اسلام له نظرهدینونه او مذاهبقرآن اړوند

يهود د قرآن له نظره

د يهودو نوم

يهوديانو ته به عبراني او عبري ويل کېدل، چې دغه نوم د (عبر) له کليمې څخه اخيستل شوى دى. عبر د فرات له نهر څخه د هغوى د ستر نيکه ابراهيم له تېرېدو (عبور) څخه سرچينه اخيستې ده. او همدارنګه هغوى اسرائيل او بني اسرائيل بلل شوي دي، چې د اسرائيلو دغه نوم د الله (ج) پيغمبر يعنى يعقوب عليه السلام ته رسېږي او دغه نوم د هغه ټولې اولادې ته، چې د هغه له نسل څخه وو او همدارنګه د هغوى يو شمېر ډلو ته، تر هغه چې له منځه ولاړل، وکارول شو او وروسته په ټوليزه توګه هغوى ته پراخ شو.

په لغوي توګه اسرائيل له دوو عبري کلمو (اسرا) يعنى بنده او (ئيل) چې د خداى په معنى ده اخيستل شوېده، چې مطلب ترې عبدالله او مقصد ترې يعقوب عليه السلام دى.
همدارنګه دوى ته (هود) او (هادوا) ويل شوي دي او د (يهود) کلمه، چې په اصل کې يهوذا وو، ډېر وکارول شو او دغه کسان د يعقوب عليه السلام د اولاده د اسباطو يوه ډله وه چې د لسګونو اسباطو په منځ کې د لا ښې پېژندنې لپاره چې (اسرائيل) بلل کېږي، په دې نوم نومول شوي دي، تر دې چې د يعقوب عليه السلام اولاده خوره وره شوه او يهوذا بندي شو او له دې وروسته د يعقوب عليه السلام ټوله اولاده [يهودا] وبلل شوه او يهوذا د دې ډلې نيکه او د يعقوب عليه السلام څلورم ځوى وو.
او که چيرې په عربي کتابونو کې د دې کليمې جرړې وګورو د هاد، يهود، هودا او تهود کليمې د توبې او د حق پر لور د ستنېدو په معنى دي.

يو شمېر خلک په دې عقيده دي چې د يهود کلمه اصلاً عربي نده او ځينې بيا وايي؛ لکه څنګه چې د يعقوب عليه السلام ځوى ته منسوب دي، ورته يهود وويل شول او دغه کلمه بيا وروسته معربه (عربى) شوه او ټکى يې ترې ليرې کړ، نو ځکه خو يهودا عجمي نوم دى چى عربي شوى دى.
په سپېڅلي قرآن کې راغلي دي: (انا هدنا اليک) يعنى توبه مو وکړه او ستا په لور ستانه شولو، نو ځکه د يهود کلمه له (هادوا) يعنى (تابوا) توبه کولو څخه اخسيتل شوېده.
او قرآن دغه کسان په (اهل کتاب) تعبير کړي دي او دغه نومونه په دې معنى ندي چې دوى په خط او کتاب باندې پوى خلک دي، بلکې له اهل کتاب څخه معنى دا ده چې هغوى د اسماني کتاب يعنى تورات پيروان دي او نصاراى هم د اسماني کتاب يعنى انجيل په لرلو سره په دې خطاب کې شاملېږي، نو ځکه خو په قرآن کې له اهل کتاب څخه مراد يهود او نصاراى دي.

د قبلې بدلون

له بيت المقدس څخه مکې معظمې ته د قبلې بدلون د يهودو غوسه راوپاروله او پيغمبر صلى الله عليه وسلم په مدينه منوره کې يې له تم کېدو١٧  مياشتې  وروسته په دې موده کې د بيت المقدس په لور لمونځ کاوه، تر دې چې الله تعالى د آسماني وحي له لارې ورته وويل چې خپله قبله دې مسجد الحرام و ابراهيم عليه اسلام کور، چې د الله تعالى د عبادت لپاره يې جوړ کړى وو، وټاکي.

(قد نراى تقلب وجهک فى السماء فلنولينک قلبۀ ترضاها فول وجهک شطر المسجد الحرام و حيثما کنتم فولوا وجوهکم شطره)

بقره، آيه: ١٤٤

(د اسمان لوري ته ستا بيا بيا مخ اووښتل مونږ وينو دا دى مونږ تا د هغې قبلې (كعبې) لوري ته ګرځوو چې ستا خوشيږي نو د مسجد الحرام لوري ته مخ وګرځوه، اوس چې تاسې هر چېرته اوسى؛  نو د هماغه لوري ته مخ واړوئ.)

يهودو د قبلې له بدلون سره داسې وګڼله، چې ګواکې د هغوى پر وړاندې خطرناک بدلونونه روان دي، له دې امله د يهودو مشران رفاعه بن قيس، قردم بن عمر او کعب بن الاشراف پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغلل او داسې يې وويل: اى محمد صلى الله عليه وسلم! کوم څيز د دې لامل شو، چې له خپلې پخوانۍ قبلې دې مخ وګرځوه، په داسې حال کې چې د ابراهيمي دين د تابعيت دعوه کوې؟

خپلې پخوانۍ قبلې ته راستون شه، څو ستا پيروي وکړو او ستا رسالت ومنو، خو له دې سره – سره د قبلې د بدلون دستور پر خپل ځاى وو او مکه د مسلمانانو قبله شوه او خپل لمونځونه به يې په همدې لور ادا کول.

قرآن کريم، هغه کسان، چې پر پيغمبر صلى الله نيوکې کوي، نادان بولي او داسې فرمايي:

(سيقول السفهاء من الناس: ماولاهم عن قبلتهم التى کانو عليها قل: لله المشرق والمغرب يهدى من يشاء الى صراط مستقيم.) بقره، آيه ١٤٢

(ناپوهان خلك به ارومرو ووايي: پر دوى څه شويدي چې په ناڅاپي توګه له هغې قبلې نه واوښتل چې  مخكشې يې د هغې لوري ته لمونځ كاوه؟ اى پېغمبره! دوې ته ووايه: ” ختيځ او لويديځ ټول د الله دي، د الله چې هر چا ته خوښه شي سمه لار ورښيي.)

له ديني احکامو سره د يهودو مخالفت

کله چې داسلام د مقدس دين له لوري ديهودو يو شمېر احکام نسخ شول، نو په هغوى کې د کينې اور په لمبو شو. له دې جملې څخه يو هم د عاشورا د ورځې روژه وه، چې مسلمانانو به په مدينه کې په لومړيو کې په دې ورځ روژه نيوله او وروسته بيا د رمضان د مياشتې په روژې بدله شوه.

همدارنګه ځينې خواړه، لکه د اوښ غوښه، چې په يهودو کې حرامه وه، حلاله وګڼل شوه. کله چې اسلام ديهودو ځينې خواړه حلال اعلان کړل، يهودو وويل:

يا محمد صلى الله عليه وسلم که چيرې ته د ابراهيم او له هغه څخه وروسته پيغمبرانو پر دين ولاړ يې، نو څرنګه هغه څه چې دهغوى په دينونو کې، لکه د اوښ غوښه، حرام وو، ته يې حلال اعلانوې؟

قرآن عظيم الشان دهغوى په ځواب کې وايي:

(کل الطعام کان حلا لبنى اسرائيل الا ما حرم اسرائيل على نفسه من قبل ان تنزل التوراه قل فاتو بالتوراه فاتلوها ان کنتم صادقين). آل عمران، آيه ٩٣

يعنې: ټول خواړه د بني اسرائيلو لپاره حلال وو، مګر هغه څه، چې د تورات له نزول څخه مخکې [يعقوب عليه السلام] پر ځان حرام کړل [چې د اوښ غوښه او شيدې وې]، ووايه که چيرې [داسې نه وي] او رښتيا وايئ تورات راوړئ او ويې لولئ.

دا آيت ديهودو په ځواب کې دى، چې وايي ټول خواړه د تورات له نزوله مخکې د يعقوب پر اولادې مباح وو، مګر هغه څه چې يعقوب د ځانګړو لاملونو له امله پر ځان حرام کړي وو، نو هغوى له اجازې پرته هغه څيزونه پر ځان حرام کړل، تر هغوى چې الله تعالى خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم  ته فرمان ورکړ، څو له يهودو وغواړي، چې که چيرې په خپله وينا کې ريښتوني وي، نو د تورات له اوامرو څخه دې يو پرېکړنده دليل راوړي، چې ابراهيمي شريعت هغه شيان حرام کړي دي. خو هغوى د دليل په راوړلو کې پاتې راغلل او پام يې شو، چې تورات دهغوى د ادعا پخلى نه کوي.

ديني بحث او مناظره

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم او يهودو تر منځ دينې مباحثې د دواړو اړخونو ترمنځ پراخ شو او د يهودو مذهبي عالمانو له پيغمبر څخه داسې پوښتنې کولې او په دې هيله وو، چې که ګواکې له دې لارې يې عاجز کړي.
د هغه څه په اړه، چې يهودو به پوښتنه کوله، قرآني آيتونه هم نازلېدل او هغوى له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه د معجزې غوښتنه کوله، لکه څنګه چې په دې اړه په قرآن عظيم الشان کې راغلي دي:
(الذين قالو ان الله عهد الينا الا نومن لرسول حتى ياتينا بقربان تاکله النار) آل عمران: آيه ١٨٣
يهودو به له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه غوښتل، څو هغوى ته له آسمانه کتاب راوړي.
(يسالک اهل الکتاب ان تنزل عليهم کتاباً من السماء فقد سالو موسى اکبر من ذلک فقالو، ارنا الله جهره فاخذتهم الصاعقه بظلمهم) نساء: آيه ١٥٣
هغوى به رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ويل، يا محمد صلى الله عليه وسلم که چيرې ريښتا هم د لوى خداى تعالى له لوري لېږل شوي ياست او د الله تعالى پيغمبر يى، خداى ته ووايه، چې له موږ سره هم خبرې وکړي او موږ دهغه خبرې واورو، الله تعالى په دې اړه فرمايي:
(و قال الذين لايعلمون لولا يکلمنا الله او تاتينا آيه کذلک قال الذين من قبلهم مثل قولهم تشابهت قلوبهم قد بينا الايات لقوم يوقنون)
بقره: آيه ١١٨

له اسلام سره په مخالفت کې د يهودو نيوکې

يهودو له اسلام سره خپلې دښمنۍ او عداوت ته دوام ورکاوه او قرآن عظيم الشان هغوى له دې امله، چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په رسالت يې ايمان نه راوړه، ملامتوي او فرمايي:
(و لما جاء هم رسول من عندالله مصدق لما معهم نبذ فريق من الذين اوتوا الکتاب کتاب الله و راء ظهورهم کانهم لايعلمون.) بقره: آيه ١٠١
يعنى کله چې د الله تعالى له جانبه ورته حضرت محمد صلى الله عليه وسلم راولېږل شو، ټولو هغو صفاتو، چې په اسماني کتابونو کې يې ددې پيغمبر په اړه راغلي دي، له هغه سره سمون خواړه، د يهودو يوې ډلې دهغه څه خلاف عمل وکړ، چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په اړه يې په کتابونو کې راغلي دي، ته به وايي چې ديهودو په کتابونو کې د محمد صلى الله عليه وسلم هېڅ نوم ندى راغلى او په اړه يې نه پوهېږي.

همدارنګه الله (ج) دهغوى په اړه فرمايي:

(و لما جاءهم کتاب من عندالله مصدق لما معهم و کانو من قبل يستفتحون على الذين کفرو فلما جاء هم ما عرفوا کفروا به فلعنه الله على الکافرين × بئسما اشتروا به انفسهم ان يکفرو بما انزل الله بغيا ان ينزل الله من فضله على من يشاء من عباده فباؤا بغضب على عضب و للکافرين عذاب مهين) بقره آيه: ٨٩-٩٠
يعنى کله چې هغه مهال چې د پرودگار لخوا پر هغوى کتاب يعنى قرآن عظيم الشان نازل شو او تورات دهغوى پخلى کاوه په داسې حال کې چې د رسو الله صلى الله عليه وسلم له بعثت مخکې يې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له لارې دعربو پر مشرکينو د بريا انتظار درلود، کله چې د اسلام ستر پيغمبر مبعوث شو، له دې سره سره چې په کتابونو کې يې د (موعود پيغمبر) په توګه د پيغمبر ټولې نښانې وې، له دې امله چې دى د عربو له نژاده وو او له هغوى څخه نه وو، له هغه سره يې حسادت وکړ او په رسالت يې کافر شول.
او له همدې امله د پرودګار تر لعن لاندې راغلل او د خداى تعالى (ج) له لطف او مرحمت نه بې برخې شول او هغوى د خپلو ناوړه او ناکاره فکرونو پر وړاندې ګونډه ووهله او دهغه څه پر وړاندې يې انکار وکړ، چې د الله (ج) له لوري نازل شوي او خپل ځانونه يې په ډېره کمه متاع وپلورل او له هغه چاسره يې دښمني پيل کړه پروردګار د خپلو بنده ګانو له منځه غوره کړى دى، له دې امله يهود د خداى تعالى تر غضب لاندې راغلل او دا ډول کسان له دې سرسختۍ او عناد سره سره د الهى عذاب څکونکي دي.
قرآن عظيم الشان هغوى ته ديوه ناوه پاى او الهى عذاب خبر ورکوي.
(يا ايهالذين اوتوا الکتاب آمنو بما نزلنا مصدقاً لما معکم من قبل ان نطمس وجوهاً فنردها على ادبارها و نلعنهم کما لعناً اصحاب السبت و کان المر الله مفعولاً) نساء آيه: ٤٧
يعنى اى يهودو په قرآن، چې نازل کړى مو دى او ستاسو په کتابونو کې يې د صحى والى پخلى شوى و ايمان راوړى، مخکې له دې چې ستاسو جرړې او اميدونه له منځه يوسو او د اسلام په ښکاره پرمختګ او بريا به تاسو خوار او ذليل کړو او يا دا چې تاسو به له خپل رحمت څخه ليرې وشړو او همدارنګه کوم کسان چې زموږ د امر مخالفت يې کړى او د شنبې په ورځ، چې د ماهيانو ښکار په کې منع وو، په ښکار يې اقدام وکړ له خپل رحمت څخه مو ليرې کړي دي.
دغه مبارک آيت په دې دلالت کوي، چې قرآن الهي وحې ده او قرآن يهودو ته خبر دارى ورکوي،چې که چيرې پر خپل مخالفت او کفران ټينګار وکړي نو جرړې به يې ووېستل شي او زيان به وکړي، لکه څنګه چې ډېر ځنډ ونه وت او د خداى تعالى (ج) وعده عملى شوه او رسول الله صلى الله عليه وسلم د اسلام پر وړاندې دهغوى ټول تېري شنډ کړل، ډېرى يې ترې ووژل او پاتې نور يې له جزيره العرب څخه ووېستل او ټول په داسې حال کې چې خپل مالونه يې پرېښودل او وتښتېدل.

ليكنه: عفيف عبدالفتاح طباره
ژباړه: ډاكټر احمد جاويد الكوزى

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: