سیرت النبي متن

نبوي سیرت (۶) د فِجَار جګړه

 

د فِجَار جګړه :

فِجَار د ګناه او فسق معنی لري، عربو د فِجَار جګړې هغه جګړو ته ویلې چې په عزتمندو څلورو میاشتو کې منځ ته راتلې[۱]، دغه څلور عزتمندې میاشتې د ذوالقعدې، ذوالحجې، محرم او رجب میاشتې دي، د جاهلیت په دور کې عربو هم د دغه څلورو میاشتو درناوی کاوه، چې دغه سنت ورته د ابراهیم (علیه السلام) څخه پاتې وو، د یادو څلورو میاشتو درناوی پر موږ هم لازم او فرض دی ، په دغه میاشتو کې په کفارو د لومړي تيري کولو څخه ممانعت راغلی، خو که چېرې تیری د دښمن له لورې وي نو بیا ورسره مقابله او جنګ په هر وخت او هر ځای کې لازم او فرض دی.

د جاهلیت په دور کې په عربو کې د فِجَار جګړې څلور کرته منځ ته راغلي، چې آخري جګړه يې د مرابض په نامه یادېږي چې په دې کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هم شرکت کړی وو. په دغه وخت کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) عمر نږدې (۱۴) ، (۱۵)[۲] او ځینې د سیرت کتابونو (۲۰) کاله یاد کړی، چې آخرنی تاریخ (۲۰) صحت ته ډېر نږدې دی[۳].

د فِجَار  د جګړې کیسه د تاریخ کتابونو دارنګه یاده کړې: د منذر ځوی (نعمان) د حيرې (عراق) مشر د عکاظ سترې میلې ته د تجارت سامان رالېږلی وو، په دغه تجارت يې عروة الرجال مشر کړی وو او هغه ته يې سپارلی وو، عروة الرجال د قیس د قبیلې (طائف) څخه وو، نو د قریشو څخه یو بد او شري انسان براض بن قیس په نامه عروة الرجال په غدر او خیانت مړ کړ او خیبر سيمې ته وتښتېده، براض د خیبر سيمې څخه خپلو خلکو ته خبر ورساوه چې د عکاظ میلې څخه ولاړ شي ترڅو د قیس د قبیلې له لورې تر برید لاندې رانشي، نو سم دلاسه د عکاظ میلې څخه د قریشو مشران د مکې حرم په لور ځانونه ورسول او په حرم کې داخل شول ترڅو د خطر څخه په امن شي، کله چې د قیس قبیله د جګړې لپاره راورسېده، وينې چې د قریشو مشرانو حرم ته ځانونه وردننه کړي، لکه څرنګه چې هغوی د حرم احترام کولو او جګړې يې پکې نه کولې، قریشو ته يې وویل چې راتلونکي کال ته د عکاظ د میلې په وخت ځانونه جګړې ته تیار کړئ، هماغه وو چې په ټاکلي وخت د قیس قبیلې د جنګ ډګر ته را ودانګل، دغه جګړه د قریشو او  قیس د قبیلو ترمنځ په عزتمندو میاشتو (أَشْهُرُالحُرُمْ) کې ونښته او یوه ورځ يې دوام وکړ، د ورځې په اول کې د قیس قبیله برلاسي ول، خو وروسته د قریشو قبيله پرې برلاسې شوه، کله چې د جنګ په دوران کې مرګ او ژوبله ډېره شوه، د قریش د قبیلې څخه یو څو تنو صلحې ته آواز کړ، آخر دا چې دواړه لوري صلحې ته تیار ې شوې، صلحه يې داسې وکړه چې مړي به وشمارو د کوم لوري مړي چې ډېر وو نو مقابل لوري به د اضافه مړو دیت ورکوي، هماغه وو چې د قیس د قبیلې څخه مرګ ډېر شوی وو، نو د قریشو له خوا هغوی ته د مړو دیت ورکړل شو. او جنګ پاې ته ورسېد.[۴]

په دغه جګړه کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ترونو ابوطالب، حمزه، زبیر او عباس هم شرکت کړی وو، چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هم له خپلو ترونو سره په یاده جګړه کې حاضر وو، هغه (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: زه د فجار په جګړه کې حاضر وم، او ما خپلو ترونو ته غشي ورکول.[۵]

_______________________________

عکاظ: د عربو د مشهورو ښارونو څخه یو د عکاظ ښار وو، چې هر کال به ورته خلک د لري ځایو څخه د تجارت په اند حاضرېدل، په دغه میله کې به د شاعرانو ستره غونډه هم جوړېده چې هر شاعر به خپل شعرونه اورول.

[۱] – سيرة ابن هشام. جـ ۱ صـ ۱۸۵٫ او: البداية والنهاية جـ ۲ صـ ۳۵۳٫

[۲] – سيرة ابن هشام. جـ ۱ صـ ۱۸۴٫ او: البداية والنهاية جـ ۲ صـ ۳۵۳٫

[۳]–  نور اليقين في سيرة سيد المرسلين صـ ۱۲٫

[۴] – البداية والنهاية: جـ ۲ صـ ۳۵۳ – ۳۵۴٫ او: نور اليقين في سيرة سيد المرسلين صـ ۱۲ – ۱۳٫

[۵] – البداية والنهاية: جـ ۲ صـ ۳۵۴٫ نور اليقين في سيرة سيد المرسلين صـ ۱۳٫

عماد الدين سعيد

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: