لنډه کیسه

رېښتونی مشر/ لنډه کیسه

 

یوه ورځ د سینګاپور ملکي هواېي چلن په یوې الوتکه کې د الوت پرمهال یوه مسافر ته ناڅاپه د کانګو(قئ) کولو تکلیف پېښ شو. رنځور مسافر په پرله پسې توګه د الوتکې په دننه پیاده رو کې کانګي(قیونه) کول پيل کړل. د نوموړي رنځور مسافر سیټ نیږدې ولاړ د طیارې خدمتګار په لومړيو دقیقو کې د صفاېي عمل په سمه توګه سرته رسولو، خو لږه شېبه وروسته یې د صفاکارۍ حوصله وبایلله او په تکتیکي توګه یې د الوتکې بلې برخې ته شاتګ وکړ ترڅو د رنځور مسافر د کانګي(قئ) له صفاېۍ ځان په آرامه کړي.

د الوتکې د خدمتګارانو مشر دا ټوله صحنه څارله خو کله چې حوصله بایللي خدمتګار ځان وویستلو نو د خدمتګارانو مشر په خپله راغی او د رنځور مسافر کانګي(قیونه) یې د الوتکې له پياده رو څخه صفا کول پیل کړل. د الوتکې خدمتګار چې خپل مشر په کار کولو وکتلو سمدستي یې بیرته د صفاېي عمل پیل کړ.

د الوتکې د خدمتګارانو مشر په عملي توګه خپل تر لاس لاندې خدمتګارانو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو طریقه وښودله، نه داچې یوازې په خولې یې ورته امر وکولو.

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: