پوست او ښکلاتازه مېوې

سور رنګه مېوې مو څېره ښکلې کوي

 

تازه او رنګارنګ مېوې چې د ويټامینونو او انتي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي، د پوستکي لپاره هم ګټه رسوي. که غواړئ ښکلې څېره ولرئ، نو په خپل غذایي رژیم کې هرو مرو مېوې شاملې کړئ.

یوازې مېوې، سابه او کبان مو د پوستکي د ښکلا لامل کېدای شي.

د پوستکي ناروغیو یوه متخصصه مهناز سبیلي وایي، سور رنګه مېوې چې د (انتوسیانینو) تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي، د پوستکي د ښکلا لامل هم کېږي. ځمکني توت، شاه توت، ګیلاس او تور انګور یې ښې نمونې کېدای شي.

نوموړې وایي، ويټامین A,B,C هغه ويټامینونه دي چې د پوست په ښه ساتلو کې درسره مرسته کولی شي.

ويټامین A په ګازرو، کاهو او پالکو، ويټامین B د غلو په سبوسو، ويټامین  C په جغوندرو، مالټې، نارنج، لیمو، شنو مرچو او کيوي کې په زیاته پیمانه موندل کېږي.

ډاکتر مهناز وایي، امېګا ۳ غوړي چې تر ډېره په کبانو کې پیدا کېږي، پوستکی ښکلی کوي او کمبود یې د ويښتانو د تویېدو لامل کېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: