په ډله ايزه روحيه کار کول له وګړو سره د ځان په ښه ډول ارزونې او پر ځان د باور جوړيدنې په لاره کې مرسته کوي. په ور ته ډول يې له خپل ارزښت څخه خبروي او له دې څخه چې دی کولی شي له نورو سره غوره اړيکې جوړې کړي او خپله توليدي وړتيا زياته کړي. په دې توګه ويلی شو چې کاري ډله د هرې مؤسسې بنسټيز ځواک دی.

ولې ډله ايز کار ته پام نه کوو؟

دا پوښتنه را سره له ډيره وخته په ذهن کې تاويده چې د ډله ايز کار له دې دومره سترې ګټې سره سره، مونږ فردي کار ته برتري اولوړوالی ورکوو او مونږ هر يو خپلې رأيې او فکر ته غره يو؟!.
دې پوښتنې ته د ځواب موندنې په لټه مې ډير څه ولوستل، له ګڼ شمير هغو قائدينو او مديرانو سره کښيناستم چې له ډله ايز کار څخه په بې پروايی او د ډله ايز کار په ګټو د نه قناعت له کبله مشهور وو او دا پوښتنه مې ور سره شريکه کړه چې:
ولې پر فردي لرليد او فکر د باور پر ځای ډله ايز کار ته نه مخه کوئ؟ په پای کې په دې وتوانيدم چې ځينې ستر لاملونه يې راټول کړم:
۱- د ډله ايز کار په ګټو د قناعت نشتوالی.
۲- ښايي د نورو لپاره به مناسب وي مګر زمونږ له پاره نه دی.
۳- ما ته د ستړيا، منډو ترړو او ستومانۍ په معنی دی (د ځينو ځواب يې دا وو).
۴- دا کار ډير وخت او مال ته اړتيا لري او اوسنی حالت را ته له مادي پلوه ارزان دی!.
۵- مونږ دومره زغم او وخت چيرته لرو چې يو اوبل ته پکې غوږ ونيسو؟.
۶- دا کار زده کړې، روزنې، او تربيوي دورو ته اړتيا لري، د مديرانو په توګه زمونږ له پاره په دې وخت کې چيرته دي؟.
مګر وينو چې دا مديران تل له خپلو ټيټ پوړو سره غونډې کوي، لارښوونې ور ته کوي او د موخې وړ پايلو په تر لاسه کولو کې پرې تکيه کوي، خو له دې سره سره هم د کاري ډلې له نظريې څخه انکار کوي! د دوی د اداري طريقې او د کاري ډلې د طريقې تر مينځ يوازينی توپير دا دی چې دوی تل هغه څه خپلو ټيټ پوړو ته اعلانوي چې دوی يې ترې غواړي، او کله چې کومه تيروتنه ترې وګوري، د هغوی د بدې کړنې له کبله پر ټولو پړه اچوي. ګواښونو او اخطارونو ته لاس کړي او په دې هيله ور ته ليکونه ليږي چې ښايي د فشار د طريقې په کارولو سره به وکولی شي د خپلو موظفينو د کار د تر سره کولو کچه لوړه کړي.
څيړنې ښيي چې ډير مديران د کاري ډلې له طريقې څخه له دې کبله ويريږي چې دوی پکې د خونديتوب احساس نه کوي. له دې ويريږي چې خپله برلاسي به پکې له لاسه ورکړي، يا ښايي دوی نفسي ستونزې (Ego problems) ولري. مګر حقيقت د دې پر عکس دی، ځکه چې په کاري ډله کې دوی ډير خونديتوب تر لاسه کولی شي او غوره لاس ته راوړنې درلودلی شي.
د ادارې تر ټولو ستر اصل دا دی چې:څيړنې ښيي چې ډير مديران د کاري ډلې له طريقې څخه له دې کبله ويريږي چې دوی پکې د خونديتوب احساس نه کوي. له دې ويريږي چې خپله برلاسي به پکې له لاسه ورکړي، يا ښايي دوی نفسي ستونزې (Ego problems) ولري. مګر حقيقت د دې پر عکس دی، ځکه چې په کاري ډله کې دوی ډير خونديتوب تر لاسه کولی شي او غوره لاس ته راوړنې درلودلی شي
“که چيرې په نورو باور ولرې، کولی شې معجزاتي کارونه تر سره کړې. د دې له پاره چې د نورو غوره ټکي تر لاسه کړې، د هغوی د غوره ټکو په اړه فکر وکړه او پر هغوی باور ولره”. همدا کاري ډله چې د ستر ځواک لرونکې ده، د دې کتاب د ليکنې اصلي هدف ده.

د اغيزناکې ډلې د جوړونې څلور عناصر:

مخکې له دې چې يو رئيس يا مدير د کاري ډلې په جوړونې پيل وکړي، په کار ده چې څو ډيرو مهمو عناصرو ته پام ولري ترڅو يې کاري ډله کارنده او تر نورو غوره وي.
دا عناصر په لاندې ډول دي:

۱- باور:

ته قائد يې، ځکه نو بايد په خپلې ډلې کې د هغوی پر خپلو ځانونو او پر هغه اداري جوړښت چې دوی ور ته منسوب دي، د باور احساس ځای په ځای کړي.
تر ټولو خطرناک شی چې يو اداري جوړښت ګواښوي او ستنې يې لړزوي هغه پر افرادو بې باوري، د هغوی د مسؤليتونو د تر سره کولو د وړتيا او له ډلې سره د را يو ځای کولو له پاره د هغوی د وړتوب په اړه شک کول دي.
بريالۍ ډله بايد د خپلو غړو تر مينځ باور خپور کړي. هغوی بايد په دې ټينګ باور ولري چې د ډلې د ننه کار کول له دوی سره د خپلو موخو په لاس ته راوړنه کې مرسته کوي، او دا چې دوی کولی شي د ګډ کار په وسيله ناممکن کارونه هم تر سره کړي او لا زياتې لاس ته راوړنې ولري.

۲- هر فرد ته خپله برخه پاملرنه او ستاينه ورکړه:

فعال قائد په دې ښه پوهيږي چې انساني فطرت تل د هغه چا په لټه کې وي چې پاملرنه ور ته کوي او ستاينه يې کوي. ځکه نو پرته له استتثناء څخه د خپلې ډلې د ټولو غړو له ستاينې او هغوی ته له پام څخه نه بې پروا کيږي.
يوازې دا هم بس نه ده بلکې په کار ده چې د ډلې غړي بايد د يو بل پاملرنې ته هم وهڅول شي.

۳- بشپړ انضباط:

کاري ډله تر هغه په خپل ماموريت کې نه بريالۍ کيږي څو يې له غړو سره تر هدف لاندې کار سره ريښتينې ليوالتيا او په هغه کې د ونډې اخيستنې له پاره اړينه سرښندنه نه وي. په کار ده چې د ډلې غړو ته د ډلې ماموريت په پوره ډول روښانه کړل شي او د هر غړي د ټاکنې لاملونه ور ته په ډاګه کړل شي. د دې تر څنګ بايد غړو ته د دې په اړتيا هم ټينګار وکړل شي چې په دې ماموريت کې د هغوی د ګډون په اړه د خپلو احساساتو په ښکارونه کې له ارامتيا څخه کار واخلي. همدا راز که له چا سره په دې هکله څه خبره يا کاري ډله تر هغه په خپل ماموريت کې نه بريالۍ کيږي څو يې له غړو سره تر هدف لاندې کار سره ريښتينې ليوالتيا او په هغه کې د ونډې اخيستنې له پاره اړينه سرښندنه نه وي. په کار ده چې د ډلې غړو ته د ډلې ماموريت په پوره ډول روښانه کړل شي او د هر غړي د ټاکنې لاملونه ور ته په ډاګه کړل شي.انديښنه وي د درملنې هڅه يې وشي. غوره به وي که چيرې د ډلې غړو ته هغه مکافآت يا هڅوونکي هم په ډاګه کړل شي چې د بريالۍ لاس ته راوړنې په صورت کې به ورکول کيږي. په ور ته ډول بايد د غړو له دې پوهې څخه هم ځان ډاډمن کړل شي چې د ډلې د ننه خدمت د يوه لا ننګوونکي ماموريت په لور د تيريدو نقطه ده.

۴- د خپلمنځي مرستې پر اهميت باور:

په کار ده چې کاري ډله په دې پوخ باور ولري چې د خپلمنځي مرستې او يو بل ته لاس ورکولو له لارې مو په لاس ته راوړنه، جوړونه، او انتاج کې زياتوالی راځي.
په کار ده چې ټول په دې پوه شي چې د ډلې مصلحت او ګټه د فرد له مصلحت او ګټې څخه پورته ده، او دا چې اصلي موخه او مرام مو ډله ايز برياليتوب دی.
کله چې د کاري ډلې غړي د ډلې د جوړښت له پاره اړينو دې څلورو وسايلو باندې پوه شي، او کله يې چې دا عناصر د ژوند نه بيليدونکې برخه وګرځي، دوی به لا ځواکمن او کارنده وګرځي. دا ځکه چې د دوی ډله په يوه داسې کلک بنسټ ولاړه ده چې کولی شي د هرې هغې ستونزې يا خنډ په وړاندې ودريږي چې په دې لاره کې ور سره مخ کيږي. د ډله ايزې روحيې له برکته دوی ټول د هغه برياليتوب په لاره روانيدلی شي چې هيڅ بريد نه لري.

د بريالۍ ډلې جوړونې د لارې ګامونه

راځئ اوس د هغو ګامونو په اړه وغږيږو چې د کاري ډلې د جوړونې په هکله ور ته کلک پام په کار دی.

۱- د ډلې جوړونه:

تر هر څه د مخه (د کاري ډلې له جوړونې وړاندې) بايد د لاندې پوښتنو په هکله فکر وکړې:
څوک بايد له ډلې سره يو ځای کړل شي؟
کوم اساسات دي چې د هغو پر بنسټ افراد له ډلې سره يو ځای کيږي؟
د ډلې د غړو شمير بايد څومره وي؟
فعال قائد چې د کاري ډلې په ټاکنې پيل کوي خپلو عواطفو ته نه رام کيږي، بلکې سوچه علمي معيارونه په پام کې نيسي، او د ډلې مصلحت له بل هر دريځ څخه پورته بولي.
ځکه نو بايد مناسب کسان غوره کړل شي او هر راتلونکی غړی يې بايد د هغه د توظيف له پاره اړين مهارت له ځان سره ولري.

۲- لارښوونه او عملي روزنه:

د کاري ډلې له جوړونې وروسته قائد د خپلې ډلې د روزنې او کاري وړتيا لوړونې له پاره پلان جوړوي.
کار له لارښوونې پيليږي څو موظف د شرکت د ټولو کارونو په اړه معلومات پيدا کړي. همدا ډول بايد نوی غړی نورو غړو ته ور وپيژني او د هغوی د توليداتو يا د هغوی له خوا تر سره کيدونکو خدمتونو په هکله نوي غړي ته معلومات ورکړي. له دې وروسته بايد نوي غړي ته ټول هغه وسايل چې په کار کې يې ور ته اړتيا پيښيږي، چمتو کړل شي. د ټول کاري چاپيريال په چکر کې ور سره ملتيا کوي او نورو ټولو موظفينو ته يې هم ورپيژني. قائد ته همدارنګه له دې څخه ځان ډاډمن کول په کار دي چې دغه موظف د خپل کار او اړوندو مسؤليتونو په هکله د بشپړې پوهې په درلودنې سره د کار له پاره چمتو دی. نوکر ته بايد په کار کې د ژور ننوتلو اجازه ورکړي. ځينې شرکتونه نوي موظف ته تر درې مياشتو يا زياتې مودې پورې د نورو کارکوونکو په څير اجازه نه ورکوي. مناسبه عملي روزنه د کاري وړتيا په هکله د موظف پر-ځان-باور زياتوي او په دې توګه غوره لاس ته راوړنې درلودلی شي.

۳- له ډلې سره غوره اړيکې ساتل:

فعال قائد بايد له خپلې کاري ډلې، په ځانګړي ډول نوکرانو، سره په دوامدار او فعال ډول اړيکې ونيسي.
دا يوه تيروتنه ده چې خپل افراد يوازې پريږدې او اړيکې نه ور سره نيسې.
د يوه قائد په توګه در ته په کار ده چې د ډلې له غړو سره د اړيکو کرښې پرانيزې، ترڅو هغوی وهڅوې، نيغ په نيغه يې له کاره خبر شې او هغوی ته د دې احساس ورکړې چې تر څنګ يې ولاړ يې. دا هميشه در سره په ذهن کې وساته چې په متکرر ډول ور سره کښينې، او چې اړتيا در ته ولري، ورد يوه قائد په توګه در ته په کار ده چې د ډلې له غړو سره د اړيکو کرښې پرانيزې، ترڅو هغوی وهڅوې، نيغ په نيغه يې له کاره خبر شې او هغوی ته د دې احساس ورکړې چې تر څنګ يې ولاړ يې. دا هميشه در سره په ذهن کې وساته چې په متکرر ډول ور سره کښينې، او چې اړتيا در ته ولري، ور ورسيږې.ورسيږې. دا (دومره) مهمه نه ده چې ته څه کوې، مهمه دا ده چې له هغوی سره په منظم او دوامدار ډول اړيکې وساتې. په کار ده په دې اړه لاندې ټکي په پام کې ونيسې:
– په دې ورسره وغږيږه چې دا برياليتوب د ټولې ډلې برياليتوب دی او کوم فردي برياليتوب نه دی.
– له هر غړي سره داسې چلن وکړه لکه تر ټولو مهم کس چې همدا وي.
– هغوی ته دا په ډاګه کړه چې ته هغوی ته پاملرنه کوې، يوازې له دې کبله نه چې موظفين دي بلکې له دې کبله چې انسانان دي.
– کله چې غږيږي، په پوره پام ور ته غوږ ږده.
– نومونه يې ډير ډير اخله،  تندی ورين ساته، ستاينه يې کوه او کورودانی ور ته وايه.

۴- لرليد:

قائد ته په کار دي چې د خپلې ډلې له غړو سره د هغوی د لرليد په پرمختګ کې مرسته وکړي. همدا راز بايد د هغوی افکار وهڅوي او د نويو افکارو د وړاندې کولو په صورت کې يې وستايي.

۵- د هدف ټاکنه:

قائد د ډلې د اهدافو ټاکنې په عمليه او همدارنګه د ستراتيژيک راپور او د ټاکلو اهدافو د تر لاسه کولو له پاره اړين پلان کې خپله ډله له ځان سره راګډوي. کله چې د ډلې غړي د ډلې د اهدافو په ټاکنه کې ونډه واخلي، دا کار د ډلې ځواک او د ټاکل شويو لکه ټوم پيټرز چې وايي: “د تجربې او کاري پوهې د حکم پر اساس هر څوک په هر څه کې راګډ کړه”.

۶- مننه او کورودانی:

د کاري ډلې د کوم غړي له خوا په اړونده برخه کې د برياليتوب له کبله د هغه هڅونه او هغه ته کورودانی ويل په کار دي.
په کار ده چې د ډلې غړي هغه مهال چې کوم ملګری يې غوره لاس ته راوړنې ولري، د خوښۍ او نيکمرغۍ احساس وکړي.

د کاري ډلې د غوره کولو اساسات

يوه له هغو تيروتنو څخه چې ډير مديران او قائدين ورسره مخ کيږي، هغه د کاري ډلې له پاره د داسې کسانو لټه ده چې يوه خوله او د ورته ليوالتياوو درلودونکي وي.
تجربو په ډاګه کړې ده چې دا سم کار نه دی. کارنده ډله هغه ده چې په هغې کې بيلابيل کسان چې هر يو يې له بل څخه د بيلو او جلا صفاتو او ځانګړتياوو درلودونکی وي، راټول شوي وي.
قائد اړ دی چې له داسې نوښتګرو کسانو څخه د مرستې په لټه کې شي چې له ده سره په اسلوب او نظر کې توپير لري، څو د کاري ډلې روحيه په تلپاتې ډول تازه کړي.

د وګړو ځينې ډولونه چې په کاري ډله کې يې شتون مهم بولم، په لاندې ډول دي:
۱- عملي او پلي کوونکی شخصيت:
دا ډله کسان د لاس ته راوړنې په اهميت باوري وي. په پرېکړو کولو کې غوڅ او چټک وي. د پياوړي، متمايز، فعال، او مخلص شخصيت لرونکی وي چې په کارونو يې اعتماد کيدی شي.
۲- کمپيوټر ډوله شخصيت:
د ډلې د معلوماتو زيرمه (ډاټابيس) وي، دا کسان د معلوماتو ټولول، له پريکړې مخکې پوره پام او په سړه سينه پريکړه خوښوي. له نورو څخه د زغم او څکوالي له پلوه توپير لري، او دا يې خوښيږي چې د پرېکړې له کولو وړاندې د اړوند دريځ ټول اړخونه وارزوي.
په کاري ډله کې يې د ګډون اهميت په دې کې دی چې پيښې درته په منظمه او حقيقي بڼه مخې ته ږدي.
۳- اداري شخصيت:
داسې غړی اداري عمليې ته ډيره پاملرنه کوي. د کار سير، د راپورونو چمتو کولو، او له دې څخه ډاډمنتيا ته يې پام وي چې پلانونه په منظمه توګه روان دي. دا ډله خلک د کار په تنظيم او له اصلي لارې څخه د ډلې د کږيدلو يا اوښتلو وروسته بيرته اصلي لارې ته د هغې په راګرځولو کې ډير زيات مهم دي.
۴- زړه راښکونکی شخصيت:
دا غړی له غوره حضور او زړه راښکونکي شخصيت څخه برخمن وي. په نرمۍ او مهذبوالي کې نوم لري. د ډلې د غړو خوښيږي او خبرې ته يې غوږ ږدي. ځکه نو د هغه له لارې د غړو راټولول او هڅول اسانه وي. دا غړی هم په کاري ډله کې له ستر اهميت څخه برخمن دی.
۵- نوښتګر او فکر پنځوونکی:
دا غړی د نظرياتو له پلوه شتمن وي او ډله په نويو، ګټورو او زړه راښکونکو افکارو او نظرياتو خړوبوي.
د دې غړي اهميت له دې کبله دی چې لکه سږی د افکارو يوشانته والی او ورته والی ماتوي، او ډله له نويو او تازه افکارو څخه تغذيه کوي. داسې شخص د پراخ لرليد څښتن وي او ساده امورو ته له کتنې هاخوا بشپړ او هراړخيز انځور ګوري.
له يادو شويو پنځه ډوله وګړو څخه کوم یو به په خپلې ډلې کې ځايوې؟
دا سمه ده چې دا يو نوښت دی چې څوک خپله ډله له داسې کسانو څخه جوړه کړي چې د بيلابيلو وړتياوو او فطري مهارتونو درلودونکي وي. خو له دې څخه ستر نوښت دا دی چې راټول شوي کسان د ډلې په خدمت کې په فعال او عملي ډول توظيف کړي.
څرګنده ده چې دا کار اسان نه دی، مګر که تر سره شي خورا سترې ګټې له ځانه سره لري.
يو ځل بیا وایو چې دا يوه تیروتنه ده چې تل ورسره قائدين مخ کيږی، هغه دا چې په کاري ډله کې داسې کسان راغونډ کړي چې د افکارو، نظرياتو، او طرحو له پلوه سره ورته وي. دا کار د ډلې افق تنګوي او له اسمان څخه يې د ابتکار او نوښت مرغان شړي.

څنګه کولی شې د خپلې ډلې د توليد کچه لوړه کړې؟

ځينې وګړي به په دې اند وي چې د کاري ډلې جوړول اسان کار دی، دا هغه وخت حقيقت لري چې خبره په يوې ډلې کې د ځينې کسانو د راټولولو وي.
مګر هيڅکله هم يوه ډله تر هغه کارنده او بريالۍ نه شو نومولی څو پکې يو لړ مهمې ځانګړتياوې ونه موندل شي. دا ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:
۱- په زړونو کې يې د لاس ته راوړنو د اور بلول:
مه پريږدی چې پر کاري ډلې يوډول والی او روټين برلاسي تر لاسه کړي.
بلکې په کار ده چې ډله په عاطفی لحاظ ژوندې وساتل شي،  د خپل کار سره څه ناڅه احساساتي تړاو ولري او په هغوی کې په تلپاتې ډول د حماسې او لاس ته راوړنې ساه پو کړل شي.
هڅه وکړه  چې يو کار وروسپارې او د تر سره کولو له پاره يې له عادي وخت څخه لږ وخت ورکړې، څو پکې د کار او لاس ته راوړنې روحيه په خوځښت راولې. خو دې ته مو پام وي چې وخت دومره لنډ ونه ټاکئ چې د کار غوره کيفيت او بشپړتيا اغيزمنه کړي.
۲- مخې ته يې ننګونې کيږده:
قناعت نه تماميدونکې خزانه ده (او په هر څه کې په کار دی) مګر په برياليتوب، برترۍ او لاس ته راوړنه کې نه!.
تمه د کار په غوره تر سره کولو او د ځان په ننګونې کې غوره او پر ځای کار دی.
اغيزناک قائد تل له خپلې ډلې څخه د هغوی د لاس ته راوړنو له کبله مننه کوي، بيا يې د لا ډيرو او سترو کارونو د تر سره کولو په لور له ځان سره روانوي.
همدا ډول د ډلې مخې ته د نويو ننګونو ايښودنه، کولی شي په هغوی کې ولوله، پياوړتيا او په تلپاتې او جدي ډول د کار کولو جذبه راوپاروي.
۳- د فکر کولو په موخه ناسته:
داسې ناستې د ډلې د هوډ د پياوړتيا له نوښتګرو لارو څخه دي.
د ډلې په هرې ناستې کې دې يوه قضيه مطرح کړه، د هغې په اړه د ذهن د په کار اچونې ناسته وکړئ چې هر کس پکې خپله رأيه، نظر او طرحه وړاندې کړي.
په خپلو ناستو کې څه وخت د نويو افکارو مناقشه کولو او شننې ته ورکړئ. د ډلې غړي د غوره افکارو وړاندې کولو ته وهڅوئ. وړاندې شوي افکار سپک مه ګڼئ او مه يې کم ارزښته بولئ.
فعال قائد د خپلې ډلې افکارو ته زيات ارزښت ورکوي که څه هم چې دغه افکار هر څومره بې خونده وي.

د تفکير په موخه د ناستې اهميت:

– کاري ډله د نوښت پر ډګر ودروي.
– نوي او کارنده اهداف پنځوي.
– د کاري ډلې په زړونو کې پر ځانونو او د هر غړي د رأيې پر اهميت د باور تُخم شيندي.
– د کاري ډلې په زړونو کې انتماء (له ډلې سره د تړاو حس) ځای په ځای کوي ځکه چې دوی په خپله د هغو افکارو څښتنان دي چې دې ډلې پنځولي.

۴- د ستونزو هوارول:
په دې کې هيڅ شک نشته چې کاري ډله به له ستونزو سره مخ کيږي، ښايي دا ستونزې د ټولې ډلې او يا هم د ډلې د يوه غړي اړوندې وي. کارنده ډله په خپله د خپلو ستونزو په هوارولو کې مرسته کوي، او له هر هغه څه سره د رغنده او ريښه ايز تعامل پر حتمي والي باور لري چې په لاره کې يې د خنډ په توګه ځان ښکاره کوي.

۵- د سيالانو له کارځايونو څخه ليدنه:
دا يو نوښت دی چې له خپلې کاري ډلې سره يو ځای په دوره يي توګه له سيالو ډلو يا شرکتونو څخه ليدنه وکړې. دا به ډيره غوره وي که چيرې د کاري ډلې غړي د سيالو ډلو د کاري اسلوب او د هغوی د غوره والي د لاملونو په اړه يو له بل سره سلا، او په دې هکله څيړنه وکړي. دا هغه څه دي چې د ډلې کاري وړتيا لوړوي، د ادراک اُفق يې پراخوي، او د سيالۍ او ننګونې ډګر ته يې راباسي.

تيرې پنځه نظريې درسره د کاري ډلې د ويښتابه، ليوالتيا، نوښت او چمتووالي د زياتولو په لاره کې مرسته کوي. همداراز بايد د خپلې کاري ډلې غړي وهڅوې څو هره اونۍ له کاري وختونو وروسته له دفتر او کارځايه بهر په ګډه د يو پياله چای څښلو يا ډوډۍ خوړلو له پاره ووځي. په ورته ډول کولی شې په مياشتنۍ توګه يې له ځان سره د يو پياله چای يا ماښامي له پاره د کار له ځايه ليرې داسې ځای ته بوځې چې په خپله د هغوی له لوري ټاکل شوی وي.

ګوښه ناستی کارکوونکی..

څه ډول چلن ور سره کوې؟
په انسانانو کې ځينې کسان ټولنيز خوی لري چې ډير ژر په نورو کې ورګډيږي، مګر يوه ډله خلک بيا داسې دي چې ګوښه والی خوښوي او له نورو سره په ورګډيدو کې زړه نازړه کيږي.
ښايي د يوې کاري ډلې د قائد په توګه له يوه يا زياتو دا راز ګوښه ناستو وګړو سره مخ شې. ګورې به چې ګوښه والی يې د ډله ايز کار له روحيې څخه ليرې کوي. ستونزې له همدغه ځايه راولاړيږي ځکه چې دا کس له سيله بهر الوځي. له داسې حالت سره د مخ کيدو په وخت کې لاندې ټکي په پام کې ونيسه:
۱- ځانګړې ناسته او زړه خواله ور سره وکړه:
چيرته ګوښه ځای کې ورسره د انډيوالۍ بنډار وکړه او هڅه وکړه هغه ځای ومومې چې ستونزې ترې سرچينه اخيستې.
۲- نيت يو څه، او چلن بل څه دی:
ښايي د يو چا چلن ناوړه او ناسم وي، مګر نيت به يې سم وي، ځکه نو که له داسې کس څخه دې کوم ناوړه چلن وليد، داسې يې مه اخله چې ګوندي هغه لويي يا سرتمبګي وکړه، بلکې تل نيک ګُمانه اوسه.
۳- ويې هڅوه، او زړه ورکړه:
له دې يې خبر کړه چې د ډلې د مشر په توګه ته په خپله او د ډلې نور غړي دې ته ليوال دي چې ګډ کار ورسره وکړي. ځان ته د رانږدېوالي او د هغه په طبيعت د پوهيدو له پلوه ور ته ډاډ ورکړه.
۴- لاس ورکړه او مرسته ورسره وکړه:
د چلن بدلونې په عمليه کې ورسره مرسته وکړه. ځان ته يې نږدې کړه، ځان ورسره پوه کړه او کُمک ورسره وکړه. له دې څخه چې له ځان سره يې منئ، ډاډ ورکړه. دا ورته په ډاګه کړه چې که د ده چلن سم شي، نوره ډله به ورسره نيکمرغه شي او په ورين تندي به يې ومني.
۵- ويې ارزوه:
له څه مودې تيريدو وروسته په کار ده چې وارزول شي، او د هغه د طبيعت او چلن په اړه ستا له رأيې څخه خبر کړل شي. دا کار بايد د هغې مودې له پای ته رسيدو وروسته وشي چې تا ور ته د چلن د سمولو له پاره ورکړې وه.
۶- له کاره يې ګوښه کړه:
که چيرې له دې ټولو فُرصتونو سره سره چې تا ورته برابر کړي وو، د ډلې برخه و نه ګرځېد، يو څه وخت ور ته ورکړه او بيا يې له ډلې وباسه.
د ډلې مصلحت او ګټې ته بايد د افرادو پر مصلحت لومړيتوب ورکړل شي. ځکه نو غوره به دا وي (که هر څو خواشينی هم يې) داسې شخص له کاره ګوښه کړې چې د ډلې په درد نه خوري او د ډله ايز کار په روحيه يې زړه اوبه نه څښي.

د کاري ډلې ستونزې او شخړې..

څه ډول چلن ور سره کوې؟

ستونزې هغه څه دي چې هيڅکله يې مخنيوی ممکن نه دی. زمونږ د عقلونو تر مينځ توپير زمونږ د رأيو او نظرونو تر مينځ د توپير په بڼه ځان ښکاره کوي چې طبيعي ده اختلاف او شخړې به ترې پيدا کيږي.
قائد له ستونزو سره د تعامل په برخه کې ستر نقش لوبوي، بلکې دی د هرې شخړې په هوارولو يا د شخړې اور ته په لمن وهلو کې لومړنی عامل دی.
ځينې داسې قائدين شته چې پر ستونزو سترګې پټوي او مخ ترې اړوي، ځکه نو د ستونزو اور زياتيږي، او پای نه لري، او ځينې يې په شخړو کې په شدت سره مداخله کوي او شخړه نوره هم پراخوي.
په کار ده چې مداخله په حکمت، نرمښت او سړې سينې سره وي. په لاندې توګه هغه لارښوونې ورکړل شوي چې په دې برخه کې مهمې دي:
۱- تر ټولو لومړی د خپلې ډلې په غړو کې دې ليوالتيا ته وده ورکړه چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي، او ځان په داسې اړينه زړورتيا سمبال کړي چې وکولی شي په خپلو مينځونو کې سره کښيني او يوه ګډ نظر ته د رسيدلو په موخه په ارامه او نرمه ژبه د موضوع په اړه وغږيږي.
۲- که دې لارې کار ور نه کړ، هغوی ته له درېيمې غاړې څخه د مرستې غوښتنې وړانديز وکړه څو ورسره يوه داسې حل ته د رسيدو په برخه کې مرسته وکړي چې ټولې غاړې پرې خوښمنې وي.
۳- که دا لاره هم بريالۍ نه شوه، دې ته يې وهڅوه چې له يوه بې پلوه درېمګړي څخه مرسته وغواړي څو له دوی سره کښيني، د هرې غاړې خبره واوري، او بيا په پای کې ورته خپله پرېکړه ووايي. په کار ده چې د شخړې دواړه غاړې د دريمګړي پرېکړې ته غاړه کيږدي ځکه چې د ده پر رأيې او قضاوت د باور درلودلو له کبله دوی په خپله ټاکلی وو.
که دې يوې لارې هم کار ور نه کړ، د ستونزې د هوارولو له پاره په خپله راوړاندې شه:
۴- په خپله مداخله وکړه او د شخړې له غاړو وغواړه چې دفتر ته دې راشي. په دې وخت کې په لاندې ډول پر مخ لاړ شه:
الف- هغه هدف ورياد کړه چې دوی ته د يوې ډلې په توګه په مخکې پروت دی.
ب- غوښتنه ترې وکړه چې خپل ټول پام پايلو او نتايجو ته واړوي، نه سلوکياتو او د تير وخت تاويلي ماويلي ته.
ج- له هرې غاړې وغواړه هغه غوره ځانګړتياوې رايادې کړي چې په بلې کې يې ګوري.
د- د هغې لارې په هکله ترې وپوښته چې دوی پرې د ستونزې پای ته رسول غوره بولي.
هـ- ترې وپوښته چې دوی له تا څخه د کومې مرستې هيله لري.
و- داسې يوه طرحه ترې وغواړه چې په راتلونکې کې له دارنګه ستونزې د تکرار د مخنيوي له پاره ور ته دوی ژمن پاتې شي.

ز- د دوی د ټولو خبرو يو لنډيز راوباسه، له دواړو غاړو مننه وکړه او ور ياد کړه چې دوی ټول د يوې ډلې غړي دي، بيا د هغو ناوړو پايلو په اړه وغږيږه چې د دې ستونزې د نه هواري په صورت کې رامينځ ته کيدونکې دي.
ح- متابعت ته کلک پام کوه: لکه مخکې مو چې ترې يادونه وکړه، تل دې بايد دې ته پام وي چې په بيړه پريکړې ونه کړې. هيڅ لوري ته هم مه مايليږه. همداراز د دې هڅه هم مه کوه چې د ستونزې له پاره په خپله حل راوباسې، بلکې د شخړې غاړې بايد په خپله يوې جوړې ته ورسيږي. کولی شې په دې توګه هغوی ته وښيې چې که په راتلونکې کې له داسې ستونزو سره مخامخ کيږي، بايد څه ډول چلن ورسره وکړي. کله چې په تلپاتې ډول خپلې مرستې، ملاتړ او متابعت ته پام وکړې، کولی شې خپله ډله له ډيرو هغو شخړو او کرکو څخه وژغورې چې ستا، ستا د کاري ډلې او ستا د مؤسسې په تاوان وي.


په پای کې وايم..

وايي چې يوه ورځ له دوو ډبرو-ماتوونکو څخه وپوښتل شول چې څه کار کوي: يوه يې ځواب ورکړ: “زه غټ کمرونه ماتوم څو وړې تيږې ترې جوړې کړم”، دوهم يې وويل:”زه په يوې داسې ډلې کې کار کوم چې جومات جوړوي”.
له دې څرګنديږي چې ډله ايز کار ګټور او اغيزناک دی، ځکه نو، که چيرې کاري ډله نه لرې، د يوې د جوړولو په هکله جدي فکر وکړه، او که لرې يې، د غوره والي او تر وسه وسه لا ښه کيدو لپاره يې کار وکړه. له خپلې ډلې سره د هغې د پياوړتيا او غوره توب په برخه کې مرسته وکړه، هغه به در سره په خپل وار ستا د لا پياوړتيا او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.
د کاري ډلې په هکله له منفي تبصرو څخه په کلکه ډډه وکړه. له بده مرغه چې منفي خوښي کسان دې په هر ځای کې تر شااوخوا شتون لري او تل در باندې د اغيز ښندلو هڅه کوي څو کټ مټ د هغوی په څير منفي فکر وکړې او د هغوی په شان منفي ګامونه واخلې. کنفوشيوس وايي: “هغه خلک چې بيلابيلې لارې يې نيولي، نه شي کولی يو له بل سره مرسته وکړي”، منفي پال وګړي په بيلابيلو لارو روان وي، ځکه نو غوږ مه پرې ګروه. کاري ډله د خپل ژوند يوه برخه وګرځوه او په دې برخه کې د هايووډ وينا راياده کړه چې وايي: “دوه سره له يوه سر څخه غوره دي” “دوه عقلونه له يوه عقل څخه غوره دي”. او شکسپير وايي: “يو د ټولو له پاره او ټول د يوه له پاره دي”. تل دې ته ژمن اوسه چې په ډلې کې لوبغاړی اوسې ځکه چې دا د هيچا له وسه هم پوره نه ده چې په يوازې ځان يو کار تر سره کړي، همداراز څوک نه شي کولی په يوه وخت کې په دوو ځايونو کې موجود اوسي. کاري ډله په ژوند کې خپله ځانګړتيا وګرځوه، په دې توګه به دې د برياليتوب لاره پر مخ پرانستل شي.
پريکړه وکړه چې د ډلې لوبغاړی شې.

په ياد ولره

– ډله ايز کار د ستر اهميت لرونکی دی، او د کاري ډلې جوړول او د هغې اداره اسانه کار نه دی.
– که ته مدير يې، معنی يې دا نه ده چې تل به ستا رأيه سمه وي، ډير کرتې حق د تر ټولو ټيټ رُتبه موظف په ژبه راووځي.
– پيښه چې هر څه وي، قيادت نه شي کولی چې له شا څخه يې دفع کړي، په کار ده چې قيادت تر نورو وړاندې وي څو يې کارکوونکي پر پلونو پل کيږدي.
– د تيروتنې منل پر ناسمې رأيې له ټينګار څخه ډير اسانه دي. غوره مدير هغه دی چې د تيروتنې په منلو او بخښنې غوښتلو سره خپلې کاري ډلې ته بيلګه وړاندې کړي.
– دا چې زه مدير يم، هيڅکله هم په دې معنی نه ده چې په ټولو کې ډير مهم زه يم، بلکې په دې معنی ده چې په ټولو کې ستر مسؤليت او دروند پيټی زما په اوږو پروت دی.
په راروانه ګڼه کې ان شاءالله: تفويض (د واک ويش)، پيژندنه، ځينې قائدين ولې د واک له ويش څخه ډار لري؟ د واک د ويش ګټې، واک څه ډول وويشو؟ او په ښه ډول د واک د ويشنې لس کيليانې.
__________________________________________________
قافله تربيتي او دعوتي مياشتنۍ مجله، ۱۳۸۹ كال د جوزا مياشت

ليکوال: دکتور ابراهيم الفقي
ژباړن: ډاکټر غنچه ګل ارمان

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: