لمونځ‌نیکي او ګناه

په قصد سره لمونځ قضا کول

قوله تبارك وتعالى: فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاَةَ فَاذْكُرُواْ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا (103)

ژباړه:كله چې ادا کړی تاسو فرضي لمونځ نويا دوی الله (جل جلاله)  يا دا چې دلمانځه اراده وکړی نو يا دوی رب خپل په حال دولاړي كښي چې روغ ياست، په حال دناستي او په حال دڅنګ وهلو کې كه چيري تاسو مريضان ياست، او چې كله مطمئن سوه لاست له سفره يا له خوفه څخه نو قائموی او ادا كوی لمونځونه خپل سره دټولو اركانو ادابو او واجباتو، بېشكه چې لمونځ دالله (جل جلاله) له خوا په مؤمنانوباندې په خپلواوقاتواووختونوکې چې معين اومعلوم دي فرض ګرځيدلی دی .

 په پورته ايت سره دلمانځه دفرضيت، هم دارنګه دهغه دادا كولوپه اړه په مطمئن ډول سره په خپلو اوقاتو کې ذكر وسو، همدارنګه مؤمن په هر وخت کښې  دالله له لوري مكلف دی چې دلمانځه اداپه خپل وخت وکړي، كه دغه بنده جوړوي او كه مريض وي، كه مسلمان مقيم وي او كه مسافر وي،خوهغه بايددلمانځه لپاره امادګي ولري وقوله تعالى: فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاَةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا (59) إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ شَيْئًا (60)

ژباړه: وروسته ترنبيانواوښوخلکوداسي خلک پيدا سول چې ددوی څخه وروسته وه داسي بد خليفګان وه چې ضائع کوله به دوی لمونځونه خپل او متابعت وکړ دوی دنفساني شهواتو، پس ژر به يوځای سي دوی له بد عاقبت سره چې هغه غی دی، مګرهغه چاچې وروسته له دې ارتكابه څخه هغه په اخلاص توبه ويستل او ايمان يې راوړی په حقه سره اودهغه وروسته يې ښه عمل وکړی، نو الله پاک به يې توبه قبوله کړي اودوی به جنت ته ننوزي او هيڅ نوعه ظلم به په دوی باندې ونه کړای سي، چې په هغه سره ددوی دعملونو ثواب كم کړای سي او ياددوی دعمل په نقص سره دهغوی عذاب ډير کړای سي،علماءکرام وايي چې بغي په دننه د جهنم کې يوه ناوړه داور شيله ده چې ډيره ژوره او بد طعمه ياني بدخونده اوبوی ناکه ده.

وقوله تعالى ويلٌ۬ لِّلۡمُصَلِّينَ (٤) ٱلَّذِينَ هُمۡ عَن صَلَاتِہِمۡ سَاهُونَ (٥)

ژباړه،پس هلاک ،يا افسوس او يا كنده ددوزخ ده لپاره دهغه چا چې لمونځ كوونکې دي خو دلمانځه څخه خپله غافله او لا اباله وي، بې خبره وي پخپلو وقتونو ادابو او كولودلمانځه سره، دلته دالله (جل جلاله) دمبارك كلام دري نوعه ايتونه ذكر سوه چې په اول سره دلمانځه فرضيت ثابت سو، په دويم او دريم سره دلمانځه دضائع كوونکې او نه اهتمام كوونکې ايداد او سزا ثابته سوه، حضرت عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) وايې چې دلمانځه دضائع كولو مانا دانه ده چې يوسړی دې لمونځ په صورت قطعي سره ترك اوپريږدي ،دلمانځه دضائع کولومطلب دادی چې لمونځونه په خپلو وقتونو كښي اداء نه کړای سي ياني اهتمام دلمانځه نوي، حضرت سعيد ابن مسيب امام التابعين(رضي الله عنه) وايې، چې ضائع كوونکی دلمانځه هغه چاته ويل کيږي،دمثال په ډول چې لمونځ دماسپښين نه كوي ترڅوچې د ماځيكروخت داخل نه سي، او دارنګه ماځيګر تر ماښام، ماښام تر ماخستنه، ماخوستن تر سهاره، سهار ترلمر ختو پوري په خپل وخت سره نه اداکوي، دغه سي مسلمان ته دلمانځه ضائع کونکی ويل کيږي، خو نور ډير علماء كرام بياضائع كوونکې دلمانځه تارك الصلاة بولي،کوم چې بېخي يې لمانځه ته شاه وګرځولي وي، دحضرت سعد بن وقاص رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی هغه وايې چې ما د ((فويل للمصلين)) دووايتونواړه درسول الله (صل الله عليه وسلم) څخه پوښتنه وکړه، چې داکوم كسان بلل کيږي،په جواب کې هغه راته وويل چې دا هغه چاته ويل کيږي چې لمونځونه په خپل وقت کې اداء كوي،هغوی دلمانځه دکولو اهتمام نه كوي  اوهغه سپك  ګڼي نوداسي كسانوته، كه څه هم هغوی ته لمونځ ګذاره ويل کيږي خوپه حقيقت دهغوی اهمتمام کم وي، دويل كنده په جهنم کې يوه ډيره عميقه كنده ده چې مختص دهم داسي كسانو لپاره ده چي لمونځونه په اهتمام اوغور سره نه اداکوي والله اعلم.

 مګر كه چاچې توبه په اخلاص سره ويستل او خپل عادت يې اصلاح کړی، نوالله (جل جلاله) به ورته عفوه وکړي وقوله تعالى يَـٰٓأَيُّہَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تُلۡهِكُمۡ أَمۡوَٲلُكُمۡ وَلَآ أَوۡلَـٰدُڪُمۡ عَن ذِڪۡرِ ٱللَّهِ‌ۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٲلِكَ فَأُوْلَـٰٓٮِٕكَ هُمُ ٱلۡخَـٰسِرُونَ (٩)

اي هغه كسانو چې تاسوايمان راوړيدی،نو تاسو دي نه اشغالوي مالونه ستاسو چې دهغه په خرڅولو او رانيولوسره او يا كاركولوباندې مصروف سي او اولادونه ستاسي چې دهغوی سره په لهو او لعب سره مشغول سی دذكراوديادوني څخه دالله (جل جلاله) چې هغه لمونځ دی، هغه څوك چې هم داسي  دلاابالی عمل ترسره كوي نو په تحقيق سره هغوی خاسرين او تاواني دی

دکلام الله په بل ايت کې اموال او اولاددواړه فتنه بلل سويدي،اوپه بل ايت کې ځيني اولادونواوازواجوته دښمنان ويل سويدي چې بايددهغوی دشرڅخه په کلکه پرهيزوسي ترڅودالله په معاصي اونافرماني کې انسان واقع نسي، يعني دهر انسان لپاره تر ټولو ضروري داده چې خپل لمونځونه په خپل وخت سره ادا کړي او ښه متوجه سي، چې ددنيا هيڅ روزګار يې دلمانځه دکولوڅخه غافله نه کړي، ځكه هره ګټه چې څومره ډيره هم وي كه دلمانځه تاخير او ترك پكښي کيږي، هغه په حقيقت كښي دهرچالپاره لوی او غټ تاوان دی خوانسان په دنياکې په خپل تاوان باندې ډيرکم پوهيږي،و قوله رسول الله (صل الله عليه وسلم) {عن جابر بن عبدالله (رضي الله عنهما) قال قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) بېن الرجل وبېن الكفر ترك الصلاة } رواه احمد ومسلم كتاب الايمان 134.

{وفي رايةٍوقال بېن الرجل وبېن الشرك والكفر ترك الصلاة} رواه ابو داود والنسائي ولفظه ليس بېن العبد و بېن الكفر الا ترك الصلاة تركه ولفظه بېن الكفر والايمان ترك الصلاة ابن ماجه ولفظه قال بېن العبد وبېن الكفر ترك الصلاة .

{وعن بريدة (رضي الله عنه) ‌قال: سمت رسول الله (صل الله عليه وسلم) يقول: العهد الذي بېننا وبېنهم الصلاة فمن تركها فقد كفر} رواه احمد وابن ماجه وابو داود والنسائي والترمذي وابن الحبان والحاکم.

دحضرت جابر (رضي الله عنه) څخه روايت دى هغه وايې چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم) وفرما
يله په منځ دسړي او كفر کې پريښودل دلمانځه دي، هم دا مفهوم په نورو حديثونو کې په مختلفو الفاظو سره ذكر سويدی لكه ((په مابېن دكفراو ايمان كښي پريښودل دلمانځه دي))  ((په مابېن دبنده او كفر كښي تركول ياپريښودل دلمانځه دي))  ((نسته په منځ د بنده او دكفر كښي مګر پريښودل دلمانځه)) تقريبا ديته ورته احاديث دحديثونو په ټولو كتابونوکښې په مختلفو الفاظو سره راغلي دي، دحضرت بريدة (رضي الله عنه) څخه روايت دى،هغه وايې چې ما دخير البشر (صل الله عليه وسلم) څخه پخپله اوريدلي دي، چې هغه مبارك به ويله هغه وعده او ميثاق چي زموږ او دكفارو ترمنځ دی هغه لمونځ دی، نو كه چالمونځ ترك کړاو لمونځ يې پريښودی دنو په تحقيق سره چې هغه كافر سو همدارنګه ابن ماجه او نور داحاديثو كتابونه دحضرت عبدالله بن شقيق تابعي (رضي الله عنه) له خولي څخه روايت كوي هغه وايې چې مابه درسول الله (صل الله عليه وسلم) ملګري اواصحاب مباركه ليدله چې په هيڅ يوبد عمل سره به يې چا ته دكفر نسبت نه كاوه غير دلمانځه دپريښودونکي څخه، يعني هغوی به  هغه چا ته  نسبت دكفر كاوه چې هغه به تارک الصلاة وه يعني لمونځ به يې پريښودی اونه به يې کاوه. متفق عليه.

په يوه بل حديث شريف کې راځي چې كله حضرت عمر (رضي الله عنه)دابولؤلؤغلام له لوري زخمي سو،نوهغه مبارك ډير په تکليف اوپه عذاب وو صحابه كرامو(رضي الله عنهم)به چې کله هغه ته دلمانځه دوخت ذكراويادونه وکړه، نو هغه به وويل چې لمونځ به ضرور كوم، ځكه كه څوك لمونځ نه كوي نود هغه لپاره په اسلام کې هيڅ حصه اوبرخه نسته، هم داسي به يې په تكليف اوسختی سره لمونځ ادا کړی، په داسي حال کې چې ويني به يې تر زخم څڅيدلي، الموطا وغيره. دهم دي حديث په شرحه اوتفسير كښي علماء كرام وايې ((اما انه لاحط لاحد في الاسلام اضاع الصلاة)) چې څوك لمونځ ضائع كوي هغه به دمسلمانانو په ډله كښي په ورځ دمحشر نه راپاڅيږي بلكه تارك الصلاة به په ورځ دمحشر ددغو څلوروكسانو په ډلو كښي راپاڅيږي، اول داچې دلمانځه پريښودونکې به ياد مال په ګټه ياطلب، ياد پاچاهي اومنصب، يا تجارت او يا په وزارت سره مشغوله وي، هغه څوك چې لمونځ ددنياد شغل له کبله ځيني پاتي سي، دقارون سره به يوځای راپاڅيږي او كه دپاچاهي په شغل دچاڅخه لمونځ پاته سي نو دفرعون سره به يوځای راپاڅيږي، كه دوزارت دچارو په شغل دچاڅخه لمونځ پاته سي، دهامان سره به يوځای راپاڅيږي، كه دتجارت په شغل دچاڅخه لمونځ پاته کيږي، نو دابی بن خلف سره به يوځای راپاڅيږي،كوم چې دمشرکېنو غټ تاجر وه.

په يوه بل حديث شريف کې دحضرت امير المومنين عمر بن خطاب (رضي الله عنه) څخه روايت دی هغه درسول الله (صلي الله عليه وسلم) دخولي څخه قول کوي چې لمونځ ددېن ستنه ده، كه چا لمونځ برپايه کړ ګواکې هغه ټول يې برپايه اوقائم کړ او كه چا لمونځ پريښوداوويې نړاوه نو ګواکې هغه ټوله دين ونړاوه او پري يښود، دحضرت معاذ بن جبل (رضي الله عنه) روايت دی {ان رسول الله (صلي الله عليه وسلم) قال: من ترك الصلاة مكتوبة متعمداً فقد برئت منه ذمة الله عز وجل } رواه احمد.

يعني كه چا فرضي لمونځ په قصده سره قضا کړی نو په تحقيق سره ددغه سړی څخه دالله (جل جلاله) ذمه بېزاره سوه، يعني الله دده ذمه واره نه دی کوم چې برائت دخدای داورڅخه دی، دصحيح مسلم اوصحيح بخاري په صحيح حديث کې.

راځي چې رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وايې چې زه امرد الله (جل جلاله) لخوا څخه امرسوی يم،دا چې دخلكويعني کفارو سره ترهغه وخته پوري مقاتله او جنګ وکړم، ترڅو چې هغوی دالله (جل جلاله) په وحدانيت او درسول الله (صلي الله عليه وسلم) په رسالت باندې اقرار كوي، حتى يشهدوا ان لا اله الا الله وان محمد رسول الله  اوپنځه وخته فرضي لمونځ برپايه كوي او دالله (جل جلاله) فرضي زكات وركوي كه څوک دغه دري كارونه ترسره کړي نو دوی زما څخه خپلي ويني او مالونه وساتله، مګر په حق داسلام سره او حساب يې په الله (جل جلاله)  پوري اړه لري متفق عليه ((الا بحق الاسلام)) لكه دبل وژل، چې دقاتل څخه به قصاص  اخستل کيږي، يا زنا كول دمحصن لپاره چي په دڅلوروشاهدانوپه لرلوياپه خپل اقرارسره به هغه په رجم کيږي، يا غلا كول اولا ره نيول چي لاسونه او پښي به ورڅخه غوڅيږي، يا بل داسي عمل كول چي په هغه سره ده ته سزا وركول کيږي او يادهغه څخه انتقام اخستل کيږي.

 قصدا دلمانځه په پريښودولو کې دډيرو صحابه كرامو(رضوان الله عنهم)د تابعينو او وروسته علماء كرامو ترمنځ ډير اختلاف نظر سته، ځيني علماء كرام په دې عقيده دي چې د لمانځه قضا كول په قصد سره مطلق كفر دی او ځيني علماء كرام چې ډيرزيات احتياط کوي بيا وايې چې دلمانځه قضاکول په قصده سره كبېره ګناه ده خودفرضيت څخه انکاريې کفردی، ځيني علماء کرام وايې چې کله فرضي لمونځ  په قصده سره پريښودل سي نو اعاده يا راګرځول يې سته، ځيني علماء كرام بيا په دې عقيده دي چې اعاده ياقضا يې نسته يوازي توبه يې كفايت كولای سي او كه په يوه عذرياهيره سره له چاڅخه لمونځ قضاسي نودټولوعلماوو په اتفاق سره يې اعاده اوراګرځول سته.

 هغه صحابه (رضوان الله عنهم) او علماء كرام چې تارك الصلاة په قصدي توګه سره كافر بولي عبارت دي له دغو علماء كراموڅخه لكه،

   عمر بن خطاب (رضي الله عنه) عبدالله بن مسعو، عبدالله بن عباس، معاذ بن جبل، جابر بن عبدالله وابودرداء (رضوان الله تعالی عنهم اجمعين) حضرت احمد بن حنبل، اسحاق بن راهويه، عبدالله بن مبارك، واسعي، حکېم بن عتيبة، ايوب سختياني، ابوداود الطيالسي،ابو بكر بن ابې شيبه، زهير بن حزم اوداسي نور… اما داحنافو دمذهب اکثره علماء كرام او خپله حضرت امام ابوحنيفه (رحمه الله) په دې مذهب دي، چې دلمانځه پريښودونکی په قصدې توګه سره كافر نه دی، همدارنګه يې اعاده يا راګرځول دلمانځه پردغه پريښودونکي باندې فرض بولي، ترڅو چې دغه تارك الصلاة دلمانځه دفرضيت څخه منكر نه سي، كه العياذ بالله څوك دلمانځه له فرضيت څخه منكر  سي نوبيا دټولو مسلمانانو په اتفاق سره كافر دی.

 هم دارنګه دلمانځه ادا كول په جماعت سره دځيني علماء كرامو په مذهب سره واجب او دځينوعلماءکرامو په قول سره مؤكد سنت دی، دجماعت پريښودل بيله شرعي عذره دځينو علماء كرامو په قول كبېره او دځينوکرامو په قول صغيره ګناه ده. والله تعالی اعلم قوله تعالى: يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ(42) خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ (43)

ژباړه: ياده کړه دوی ته هغه ورځ چې ښكاره او بربنډه به سي ساق بلاکيف دپروردګار او سخت وخت به دقيامت راسي، نوراوبه بلل سي ټوله مخلوقات و سجدي کولو ته لپاره دامتحان په دوی باندې، نوپه همدې وخت کې به كفار او منافقان  سجده و نه کړای سي، هك پك اوحيران به پاتي سي سجدي كولو ته، حال دا چې ذليله او كښته به وي سترګي ددوی دډيره شرمه اوخجالت څخه، راچاپير کړي به وي دوی ذلت او شرم، دا ځكه چې بېشكه وه دوی په دنيا كښي هغه کسان چې بلل کېدل به دوی طرف دسجدي كولو ته په داسي حال کې چې دوی به روغ رمټ وه، نو سجده به يې نه كوله.

په دې اخري ايت کې چې په دنيا کې سجده نكول يا دسجدي څخه انكار كول ذکرسو دځينو علماء كرامو په قول سره جماعت ترک كول مطلب دی، ځكه اول اذان او بېا اقامت دلمانځه لپاره دعوت دی، حي على الفلاح وحي على الصلاه منادي ټوله خلک چې دده اوازاوري هغوی د جماعت لمانځه ته رابولي نو دهغه منادي ايجابت نه كول يادهغه اجابت نه قبلول په دې ماناسره اخستل سوي ده.

 وقوله تعالي: وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ (43)

ژباړه،يعني تاسو سم برپايه اواقامه كوی لمونځونه خپل په ښه ترتيب سره اوهمدارنګه تاسو وركوی زكاتونه دمالونوخپلوڅخه اوتاسو ركوع کوی دنورو ركوع كوونكوسره، يعني دهغوی سره چي لمونځ په جماعت كوي يوځای لمونځ کوی، په دي ايت کې هم په جماعت كولو سره ښکاره امر سويدی چې دلمانځه ښه اداء په جماعت سره راځي همدارنګه په اغلب نظردعلماءکرامودوجوب لپاره دی.

{وعن النبې (صلي الله عليه وسلم) اول ما يحاسب به العبد يوم القيامة من عمله الصلاة فان صلحت فقد افلح وانجح وان نقصت فقد خاب وخسر} رواه الترمذي والنسائي وابن ماجه احمد وغيره في صحيح { وعن عبدالله بن مسعود رضي الله تعالى عنه من سره ان يلقى الله غداً مسلماً فليحافظ على هؤلاء الصلوات الخمس حيث ينادى بهن فان الله شرع لنبېكم صلى الله عليه وسلم سنن الهدى وانقصن من سنن الهدى ولوانكم صليتم في بېوتكم كما يصلي هذا المتخلف في بېته لتركتم سنة نبېكم ولقد راينا وما يتخلف عنها الا منافق معلوم النفاق او مريض ولقد كان الرجل يؤتي به يهادي بېن الرجلين حتى يقام في الصف} متفق عليه.

‌ژباړه لومړی حديث دحضرت رسول اکرم (صلي الله عليه وسلم) څخه قول دی هغه مبارک فرمايي چې ترټولومخکي  په ورځ دمحشر چې دبنده سره دحق الله حساب کيږي نو هغه دلمانځه حساب دی،كه چيري بنده په هغه حساب کې كامياب سو او صالح لمونځ يې ادا کړی وه، نووروسته به په ټولو حسابونو کې كامياب او بريالی وي، او كه چيري بنده په هغه حساب کې ناکام سواولمونځ يې يانه وه اوياناقص وختی، نو بېشكه چې دغه بنده خراب، برباد او تاواني سو.

دويم حديث دحضرت عبدالله بن مسعود(رضي الله عنه) څخه روايت دى،هغه وايې چې كه څوك دا خوښه لري او ورباندې خوشحاله کيږي چې دسباسره الله هغه  په داسي حال کې يوځای کې چې هغه دې مسلمان وي، نوپه  ښه توګه سره دي اقامه او حفاظت ددغو پنځو لمونځو نو وکړي،او كله چې دهغوی دادا لپاره دعوت وسي يعني اذان وسي نوهغه دي قبول کړي، په تحقيق سره چې الله (جل جلاله) مشروع ګرځولي دي لپاره ستاسو دنبې اکرم (صلي الله عليه وسلم) طريقي دهدايت او هم دغه پنځه لمونځونه دهدايت دطريقوڅخه دي ((يعني سنن الهدى)) كه چيرته تاسو لمونځونه  په خپلو كورونو كښي وکړی لكه دغه متخلفين چې يې په كورونو کې كوي، نو تاسو به دخپل پيغمبر(صلي الله عليه وسلم) سنت اودهغه دهدايت لاره  پريښي وي،هغه مبارک زياتوي او وايې چې بېشكه موږبه ليدله چې درسول الله (صلي الله عليه وسلم) دسنتو څخه به مخالفت نه كاوه، مګر يا منافق چې منافقت به يې بيخي ښكاره وه او  ياداسي مريض چې مسجد ته به يې دتګ اوراتګ توان نه درلود، همدارنګه به موږ ليدله چې يو سړی به دنورو دوو نفرو په اوږو باندې جماعت ته راوستل کېدی او په صف کې به در ول کېدی او اودس به يې هم په داسي توګه سره كاوه، يعني هغه به سخت مريض وو يوازي به يې حركت او تګ هم نسوای كولای خودنورو خلكو په مرسته سره به دجماعت لپاره مسجد حاضريدل.

 په يوه بل حديث كښي ذكر سويدی چې يو ړوند صحابې (رضي الله عنه) درسول الله (صلي الله عليه وسلم) وحضورته راغلی او داسي عرض يې وکړی چې يا رسول الله (صلي الله عليه وسلم) زما سره داسي ملګری هم نسته چې ماته لارښونه وکړي اوما مسجد ته راولي اوبيرته مي ترکوره پوري ورسوي،نو كما ته رخصت راکړل سي دا چې زه په خپل كور کې يوازي لمونځ ادا کړم اوزماعذرقبول کړي؟ نو رسول الله (صلي الله عليه وسلم)په اول ځل  وهغه ته رخصت ورکړ، كله چې هغه څه وروسته ولاړی نو بېرته يې هغه ته ږغ وکړی او ځانته يې نژدي راوباله،دهغه څخه يې پوښتنه وکړه چې ته په کورکې دمؤذن اذان اوري کنه؟نو هغه وويل بلي هو اذان اورمه. نوبيا رسول الله (صلي الله عليه وسلم) ورته وويل چې دهغوی ددعوت اجابت وکړه، ((يعني چې اذان اوري نو جماعت ته راځه)) په بل حديث کې  دحضرت عبدالله بن ام مكتوم(رضي الله عنه)  څخه حکايت کيږي چې هغه ورسول الله (صلي الله عليه وسلم) ته عرض وکړی، چې يا رسول الله (صلي الله عليه وسلم) زه په دواړو سترګو معيوب يم او كور مي هم دمسجد څخه يواندازه لري دی،اودامځكه هم دمختلفو موجوداتواو مخلوقاتودرلودوتکې ده چي مطلب يې ځناوراونورضرررسونکې حشرات وه،او  زما لپاره داسي ملګری هم نسته چې زما لارښونه تر مسجدپوري وکړي ايا زما لپاره درخصت داسي يوه لاره نسته چې زه په خپل كور کې لمونځ وکړم؟نو رسول الله (صلي الله عليه وسلم)له هغه څخه وپوښتل چې دموذن اذان په كور کې اوري اوكنه؟  هغه ورته وويل  بلي هواذان اورمه، نو رسول الله ورته وويل: چې کله اذان اوري نو دهغه اجابت وکړه، زه ستا لپاره درخصت لاره نه وينم ابوداود.

 په يوه بل حديث کې دحضرت عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) څخه روايت سويدی هغه وايې چې رسول اکرم (صلي الله عليه وسلم) فرمايلي دي هغه چا چې دمؤذن اذان واوريدی اودغه اوريدونکی يوه شرعي عذر دهغه داجابت او متابعت څخه بندنه کړی، نو الله (جل جلاله)  به له ده څخه هغه لمونځ قبول نه کړي چې هغه يې په خپل كور کې يې يوازي بي جماعته اداء کړي، صحابه كرامو (رضوان الله عنهم اجمعين) وپوښتل چې يا رسول الله عذر څه ته وايې؟ هغه مبارک په جواب کې وويل چې عذر بېره او مرض ته وايي ابن داود او ابن ماجه يعني نورڅه چې څوک ددنياپه کاراخته وي يامجلس کوي يالټي کوي اومسجدته دلمانځه لپاره نه ځي معذورنه سي بلل کيدلای.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: