قرآن اړوند

قرآنکريم څه ته وايي؟ ۱

 ان هــــــذاالقرآن یهدي للـــــــتي هی اقوم  »  صدق الـــلـــه العـــــظيم.

محترمو وروڼو ! قرآنکریم دالله جل جلاله  له سترواوغټواسماني کتابوڅخه اخیري الهي کتاب دئ کوم چي پرحضرت محمد(صلي الله تعالي علیه وسلم) باندي نازل سوئ دئ اودغه نزول يې تقریبًا په موده کښي ددرویشتوکلوپاۍ ته رسېدلئ دئ ـ

د قرآن کریم له نزول سره سم ټول اسماني کتابونه لکه تورات ،انجیل،زبور وغیره منسوخ سول او ټول عالم بشریت اوعالم جِن په دې سره مکلف سول چي په قرآن کریم به ايمان راوړي اودقرآن کریم دهدایت مطابق به دژوندټولي دیني اودنيوي چاري پرمخ بیايي  ـ

دقرآن کریم له نزول څخه وروسته دقیامت ترورځي پوري چی هرڅوک قرآن پاک ونه مني اوایمان باندي رانه وړي نو هغه کافربلل کیږي اودقیامت په ورځ به  هغه همېشه په دوږخ کښي وي ،اوکوم خلګ چي قرآن کريم منی اوعمل نه  په کوي نوهغه خلګ که څه هم کافران خونه دي خو تر کفر او کافرانو رالاندی دالله جل جلاله په نزد شریر اوبدانسانان ګڼل کیږي اودشریعت له نظره دغه راز خلګ  ظالمان اوفاسقان بلل کیږي ـ

قرآن پاک په خپله  خپل ځان  وخلګوته په دې ډول معرفي کوي : « اِنّ َهــــــذاالقرآنَ یهدِي لِلَّـــــــتِي هِی اَقْوَم  » .

 يعني  بېشکه دغه قرآن وخلګوته هدایت اوښوونه کوي دهغې لاری چي هغه ډېره برابره اوسمه ده .

  مطلب د ادئ چي قرآن پاک وانسانانوته په شخصي اواجتماعي لحاظ اودارنګه په ديني ،دنیوی ،  اقتصادي اوسیاسی لحاظ داخلاقو په باره کښي داعمال اواقوالوپه باره کښي اودارنګه د اعتقاداتو اومعاملاتوپه باره کښي هغه لاري وخلګوته ورښيي کومي چي په اعلی درجه کښي سمي اوسېده دي ،پرهره لارباندي چي څوک روان وي که هغه  د قرآن له هدایت څخه مخالفه وي نو هغه باطله اوناروالارده اودهغې لاری تلونکي ناروا اوګمراه انسانان دی  .

 د انسانانو شقاوت ، سعادت ، بدبختی اونېک بختي دقرآنکریم تر مخالفت او تابعدارۍ  پوري اړه لري کوم څوک چي دقرآن کریم دهدایت تابع وي نوسعیداونېک بخته دئ اوکوم څوک چي دقرآن کریم  دهدایت پرخلاف روان وي نوهغه شقي اوبدبخته دئ ـ

 دالله پاک دوستي اودښمني دقرآن کریم په منلویانه منلو پوري مربوطه ده ،هغه خلګ چي په قرآن کریم باندي صادق اورښتونئ  ایمان لري  نو هغه دالله جل جلاله  دوستان دي اوالله پاک دهغوئ دوست دئ ، اوهغه خلګ چي په قرآن کريم باندي ایمان نلری نوهغه دالله پاک دښمنان  دي اوالله پاک دهغوۍ دښمن دئ ـ

قرآن پـــاک پخپله له ځانه سره قاطع دليلونه  لري  پر دې خبره باندي چي زه د الله (جل جلاله)   کلام يم :
بسم الله الرحمن الرحيم

قدرمنو وروڼو ! د « قرآنکريم وپيژنۍ » په دغه دوهمه برخه کښي په دې اړه مختصر معلومات درکوم چي قرآن پاک له مابينه د نورو اسماني کتابو يو غټ امتياز دالري  چي په ده کښي پخپله  داسي قاطع دليلونه موجود دي چي د هغوۍ له مخي هر بې تعصبه  عاقل انسان په دې پوهيږي چي بېشکه دا کتاب د الله پاک کتاب دئ  ، او د الله پاک له لوري څخه پر حضرت محمد  (صلی الله عليه وسلم ) باندي نازل سوئ دئ .

د همدغو دلائلو له جملې څخه يو قسم داسي دلائل دي چي  « اخبار  بالأمور المستقبلة   »  ورته ويل کيږي   ، قرآن پاک ډيري داسي پيشګوياني کړي دي ،  او له داسي مستقبلو او آينده امورو څخه يې اخبار کړئ دئ چي بيا هغه أمور کټ مټ  په هغه ډول موجود سويدي څرنګه چي قرآن پاک له هغوۍ څخه اخبار کړئ دئ  .
او ځيني له هغوۍ څخه داسي أمور دي چي قرآن پاک د پيشګويي په ډول له هغوۍ څخه اخبار کړئ دئ او د هغوۍ د وقوع او د موجوديت وختونه لاندي رارسيدلي ، او نړۍ د هغوۍ انتظار کوي  .

چي د همدغه قسم اخباراتو  له جملې څخه يو اخبار د قرآن پاک دادئ چي په دغه مبارک آيت کښي سوئ دئ     :
«  وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ »( س النحل آية  8 ) .
يعني  ( او پيدا کړيدي الله پاک ) اسونه او قچري او خره ، لپاره ددې چي سپريږۍ تاسي په دوۍ باندي او ( زينت کوۍ په دوۍ سره ) په زينت کولو سره ، او پيدا کوي ( الله پاک ډير نور ) شيان چي اوس يې نه پيژنۍ تاسي  .
په دغه مبارک آيت کښي قرآنکريم  و خلګو ته داسي اخبار او پيشګويي کړېده چي له دې څخه وروسته به الله پاک داسي مراکب او د سورلۍ شيان پيدا کړي کوم چي اوس تاسي په هغوۍ باندي عالمان نه ياست .
قدرمنو وروڼو ! دا چي له ډيري مودې څخه د موټرانو ، طيارو ، موترسايکلانو ، سايکلانو او د داسي نورو  وسائلو کوم چي انسانان په هغوۍ کښي حمل او نقل کوي ايجاد پيل سوئ دئ او اوس هم دغه ايجاد دوام لري او مخ پر زياتوالي دئ ، دا ټول د قرآن پاک په دغه پيشګويي کښي چي « و يخلق مالا تعلمون »  مندرَج دي  .

او دوهم مثال د قرآنکريم د ذکر سويو ا خباراتو له جملې څخه د قرآن پاک دغه اخبار دئ کوم چي په دغه مبارک آيت کښي سوئ دئ  : « وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ  الآية »  ( س الحديد آية  25)  .
يعني او رراليږلې ده موږ اوسپنه ، چي په دې کښي سخت جنګ ډير قوت دئ  ، او ( پکښي ډيري ) منافع ، ګټي دي لپاره د خلګو  .

قدرمنو وروڼو  ! د قرآنکريم په دغه پيشګويي کښئ کومه چي په دغه مقدسه جمله کښي يې د اوسپني په باب کړېده هر عاقل د انصاف او عدالت تفکر او سوچ وکړي نو بې اختياره به په دې خبره باندي باور وکړي چي بېشکه چي قرآن د بشر په لاس جوړ سوئ کتاب نه دئ ، بلکي دا اسماني او الهي کتاب دئ  .
قرآن پاک پخپل دغه کلام کښي و خلګو ته دا خبره په ډاګه کړېده چي په اوسپنه کښي ډير تکليف او قوت پروت دئ ، او دارنګه په اوسپنه کښي د انسانانو دپاره ډيري ګټي او فايدې پرتې دي  ، په هغه زمانه کښي چي د قرآن کريم نزول جريان درلودئ د اوسپني قوت او زور  ، او دارنګه د اوسپني منافع و عالم بشريت ته په پوره ډول نه وو څرګند سوي ، البته جزئي قوت او زور د اوسپني خو په هغه وخت کښي هم د توري يا د نيزې  ، يا د چاقو او چړې په ضمن کښي و خلګو ته ښکاره ؤ ، او دارنګه يو اندازه ګټي او فايدې په هغه وخت کښي هم له اوسپني څخه اخستلي کيدلې ، مثلا يا د ديګ په شکل کښي يا د ميخ او ميخ تبلې په شکل کښي او دارنګه په نورو شکلو کښي  ، خو د قرآنکريم له نزول څخه په وروسته صديو کښي بيا تر موجوده حاضري زمانې پوري تجربو ،  ساينس  او تخنيکي فعاليتونو و نړۍ ته د قرآن پاک ددغه مقدس  اخبار مطلب او معنی په ډاګه کړه   .

په دنيا کښي هيچا په دې خبره خوله نه  وه پوري کړې  چي په اوسپنه کښي  شديد قوت او طاقت او د خلګو دپاره قسم قسم ګټي موجودي دي ، تنها او يوازي قرآن پاک ؤ چي دغه خبره يې په ډير اختصار او اجمال سره و خلګو ته ښکاره کړه  ، څه قسم حربي  ،  جنګي او تخريبي وسائل تاسي وليدل او وينۍ يې چي له اوسپني څخه جوړ سويدي او جوړيږي ، او دا هم وينۍ چي په څونه اندازه ګټي او فايدې د اوسپني له لاري څخه و انساني جامعې ته حاصليږي   .
که حقيقت او واقعيت ووايم په نړۍ کښي چي کوم ايجادات او توليدات  کوم چا له اوسپني څخه تر سره کړيدي نو د قرآن پاک له دغي جملې څخه يې الهام اخستئ دئ  ، دوۍ د قرآن پاک و دغه جملې ته هم په ډير دقت سره کتلي دي او په سرسري مفهوم يې په دې معنی اکتفا نه ده کړې چي له « بأس شديد » څخه مراد توره ، نيزه يا زغره ده او د « منافع للناس  »  له الفاظو څخه مراد د هغه وخت ديګ ، ميخ يا ميخ تبله وه ، او د دقت ثمره يې دا سوه چي هغه شيان يې له اوسپني څخه جوړ کړل چي عقلونه ورته حيرانيږي  .

خو البته دا يوه ډير ه د افسوس خبر ده چي د اسلام مخالفينو د غلا په ډول ډير ستر ستر الهامات له قرآن پاک څخه اخستي دي ، مګر د بې انصافۍ له لاري يې دا خبره نه ده ښکاره کړې چي ځموږ ددغو الهاماتو مأخذ قرآن پاک دئ، او يا بېشکه قرآن اسماني او الهي کتاب دئ  ، نو دلته ځما هغه يو بيت ډير مناسب دئ چي الفاظ يې دادي:
دا مشهور متل پر ماباندي صــادق دئ
چي له مـــــا څخه پيدا په ما لګـــــيا سو

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: