انبیاء ع

صالح (ع) ژوندلیک

صالـــــــح (ع) کیســـــه

دصالح(ع) پلار عبید ،لمړی  نیکه یی ماسح او اُوم نیکه یی نوح(ع) ده ، چه ثمود او ارم د ده له کورنی څخه ګڼل کیږی ..

وایی چه دثمود قبیله په – الحجر- چه د – حجاز و تبوک – ترمنځ پرته ده ږوند کاوه ، او دوی په ځانو او عمر باندی ډیراوږده خلک وه ، په دوی کی به چی کوم یوه  دځان لپاره ټینګ یا ډیر کلک کور جوړ کړ ، نو بیا به یی هغه مخکی له دی چه مړشې وران کړ، ددی لپاره چه ددوې کورونه جوړ پاتی شی ، دوې غرونوته مخه وکړه ، چه هلته پکښی ښکلې وټینګ کورونه نحت اوجوړ کړی ،(وثمود الذین جابوا الصخرَ بالواد ).

دوی لره خدای ټول نعمتونه ورکړی وه،روغتیا کورونه با غونه او دږوند ټول ضروری شیان ،مګر دوی دخدای په نعمتونو کفران وکړ، دخداې دعبادت په ځای باندی یی دبوتانو عبادت کاوه، او شیطان په تل دبدو کارو لورته را کاږل ،هغه وه چه پاک الله دوې لره صالح(ع) پیغمبررا واستا وه ، چې دیوه خدای عبادت ته یی را وغواړی ،او دبو تانو عبادت پریدی ،او له بد کاری نه لاس واخلی ، او نیک کاری باندی لاس پورې کړی..( والی ثمود اخا هم صالحا قال یا قوم اعبدو الله ما لکم من اله غیره..) هود:61

داچه ددوی پخوا نیو هم پیغمبران دروغجن کړی وه ( ولقد کذب اصحاب الحجر المرسلین ) احجر:8  نوځکه دوی هم صالح (ع) ته وویل چه :موږ له تانه دا امید درلود چه ته به زموږ په منځ کې دعقل خاوند یی ،مخکی له دینه چه موږ ته ووایی د هغو شیانو عبادت پریدو، کوم چه  زموږ پلرو نه د هغوی عبادت  کوې ، سره له دی چه موږه په هغه شی کی شکمن یو، کوم چه ته موږه هغه لره ورغواړی ،

وایی چه په یوه غونډه کی صالح(ع) او دهغه قوم سره کښینا ستل ، صالح(ع) خپله غو ښتنه هغولره نوی کړله ،دهغوې په مخکی په غره کی لویه ګاګره –تیږه-پرته وه ، صالح(ع) ته یی وویل چه خدا ی ته د وُوایه له دا پوری پرتی تیږی نه موږ ته داسی اوښته –  ناقه – را وبا سی چه دلسو -10 – میا شتو جونګې په نس کې ولری، صالح(ع) ورته وُویل که چیرې داګار وشې ، نو بیا تاسو دیوه خداې عبادت کولو ته را ګرځې؟ او په دی باندی ایمان راوړی چه زه له هغه څخه تاسو ته پیغمبر را لیږل شوې یم ؟ هغوې ورته وُویل چه –  یه ، وُکې ، – درسته ده .

کله چه اتفاق ته ورسیدل ، صالح(ع) لږ څه له دوې نه لرې کو ښه شو،اودپاک الله(ج) دربار ته یی لاسونه پورته کړل چه غوښتنه یی پوره کاندې. خدای دده دوعا قبوله کړله او له ـ  ګاګرې یا تیږی – نه دهغوی له غوښتنوسره برابره اوښه جوړه را وُوَ تله ،دوې چه دا معجزه ولید له ، خورا ډیر له دوی نه دپاک الله(ج) په قدرت باندی ایمان راوړ، خو کوم کسان چه په کفر او سر تمبګی کې پاتی شول ، صالح (ع) ورته وویل چه ستاسو لپاره دخدای دا اوښه پوره دلیل ګڼل کیږی ، نوکه سره له دې بیا هم تاسو ایمان نه راوړي، نوبیا به   په خپله ګناه ګاریاست( هذ ه ناقه الله لکم آ یه ) هود: 64 .

ورسته پاک الله صالح(ع) ته وویل چه دوی ته وُوایی: اوښه – ناقه – په ځمکه با ند ی خوړلوته پریدی، او ورته ازار ور نکړی ،او کومی اوبه چه هغوی ورڅخه ګټه اخلی له اوښی –ناقه سره یی وُوِ شی ، چه یوه ورځ به داوښی واروی، او بله ورځ به د دوې وار وې ،( هذه ناقة لها شرب ولكم شرب يوم معلوم ) الشعرا’:100  .

کله چه په دوی باندی د ابو تنګی را غلله ، نو په دی کې شو چه –  اوښه – مړه کړی ، وایی چه دثمود له قبیلی څخه دوه ښځی چه یوه – صدوق – نومیده او ډیره شتمنه وه ،-  مصرع دمهرج- زوی ته یی وویل: که چیری تا او ښه مړه کړله زه به درسره واده وکړم ،او هغه بله – عنیزه – نو میده چه بوډی وه ، څلور لورانی یی درلودلې ، – قداد دسالف – زوی ته یی وویل : که چیری  – او ښه – دمړه کړله زما چه هره لورته خوښه وې، زه به یی تالره واده کړم ،وایی چه دوی په کلی کی ځنی نور پاګلان هم ورسره پیداکړل چه شمیر یی نهو – 9 – تنو ته ورسید ،  پاک الله(ج) وایی: ( وكان في المد ينة تسعة رهط يفسدون في الاض ولا يصلحون )النمل:48

لنډه دا چه هغوی – اوښه –  په ډیره بی رحمی سره مړه کړله، اوښې دسا دختلو په وخت کی خپل وړوکی جونګی ته لو یه ناره وکړله چه ځان له مرګه خلاصوه ، جونګې چه دمور اواز واورید ه ، دهغه غره خواته ورو تښتید ه کوم چه پاک خدای دهغه مور ورڅخه پیدا کړی وه ، ورسته له دریو ورځو نارو وهلو په غره کې ورک شو، وایی چه کافرانو هغه هم مړکړ، وایی چه په هغه  – ګاګره یا تیږه –کی بیرته ورننوت کوم چه له هغی څخه یي موررا وتلی وه .  – والله اعلم -.

 

کله چه صالح(ع۰ دجونګې اواز دری ځلی واوریده ، پو شو چه – وُ ښه،ناقه ـ وږل شوی ده، نوخپل قوم ته یی وویل: چه پاک الله به له تاسو نه تر دریو ورځو ورسته انتقام اخلی، چه علامی به یی داوی :

لمړی ورځ به ستاسو مخونه زیړیږې.

دوهمه ورځ به ستاسو مخونه سره کیږی.

دریمه ورځ به ستاسو مخونه تورکیږی.

دوی دا خبره با بیزه ودروغ وګڼله ، او په دی کی شول چه یوه شپه به ناڅاپه  د  صالح (ع) کورته ورشی ،هغه اوکورنې به یی ټول مړه کړې .مګړ تر دریو ورځو ورسته دڅلورمی ورځی دلمر له راختلو سره سم پاک الله(ج) په دوی باندی خپل عذ اب داسی راکوز کړ ،چه له اسمان نه پری تندر او له ځمکی نه  زلزله او سخت  ښورید ل  پیل شول، چه نه یی کورونه اونه یی ځانونه پا تی شول، تر څو چه دنړی د ظا لمانو لپاره ښوونه اوعبرت وګرځی.

دثمود دقوم تر تباکیدواو هلاکیدو نه ورسته صالح(ع) د حج لپاره – مکی– ته لاړ او هلته دخپل  خدای په څنګ کی پاتی شو تر څو چه مړ شو، وایی چه له خپلو ملګرو سره د فلسطین په – رمله – کی مړشو.( انالله واناالیه راجعون )

صد ق اللـــه العظیم

لیکوال: استاذ علي خان صافي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: