صحابه کرامو سیرت

د خديجه رض پېژندنه او ژوندلیک

د مومنانومورخد یجه(رضی الله عنها) د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) لومړنۍ میرمن وه کنیت  یې”ام هند”او لقب یې “طاهره” وو اودنسب لړۍ يې داسې ده  خدیجه بنت خویلد بن اسد بن عبدالعزی بن قصی چې د خدیجې (رضی الله عنها) اود نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) د نسب لړۍ په  “قصی” سره یوځای کیږی دمور نوم یې فاطمه اود مورنۍ انانوم یې زائده وو اوپلا ریې دخپلې قبیلې یو معززشخص وواودا دعا م الفیل څخه پنځلس کاله مخکې پیداشوه خوکله چې رالویه شوه نودخپلوسپیڅلواخلاقو له کبله په طاهره لقب سره مشهوره شوه۰

نکاح یې:

د خدیجې (رضی الله عنها)لومړنۍ نکاح د ابوهاله بن نباش تمیمي سره وشوه اود هغه څخه یې دوه زامن پیدا شول چې هاله او هند نومید ل خوچې کله یې خاوند مړشو نوبیا یې دعتیق بن عابد مخزومي سره نکاح وکړه د هغه څخه یې یوه لورپیداشوه اود هغي نوم هم هند وه خوچې کله یې دوهم میړه هم مړشو اوپه دې وخت کې یې خپل پلار هم له لاسه ورکړی وو نودسختو مشکلاتو سره مخامخ شوه۰

تجارت یې:

دپلار اوخاوند ترمړینې وروسته خدیجه (رضی الله عنها) د ډیرو کړاوونو سره لاس او ګریوان شوه اود ژوند تیرولو ذریعه یې تجارت وو خو د خپلې پانګې لپاره يې کوم سرپرست نه درلود خپلوخپلوانوته به یې دیو څه ګټې په بدل کې خپل تجارتي مالونه ورکول هغوی به د ګټې په موخه نوروځایونوته وړل په همدې لړ کې یوه ورځ نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) ته یې خپل تره ابو طالب وویل: چې زماسره روپی نشته که نه ما به ستا لپاره هم دتجارت په موخه  پانګه اچولې وای خوکه چیرې د  خد یجې (رضی الله عنها) څخه دتجارت لپاره څه پیسې واخلې نوډیره به ښه وي۰

[irp][irp][irp]

د خدیجې (رضی الله عنها) غبرګون:

کله چې خدیجه (رضی الله عنها) دابوطالب لدې وینا څخه خبره شوه اود نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) دامانت داری،دین داری،ریښتینوالي اوسپیڅلو اخلاقوڅخه لا مخکې ښه خبره وه نوډیرپه زغرده یې په خپله نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) ته خبرورکړچې راشه زما مال دتجارت په موخه دشام لوري ته یوسه او څومره ګټه چې زه نوروته ورکوم دهغودوه برابره به تاته درکړم په پایله کې نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) داهرڅه ورسره ومنل اودشام خواته دتلو تیاري یې پیل کړه اود خدیجې (رضی الله عنها) مریی میسره هم ورسره وو۰

د شام سفر:

پدې سفر کې میسره د نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) په اړه  ډیر داسې څه ولیدل چې  په عاموخلکو کې نه لیدل کیدل اوداخبره منځه ته راغله چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) د یوې  ونې سیورې ته ناست ووچې هلته یوراهب هم شتون درلود هغه د میسره څخه د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) په اړه پوښتنه وکړه :چې داڅوک دی ؟میسره ورته وویل: داپه مکه کې دقریشو دقبیلې یوځوان دی نوراهب وویل :چې داخوهماغه وروستی نبي دی دکوم چې الله(ج)  په مخکنیو کتابونوکې ژمنه کړیوه ۰

د شام څخه راتګ:

کله چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) دشام څخه راستون شو  دغرمې مهال ووچې مکې ته را ورسید پدې وخت کې خدیجه (رضی الله عنها) دخپلې کوټې په بام ناسته وه  دهغې سترګې چې کله په نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ولګیدې نودوې پرښتې یې ولیدې چې په نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) یې سیوری جوړ کړی وواو پرې سربیره یې د میسره نه هم ټولې هغه خبرې واوریدې چې هغه پدې سفر کې لیدلې وې اودراهب قصه یې هم ورته بیان کړه چې دا به اخري نبي جوړیږي نود نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سره یې د نکاح کولولیوالتیاښکاره کړه۰

[irp][irp][irp]

د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سره  نکاح:

خدیجې (رضی الله عنها) په خپله د یعلی بن امیه دخورپه واسطه نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ته د خپلې نکاح پیغام ولیږی اونبي کریم (صلی الله علیه وسلم هغه قبول کړ اودده دواړه ترونه همزه اوابوطالب ډیر په خوشحاله شول اود نکاح تړلولپاره دوی دواړه اودکورنۍ نورمشران د خدیجې (رضی الله عنها) کورته ورغلل  د خدیجې (رضی الله عنها) پلارخویلد خولدې وړاندې له دنیا څخه سترګې پټې کړیوې نود خدیجې (رضی الله عنها) تره عمرو بن اسد او د کورنۍ نورو مشرانویې پدې مبارک تړون کې شرکت وکړ اود عمرو بن اسد په مشوره پنځه سوه درهمه مهروټاکل شواوخدیجه (رضی الله عنها) دمسلمانانو دمورسپیڅلې مرتبې ته ورسیده

پدې وخت کې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ۲۵ کلن او خد یجه (رضی الله عنها) ۴۰ کلنه وه۰

د خدیجې (رضی الله عنها)خواخوږي اوتسلي:

کله چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ته لومړی ځل جبرائیل (علیه السلام) وحیې راوړه نو نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ډیروویریدلو او ورخطا شو اوکورته راغی او خديجې (رضی الله عنها) ته یې خپل حال بیان کړاوویې ویل (لقدخشيت علي نفسي) زه په خپل ځان وویریدم  نو هغې په جواب کې ورته وویل: نه په الله (ج)مې دې قسم وي چې الله(ج) به تا هیڅکله رسوا نه کړي ځکه ته خپلوي پالې اود بیوزلو مسکینانو سره مرسته کوې اومیلمه پالنه کوې اود ستونزوپرمهال د حق پلوي کوې۰

اوبیا دلازیاتې تسلي په موخه یې دخپل تره زوی ورقه بن نوفل ته بوتللواوهغه هم ډیره تسلي ورکړه دخدیجې (رضی الله عنها) د خواخوږی په اړه یوځل نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) په خپله دعائشې (رضی الله عنها) دیوې پوښتنې په جواب کې داسې وفرمایل:(وقدامنت بی اذکفربی الناس،وصد قتني اذکذبوني وآستني بمالهااذحرمني الناس (البدایة والنهایة لابن کثیر)

هغې پداسې حال کې په ما ایمان راوړچې خلک زما درسالت نه منکر وو اوهغه مهال یې زه ریښتونی وبلم چې خلکو درواغجن وګڼلم اوپه داسې موقع یې په خپل مال سره زما مرسته وکړه چې ټولوخلکو په ما خپل مالونه بندکړي وو

تر ټولو لومړنۍ ایمان راوړونکې:

صاحب ،،مشکوة،، په (الاکمال فی اسماء الرجال ) کې لیکي ( وهی اول من امن من کافة الناس ذکرهم وانثاهم۰) خدیجه (رضی الله عنها) ترټولوخلکوترنارینه اوښځینه وولومړنۍ ایمان راوړونکې ده  اوهمدا رنګه په ،،الاستیعاب ،، کې له عروة څخه روایت دی (اول من امن من الر جال والنساء خدیجة بنت خویلد )(رضی الله عنها)   ترټولونارینه اوښځینه وومخکې ایمان راوړونکې دخویلد لورخدیجه (رضی الله عنها) ده حافظ ابن کثیر(رحمه الله) په (البدایه) کې دمحمد بن کعب په روایت سره لیکي (اول من اسلم من هذه الامة خديجة, واول الرجلين اسلما ابوبكر وعلي ) پدې امت کې ترټولو لومړی خدیجې (رضی الله عنها) اسلام ته غاړه ایښې ده اوپه نارینه ووکې اول ابوبکر اوعلي (رضی الله عنهما) مسلمانان شوي دي۰

[irp][irp][irp]

د خدیجې (رضی الله عنها) فضائل:

خدیجه (رضی الله عنها) هغه سپیڅلې میرمن ده چې دنبوت نه مخكې د بتانو له عبادت څخه بیزاره شوه اودنبوت وروسته یې بیا د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سره دیو هوښیاره سلاکاره په توګه داسلام چارې په مخ وړلې لکه څنګه چې ابن هشام په خپل سیرت کې لیکي (وکانت له وزیر صدق علی الاسلام) خدیجه (رضی الله عنها ) داسلام په اړه دنبي کریم (صلی الله علیه وسلم) یوه ریښتونې سلاکاره وه اونبي کریم (صلی الله علیه وسلم) یو ځلې داسې وفرمایل : خیرنسائها مریم بنت عمران وخیرنسائها خدیجة بنت خویلد) (رواه البخاري ومسلم)۳۴۳۲  ۶۲۷۱

[stextbox id=”info” direction=”rtl”]په نړی کې غوره ښځې مریم اوخدیجه (رضی الله عنهما) دي همدارنګه په یو بل حدیث کې د الله (ج) له لوري د جنت زیری ورکړشوی دی (اتی جبرئیل النبی (صلی الله علیه وسلم) فقال: یا رسول الله هذه خدیجة قد اتتک ومعها اناءفيه ادام اوطعام اوشراب فاذا هي اتتك فأقرأعليها السلام من ربها وبشرها ببيت في الجنة من قصب لا صخب فيها ولانصب) (مستدرك4851)[/stextbox]

يوځل جبرائیل علیه السلام  نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ته راغی اوورته وویل : چې خدیجه (رضی الله عنها) به اوس تاته راشي اودهغه سره به په یوه لوښي کې دخوراک یاڅښاک شی وي نو چې کله راغله دخپل رب له طرفه سلا م ورته ووایه اوپه جنت کې دداسې یوه کور زیری ورکړه چې هغه به له ملغرو جوړ وي اوپه هغه کې به هیڅ شور ، تکلیف اوکړاونه وي۰

اوپه یو بل حدیث کې راغلي : افضل نساء اهل الجنة خديجة بنت خويلد وفاطمة بنت محمد ومريم بنت عمران واسية بنت مزاحم امرأة فرعون)(المعجم الکبیرللطبرانی۱۱۷۶۰ سنن النسائی الکبری)۸۳۵۵

 په جنت کې ترټولو غوره ښځې خدیجه ،فاطمه ،مریم، اوآسیه (رضی الله عنهن) دي۰

اولادونه یې له نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) څخه:

دخدیجې (رضی الله عنها) د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) څخه شپږ اولادونه وو دوه زامن چې یوقاسم نومیده اود نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) تر ټولو مشر زوی وو لاتر اوسه وړوکی محض په پښو د ګرځیدو شو چې په مکه مکرمه کې وفات شو او د همده د نوم له کبله نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) خپل کنیت ابوالقاسم ایښی وو او په هغه پسې زینب (رضی الله عنها) ترټولو مشره لوروه اوبیا عبدالله (رض)ووچې ډیر لږ وخت ژوندی وو خو دی دنبوت په زمانه کې پیدا شو ځکه خو په طیب اوطاهر لقب سره مشهوره شو له هغه وروسته په ترتیب سره روقیه او ام کلثوم (رضی الله عنهما) وې اوتر ټولو کشره فاطمه (رضی الله عنها) وه او ددې ټولو تر منځ یو یو کال فرق وو۰ په خدیجه (رضی الله عنها) باندې خپل اولادونه خورا ګران وولکه څنګه چې دا یوه شتمنه ښځه  وه نو دخپلواولادونو دپالنې او روزنې  لپاره یې دسلمه مینځه نیولې وه چې هغوی ته به یې خوراک او څښاک ورکولو۰

د خدیجې (رضی الله عنها) وفات:

خدیجه (رضی الله عنها) د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سره ترنکاح کولو وروسته ۲۵ کاله ژوندی وه او دنبوت په لسم کال دروژې په یوولسمه نیټه درې کاله تر هجرت وړاندې د۶۴ کاله اوشپږو میاشتو په عمرکې یې لدې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې اوپه هغه وخت کې لا د جنازې لمونځ نه وو رواشوی نو ځکه بیله جنازې څخه په حجون نامي ځای کې چې  اوس مهال په جنت المعلی سره یادیږي نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) په خپله قبر مبارک ته کوزشواوتر ټولو لویه خواخوږې یې خاوروته وسپارله اوددې دوفات سره سم داسلام په تاریخ کې یونوی بدلون راغی چې په نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) باندې د مشرکانولخوا ځورول اوکړول تیزشول ځکه چې مخکې قریشوتر ډیره بریده ددې په خاطرهم نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ته ډیرڅه نه ویل خواوس داهم له دنیا څخه لاړه نودقریشومخه هرې خواته خلاصه شوه او نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) دغه کال ته عام الحزن یعني د غم کال وویل اود مکې له خلکو څخه ناهیله شو نویې دطائف لوري ته مخه کړه۰

[irp][irp][irp]
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: