ټولنهحقوق

ظلم د اسلام له نظره او دهغه ډولونه

 

ظلم دې ته وايي چي انسان له حق څخه باطل ته تجاوز وکړي او په هغه کي تېری وي  همدا له عدل او انصاف څخه انحراف ته ظلم وایي .

سلف صالحین ظلم په دریو ډولونو وېشي :

یو دا چي انسان د هغه ظلم مرتکب شي چي د هغه او الله تعالی تر مېنځ وي او ددې ظلم ستره بڼه شرک او نفاق دی ځکه چي الله تعالی فرمایي :

إن الشرك لظلم عظيم (سورة لقمان:13)

په رېښتیا سره شرک کول یو ستر ظلم دی .

او همدغه ډول ظلم کوونکي په دې آیت سره مقصود دي :

ألا لعنة الله على الظالمين (سورة هود:18).

با خبر اوسه چي الله تعالی په ظالمانو لعنت وایې یعني هغوی یې له خپل رحمت څخه رټلي دي.

دوهم هغه ظلم دی چي د انسانانو په خپل مېنځ کي وي:

په دې آیت کریمه کي همدغه ډول ظلم ته اشاره شوي ده :

وَجَزَاء سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّا� �ِمِينَ (سورة الشورى:40)

او د هر تېري بدله بالمثل تېری وي خو چاچي عفو او درګذر وکړ او روغه یې وکړه نو اجر او ثواب یې په الله تعالی باندي دی په رېښتیا چي الله تعالی ظلم کوونکي نه خوښوي .

 إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْح َقِّ أُوْلَئِكَ لَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ (سورة الشورى 42) .

په رېښتیا چي لاره په هغه چا سربېره ده چي په خلګو ظلم کوي او په زمکه کي په ناحقه تېری کوي هم دغو کسانوته دردوونکی عذاب دی .

بل د ظلم هغه شکل دی چي انسان یې په خپل ځان باندي کوي .

لکه الله تعالی چي فرمایي :

فمنهم ظالم لنفسه (سورة فاطر:32)

په دوی کي ځیني داسي دي چي په خپلو ځانون ظلم کوي .

او لکه چي دموسی علیه السلام د خولې خبره چي نقل کوي :

رب إني ظلمت نفسي (سورة القصص:16)

اې زما پروردګاره ما په خپل ځان ظلم کړی دی .

خو په حقیقت کي د ظلم دا درې واړه  ډولونه د انسان په خپل ځان ظلم بللای شو ځکه چي د هر ډول ظلم عواقب د انسان خپل ځان ته متوجه دي .

که یوڅوک د یوچا مال په ظلم غصب کړي او یا په یوچا د وهلو او ښکنځلو ظلم وکړي او یا په بېوزلانو تېری او تجاوز وکړي دا ډول مظالم امام ذهبي وروسته له هغه چي د ظلم په هکله یې آیات او احادیث وړاندي کړي دي له کبېره ګناهونو څخه شمېرلي دي لو یوه د سلف صالحینو څخه نقل شوی دی چي فرمایي :

لا تظلم الضعفاء فتكون من شرار الأ� �وياء

په بېوزلانو ظلم او تېری مه کوه ځکه چي بدترین د زورورو به وګڼل شې .

او بیا امام الذهبي (رح) دظلم له جملې څخه دا صورتونه ګڼلي دي ، لکه د یتیمانو ملکیت خوړل ، سره له قدرته د یو چا پور او حق ځنډول ، د ښځي مهر او د هغې نفقه او جامه نه ورکول ، د مزدور اجر او مزدوري نه ورکول او برابر وېش نه کول او دشیانو مناسب قېمت او بیه نه ښودل اودا ټول د کبېره ګناهونو له ټولۍ څخه ګڼلي دي .

د ظلم د غېندلو په هکله زیات نصوص راغلي دي :

الله تعالی فرمایي :

وتلك القرى أهلكناهم لما ظلموا وجعلنا لمهلكهم موعدا (سورة الكهف:59)

او هماغه كلي (دتېرو امتونو) مونږ تباه کړل  کله چي هغوی ظلم پیل کړ او مونږ د هغوی د تباه کولو لپاره نېټه وټاکله .

په بل ځای کي فرمایي :

وما ظلمناهم ولكن كانوا هم الظالمين (سورة الزخرف:76)

مونږ په هغوی ظلم نه ووکړی لیکن هغوی په خپله ظالمان وو.

بل ځای فرمایي :

والله لا يحب الظالمين} (سورة آل عمران:57)

او الله تعالی ظالمان نه خوښوي .

ألا إن الظالمين في عذاب مقيم} (سورة الشورى:45)

باخبر اوسه چي ظالمان په همېشني عذاب کي دي .

کوم احادیث چي د ظلم په هکله رانقل شوي دي :

عن ح� �يفة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لا تكونوا إمعة، تقولون: إن أحسن الناس أحسنا، وإن ظلموا ظلمنا، ولكن وَطِّنُوا أنفسكم، إن أحسن الناس أن تحسنوا، وإن أساءوا فلا تظلموا» (رواه الترم� �ي).

له حذیفه رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : تاسو(اِمّعة) مه جوړېږۍ چي ووایاست که څوک ښه راسره وکړي ښه ورسره کوو او که ظلم راباندي کوي ظلم ورباندي کوو لیکن ځانونه په دې عادت کړۍ چي که یوڅوک ښه درسره وکړي ښه ورسره کوۍ او که بد درسره وکړي نو ظلم مه کوۍ .

عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لا تُقتل نفس ظلمًا إلا كان على ابن آدم كفل ( نصيب ) من دمها لأنه كان أول من سنَّ القتل» (رواه البخاري ومسلم).

له عبد الله ابن مسعود څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هیڅ یو انسان په ظلم سره نه وژل کېږي مګر د آدم علیه السلام په زوی د هغه د وینو د تویېدلو د ګناه یوه برخه اچوله کېږي ځکه چي هغه دقتل لاره جوړه کړي ده .

وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لا تحاسدوا ولا تناجشوا ولا تباغضوا، وكونوا عباد الله إخوانًا، المسلم أخو المسلم، لا يظلمه، ولا يخذله، ولا يحقره، التقوى ها هنا ـ ويشير إلى صدره ثلاث مرات ـ، بحسب امرئٍ من الشر أن يحقر أخاه المسلم، كل المسلم على المسلم حرام، دمه وما� �ه وعرضه» (رواه مسلم).

له ابو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی ال� �ه علیه وسلم وفرمایل : یوله بل سره حسد مه کوې او یو دبل په سیالي کي د مال بیه مه لوړوۍ او یوله بل سره دښمني مه کوۍ او دالله تعالی بندګان وروڼه جوړ شېۍ مسلمان د مسلمان ورور دی نه به ظلم ورباندي کوۍ او نه به یې رسوا کوي او نه به په سپکه ورته ګوري پرهېزګاري دلته ده (درې ځلي خپلي سینې ته ګوته ونېوله) د مسلمان لپاره همدا ګناه کافي ده چي خپل مسلمان ورورته په سپکه وګوري د هر مسلمان وینه او شتمني او د عزت څیرل په بل هرمسلمان باندي حرام دی.

وقال أبو الد� �داء رضي الله عنه: «إياك ودمعة اليتيم، ودعوة المظلوم، فإنها تسري بالليل والناس نيام».

أبوالدرداء رضي الله تعالی عنه فرمایي چي د یتیم له اوښکي او د مظلوم له ښېرا څخه ځان ساته ځکه چي کله خلګ وېده شي هغه آسمان ته پورته کېږي .

عمر بن عبد العزیز رضي الله تعا� �ی عنه فرمایي :

اذا دعتک قدرتک للظلم علی الناس فتذکر قد� �ة الله علیک .

چي کله د خپل قدرت په خلګو باندي ظلم کولو ته دعوت کړي نو په ځان باندي د الله تعالی برلاسی او قدرت در په یاد کړه .

په  عربي کي مقولې دي :

من سَلَبَ نعمةَ غيرِه سَلَبَ نعمتَه غيرُه .

چاچي د بل نعمت لوټ کړ بل څوک به دده نعمت لوټوي .

من طال عدوانه زال سلطانه .

د چاچي تجاوز اوږد شولو سلطنت به زوال مومي .

عمر رضي الله تعالى عنه فلامايي :

اتقِ دعوة المظلوم، فإن دعوة المظلوم مستجابة .

د مظلوم له ښېرا ووېرېږه ځکه چي هغه ضرور قبلېږي

الامام ابن الجوزي (رح) فرمایي :

الظلم يشتمل على معصيتين: أخذ مال الغير، ومبارزة الرب بالمخالفة، والمعصية فيه أشد من غيرها، لأنه لا يقع غالبًا إلا بالضعيف الذي لا يقدر على ا� �انتصار، وإنما ينشأ الظلم عن ظلمة القلب، ولو استنار بنور الهدى لاعتبر .

ظلم کول په دوو ګناهونو مشتمل وي یو دا چي د بل چا حق تلفي وشي او بل دا چي له الله تعالی سره په مخالفت د له هغه سره جګړه پیل کړه او تر نورو ګناهونو یې ګناه زیاته ده ځکه چي غا� �باً ظلم په کمزوري  داسي سړي کېږي چي په تایې زور نه رسېږي او ظلم د زړه له تیارې څخه پیدا کېږي ځکه چي که په زړه کي د هدایت رڼا وای ظلم به یې نه کو� �و .

امام ابن تیمیه (رح) فرمایي : په دې کي څه شک نشته چي د ظلم انجام تباهي او ب� �بادي وي او دعدل او انصاف عاقبت دنیوي نېکنامي او اخروي اجر او ثواب وي او الله تعالی د هغه واکمن ځواک مرسته کوي چي په عدالت او انصاف مبني وي او د ظالم واکمن مرسته نه کوي ولو که مسلمان وي .

د ظلم عوامل :

د شیطان اتباع د ظلم ستر عامل ګڼل کېدای شي ځکه چي � �یطان مؤمن په هغو کارونو ګماري په کوم کي چي د الله تعالی د اوامرو مخالفت وي چي د هغو له جملې یو هم ظلم کول دی الله تعالی فرمایي :

يا أيها الذين آمنوا ادخلوا في السلم كافة و� �ا تتبعوا خطوات الشيطان إنه لكم عدو مبين} (سورة البقرة:208)

اې د ایمان خاوندانو ننوزۍ په اسلام کي بشپړ او د شیطان د قدمونو پیروي مه کوۍ ځکه چي هغه په رېښتیا سره ستاسو ښکاره دښمن دی .

استحوذ عليهم الشيطان فأنساهم ذكر الله أولئك حزب الشيطان ألا إن حزب الشيطان هم الخاسرون  (سورة المجادلة:19).

شیطان دوی ښکېل کړل او بیا یې د الله تعالی یاد د هغوی له زړونو څخه وایستلو همدغه کسان دشیطان ډله دي باخبر اوسه چي د شیطان ډله بایلونکي او په تاوان کي ده .

دوهم هغه عامل چي انسان ظلم کولو ته تشویق کوي د انسان په بدوکارونو امر کوونکی نفس دی الله تعالی فرمایي :

إن النفس لأمارة بالسوء  (سورة يوسف:53).

په رېښتیا سره چي نفس په بدو کارونو امر کوونکی دی .

بل هم په ظلم امر کوونکی د نفس د خواهشاتو اتباع ده الله تعالی فرمایي :

فلا تتبعوا الهوى أن تعدلوا  (سورة النساء:135)

ددې لپاره چي عدل وکړۍ د نفس د خواهشاتو اتباع مه کوۍ .

د ظلم په هکله آیتونه زیات دي خو مونږ به دلته په همدې چي ذکر مو کړلو اکتفاء وکړو او اوس به دا وڅېړو چي کوم لاملونه دي چي له مونږ سره د ظلم په پرېښودلو کي مرسته کولای شي .

1 ـ تل دا په یاد ساتل چي د الله تعالی مقدس ذات له ظلم کولو څخه پاک دی الله تعالی فرمایي :

من عمل صالحا فلنفسه ومن أساء فعليها وما ربك بظلام للعبيد (سورة فصلت:46)

یوچاچي نېک عمل وکړ نو د خپل ځان لپاره یې وکړ او چي بد عمل  یې وکړ نو هم بار به یې هغه وړي او ستا پرو� �دګار په خپلو بندګانو هېڅکله ظلم نه کوي .

بل ځای الله تعالی فرمایي :

إن الله لا يظلم مثقال ذرة  (سورة النساء:40)

په رېښتیا سره چي الله تعالی د یوې وړې ذرې په اندازه ظلم نه کوي .

وما الله يريد ظلما للعالمين  (سورة آل عمران:108).

او الله تعالی د عالمیانو لپاره ظلم کول نه غواړي .

2 ـ د ظالمانو انجام ته کتل چي هغوی په دنیا کي په کوم س� �نوشت اخته شوي دي او په آخرت کي کوم عذابونه ورته سترګي په لاره دي .

وإن منكم إلا واردها كان على ربك حتما مقضيا ثم ننجي الذين اتقوا ونذر الظالمين فيها جثيا (سورة مريم:71- 72)

په تاسو کي به څوک داسي نشي پاته چي په جهنم تېر نشي دا ستاسو د پروردګار حتمي فیصله ده بیا به هغه چا ته نجات ورکړو څوک چي د تقوا خښتنان وي او ظالمان به په کي لوېدلي پرېږدو .

الله تعالي بل ځای فرمایي :

وما كان ربك ليهلك القرى بظلم وأهلها مصلحون} (سورة هود:117)

ستا پروردګار کله هم کلي په داسي حال کي چي اوسېدونکي یې نېکان او صالحین وي په ظلم کولو سره نه تباه کوي .

بل ځای فرمایي :

قل أرأيتكم إن أتاكم عذاب الله بغتة أو جهرة هل يهلك إلا القوم الظالمون} (سورة الأنعام:47).

آیا تاسو کله هم دا فکر کړی دی چي که د الله تعالی له لوري په تاسي یو عذاب ناڅاپه او یا په ښکاره سره راشي چي هغه به له ظالمانو څخه ماسوا نور څوک هلاک کړي ؟

3 ـ هغه څوک چي غواړي له ظلم کولو څخه توبه وباسي ولوکه د زیاتو مظالمو مرتکب شوی وي باید د الله تعالی له رحمت څخه مأیوس نه شي او له توبې سره د دالله تعالی د رحمت قوي امید وساتي الله تعالی فرمایي :

قل یا عبادي الذین أسرفوا علی أنفسهم لاتقنطوا من رحمة الله ان الله یغفر الذنوب جمیعا.(الزمر۵۳)

ورته ووایه اې محمده چي اې زما هغو بندګانو چي تاسو زیاتی کړی دی په خپلو ځانونو د الله تعالی له رحمت څخه مه مأیوسه کېږۍ په رېښتیا چي الله تعالی ټول ګناهونه بښي .

بل ځای فرم ایي :

إنه لا ييأس من روح الله إلا القوم الكافرون  (سورة يوسف:87)

او هغه حدیث چي بخاري نقل کړی دی لوستونکیو به آورېدلی وي چي په تېرو امتونوکي یوه سړي (۹۹) قتلونه کړي وو خو غوښتل یې چي توبه وکاږي ځکه چي هغه ویل که الله تعالی ماته عذاب راکوي نو داسي عذاب به راکوي چي بل هیچاته به یې داسي عذاب نه وي ورکړی ، د خپل وخت یوه صالح سړي ته راغي او ورته ویې وویل چي (۹۹) قتلونه مي کړي دي آیا زما توبه به قبوله شي؟  هغه ورته وویل چي نه ستا توبه نه قبلېږي هغه یې هم قتل کړلو اوسل قتلونه یې پوره کړلو یوه بل عالم ته راغی او واقعه یې ورته بیان کړه هغه ورته وویل چي ستا توبه په یوه شرط قبلېدلای شي چي د جرم له ځای څخه هجرت وکړه او پاکي سیمي ته لاړشه هغه همداسي وکړلو او دتوبې کولو په نیت له کور کلي څخه د یوې بلي سیمي په لور  روان شولو په لاره کي وفات شولو د عذاب او رحمت ملایکه یې دواړه د روح د وچتولو لپاره � �اغلې او دهغوی د اختلاف په وجه بېرته آسمانونو ته ولاړې الله تعالی ورته وفرمایل : چي زمکه ناپ کړۍ که دتوبې ځای ته نژدې وي د رحمت ملایکه د یې روح وچت کړي او که دجرم ځای ته نژدې وي د عذاب فرشتې د یې روح وچت کړي زمکه یې ناپ کړه او په یوه لوېشت تفاوت د الله تعالی درحمت مستحق وګرزېدلو او د رحمت فرشتو یې روح جنت ته انتقال کړلو .

4-  د قیامت د هغه محضر تصور کول چي انسان د حساب او کتاب لپاره د الله تعالی په حضور کي ودرېږي :

وأشرقت الأرض بنور ربها ووضع الكتاب وجيء بالنبيين والشهداء وقضي بينهم بالحق وهم لا يظلمون  ووفيت كل نفس ما عملت وهو أعلم بما يفعلون  (سورة الزمر:68-70).

او د قیامت په ورځ به زمکه د الله تعالی په نور سره وبرېښي او د عملونو دفتر به کېښودل شي او أنبیاء (ع) او ټول ګواهان به حاضر کړای شي او د خلګو تر مېنځ به په حق سره فیصلې وکړای شي او په دوی کي به په هیچا ظلم نه کېږي .

5 ـ تل الله تعالی په یاد ساتل او له هغه څخه عفو او مغفرت غوښتل الله تعالی فرمایي :

 والذين إذا فع� �وا فاحشة أو ظلموا أنفسهم ذكروا الله فاستغفروا لذنوبهم ومن يغفر الذنوب إلا الله ولم يصروا على ما فعلوا وهم يعلمون} (سورة آل عمران:135).

او هغه کسان چي دګناه مرتکب شي یا په خپلو ځانونو ظلم وکړي الله تعالی په یاد ساتي او د خپلو ګناهونو لپاره بښنه غواړي او له الله تعالی څخه پرته بل څوک دی چي ګناهونه وبښي او په خپلو کړیو ګناهونو ټېنګار او دوام نه کوي او دوی پوهېږي .

6 ـ له ظلم څخه لاس اخېستل او د حق خاوندانو ته خپل حقوق واپس کول ځکه چي د نصوح توبه دې ته وایي چي انسان په زړه کي پښېمان شي او خپل اندامونه له هغې ګناه څخه وساتي او په ژبه بښنه او مغفرت وغواړي او ددې هڅي وکړي چي د یو چا حقوق یې تلف کړي وي هغه بېرته واپس کړي خواه که هغه مالي حقوق وي او یا یې د هغه عزت پایم ال کړی وي او که په دې دنیا کي داسي ونکړي نو د آخرت په ورځ بیا ددې موقع نشته

الله تعالی فرمایي :

وأنیبوا الی ربکم و أسلموا له من قبل أن یأتیکم العذاب بغتة و أنتم لاتشعرون  ( الزمر۵۴)

او خپل پروردګار په توبه اېستلو سره وګرزۍ او د هغه حکمونو ته غاړي کېږدۍ مخکي له دې چي د هغه عذاب ناڅاپه درته راشي او تاسي و� �باندي نه یاست خبر ..

د ظلم انجام ډېر بوږنوونکی دی او تر هرڅه د مخه انسان د الله تعالی په غضب اخته کېږي او مونږ تاسي ولیدل چي د هغه چا انجام څه � �ولو چاچي په خپلو ولسونو ظلمونه کول د فرعون او د نورو ظالمانو د قصو را نقل کولو ته په دې وجه اړتیا نشته چي م ونږ او لوستونکیو په خپل دې محدود ژوند ډېري داسي ککرۍ ولېدلې چي ظلم ته یې ملاتړلي وه الله تعالی ذلیل او رسوا کړلو او اوس د خپلو ظلمونو انجام څکي همدا راز ظالم انسان د قیامت په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له � �فاعت څخه محروم دی او دالله تعالی په نزد سپک دی ، همدا راز ظالم ته الله تعالی په خپل ژوند کي د ظلم بدل ورکوي تر څو یې مظلومین وویني او سینې یې ورباندي یخي شي په حدیث قدسي کي الله تعالی فرمایي :

وعزتي وجلالي لأنصرنک ولو بعد ح ین .

په خپله لویي او عزت مي د قسم وي چي زه به ستا مظلوم مرسته کوم ولو که یوڅه وخت وروسته هم وي .


قدوسي سليمانخيل

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: