نیکي او ګناه

غيبت كول لویه ګناه ده!

قوله تعالى : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلاَ نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلاَ تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلاَ تَنَابَزُوا بِالأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (11) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلاَ تَجَسَّسُوا وَلاَ يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ (12)

ژباړه. اي هغه كسانو چې تاسو ايمان راوړيدی،نو ټوکې مسخري او سپكاوی دي نه كوي هيڅ يو قوم ستاسوڅخه په بل قوم باندي، ځکه چې ښايي اوکيدلای سي چې دغه قوم دې خيراوښه تر هغه بل قوم وې کوم چې هغه يي سپكاوی كوي په نزد دالله جل جلاله، هم دارنګه دي سپكاوی مسخري او ټوكي نه كوي ځيني ښځي يا ټولی دښځو ستاسوڅخه په نوروښځو باندي  ځکه ښايي چې هغه مسخره کړي سوي ښځي دي خيراوغوره تر هغو توهينونكوښځو څخه وي په علم دالله سره ،اونه دې لټوی عيبو نه ځيني مسلمانان ستاسي څخه دځينو نورومسلمانانو ځکه چې بيا به ستاسو عيب جويي هم کيږي، چې دا په حقيقت کې دځان عيب لټونه ده اونه دې  نوموي يو دبله تاسو په بدو او ناوړو نومونواو القابو سره، ډير بد دي دا دري نومونه (مسخري سپكاوي، تنابز، دكبله دفسق او فاسقی په تاسوکې وروسته دايمان راوړلو څخه، دلته په دغه مبارك ايت کې هم د تمسخر او تنابز، عيب لټوني همدارنګه دناوړه نومونواوالقابودايښودلو څخه پوره منع راغلي ده.

دويم ايت اي هغه كسانو چې تاسو ايمان راوړيدی(ايمان درلودونكي ياست)نو ځانونه وساتی تاسو دډيرو بدګمانيو او تهمتونو څخه په خلكو باندي، بيشكه چې ځيني ګمانونه  ګناه ده، او مه لټوی تاسو پټ عيبونه دمؤمنانو مسلمانانو او نه دې كوي غيبت ځيني ستاسوڅخه دځينو نورو ستاسوڅخه، ايا خوښوي يوله تاسو څخه هم دا چې وخوري غوښي دخپل مسلمان ورورپه داسي حال كې چې هغه مړوي اوسايې ختلي وي،بيشکه چې دا كار تاسو بدګڼی او بد مو ايسي دا چې دخپل مړه ورور غوښي وخوری، نو دخپل مسلمان ورور غيبت کول هم داسي بد وګڼی لکه څنګه چې دهغه دغوښوخورک بدګڼی، هم دارنګه عيب لټول دخپلومسلمانانووروڼو، نووويريږی تاسي له الله تعالى څخه بيشكه چې الله جل جلاله ښه توبه قبلونكی دی او ډير رحم والا دی، په لوړ ايت مبارك کې الله تبارك وتعالي خپلوبندګانوته وښودل چي غيبت او عيب لټول دبل مسلمان ورورچې ډيرمفضي شرته نوي ډير بد او غټه ګناه ده، ځکه چې الله دهغه مشابهت دمړه ورور دغوښو سره وركوي، چې دانساني فطرت او طبيعت نه بيل اوغلط كار دی، هيڅ يوانسان چې انسانيت ولري داسي يوه ناوړه عمل ته زړه نه ښه كوي، نو بايد انسان لكه دمړه ورور دغوښودخوړلو څخه چي ځان ساتي همداسي بايد دهغه دغيبت کولو څخه ځان وساتي، هم دارنګه په دغه  ايت مبارك كښي تيرسوه چې ډيرځله ګمان كول په بدو سره بد ګڼل سويدی،کوم چې يوانسان په بل انسان بيله ثقه قريني افواهي ګمان كوي، بد ګمان دهر مسلمان لپاره خپله هم عيب  اوهم ګناه ده،يو مسلمان بايد په بل مسلمان ورورباندې هميشه دنيكواوښو ګمان وساتي، ترڅو چې دهغه څخه يې ښکاره شر نه وي ليدلی.

{ عن ابي بكرة رضي الله تعالى عنه قال انه قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) في خطبتيه في حجة الوداع ان دماءكم واموالكم واعراضكم حرام عليكم كحرمة يومكم هذا في شهركم هذا في بلدكم هذا الآ هل بلغت} متفق عليه وغيرهما

دحضرت ابي بكرة الصديق رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى،هغه وايي چې حضرت رسول الله (صل الله عليه وسلم) دحج الوداع په اخري خطبه کې وويل دا چې په تحقيق سره ويني ستاسي او مالونه ستاسي او عفتونه ستاسي په تاسي باندې الله جل جلاله حرام ګرځولي دي، يعني عزت، عفت، مال او وينه تويول او اخستل يو دبله سره حرام دي په تاسوباندې، داسي حرام دي لكه ستاسو دغه ورځ، په دغه مياشت کې او په دغه ښارکې، اګاه اوسي چې ماتاسوته دالله دلوري امانت ورساوه، بخاري اومسلم وغيره.

دلته حرمت دورځي او مياشتي همدارنګه د مكان دي، يعني سړی په احرام کې وي او همدارنګه په حرم اوعرفات کې همدارنګه دمحرم په مياشت کې وي، ځکه چې په احرام کې چې دورځي څخه مراد دی په محرم باندې ډير هغه شيان حرام ګرځي چې داحرام څخه وړاندې ورته حلال وه، په حرم  کې هغه څه په مسلمان باندې حراميږي چې دحرم څخه دباندي ورته حلال وه، لكه دحرم بوټي او لرګي وهل ښکار كول او داسي نور، په محرم کې چې دعربوپه منځ کې دصلح مياشت  وه اواوس هم ده جنګ كول جنجال او داسي نور‌پكښي حرام سوي دي، همداسي په هر مسلمان باندي دبل مسلمان عزت او عفت رژول اودهغه وژل، وينه يي تويول، مال يي ځيني غلا كول ياپه زوراو غصب سره ځيني اخستل په هر مسلمان باندې دتل  لپاره حرام دي ، چې په عفت او پټ رژونو کې يو دمسلمان ورور غيبت كول،اودهغه عيب لټول هم راځي.

{وعن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه، ان رسول الله (صل الله عليه وسلم)قال: كل المسلم علي المسلم حرام دمه وعرضه وماله} رواه الترمذي ومسلم.

ژباړه.دحضرت ابي هريرة رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى.هغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)وفرمايله داچې هر مسلمان په بل مسلمان باندې حرام دی داچې دهغه وينه تويول دي، عزت او پت ماتول دي، اويا په زور غصب يا غلا سره دهغه مال اخستل دي نودامنع دې له طرفه دپروردګارعزوجل، مسلم و ترمذي.

په دي مبارك حديث کې بيا هم دعرض ذكر وسو چې په هغه كي غيبت كول اوعيب لټول هم شامل دي.

{وعن جابر بن عبدالله رضي الله عنهما قال: كنا مع النبي (صل الله عليه وسلم) فارتفعت ريح منتن فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم اتدرون ما هذه الريح؟ هذه ريح الذين يغتابون المؤمنين} رواه احمد ورواته ثقات وابي الدنيا

ژباړه- دحضرت جابر بن عبدالله رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى،هغه وايي چې يوه ورځ موږ درسول الله صلى الله عليه وسلم سره په يوه مجلس کې ناست وه چې ناڅاپه يو بدبويې راولاړ ه سوه ،نو رسول الله (صل الله عليه وسلم) وويل ايا تاسو پوهيږی چې دا بد بويې دڅه شي ده؟ بيايي وويل چې دا بد بويې دهغو غيبت كونكو ده چې دنورومؤمنانو غيبت كوي احمد په ثقه روايتو سره .

{وروي عن جابر بن عبدالله وابي سعيد الخدري رضي الله تعالى عنهم، قالا، قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) الغيبة اشد من الزنا، قيل وكيف يارسول الله؟ قال الرجل يزني ثم يتوب، فيتوب الله عليه، وان صاحب الغيبة لا يغفر له حتى يغفر له صاحبه} رواه بيهقي طبراني، ابن ابي الدنيا.

ژباړه-دحضرت جابر بن عبدالله او ابي سعيد الخدري رضي الله تعالى عنهم څخه روايت دی، دوی دواړه وايي، چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم)فرمايلي دي دا چې غيبت كول تر زنا اشد اوبد تردی، چا وويل چې څنګه اشد دی يارسول الله؟ ځکه  چې ټوله خلک په تحير کې سوله چې غيبت څنګه تر زني اشداوسخت دی په داسي حال كي چي تربلي هري ګناه په دغه ګناه سره خلك ډير بوخت دی، نورسول الله (صل الله عليه وسلم)په جواب کې وويله داچې کله زنا كونكی زنا كوي نو بيرته توبه وکاږي الله جل جلاله  يي توبه قبلوي او ګناه يي ورته معاف کيږي، اما دغيبت كونكي ګناه ترهغه وخته پوري الله جل جلاله نه معاف کوي ترڅوچې هغه څوك ورته بخښه ونکړي کوم چې ده يي غيبت کړی وي، يوازي توبه يي كفايت نه كوي، معنى يي دا سوه كه غيبت كونكي په اخلاص سره توبه هم وباسي نو توبه يي تر هغوپوري نه قبليږي ترڅوچې هغه سړی راضي نکړي اودهغه څخه عفوه و نه غواړي والله اعلم.

دحضرت يعلی بن سبابة رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی،هغه وايي چې زه  درسول الله (صل الله عليه وسلم)سره يوه ورځ ملګری سوم کله چې موږ په يوه لاره تيريدلو چې رسول الله صل الله عليه وسلم ويوه قبرته ودريدی او ويي ويل چې ددغه قبر خاوندسخت په عذاب کې دی،ځکه چې ده په ژوند کې دانسانانو غوښي خوړلي دي، يعني غيبت يي كاوه بيايي يوه شنه څانګه راوغوښتل په هغه قبريي ودروله او بيايي وويل ښايي چې ترهغوپوري چې دغه څانګه لنده وي دده څخه دده عذاب سپك کړای سي، احمد او طبراني دحضرت ابن عمر رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى،هغه وايي چې ما درسول الله (صل الله عليه وسلم) څخه اوريدلي دي چې ده مبارك به ويله چاچي په يوه مؤمن مسلمان کې داسي خبره وکړه چې هغه څه په هغه مؤمن كښي وجود نه درلودی، نو الله جل جلاله به ده ته ځای  په ردغة الخبال کې ورکړي،ردغة الخبال هغه ځای دی چې ديوه ډم په څيربه وې اوپه هغه کې به ددوزخيانونوونه اودهغوی دغوښواوبه يوځای کيږي اوددې غيبت لرونکي ژوندبه هلته وي الله پاک مودې ځيني وساتي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: