اخلاقعبادات، فضایل او آداب

په اسلام کې د یتیم پالنې او روزنې ارزښت

په دې لیکنه کې غواړو د یتیمانو سرپرستۍ، د هغوي سره د غوره چلند او د هغوی مال ساتلو او داسې نورو ارزښتمنو موضوعاتو لنډه یادونه وکړو او په دې اړه یو څو په زړه پوری مطالب ستاسې مخې ته کیږدو. البته دا مقاله به له دې څخه را پیل کړو چې څه ډول کولی شو پخپله افغاني ټولنه کې د یتیم پالنې فرهنګ ته وده ورکړو؟

لومړی: د یتیم پالنې فرهنګ ته وده ورکول:
یتیم وروسته له دې چې خپل مور یا پلار او یا دواړه له لاسه ورکړي(او دا یتیم لا کوچنۍ وي)؛ نو پدې صورت کې د بل چا پالنې او رزونې ته خور اړتیا لري او له هغه سره مرسته کول نیکي ګڼل کیږي چې له زیات اجر څخه به خالي نه وي. په عین وخت کې دا د اسلامی امت له افرادو سره یو لړ مرسته هم ګڼل کیږي چې دخپلې ټولنې له بې وزلانو سره، بیا په ځانګړې توګه کله چې دوي د نورو مرستو ته اړتیا ولري مرسته وشي او د تولنې یو لړ شتمن او توانمن خلک د هغوی پالنه او روزنه وکړي.

په خپله ټولنه کې د یتیم پالنې فرهنګ ته وده ورکول اود یتیمانو په ستومانه ژوند کې خوشحالي او سوکالي راوستل په حقیقت کې یوه لویه نیکي تر سره کول دي، هغه نیکي د کوم په اړه چې مونږ ته د لوی پروردګار له لوري امر شویدی، په ځانګړې توګه هغه خلک باید د دې دود او فرهنګ په ترویجولو کې زیاته ونډه واخلي، پر چا باندی چې لوی څښتن تعالی د مال او د شتمني پېرزوینه کړېده او هم د یتیمانو د روزنې توان ولري. لوی څښتن تعالی په دې اړه مونږ ته داسې ارشاد فرمايي: [وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ] سورة البقرة/ 195 آیت.
ترجمه:او نیکي کوئ (له هر چا سره، په ځانګړې توګه له رښتینو مجاهدینو سره) خامخا الله تعالی له نیکي کوونکو سره دوستي کوي.

دویم:د یتیم تر ځېرکتیا پوری د هغه د مال ساتنه کول:
کله چې مونږ قرآنکریم کریم لولو؛ نو مختلف داسې آیتونه مو مخې ته راځي چې مونږ ته د یتیمانو د پالنې په اړه سپارښتنه کوي، د خپل مال په یوې مناسبې اندازې سره د هغوی روزنه او پالنه وکړو، نوی جامې او ښه لباس ورته واخلو او تر هغه پوری چې زمونږ د څارنۍ او لاس لاندی وي ورته خواړه ورکړو.

همدا راز له یتیم سره به زمونږ ښېګڼه اونیکي دا وي چې له بلوغ او د رُشد تر مرحلې پوری د هغه د مال ساتنه وکړو او له دې مرحلې وروسته هغه ته د پلار څخه پاتې شوی مال ټول بېرته وروسپارو، پدې شرط چې دا یتیم باید د ځېرکتیا او دذکاوت داسې پړاو ته رسېدلی وي چې وکولی شي خپل مال په سمه توګه سره مصرف کړای شي. د یتیم مال باید ونه خوړل شي، داسې ونشي چې د یتیمانو د مال څخه ښه مال واخستل شي او په معاوضه کې خراب او بیکاره مال ورته بېرته ورکړل شي، بلکه تر خپلې وسې ښېګڼه ورسره وکړو او هیڅکله هم خپل مال د هغوي له مال سره ګډ نکړو. پدې اړه لوی څښتن تعالی مونږ ته داسې لارښودنه کوي او ارشاد فرمايي چې: [وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَتَبَدَّلُواْ الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا] سورة النساء/ 2 آیت.

ترجمه: او (اۍ د یتیمانو ساتندویانو! تاسې) یتیمانو ته د دوي مالونه ورکړئ(وروسته له دې چې دوي ځېرکه شي) او تاسې ښه مال په بد مال سره مه بدلوئ او تاسې ددوي مالونه د خپلو مالونو سره (ګډ) مه خورئ، خامخا په دې کار کې لویه ګناه ده.

همداراز که چیری یو ولي(د یتیمانو سرپرست) نشي کولی چې په عادلانه توګه سره د یتیمانو حقوق په پوره توګه سره آداء کړی؛ نو بیا دې د دوي له حقوقو څخه ځان وساتي. په قرآنکریم کې په دې اړه داسې راغلي دي: [وَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تُقْسِطُواْ فِي الْيَتَامَى فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ ] سورة النساء /3 آیت.

ترجمه: او که چیری تاسې ویرېږئ چې د یتیمانو په (حق کې) به عدل ونکړای شئ؛ نو بیا چې څومره مو خوښې وی، یوه، دوه، درې او یا څلور(مېرمنې) په نکاح سره واخلئ.

درېیم: د یتیم پالنه هیڅکله هم د هغه سره په مال او حقوقو کې د ګډون معنا نلري:
دا پورتنۍ خبره شاید د ډېرو لوستونکو پر وړاندی غامِضه(ګونګه) وی او په ښه توګه سره واضحه نه وي، د همدې لپاره غواړو دا موضوع لږه نوره هم ښه روښانه او څرګنده کړو:

دا پورتنې مبارک آیتونه چې تاسې د سورة النساء په مبارک سورت کې ولوستل د أیتامو(یتیمانو) د سرپرستانو په اړه دي، قرآن کریم د یتیمانو روزونکو ته سپارښتنه کوي تر څو د یتیم مال هدر(ضایع) نشي او حق ېې ونه خوړل شي، د یتیم د مال خوړلو لپاره باید داسې پلمه او چل جوړنشي تر څو د هغه ښه مال له خپل مال سره ګډ شي او پدې توګه سره د هغه بې وزله انسان مال تلف شي، قرآن ددې ډول کار او ناروا جرأت لپاره د (حُوباً) کلیمه کارولی ده چې تاسې په مخکېني آیت کې ولوستله او دا کلیمه د یوې سترې ګناه معنا افاده کوي.

که چېری یو څوک د یوې یتیمې انجلۍ سرپرستي په غاړه ولري او بیا وغواړي چې له هغې سره واده وکړي؛ نو پدې صورت کې د دې یتیمې انجلۍ سرپرست او څارونکي ته پکار دي چې د هغې په مهر او مال کې له ظلم څخه ځان وژغوري او د هغې سره دې هیڅکله هم ددې لپاره واده نه کوي تر څو د هغې بې وزلې مال تر خپلې ولکې لاندی راولي.(په دې اړه په تفسیر کابلي کې لیکل شوي دي چې(1): د یوې انجلۍ سره به د اسلام په آوائلو کې مخکې له دې چې دا مبارک آیت را نازل شي د دوو هدفونو لپاره واده تر سره کېده:

لومړی هدف: کله کله به داسې پېښېدل چې ددې یتیمې انجلۍ سرپرست اوساتونکي شخص به ددې یتیمې انجلۍ سره د هغې د ښائست له کبله او هم د هغې د ځمکې، زیاتو باغونو او د مال له کبله واده کاوه؛ (که څه هم چې هغه به پدې واده سره ناخوښه وه) ، خو ستونزه به داوه چې هغې به بل څوک نه درلوده تر څو شکایت ورته وکړي او د خپل خاوند څخه د حق مُطالبه او غوښتنه وکړي.

دویم هدف: کله به داسې هم کیدل چې دا یتیمه انجلۍ به دومره ښائسته نه وه، خو له مړ شوي پلار څخه به ورته زیاته شتمني او مال پاتی ؤ؛ نو دې شخص به یواځې د هغې د مال په خاطر ورسره نکاح تړل غوښتل، تر څو د هغې مال دده له لاس څخه ونه وځي او په مال کې ورسره بل څوک شریک نشي، خو له دې انجلۍسره به ېې دومره مینه نه ساتله؛ نو دا مبارک آیت را نازل شو او د یتیمانو سرپرستان له دې کار څخه منع شول او ورته د حل لاره هم وروښودل شوله او هغه دا چې که چیری ویریږي چې عدل په پام کې نشي نیولی او حق تلفي رامنځ ته کیږي؛ نو په دې صورت کې دې له بل چا سره خپله نکاح وتړي).

څلورم: یتیم ته مه په قهر کیږئ:
د یتیم سره به زمونږ بله ښېګڼه دا وي چې پر هغوی هر وخت غصه ونکړو، بلکه د خپل اولاد په څېر د هغوی روزنه او پالنه وکړو: لکه چې قرآنکریم په دې اړه مونږ ته داسې لارښودنه کوي:{فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ} سورة الضحى/ 9 آیت.
ترجمه: او یتیم ته مه په قهر کیږه(بلکه د هغه د پلار په شان اوسه).

په پورتني مبارک آیت کې د یتیم سرپرست ته ددې ښودنه شوېده چې نوموړی باید د هر هغه عمل څخه ځان وژغوري چې په هغې سره د یتیم په حق کې ظلم رامنځ ته کیږي او یتیم زورونه پکې حس کیږي.(پدې اړه علامة سعدي رحمه الله پخپل تفسیر کې فرمايي: تاسې له یتیم سره ځیږ(بد) چلن مه کوئ، خپله سینه د هغه په اړه مه تنګوئ او مه یې رټئ، بلکې ښېګڼه او نیکي ورسره وکړئ او چې څومره مو وس وي ور ته مال ورکړئ او داسې سلوک ورسره وکړئ، لکه تاسې چې یې د خپل زوی سره کوۍ. تفسیر (تيسير الكريم الرحمن في تفسير كلام المنان ) 928/ صفحه.

په لنډه توګه سره ویلی شو چې: که چیری تاسې غواړۍ یتیم وو هئ؛ نو پداسې ډول به یې وهۍ چې تر څو هغه ته کوم ضرر ونه رسیږي او د خلکو پر وړاندی سپک او حقیر نشي).

د نبوي آحادیثو په رڼا کې د یتیم د حقوقو پالنه:
نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) ډېر داسې ارشادات او ویناوې شته دي چې د یتیم سره په خواخوږئ او همدردۍ باندی دلالت کوي چې د مشت نمونه ېې خروار په توګه سره به د یو څو لنډه یادونه وکړو:

د یتیم پالونکي انسان لپاره یو زیری:
د امام بخاري او امام مسلم(رحمهما الله) (په یو متفق علیه) حدیث کې راغلي دي چې نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: “أَنَا وَ كَافِلُ الْيَتِيْمِ لَه أوْ لِغيرِهِ أَنا وَهُو كَهاتَيْنِ فِي الْجَنّةِ، وَأَشَارَ بِالسُّبابَةِ وَالْوُسْطَى”[2].

ترجمه: زه او دیتیم سرپرست (که چیری د خپلوانو یا دپردیو یتیمانو سرپرستي کوي) زه او هغه به ددې دواړو په څېر په جنت کې اوسو او په خپلې دشهادت په ګوتې او منځنۍ(غټې ګوتې) سره ېې اشاره وکړه.

د یتیم پالنې په اړه ګڼ شمېر حدیثونه راغلي دي چې له دغې جملې څخه به د یو بل حدیث هم لنډه یادونه وکړو: د حضرت عبدالله بن ابی أوفی(رضي الله عنه) څخه روایت دی چې وې فرمایل: یوه وخت مونږ د نبي(علیه السلام) سره ناست ؤو چې یو ځوان هلک ورته راغی او وې ویل: ((بأبي أنتَ وأُمي يا رسولَ الله، غلامٌ يتيمٌ وأُختُ له يتيمةٌ وأمٌ له أرملة، أطعِمنا أطعَمَكَ الله مِما عِندَك حتى نَرضى)).

مور او پلار مې دې له تا څخه قربان شي اۍ د الله تعالی رسوله! زه یو یتیم هلک یم او یوه یتیمه خور او یوه کونډه مور لرم، مونږ ته له هغه خوراک څخه چې له تاسې سره دی لږ څه راکړه تر څو مونږ راضي شو، الله تعالی دې تاسې ته خواړه در په نصیب کړي؛ نو نبي(علیه السلام) ورته وفرمایل:اۍ هلکه ! څومره ښه خبره دې وکړه ، زمونږ کورته ولاړ شه او هغه خواړه چې تا له دوي سره وموندل مونږ ته راوړه؛ نو دغه هلک هم راغی او 21 خرماوې یې له ځان سره راوړلی او بیا یې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ته د هغه په لاس کې ورواچولی؛ نو رسول(علیه السلام) په خپلو دواړو لاسونو سره دې(خرماو) ته اشاره وکړه او مونږ لیده چې هغه به دعا کوله تر څو پکې الله تعالی (جلت جلاله) برکت واچوي. بیا يې وفرمایل: ((“يا غلام سبعاً لك وسبعاً لأمك وسبعاً لأختك”، فتعَشّى بِتمرةٍ وتغدى بأُخرى)).

اۍ هلکه! اووه(خرما) دې ستا وي او اووه ستا د والدې(مور) لپاره دي او اووه ستا د خور لپاره دي؛ نو یوه خرما دشپې وخوره او نورې د غرمې لپاره وخوره، بیا هر کله چې دا ځوان بېرته د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) له خوا څخه ستون شو پدې وخت کې حضرت معاذ بن جبل( ددې یتیم ماشوم لپاره) را پاڅېد او خپل لاس ېې د هغه په سر کېښود او بیا يې وفرمایل: الله تعالی دې ستاسې دا دیتیموالي(ستونزه) حل کړي او تا دې الله تعالی د خپل پلار په څېر ستر کړي.

نو بیا مهربان نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: اۍ معاذه! آیا تا ولیدل چې ما له غلام سره څه ډول چلند وکړ؟
هغه ورته وویل: اۍ د الله تعالی(جلت عظمته) رسوله! تا پر دې ځوان رحم او ورسره دې خواخوږي وکړه، نو بیا نبي(علیه الصلاة والسلام) ورته پدې وخت کې وفرمایل: زما دې په لوی پروردګار باندی قسم وي چې د محمد روح(ساه) د هغه په لاس کې دی د مسلمانانو له ډلې څخه یو تن د یو چا سرپرستي نه کوي، مګر دا چې لوی څښتن تعالی هغه د هر ویښته په مقابل کې به ورته اجر ورکړي او د هر ویښته په مقابل کې به ورته یوه نیکي ورکړي او د هر ویښته په مقابل کې به ورڅخه یوه ګناه لری کړي. “[3].

په یو بل مبارک حدیث کې چې له حضرت أبوهریرة (رضي الله عنه) څخه روایت دی فرمايي چې: یو تن محبوب پیغمبر اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته راغی او ورته یې د خپل زړه د قساوت (سختوالي) څخه ګیله وکړه؛ نو لارښود پیغمبر اکرم(صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل: (( إنْ أَرَدّتَ تَليين قلبك فأطعِمِ المِسْكِينَ وامْسَح رَأْسَ الْيَتِيْمِ)). [4].

ترجمه: که غواړی چې زړه دې نرم شي(خواخوږي او نرمي پکې را پیدا شي)؛ نو بې وزله ته ډوډۍ ورکړه او د یتیم سر په سر لاس را کش کړه.

له همدې کبله ویلای شو چې یتیم پالنه خورا یو نیک عمل دی او د هغه سره د مرسته کوونکي انسان لپاره ستر اجرونه په پام کې نیول شویدي. په پای کې به دا مقاله په همدې سره راټوله کړو چې: لوی څښتن تعالی یو قدردان ذات دی او د خپل بنده یوه کوچنۍ نیکې هم ورته خورا ارزښت لري؛ نو څه فکر کوئ چې لوی خالق تعالی به خپلو هغو بندګانو ته چې د هغه د رضایتمندۍ لپاره یې په بې ساري اخلاص سره حسنتات او زیاتې ښېګڼې تر سره کړی وي څومره بې شمېره اجرونه ورکړي!!!!!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهمې سرچینې:
(1): (تفسیر کابلي سورة النساء/ 3 آیت / 426 مخ).
(2): متفق عليه حدیث / أخرجه البخاري / د حدیث شماره 6005، او فتح الباري کتاب کې ، 10جلد 450 صفحه.
[3]: دا حدیث امام الهيثمي پخپل کتاب /مجمع الزوائد و منبع الفوائد 8 جلد 161 ص کې ذکر کړیدی.
[4]: إمام أحمد / کتاب المسند، 2جلد / 263 صفحه.

لیکنه: فضل الله ممتاز

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: