شخصیت

ستا د شخصيت ښکلا په : (نه)،(ولې)،(نو!) کې ده .

نه: کبر او غرور
ولې : ځکه چې تاسو يوازې له خاورې او اوبو جوړ انسان یاست او پوپنا کېږﺉ
نو : خاکساره شه او له انسانانو سره نرمښت کوه

~~~~~ ~~~~~
نه : دروغ، دوکه او خيانت
ولې: ځکه چې خپل قدر زياتوې نه، بلکې ټيټوې يې
نو : رښتينی ، پر ژمنه ولاړ او ښکارنده اوسه

~~~~~ ~~~~~
نه : سادګي او کم عقلي
ولې: ځکه چې د خلکو د خندا به شې
نو : هوښيار، ځيرک اوسه، ښه فکر کوه

~~~~~ ~~~~~
نه : دروغجنه مينه
ولې: ځکه چې مينه تر هغه څه ډېره لوړه ده چې سوچ يې کوې
نو : يوه مينه او يو زړه ولره

~~~~~ ~~~~~
نه : تېری او سختي
ولې: چې د ژوند د ګډوډﺉ او حقونو د خوړول لامل ګرځي
نو: عادل، مينه ناک او د ضمير څښتن اوسه

~~~~~ ~~~~~
نه : زيات باور
ولې: ځکه داسې ورځ به راځي چې د ځانستاينې په جال کې به ولوېږې
نو : په هر کار کې توسط خوښه او خيرخوا اوسه

~~~~~ ~~~~~
نه : ځانغوښتنه مه کوه
ولې: ځکه چې ټولنه کې به ځای ونه مومې
نو : د ترقۍ لپاره ځان چمتو ساته

~~~~~ ~~~~~
نه : سخت زړی کېږه مه، مه دې ضمير وژنه
ولې : که دا وکړې، انسان به نه یاست
نو : په خبره ځان پوهوه او خپل ضمير ويښ ساته

~~~~~ ~~~~~
نه : تمه او حرص
ولې: ځکه چې غبي به ياست، خو تاسو به ځانته د زړور فکر کوﺉ
نو: په خپل ژوند کې پر هرڅه قناعت کوه
~~~~~ ~~~~~
نه : د خلکو څارو کېږه مه، مه يې اسرار لټوه
ولې: ځکه ستا کور له ښيښو جوړ دی او کتاب دې پرانيستی دی
نو: خپل ځان کې بدلون راوله، مخکې له دې چې خلک بدل او کتاب دې بند شي

~~~~~ ~~~~~
نه: نازکه ليکنه مه کوه
ولې: د وخت ضايع او د پاڼې زيان دی
نو: د ښې خبرې او ښه قلم څښتن اوسه

~~~~~ ~~~~~
نه : خپلې شاوخوا ته په نيمګړي نظر مه ګوره
ولې: ځکه ټول خلک دوې سترګې لري
نو : په عادي سترګه ورته ګوره

ژباړ: هدایت الله هميم

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: