بیولوژي

مایکروسکوپ Microscope او جوړښت یې

مایکروسکوپ Microscope

د انسان د عمر په تیریدو سره د سترګو نظر کمیږي او موږ د ځني اشیاوو د لیدو لپاره له زره بین څخه استفاده کوو. لکه په ځوانۍ کې مو په عادي ډول اخبار لوستو خو اوس د اخبار د لوستلو لپاره د زره بین یا هم له عینکو څخه استفاده کوو. آیا پوهیږۍ زره بین څه کوي؟ اصلا زره بین یو وړوکی جسم څو چنده له خپلې اندازې څخه غټ ښایي او زموږ سترګو سره د هغه جسم  په لیدو کي مرسته کوي.

مایکروسکوپ یو یوناني کلمه ده چی له دوه کلموڅخه عبارت دی “Micro” په معنا د وړوکي یا کوچني او “Skopein” په معنا د لیدو دی. یعني مایکروسکوپ هغه اله ده چې کوچني اجسام (هغه چې په عادي سترګو نه ښکاري) د لیدو وړ ګړځوي. د مایکروسکوپ دوه مهم ډولونه په مختصر ډول لاندې ذکر شوي.

  1. نوري مایکروسکوپ: په ښوونځیو کي عمومآ نوري مایکروسکوپ کاریږي. چې یو جسم له خپل اصلي اندازې څخه دوه زره وارې غټ ښایي. لکه څرنګه یې چې له نوم څخه معلومیږي دا ډول مایکروسکوپ له رڼا څخه استفاده کوي. کله چې موږ ددې مایکروسکوپ په وسیله یو شی ګورو نو روښنایي اول په مطلوب شي غورځیږي او وروسته د سترګې د عدسیي په وسیله زموږ د لیدو وړ ګرځي. نوري مایکروسکوپ دوه ډوله لري. یو عدسیه لرونکی نوری مایکروسکوپ یا ساده مایکروسکوپ، دوهم دوه یا درې عدسیي لرونکی نوری مایکروسکوپ یا مرکب نوري مایکروسکوپ.

د مرکب مایکروسکوپ د غړو پیژندنه  

مرکب مایکروسکوپ دوه اساسي برخې لري

  1. پایه (Stand)
  2. باډۍ (Body)

 

  1. پایه (Stand)

لکه څرنګه چې په پورته شکل کې ګورۍ پایه په دوه برخو ویشل شوې ده.

قاعده: د مایکروسکوپ هغه برخه ده چې مایکروسکوپ د میز په سر تینګ ساتي.

بازو: د مایکروسکوپ هغه برخه ده چې قاعده او باډۍ سره نښلوي او همدا رنګه مایکروسکوپ د باډۍ په وسیله د یوه ځای څخه بل ځای ته لیږدول کیږي.

2. باډي (Body)

د مرکب مایکروسکوپ باډي په لاندې برخو ویشل شوې ده.

  1. باډي تیوب

عبارت دی د یو اوږدې خالي لولې څخه چې په پاسنی برخه کې یې د سترګو عدسیې او په لاندېنۍ برخه کې یې ګرځنده پاڼه ځای لري چې دایروي حرکت کوي او ابجیکتیفونه په کې وصل وي.

  1. د سترګو عدسیې

د جسمي تیوب په پاسنۍ برخه کې ځای لري چې ټیوب ډوله شکلونه او بېلا بېلی قوې لري لکه: 5x,10x,15x او داسې نورې.

  1. د شې عدسیه

د جسمي ټیوب په لاندېنۍ برخه کې دګرځنده پاڼې پرمخ ځای لري او کوچنیو پیوبونو ته ورته توپیر لري. شمېر یې په هر مایکروسکوپ کې توپیر لري چې دهرې یوی پر مخ قوې یې لیکل شوې دي لکه 5x,10x,45x

  1. سټیج یا تخت

ستیج د مایکروسکوپ هغه برخه ده چې دپاسه پرې سلاید کیښودل کیږي.

  1. ګیرا

یو اوسپنیزه جوړه ده چې د سټیج په دواړو خواو کې ځای لري او د سلاید د ټینګولو لپاره ترې کار اخستل کیږي.

  1. دیافرام

د یو پردې څخه عبارت دی چې د ستیج لاندې ځای لري او د نور انداره عدسیو لپاره تنظموي.

  1. متحرکه هنداره

د ستیج لاندې ځاۍ لري چې د دیافرام د سوري له لارې رڼا سلاید ته لېږدوي

  1. د تنظیمولو عټ پیچ

دوه غټ پیچونه دي چې د جسمي ټیوب په دواړو خواوکي ځای لري چې ټیوب ته پاس او لاندې خوا حرکت ورکوې تر هغه وخته چې بیلګه په ښه توکه ولیدل شي

  1. د تنظیمولو کوچنی پیچ

یوه جوړه کوچني پیچونه دي چې د مایکروسکوپیکي بیلګو د ښه او روښانه لیدلو لپاره ترې کار اخستل کیږي.

  1. سلاید او کور سلاید

دسلاید پر مخ لیګه ایښودل کیږي او د کور سلاید په وسیله بیلکه د سلاید پر مخ کلکه او خوندي ساتل کیږي.

  1. الیکترون مایکروسکوپ: الیکترون مایکروسکوپ د رڼا پر ځاې الیکترون استفاده کوي. لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۳م کال کې د یو جرمني عالم ایرنسټ روسکا (Ernst Ruska) د دې ډول مایکروسکوپ لومړۍ نوع جوړه کړه، چې تر 50nm پورې کوچنې جسم پرې لیدل کیدی شو. اوسنی پرمختللی الیکترون مایکروسکوپ یو شی تر دوه میلیونه وارو پورې له خپلې اندازې غټ ښوودلی شي. او په ډیرې اسانۍ سره ددې مایکروسکوپ په وسیله د حجرې کوچني اجسام مطالعه کولی شو.

تمرین

  1. یو مرکب نوري مایکروسکوپ څو چنده یو شی له خپلې اندازې څخه غټ ښودلی شي.
  2. 3000 چنده B. 2000  چنده
  3. الیکترون مایکروسکوپ څو چنده یو شی له خپلې اندازې څخه غټ ښايي.
  4. یو میلیون چنده B. دوه میلیون چنده
  5. نوري مایکروسکوپ له لاندې یو منبع څخه استفاده کوي
  6. له نور څخه B. له لمر څخه      C. له الیکترون څخه      D. اول او دوهم صحیح دي
  7. الیکترون مایکروسکوپ له لاندې یو منبع څخه استفاده کوي
  8. له لمر څخه B. له الیکترون څخه    C. اول و دوهم صحیح دی

حل

  1. یو مرکب نوري مایکروسکوپ څو چنده یو شی له خپلې اندازې څخه غټ ښودلی شي.

300 .A  چنده             B. 2000  چنده

  1. الیکترون مایکروسکوپ څو چنده یو شی له خپلې اندازې څخه غټ ښايي.

. Aیو میلیون چنده         B. دوه میلیون چنده

  1. نوري مایکروسکوپ له لاندې یو منبع څخه استفاده کوي

.A له نور څخه           B. له لمر څخه      C. له الیکترون څخه      D. اول او دوهم صحیح دي

  1. الیکترون مایکروسکوپ له لاندې یو منبع څخه استفاده کوي

.A            له لمر څخه          B. له الیکترون څخه    C. اول و دوهم صحیح دی

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: