زکات

د کورونو ،تجارتي ماڼيو او فابريکو زکات

دستاسو څخه په ډير درناوي هيله كوو چه دتجارتي ماڼيو،كورونو اوفابريكو د زكات  په باره كښي تفصيلي معلومات  راكړي.
ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
زکات په دغه شيانو کې فرض دی :
نغدې پيسې او هر ډول تجارتي اموال چې نصاب ته ورسيږي او کال ور باندې تير شي ،زراعتي محصولات د فصل د ريبلو په وخت کې يا چې فصل ټول شي او چاروي چې د کال زياته برخه په صحرا کې وڅري .
د اوسيدلو په کور او دکور په سامان باندې زکات نشته که بل اضافي کور وي په کرايه یې ورکړی وي يا مارکيټ وي په کرايه يې ورکړی وي د تجارت نيت ونه لري زکات په کې نشته کرايه به له سرمايې سره يوځای کوي او زکات به يې ورکوي (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۶۵ – فتاوي المحمودي ) .
ولا……… ودورالسکنی ونحوها اذالم نتو للتجارت (درالمختار ۲۶۵ سعيد ) .
و فی التنویر و شرحه‌
«و  فارغ  عن  حاجته  الاصـلیة  نـام  و  لو  تـقدیراً  نلا  زکـاة  عـلی  مکاتب‌…و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».
مګر په کور کې چې کومې ميوه دارې ونې وي په هغه زکات فرض دی که له نهر څخه ابول کيږي د زکات اندازه يې ۱۰ برخه ده او که په واټرپمپ او بل څه ابول کيږي د زکات اندازه يې ۲۰ برخه ده ( شيخ ابن عثيمين فتاوی علماء مکة المکرمه 18/60 ف 40)
د فابريکې په ماشين آلاتو زکات نشته د هغه په آمد زکات فرض دی (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۵۶
ول
يس فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال 
زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .
مطلب داچې اضافي کور، مارکيت (چې په کرايه ورکړل شوی وي د تجارت د پاره نه وي ) دفابريکه ماشين آلات چې توليدات کوي د تجارت دپاره نه وي په هغه زکات نشته په کرايه ،آمد او عايداتو يې زکات فرض دی .
هر جنس چې د تجارت  په قصد وي که کور وي که مارکيټ وي که دوکان وي ،که درملتون وي او که نور اشياء زکات ور باندېفرض دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إِنَّ رَسُولَ اللَّهِصَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ](رسول الله ص به مونږ ته د زکات په ورکولو امر کولو د هغه څه چې د تجارت دپاره به ساتل کيدل ) (ابوداود،طبراني ،بيهقي ) .
د علماء البلدالحرام هم همدا نظر دي :
په تجارتي مارکيټ (چې په کرايه ورکړ شوی وي ) او فابريکه هم زکات نشته په محصولاتو او توليداتو یې زکات فرض دی لکه ځمکه په اصل ځمکه زکات نشته اګر چه سرمايه ده خو په محصولات يې زکات فرض دي .
که هر ډول تجارتی اموال وي ماشين آلات ، خوراکې مواد نور سامان آلات د تجارت لپاره اخيستل شوی زکات پکې فرض دی .
(د زکات د فتاوی دايمي ټولنه ۲۹،۲۸ مکة المکرمه ) .

[irp][irp][irp]

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: