نیکي او ګناه

قدف المحصنات (په پاک لمنو تور لګول)

وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلاَ تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (4) إِلاَّ الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (5)

ژباړه-هغه كسان چې ولي يا رنګوي پاکې ښځي په بهتان د زنا سره خو وروسته بيا د خپل مدعی د ثبوت لپاره څلور شاهدان محكمي اويا قاضي ته حاضر نکړای سي، نو ووهي دغه بهتان ويونكي اتيا دوري دزجر ته په توګه . او مه قبلوي شاهدي د داسي بهتان ويونكو خلکو د تل لپاره او هم دا كسان چې دي فاسقان دي چې په پاكو پت لمنو ښځونو باندې بي ځايه بهتان وايي، مګر وروسته تردې چې دغه كسان توبه وباسي او خپل عملونه اصلاح کړي نو الله (جل جلاله) چي دی غفور رحيم ذات دی كيدلای سې چې دوی ته مغفرت اوبخښنه وکړي او توبه يي قبوله کړي.

إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلاَتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 23 يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (24)

ژباړه: په تحقيق سره هغه كسان چې ولي اورنګوي په بهتان سره پاکېښځي چې دزناکولوڅخه بيخي غافلي اوناخبره وي په هيڅ خبري نوي، مؤميني وي چې ايمان په الله (جل جلاله)  او نورو مؤمن به شيانو باندې لري، لعنت به وسي په دغو بهتان ويونكو باندې له طرفه دالله (جل جلاله)   په دنيا او اخرت كښياو دی دغو كسانو لره په ورځ داخرت کې عذاب لوی دطرفه دخداى تعالی،په هغه ورځ چې اوګواهي او شاهدي به وركوي په دوی باندې ژبي ددوی، لاسونه ددوی او پښي ددوی په هغه څه باندې چې دوی يي په دنيا كښي عمل كړی وې، يعني كه دوی په دې ناوړه عمل باندې منكره هم سي چې دوی دروغ ويل نو په ورځدمحشربه ددوی ددرواغو دثابتولو لپاره ددوی خپل هغه اندامونه په دوی شاهدي اوګواهي وركوي کوم چې هغوی په دنيا كښي دنطق

{ عن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اجتنبوا السبع الموبقات، قالوا يا رسول الله وماهن؟ قال: الشرك بالله ، والسحر وقتل النفس التي حرم الله الا بالحق، واكل الربى، واكل مال اليتيم، والتولى يو، الزحف، وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات }رواه بخاري ومسلم والترمذي والنسايي .

ژباړه. حضرت ابي هريره رضي الله تعالى عنه دحضرت رسول اكرم (ص) څخه روايت كوي چې رسول الله وويل: تاسو داوو مهلكو يا وژنكو څيزونوڅخه ځانونه وساتی،صحابه كرامو(رض)پوښتنه وکړه چې يا رسول الله هغه اوه څيزونه څه شيدي، رسول الله په جواب کې وويل چې اول شرك نيول د الله (جل جلاله)سره، سحرياجادو كول، وژل دهغه نفس په ناحقه سره چې الله (جل جلاله يي وژل حرام ګرځولي، خوړل دسود ، خوړل ديتيم دمال په ظلم سره، تيښته  کول دکفاروسره دجنګ په وخت کې، تهمت اوبهتان يادزناتورلګول په هغوپاكوناخبرومسلمانو ښځوباندې چې هغوی داکارنه وې کړی، }

ددغه مبارك حديث متن او ترجمه په تيرو مضامنو کې هم تيره سوي ده، دلته يوازي دقذف جز مطلب دی، قذف المحصنات يعني هغي مؤمني اومسلماني ښځي او يانر ته دزنا نسبت كول دي چې هغو بيخي ددي كاره ناخبره وي، په خپل كور کې ناخبره ناست يا ناسته وي او بل ظالم يي نوم په وطن يا كلي کې دچاخبره سره اينڅی کړی وي، دا كارالله پاک دفاسقانو كاربللی دی مؤمن مسلمان كله هم داسي ناړوه عمل ته زړه نهښه كوي چې دبل ورورمسلمان يا مسلماني خور عزت پكښي برهم کيږي، همدا كار كول ډ يره لويه اوكبيره ګناه ده چې په كبيره كي بيا بيخي لويه ګناه ده، كڅه هم دغه ګناه كبيره ګناه ده خوعام حكم يي تر يوم القيامه پوري همداسي باقي پاته دی، اما دا هغه وخت پيښه سوه چې كله په ام المومنين عائشة (رض) باندې دمديني منوري منافقينو بهتان ولګاوه، حضرت عبدالله بن عباس(رض) وايي چې كله منافقينو په ام المومنين باندې تهمت ولګاوه،رسول الله (صل الله عليه وسلم) اونورمسلمانانوته يې سخته پريشاني پيښه کړه،نو الله (جل جلاله)دهغو منافقينو په حق او عتاب اودام المؤمنين په برائت كي دغه ايتونه نازل کړه،داپه سورة نورکې لس ايتونه دې چې پيل يې ددغه ايت څخه سويدی خوبيانورايتونه په مختلفوځايونوياسورتونوکې راغليدي .

(إِنَّ الَّذِينَ جَاؤُوا بِالإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لاَ تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ …)

ژباړه: الله جل جلالهوايې په تحقيق سره هغه کسان چې دوی راتګ وکړپه لوی بهتان سره ستاسوپه ټولی کې نوتاسوداسي ګمان مه کوی چې دابه تاسوته کوم شرورسوي بلکه دغه بهتان ويل به ستاسولپاره خيرسي.

دالس ايتونه دي،بيادغه ايت دبهتان دحکم په اړه نازل سو: ( إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلاَتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ …) ځکه چې ددې بهتان څخه وړاندي حداوحکم معلوم نه وو،چي چابه بهتان وايه دهغه لپاره بايدڅه سوي وای خوهغه معلوم نه وو، ددي ايتونومورد خاص دی په هغو منافيقينو پوري چې پرام المومنين رضي الله تعالي باندې يي بهتان لګولی وه، ددې ايت نزول هم تر امهات المومنين پوري خاص دی او دويم ايت چې په قرانكريم په ترتيب كي اول ذکرسوی دی، هغه ددغه ايت څخه وروسته نازل سويدی، چې په هغه کې حد اوعتاب راغلی دياول اتيا دوري دي، دويم، دتل لپاره ددغه بهتان ويونکي ګواهي او شاهدي نه قبلول دي، دريم ده ته فاسق ويل سوی دی او دفاسقانو دډلي څخه بلل سوی دی، چې دامام ابوحنيفة رحمه الله په قول دتوبي دايستلو وروسته دفسق صفت ځيني تللای سي، اما اتيا دوري حد، دشهادت نه قبلول دتل لپاره ورسره باقي پاته کيږي، داسي پيښي دحضرت رسول اكرم خير البشر(ص) په وخت کې هم پيښيدلي چې خير القرون ورته ويل کيږي، اما اوس خوشرالقرون دی چي هرڅه په ازاده او پراخه توګه وجود لري په ځانګړي توګه دامريكايي شريريډيموكراسی له بركته،خواوس بله بدبختي لاداچې زناته هم له ويريسړیزنا نسي ويلای ځکه چې بياخلک دسخت دريزی حکم درباندې کوي.

 دحضرت ام المومنين حضرت عائشةواقعه داسي وه، قوله تعالى (إِنَّ الَّذِينَ جَاؤُوا بِالإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لاَ تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ…)النور-11

دا ټوله لس ايتونه دي چې دحضرت ام المومنين عائشه (رض) په واقعه او دهغي په حق کې نازل سويدي، په صحيح البخاري كي ددغه واقعي په ارتباط مكمل او مفسر حديث سته اوراغلی دی چې دحديث نمبر  ۷۳دی چې محديثين ورته حديث الافك وايي {حدثنا يحيى بن بكير حدثنا الليث عن يونس عن ابن شهاب(رض) قال اخبرني عروة بن الزبير وسعيد بن المسيب وعلقمة بن وقاص وعبيدالله بن عبدالله بن عتبته بن مسعود عن حديث عائشة زوج النبي صلى الله عليه وسلم قال لها اصحاب الافك} حضرت عائشة (رض) روايت كوي دامباركه وايي، كله چې به رسول الله (ص) غزا ته تلی نوهغه به دخپلو ازواجو مطهراتو په منځ کې به  قرعه اويايسکه اچول چې دهري بي بي مباركي نوم به وختی نو هغه به يي په سفر كي له ځانه سره ملګري كوله، كله چې رسول الله (ص) دبني منطلق غزا ته تلی نو دپخوا په څير يي قرعه واچول چي په هغه كې زما نوم وختی نو زه درسول اللهصلى الله عليه وسلم سره په دغه سفر کې ملګريسوم، دا غزا دحجاب ياپردي دحكم دنازليدو وروسته وه، زه په يوه كجاوه کې سپره کړای سوم. كله چې به دكوزيدو ضرورت وو، نو دكجاوي سره به يوځای كوزيدلم يا كښته كيدلم، هم داسي به په ټوله سفر کې وه، ترڅو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دجنګ څخه فارغ سو،نو بيرته  مديني منوري ته راوګرځيدلو، كله چې موږ مديني منوري ته يوڅه رانژدي سولو، يوه شپه اتفاقي داسي پيښه سوه چې كله رسول الله (ص) دروانيدو او كوچيدو امر وکړ، نو زه په تلوار دقضاء حاجت لپاره دباندي ولاړم، چي كله  بيرته راوګرځيدم نو په ياد مي راغله چې زما دغاړي هار چيرته شليدلی دی، زه دهغه دپيداکولوپه طلب کې سوم، چې پيدا يي کړم خو دهغه پلټني وخت ونيوی، په هم دې وخت کې هغو خلكو چې زما دكجاوي مسئوليت يې درلودی تشه كجاوه اوښ ته پورته کړي وه،ددویګمان داوو چې زه ګواكي په كجاوه کې يم، دا مباركه وايي چېيوخوپه هغه وخت کېښځي دومره غټي او درني نوي او دبلي خوا زه وړه وم نو ځکه صحابه كرامو(رض) په دې سره ونه پوهيدل چې كجاوه سپكه ده او څوك پكښي نسته.

 مطلب دا چې هغوی روان سوه، زه په خپل هار پسي دومره وګرځيدم چې پوره وخت يې ونيوی خوكله چې زه واپس راغلم نو دقافلي په ځای هيڅوك هم پاته نه وه، هيڅوك نوو چې مادهغه څخه پوښتنه کړي وای کاروان ټوله کوچيدلی وه، زه په دې تمه بريرته په هغه ځای باندي كښي نستم کوم چې شپه مو تيره کړي وه چې كله رسول الله (ص) كجاوه وګوري نو ضرور به بيرته دلته په ما پسي دپلټني لپاره راځي، په همدغه انتظار کې وم چې خوب راباندي غالب سواو پريشاني وړي وم، ترڅوچې ديوه نفر اوازرا بيداره کړم اوازکونکي په زوره اولوړاواز سره ويل چې((انا لله وانا اليه راجعون)) دغهسړیچې صفوان بن معطل السلمي (رض) نوميدی، دهغه عادت داوو چې كله به كاروان يا قافله وكوچيده نودی به يي وروسته په هغه ځای باندېددويم ځل لپاره طواف كاوه،ده به ددې لپاره داکارکاوه چې څوک غافله اويا څه څيز هلته پاته نه وي، صفوان چې کله زه وليدلم نودستي يې وه پيژندلم ځکه چې دحجاب څخه وړاندي هغه زه ليدلي وم، زه ژر پورته سوم او حجاب مي په ځان باندې راټول او برابر کړی، مخ مي پټ کړ،دامبارکه وايي چې زما دې په الله (جل جلاله)سره قسم وي چې غير ددغه استرجاع ويلوڅخه ما دده دخولي بله هيڅ خبره وانه وريدله، ده مبارك دخپلي اوښي شا زما طرفته کړه خپله اوښه يي چوكه کړه دهغي دپښو سره يي خپلي پښي يوځای کړي او زه راولاړه سولم په اوښي باندې سپره سوم، ده مبارك داوښي مهار ونيو او روان سوهمداسي غريب پياده روان سو ترڅوچې زه بيرته دقافلي سره يوځای سوم خوزه دکاروان سره هغه وخت يو ځایسوم چې لمرښه تيز سوی وه، همدا علت وو چې دقافلي بعضي كسانو په الزام لګولو او بهتان ويلو سره ځانونه ناحقه هلاك کړه، په دوی كېاول اوډيرلوی منافق عبدالله بن ابی ابن سلول وو چې ددغه بهتان په پراخه ولو کې يې ډيرزيات كوشش كاوه اوددې لپاره به دلائل برابره وله.

 كله چې مديني منوري ته موږ راورسيدلونو زه په مدينه منوره كې سخته ناروغه سولم، ناروغی مي تقريباً يوه مياشت وخت ونيوی،دمديني منوري منافقينو دا خبره دهري ورځي په تيريدو سره نوره هم ګرموله، ماته په همدې متعلق باندې هيڅ علم نه وو، صرف په دې سره پوهيدمه چې درسول الله (ص) محبت به زما سره دهري ورځي په تيريدونورهم كمي دی، فقط رسول الله به زما كوټي ته دومره راتلی چې زما دحال او مريضی معلومات اوپوښتنه وکړي او بيرته به ژر دباندې وتلو، زه دومره پوهيدلم چې رسول الله (ص) ضرور په يو څه باندې زما څخه ناراضه سويدی،خودده دناراضی علت سم نه راته معلوميدی، ديوي مياشتي مريضی وروسته زه څهښه سوم، يوه ورځ زه دباندې دقضاء حاجت لپاره دام مسطح (رض)سره مناصع ته ولاړمه،چې په هغه وخت کې موږ دقضاء حاجت لپاره ځنګله ته دکوره دباندې وتلو، په كورونو کې مودلوی حاجت لپاره ځايونه نه درلودله،ياداچې دبوی په خاطر لري تلو كله چې بيرته راوګرځيدونو ناڅاپه دام مسطح پښه په خپل پړوني کې اړه يابنده سوه،له دې کبله هغي نوك وواهه دهغه سره يوځای بي اختياره وويل: مسطح دې مړسي ام مسطح دابي رهم بن عبد مناف لور وه، مور يي دحضرت ابو بكر الصديقرضي الله عنه دخاله لور وه، ما ورته وويل ولي دې داسي بده ښيرا وکړه هغه خو دبدر په غزا کې شركت کړي وو؟ نودې مباركي راته وويل ته رشتياچې ډيره ساده ښځه يي، تا ته څه معلومه ده چې هغه اوس څه څه وايې ما ورته وويل: راته ووايه چې هغه څنګه خبري كوي اوڅه وايي؟ ام مسطح راته وويل، چې هغه وايې چې نعوذبالله چې تاد صفوان (رض)‌سره لاره درلودله دهغه سره دڅه ناوړه كار لپاره پاته وي وي، ددې خبري په اوريدو سره زما مرض نورهم سخت او ډيرسو، نفس مي بيخي تنګ سو، كله چې بيرته كوټي ننوتم، نورسول الله (ص) دپوښتني لپاره كوټي ته راغلی،چې زما دمريضی احوال واخلي، كله چې رسول الله مبارك بيرته دوتلو ايراده وکړه نوما ورته وويل: چې که ما ته اجازه راکړي چې زه دموراوپلار كور ته ولاړه سم، زما غرض داوو چې هلته به دمور او پلار څخه ددې طوفان او تهمت پوښتنه وکړم او په حقيقت باندې به ځان پوی کړم. رسول الله (ص) ما ته دتلو اجازه راکړه، نو زه دمور او پلار كور ته ورغلم، ما خپلي مور ته وويل چې موري دا څنګه خبري کيږي او زه څه اورم؟ ما ته مي مور وويل چې اي لوركيه، په تاباندې دې دا درنه نوي چې ډير ځله چې يوهښځه په خپل خاوندباندې ګرانه اوهم ښائسته اوښكلي وي، خاوند يي ورسره محبت لري نو نوريښځي دهغي لپاره توطئي جوړه وي،رقم رقم بهتانونه ورباندې لګوي،ماورته وويل چې سبحان الله خلك داسي خطرناکې خبري کوي او ته ماته وايي چې پكښي فكر مه وهه او په ځان باندې يي مه درنه وه، زما له توانه ووتل په زوره زوره ميژړا شروع کړه، بغاري اوچغي مي کړي، تردې چې په هيڅ توګه ميژړا نه دريدله او ژړا مي نوره هم پسي زياتيدله، خوب مي راڅخه بيخي ورك سوهمدا ټوله شپه مي وژړل او تر سهاره پوري مي خوب  ونکړ، په سهار کې رسول الله (ص) حضرت علي  بن ابي طالب او حضرت  اسامه بن زيد رابللي وه چې دهغوی سره زما دپريښيدو او طلاق په اړه مشوره وکړي، حضرت اسامه بن زيد چې داهل بيت سره يي ډيره مينه او محبت درلود داسي مشوره ورکړي وه، چې يا رسول زه دالله(جل جلاله)په ذات سره قسم خورم داچې کله هم موږ په عائشة کې هيڅ بدليدلي وي،هغه نيكه اوپاکه ښځه ده، اما حضرت علي (رض) ورته ويلي وه، چې اي دالله رسوله تاسو ولي دومره فكر كوی الله (جل جلاله) خو په تاسو څه تنګستيا نه ده راوستلي نوري ډيري نيكيښځي سته،خوبياهم تاسو دحضرت بريرة(رض) څخه هم معلومات وکړی،چې دهغه وروسته رسول الله (ص) بريره (رض) راوغوښتل دهغي څخه يي پوشتنه وکړه چې تا ته دعائشة په اړه داسي خبره معلومه ده چې په هغه سره په دې باندې دغه شبهه کيږي؟خو بريرة (رضي الله عنها) په جواب كښي وويل: چې يا رسول الله زما دې په هغه ذات سره قسم وي چې ته يي په حقه سره راليږلی يي،داچې ما هيڅ کله داسي خبره نه ده ليدلي چې زه يې ستاسوله مبارك ذات څخه پټه کړم ، خو دومره څه اړين بولم چې درته ووايم هغه دا چې عائشة (رضي الله عنها) دلږ عمر ځوانه نجلی ده او ډيره ساده ښځه ده، تر دي چې كله هغه اوړه اغږي هغه همداسي پريږدي او داورڅخه بيده سوي وي، ترڅوهغه کوچني مرغومانورڅخه خشته وړه وخوري اوداپه خبره نه وې.

 دا ځکه چې وحيي دالله (جل جلاله)له طرفه څخه تاخير سوي وه، دد ې څخه وروسته رسول الله (ص) په منبرباندې ودريدی، اعلان يي وکړ چې څوك داسي مؤمن سته چېد عبدالله ابن ابی ابن سلول څخه ددي خبري بدله واخلي کوم چې په تهمت لګولو سره ما اوزما اهل بيت په تكليف کې اچولي يو؟ الله (جل جلاله) شاهد دی چې زه دبي بي عائشة (رضي الله عنها)په هكله دنيكي نه غير بل څه نه پيژنم، ده په داسي چا باندي تهمت لګولی دی چې تر اوسه پوري يي هيچا بدي نه ده ليدلي او دا هغه څوك دی چې زما سره به دملګرتيا په توګه هميشه كور ته تلی، كوم چې دا منافقين يي ذكر كوي يعني صفيان بن المعطل السلمي وه،په دې وخت کې حضرت معاذ بن جبل (رضي الله عنه) ولاړ سوهغه و ويل چې يا رسول الله زه به حتماً دهغه بدله واخلم، كه هغه داوس دقبيلي سره تعلق ولري هم به يي په تيغ ووژنم او كه زموږ دقبيلي خزرج څخه دی نو بيا څه سزا چې تا ورته غوره کړه هغه به ورکړو، دا مباركه وايي چې دخزرج په اوريدو سره دهغه قبيلي سردار سعد بن عبادة  ولاړ سو،خو هغه ددې څخه وړاندي نيك اوښه سړیوه، خو په دغه ساعت كې قومي حماسی يرغمل کړ، ده دمعاذپه جواب کې وويل چې يا معاذ تا دروغ وويل، په الله (جل جلاله)مي دي قسم وي چې ته کله هم هغه نسي وژلي، دسعد داكا زوی اسيد بن حضير (رضي الله عنه) ولاړ سو، سعد ته يي په جواب کې وويل: چې تادروغ وويل موږ به خامخا هغه وژنو مګر ته خو منافق غوندې معلوميږي ځکه چې ته دمنافق مرسته كوي، دلته سخته مشاجره شروع سوه نژدي وه چې دامشاجره په جنګ بدله سي،خو بيرته رسول الله (ص) په منبرباندې ودريدی خلك يي خاموش او ارام کړل، ترڅو خلك خاموش شول، حضرت عائشة (رضي الله عنها) وايي چې زه هم داسې دوي شپي دوي ورځي ډيره سخته وژړيدم خوب مي بيخي وتښتي دی, وار په وار مي دزړه درد زياتيدی, سهار ته زما پلارابوبکر رضي الله عنهزماکوټي ته راغلی تسلي يي راكوله، په دي خاطر چې دژړا له كبله زما زړه ونه چووي ، هغه لا زما سره ناست وه، چې يو انصاريښځي ما ته دراتلو اجازه وغوښته، ما اجازه ورکړه، هغه دننه راغله چې كله هغيښځي زماژړا او سلګی  وليدلي هغيښځي هم پهژړا شروع وکړه، موږلادواړو ژړله، چې رسول الله (ص) كوټي ته راغلي، زما سره نژدي كښينستی، دهغه وخته څخه چې په ماباندې دغه تهمت لګيدلی وو،هغه ما ته نژدي نه وه راغلی، حضرت رسول اقدس (ص) وفرمايل اشهد ان لا اله الا الله، كله چې كښينستي وروسته يي ما ته مخ راواړاوه زما اوښكي دډيريژړا له كبله په سترګوكي وچي سولي، رسول الله وفرمايل:چې اي عائشي (رض) ما ته داسي سيان تر غوږو رارسيدلي دي چي زه ستا په خاطر په مشكل اوستونزه کې واقع سوی يم، كه په تا کې دا ګناه نه وي نو ضرور به الله  ستا دبرائت لپاره څه ناڅه حكم نازل کړي او كه ستاسوڅخه دا قصور سوی وي نو الله (جل جلاله)  ته توبه وباسه، كله چې څوک الله ته په يوه خطا خلك پښيماني وښه يي نو الله جل جلا لهپرهغه باندي رحم كوي اوګناه ئې ورته معافه وي، زما مور او پلار دواړه ناست وه، زماپه سترګوکې اوښكي وچې ودريدي پلار ته مي مخ ورواړاوه  چې رسول الله ته جواب ورکړه،خو ابو بكر (رضي الله عنه) وويل زه نه پوهيږم چې رسول الله (ص) ته څنګه جواب ورکړم، بيا مي مور ته مخ ورواړاوه چې موري ته رسول الله (ص) ته جواب وركه؟ خوهغې هم راته وويل، زه نه پوهيږم چې رسول الله ته څنګه جواب ورکړم، اخرته زه مجبوره سولم خپله مې جواب ورکړ، سره ددې چې زه دلږعمر وم او قرانكريم هم راتهښه ياد نه وه،خوماهغوی ته وويل دخلكو په وينا چه كومه خبره ستاسو په زړونو کې ناسته ده هغه تاسو رشتيا ګڼلي ده،نو اوس كه زه دا ووايم چې زه بيګناه يم نو ستازماپه خبره پوره يقين نه راځي او كه زه په دې خبره سره اقرار وکړم نو الله (جل جلاله)  عالم دی چې زه مطلق بيګناه يم، خو تاسو به ضرور زما په منلو تصديق  نه كوی، ما ته ديوسف عليه الصلاه والسلام دپلارنه غير بل څه نه دې پاته اونه مي زده دي، چې هغه به ويل ((فصبر جميل والله المستعان على ما تصفون)) يوسف يعني زه بيله صبره جميله بله لاره دنجات نه وينم، الله  (جل جلاله)  په هغه څه ښه خبردی چې تاسو يي توصيفوی، نورمې دهغه څخه مخ بل طرفته واړاوه، ومي ژړل او په خپله بستره كي پريوتم، خو په زړه کې مي داسي الهام پيدا سو چې اللهجل جلاله به ماته ددغه تهمت څخه ضرور نجات راكوي او په دي موردکې به څه حكم كوي، خو بيا به دا فكر هم ورسره راولاړيدی چې زه به كله ددې وړاو قابله يم چې اللهجل جلاله به په اسماني وحيې سره  زما برائت وکړي چې زما په حق كښي وحي را نازلي سي، خو دا مې يقين وو چې رسول الله ته به ضرور زما په هكله الله په خوب يا په ويښوکې دبرائت څه حكم كوي، الله شاهد دی چې رسول الله دكوره لا هم نه وه وتلي او دكور خلك لا هغسي خاموشه ناست وو، چې په رسول الله باندې وحي راغله دهغه په مبارك مخ باندې خوله راماته سوه، ورځ هم پوره يخه وه، مګر درسول الله (ص) له مخ مبارك څخه لكه سپيني ملغلري څك څك خولي دوحي دثقل او دروند والی له كبله را څڅيدلي، كله چې وحي ختمي سوي نو رسول اقدس (ص) تبسم وکړی او اوله خبره يي ماته په خنداسره وکړله چې اي عائشي (رضي الله عنها) الله تبارك وتعالى ته ددي ګناه اوتهمت دالزام څخه بري کړلي، ما ته مې مور وويل ولاړه سه اودرسوله الله (ص) شكريه ادا کړه او سلام ورته وکړه، مامورته په جواب کې وويل:چي موره قسم په الله (جل جلاله) كه ورته ولاړه سم ،قسم په الله سره كه يي شكريه ادا کړم مګر زه به دخپل الله (جل جلاله) حمد اوثنا وايم او دهغه شكريه به په ځای كومه کوم چې زما دبرائت حكم يي نازل کړ، الله  دغه ايتونه نازل کړل (إِنَّ الَّذِينَ جَاؤُوا بِالإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لاَ تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۡ) ددې ايت څخه پيل بيادلسم ايت تر اخيره پوري. په دغو ايتونو کې الله خاص او عام خلكوته دعذابونو وعده کړيده، خو په هغه بل ايت کې يي بيا اتيا دوري حد ورته وضعه کړي ترڅوپه دنياکې هم دغه انسانان چې خپلي خولي يې دنوروپه تهمتونوکې پرانستي وې سزاوويني، الله  مودي له هم دي مرض اوبدعادت څخه پاك ولري چې کوم چې بدبختانه اوس په خواصو او عوامو کې داسي بهتانونه په زياته اندازه ليدل کيږي اوبيخي عادې ګرځيدلي دي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: