ژوند راز

مسلمان او د ژوند ستونزې (حدیث)

عن أبي سعيدٍ (رضي الله عنه) عن النَّبيِّ  (صلى الله عليه وسلم) ، قَالَ: ((مَا يُصيبُ المُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ ، وَلاَ وَصَبٍ، وَلاَ هَمٍّ ، وَلاَ حَزَنٍ ، وَلاَ أذَىً ، وَلاَ غَمٍّ ، حَتَّى الشَّوكَةُ يُشَاكُهَا إلاَّ كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ خَطَاياهُ )) مُتَّفَقٌ عَلَيهِ .

د حديث تخريج:

دا حديث امام بخاري په خپل صحيح، كتاب المرضى، باب ما جاء في كفارة المرضى، کې نقل کړي دي، د حديث شميره 5641 ده.

د صحابي لنډه پيژندنه:

د ده خپل نوم سعد بن مالک بن سنان دي، په ابو سعيد شهرت لري، د مدينې منورې د انصارو څخه وو، د خزرج د قبيلي د خدر د کورنۍ سره يې تړاؤ درلود، نو ځکه ورته الخدري ويل کيـږي.
د خندق د غزا په وخت کې د ده عمر 13 کاله وو، ځکه خو د کوچنيتوب له امله يې په غزا کې برخه وانخيسته، نوموړي مشهور صحابي او د علم خاوند وو، د نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) څخه يې ډير حديثونه نقل کړي دي، نوموړي په 74 هجري کال کې له دنيا څخه سترګې پټې کړې.

د مفرداتو معني:

1- نَصَبٍ: ستړيا، ۲- وَصَبٍ: مرض، ۳- هَمٍّ: انديښنه د راتلونكي په اړه فکر ، ۴- حَزَنٍ: د پيښ شوي تکليف په اړه خفګان ، ۵- أذَىً: تکليف، ستونزه، نقصان، ۶- غَمٍّ: زړه تنګونکي خفګان، په ځانګړي ډول د يو شي د لاس څخه د وتلو له امله، ۷- الشَّوكَةُ: ازغي.

ژباړه:

ابو سعيد (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وينا نقل کوي چې: «مسلمان ته چې کومه ستړيا، مريضي، انديښنه، خفګان، تکليف او غم رسيږي، تر دې چې په بدن کې يې ازغې هم لاړ شي، نو د هغې په بدل کې ترې الله تعالي ګناهونه ليرې کوي».

تشريح:

تکليف، غم، خفګان، انديښنه او مرض د انساني ژوند سره تړلي شيان دي، داسې هيڅ انسان په دنيا کې نه موندل کيږي، چې يو وخت دې له دغه شيانو سره په خپل ژوند کې مخ نه شي، کافر او مسلمان، فاسق او متقي، نر او ښځه ټول يو شان د ژوند له ستونزو سره کله نا کله لاس او ګريوان کيږي، خو دا د مسلمان ځانګړتيا ده چې د ستونزو په بدل کې الله تعالي د هغه ګناهونه بخښي، او په دغه توګه تکليف د هغه لپاره د الهي رحمت لامل کيږي.
خو دا په دې شرط چې مسلمان دغه تکليفونه د خپل رب له اړخه أزميښت او امتحان وګني، په هغې صبر وکړي، د هغې په مقابل کې په ځان کې زغم پيدا کړي، او دغه تکليفونه د هغه د تقوی او عبادت د پياوړتيا لامل شي، نه دا چې دغه تکليفونو ته د الله تعالي د ع‍ذاب په نظر وګوري، د هغې له امله د خپل رب څخه ګيله او شکايت وکړي، هغه د خپلې بدبختۍ نښه وبولي، او په مقابل کې يې د الله د عبادت څخه لاس پريمنځي، او د ناهيلۍ په بحر کې ډوب شي.
د کافر او مسلمان تر مينځ توپير دا دي چې کافر هر څه په دنيوي معيارونو تلي، د دنيا ژوند خپله ټوله شتمني ګڼي، د دنيا برياليتوب، خوښي او لاس ته راوړنې د هغه لپاره هر څه وي، او د هغه ټولې هڅې د دنيا پر محور څرخيږي، که په دنيا کې بريالي شي، او دنيا لاس ته ورشي نو چيغې وهي چې (اني فزت برب العالمين)، په الله سوګند چې زه بريالي شوم، او که چيرې د دنياوي ژوند په کوم پړاو کې د ناکامۍ سره مخ شي، غم، خفګان او تکليف ورته ورسي، نو بيا هم د تباهۍ او هلاکت څخه خپل سر ټکوي.
خو د دې په مقابل کې مؤمن مسلمان بيا داسې نه وي، هغه د دنيا ژوند پايله نه بلکه پيل بولي، د هغه په نظر د دنيا ژوند هدف نه بلکه هدف ته د رسيدو وسيله وي، د هغه نظر د دنياوي ژوند څخه هغې خوا ته د آخرت په ژوند وي، هغه دنيا د آخرت کرونده بولي، د هغه په نظر کې دنيا د آخرت د لاس ته راوړلو وسيله وي، هغه د دنيا لاس ته راوړل ټول برياليتوب نه بلکه د برياليتوب يوه برخه بولي، او هغه د دنيا د ناکاميو، ستونزو او تکليفونو څخه د آخرت د برياليتوبونو پوړۍ جوړوي.
هم دغه لامل دي چې په دنيا کې نژدې هر نيک او متقي انسان د يو لړ تکليفونو سره مخ کيږي، او هر څوک چې د آخرت په ژوند کې ډير برياليتوبونه لاس ته راوړي، هغه د دنيا د تکليفونو سره ډير مخ کيږي، چې الله تعالي ته د ټولو څخه نږدې انسانان پيغمبران عليهم السلام د دغه تکليف ګالنې تر ټولو غوره نمونه ده.
هم دا لامل دی چې د اسلام ستر پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) هغو خلکو ته زيری ورکوي څوک چې د دنيا په تکليفونو او ستونزو صبر کوي، چې دا حديث د هغې غوره مثال دی.
په دې ډول په يو بل حديث کې نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) ويلي دي چې: « الله تعالي ويلي دي: کله چې زه د خپل بنده يو زړه ته نژدې څوک واخلم، او هغه صبر وکړي او دغه کار د ثواب د لاس ته راوړولو وسيله جوړه کړي، نو زه به جنت ورکړم».
که د انسان پلار مړ شي، يا ځوي، مور يې مړه شي يا لور، ښځه يې مړه شي يا خور، يا دوست او ملګری، يا بل زړه ته نژدې څوک او هغه د بې صبرۍ، ګيلې، او شکايت پر ځاې صبر وکړي، دغه تکليف وزغمي، او د الله تعالي څخه د ثواب غوښتنه وکړي، نو الله به په دغه تکليف د صبر له امله هغه ته په بدل کې جنت ورکړي، په دغه توګه که هغه ته مالي تاوان ورسيږي، يا په بدني تکليف اخته شي او صبر وکړي د الله په فيصله باندي خوښي ښکاره کړي نو هم په بدل کې به الله جنت ورکړي.
لکه چې د مسلمانانو مور عائشې صديقې يو وار د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) څخه د طاعون (وبا) په هکله پوښتنه وکړه، نو هغه مبارک وويل: دا د عذاب يو ډول دي چې الله تعالي يې په ځينو خلکو نازلوي، خو دغه عذاب د مؤمنانو لپاره رحمت جوړوي، ځکه کله چې يو څوک په وبا اخته شي او هغه په خپل ځای کې په هغې صبر وکړي، او د الله څخه د ثواب غوښتنه وکړي، او په دې پوهه شي چې ده ته به هغه څه رسيږي چې الله تعالي ورته مقرر کړي دي، نو که دې مړ شو الله به ورته د شهيد په اندازه ثواب ورکړي.
په الله تعالي باندي اعتماد او باور کول، د هغه په تقدير باندې ايمان لرل، او هر خير او شر د هغه له خوا ګڼل د ايمان د لوړتيا او قوت نښه ده لکه څرنګه چې د الله تعالي په لار کې خپل سر ورکول، سرښندنې او قربانې ته چمتو کيدل د لوړ ايمان نښه ده، نو ځکه خو الله تعالی په وبا باندې مړ شوي مؤمن ته د شهيد ثواب ورکوي.
په دغه ډول د اسلام ستر پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) ويلي دي چې: الله تعالي وايي: کله چې زه خپل بنده د سترګو د اخستلو له امله په ازمائش کې واچووم، او هغه په دغه تکليف صبر وکړي نو په بدل کې به جنت ورکړم.
د دې مضمون ډير آيتونه او حديثونه نقل شوي دي، خو په ټولو کې د صبر او ثواب غوښتنې شرط ايخودل شوي دي، نو ځکه دغه بدله يواځې په تکليف رسيدا باندې نه ورکول کيږي، بلکه په تکليف باندې صبر کول، او هغه د الله تعالي څخه د ثواب وسيله ګرځول هغه څه دي چې الله تعالي پرې بدله ورکوي.

نو ځکه خو بايد ټول مسلمانان په ورپيښو شوو ستونزو صبر وکړي او هغه د الله تعالي څخه د ثواب غوښتنې وسيله وګرځوي، په ځانګړي ډول د حق د لارې لارويان او د اسلام دلارې دعوتګران بايد دې ته ډير زير شي، ځکه چې د دوي لاره د ازغو څخه ډکه لاره ده، هر وخت ستونزې د دوي په انتظار کې وي، د خپلو او پردو ټولو له طرفه د زوريدو سره مخ کيږي، د شيطان لښکرې د هميشه لپاره د دوي مخې ته دريږي، او په ډولونو ډولونو تکليفونه دوي ته رسوي نو بايد دوي په سړه سينه ټول تکليفونه وزغمي، هغه د الله څخه د بدلې غوښتنې وسيله وګرځوي، او هيڅ کله هم د هغې په مقابل کې داسې احساساتي نه شي، چې خپل اصلي هدف ترې پاتې شي، او د ازغو په ليرې کولو کې خپل وخت ضائع کړي، لوي او متعال الله دې مونږ ټول د ژوند د ستونزو څخه وژغوري، او په راتلونکو تکليفونو دې د صبر توفيق راکړي، آمين.

دکتور رحمت الله زاهد

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: