Uncategorized

لويي پاستور- کیمياپوه او ژوپوه

لويي پاستور

[د ۱۸۲۲ کال ډسمبر ۲۷مې نه د ۱۸۹۵ کال د سپتمبر ۲۸مې نيټې پورې]

لوی پاستور يو وتلی کیمياپوه او ژوپوه [بيولوژيست] وو. هغه ثابته کړه چې میکروبونه ګڼې ناروغۍ رامنځته کوي. هغه بيا داسې لارې چارې رامنځته کړې چې په مرسته يې په شيدو او نورو توليداتو کې زيان رسونکي میکروبونه له منځه وې وړل. پاستور د ليونې سپي د وایروس يا ربيز Rabies لپاره واکسين جوړ کړ. د هغه موندونو په انسانانو او ژوو کې د دې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې زياته مرسته وکړه.

لويي د ۱۸۲۲ میلادي کال د ډسمبر پر ۲۷مه په ختيځه فرانسه کې زيږيدلی وو. پلار يې دباغي کوله. وروسته له دې چې پاستور په ۱۸۴۷ ميلادي کال کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې، په پاریس کې يې د کيميا او فزيک ښوونه پیل کړه. په ۱۸۴۹ ميلادي کال کې یې له ماري لورانت Marie Laurent سره واده وکړ او پنځه ماشومان يې درلودل. درې ماشومان يې د لويې تبې يا محرقې له کبله مړه شول. ځينې خلک په دې عقيده دي چې همدې ويرجنو زيانونو پاستور وهڅاوه چې د ناروغيو د اسبابو په اړه پلټنې وکړي.

د میکروب تيوري

پاستور ګڼې ازموينې په دې موخه ترسره کړې چې ثابته کړي ولې بير او شراب ځينې وخت خوسا کیږي. نو وې موندل چې بهرني میکروبونه يا باکترياوې يې خوسا کوي. همدې موندنې دا برداشت ورکړ چې ښايي همدا پروسه به د ګڼو ناروغيو لامل ګرځي.

د میکروب تيورۍ ته په پام سره انتاني ناروغۍ پر بدن د بهرنیو میکروبونو د حملې په پایله کې رامنځته کيږي. د پاستور موندونو يو بل ساينسپوه، يوسف ليستر Joseph Lister ، ته الهام ورکړ چې د ډاکترانو او د روغتونونو د کارکونکو لپاره ډاډمنې لارې رامنځته کړي چې په خوندي توګه عمليات او درملنه وکړي. له دې وړاندې به خلکو له يوه سړي څخه بل سړي ته د میکروبونو د خپراوي په برخه کې لږه پاملرنه کوله. له دې وروسته بيا طبي ماهرينو تر منځ پاکوالي ته د کلکې پاملرنې دود رامنځته شو چې د ناروغيو له خپريدو مخنيوی وکړي.

ناڅاپي تناسل

د پاستور له ازموينو وړاندې زياتره خلک په دې اند وو چې ژوندي موجودات له نشت څخه په ناڅاپي ډول رامنځته کيږي. دوی په دې عقيده وو چې د مچانو لاروا له غوښې او چنډښې له اوبو رامنځته کیږي. پاستور د ناڅاپي تناسل مفکوره رد کړه. پاستور په دې عقيده وو چې اورګانيزمونه له نورو اورګانيزمونو څخه رامنځته کيږی؛ په دې معنی چې میکروبونه له نورو میکروبونو رامنځته کیږي.

پاستور د خپلې مفکورې د ثابتولو لپاره دوه نرۍ غاړي بوتلونه د چرګ له ښوروا ډک کړل. بيا يې دواړه بوتلونه ښه وایشول چې ټولې باکترياوې يې ووژل شي. د يوه بوتل محتویات يې د آزادې فضا له ميکروبونو څخه خوندي وساتل. خو د بل بوتل محتویات يې خوندي نه کړل. کله چې يې وکتل په خوندي ساتل شوي بوتل کې هيڅ ډول ژوندي موجودات نه وو رامنځته شوي. له دې کبله د بوتل محتویات نه وو خوسا شوي. خو د هغه بل بوتل په محتوياتو کې باکترياؤ نمو کړې وه. پاستور دې پایلې ته ورسيده چې د دې بوتل په منځ کې رامنځته شويو اورګانيزمونو له ناڅاپي تناسل څخه نه بلکې له بهرنۍ ککړې فضا څخه سرچينه اخيستې ده.

تعقيم يا پاستوريزه کول

د پاستور په پير کې د بير او شرابو خوسا کیدلو د فرانسې توليد کوونکو ته لوړ مالي زيان رساوه. پاستور او نورو ساينسپوهانو وموندله چې که د دې تولیداتو خوږ محلول په لومړنيو مرحلو کې د تودوخې په لوړه درجه و ايشول شي هغه باکترياوې به په کافي اندازه له منځه ويسي چې د خوسا کيدو لامل ګرځي. هغه بيا دا مفکوره په يو لړو نورو توليداتو لکه شيدې، پنير او نورو خوراکي توليداتو هم پلې کړه.

دې توليداتو ته بايد د فشار لاندې کافي تودوخه ورکړل شي چې مضره باکترياوې ووژني او د خوسا کیدو امکانات راکم کړي. د پاستوريزه کولو پروسه چې د مخترع له نوم څخه راخيستل شوې ده نن ورځ په ټوله نړۍ کې په پراخه توګه کارول کیږي.

د ليوني سپي د ناروغۍ واکسين

پاستور د ګڼو ناروغيو د اسبابو د پلټنې لپاره زيات وخت ولګاوه. د امکان تر حده يې د دې ناروغيو د مخنيوي لپاره واکسينونه جوړ کړل. که څه هم هغه پر کولرا، دفتريا، توبرکلوز او چيچکو هم کار کړی دی، خو د ليوني سپي په برخه کې يې د ويستلي زيار لپاره ډیر مشهور دی. د ليوني سپي ناروغي د وحشتناکه علايمو په درلودلو سره له ګواښه ډکه ناروغي وه. خلک هغه وخت د ليوني سپي په ناروغۍ اخته کیږي چې پر میکروب اخته ځناور لکه سپی يا ليوه يې وداړي. د ليوني سپي پر ناروغۍ اخته ناروغان معمولا ژوندي نه پاتې کيږي.

پاستور د واکسين جوړول له وړاندې کشف کړي وو. که د يوې ټاکلې ناروغۍ د رامنځته کونکي ميکروب يوه کمزورې نمونه يو شخص ته ورکړل شي، دا سړی په نوموړې ناروغۍ له اخته کیدو څخه ژغوري. پاستور په ۱۸۸۶ ميلادي کال په خپل لابراتوار کې د ليوني سپي د ناروغۍ پر واکسين کار کاوه چې د يوسف مايستر Joseph Meister په نامه یو ۹ کلن هلک يې لابراتور ته راغی. دا هلک يوه ليوني سپي سخت داړلی وو. پاستور له وړاندې په برياليتوب سره خپل نوی واکسين پر سپيانو ازمويلي وو خو پر انسانانو يې لا نه وو ازمويلی. نو ډاډمن نه وو چې واکسين به يې ګټور وي او که نه. خو که په دې وخت کې د يوسف مايستر درملنه نه وای شوې ارومرو به مړ شوی وای.

پاستور خپلې درملنې ته دوام ورکړ او يوسف مايستر روغ رمټ شو. پاستور بيا لږ وروسته د درملنې همدا پروسه پر يو بل ناروغ  هم تطبیق کړه. د برياليتوب آوازې يې په خورا چټکۍ سره خپرې شوې. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ليوني سپي د ناروغۍ قربانيانو د درملنې لپاره پاستور ته مخه وکړه. د دې ناروغانو د درملنې لپاره په پاریس کې د پاستور انستیتوت پرانستل شو. دا انستیتوت اوس هم د انساني ناروغيو د درملنې لپاره کار کوي.

نورې موندنې

پاستور د انسانانو د روغتيا لپاره زياتې ساينسې موندنې وکړې. د څارويو د ناروغيو په راکمولو سره يې د کرنې په برخه کې هم لويه مرسته وکړه. د فرانسې د وريښمو صنعت يې له هغه لوی ناورين څخه وژغوره چې د وريښمو د چنجي له ناروغي څخه رامنځته شوی وو او همداراز يې د انترکس او چرګانو د کولرا لپاره هم واکسین جوړ کړ. دې ساينسي موندنو مالداران له سختو مالي زيانونو څخه وژغورل.

وړاندې له دې چې د ۱۸۹۵ میلادي کال د سپتمبر پر ۲۸مه مړ شي، پاستور د فرانسی د ملي اتل لقب ګټلی وو. په پاريس کې لومړی د نوتر دام په لويه کليسا کې خاورو ته وسپارل شو خو بيا وروسته په پاريس کې د پاستور انستیتوت لاندې يوې سمڅې ته وليږدول شو.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: