افغانستان مشاهیرتاریخ

په هند کې د اسلام شاه سوري سلطنت

د شېرشاه له مړینې وروسته د پښتنو یو شمېر مشران لکه  عیسی خان، سعید خان لکپور، جمال خان او شېخ محمد لکپور له یو شمېر  نورو درباریانو سره جرګه شول او بیا یې یوه بېړنۍ غونډه راوبلله او وې پتېله  چې ډېر ژر  باید شېرشاه  ځای ناستی وټاکي.

څرنګه چې مشر زوی  عادل شاه ډېر لرې وه او ګرانه وه چې پدغسې سیاسي  نازک وخت ژر ځان ورسوي نو ځکه غونډې جلال خان  چې د پېښې ځایته د عادل خان  په پرتله نږدې وه  او نوموړي هم ډېر ژر په پنځو ورځو کې  ځان  راورسوو او درباریانو  دی د پادشاه په توګه وټاکه. که څه هم جلال خان  په سر کې  دا ونه ومنله او ویل یې چې عادل خان زما مشر ورور دی  د پادشاهي  حق د هغه دی.

درباریانو له یوې خوا دی ځکه  د پادشاهۍ وړ ګاڼه چې د پوهې او حوصېلې  له مخې نوموړی د عادل خان په پرتله غوره وه او له بلې خوا دښمن  غوښته  چې له دغې تشې نه ګټه واخلي او واک  د پښتنو له لاس  بیا مغلي واکمنو ته ولېږدوي. نو ځکه جلال خان هم ومنله او ځان یې د اسلام شاه په نوم  پادشاه اعلان کړ.
تاریخ مرصع هم د دې پېښې یادونه کړې ده او پدې اړه یې کښلي دي:
؛موږ واړه مشران ستا په سلطنت راضي یو… هغه ووېل چه څو م مشر ورور شته ماته نه ښائي… عیسی خان عرض  وکړ په امور د سلطنت  سستی کول  باعث د خرابي  شه… پس  له هغه په ورڅ  د پنجشنبه یوولسم  د شهر ربیع الاول سن اته صوه دوه   پنڅوس وه په تخت  ئی د دولت جلوس  وفرمایه  او څان ئی  په اسلام شاه  مخاطب کړ اول نوم ئي عبدالجلیل وه…؛(۱۴)
(۱۴)تاریخ مرصع ۳۸۷مخ

عیسی خان حجاب  چې له شېرشاه سره یې هم ډېره خواخوږي درلوده دا رنګه یې د اسلام شاه لپاره هم ښه نیت  درلود. نو ځکه خو  اسلام شاه د ده مشر زوی الیاس خان ته د فتح خان او کشر زوی ته  اسحاق خان  ته یې د اختیار خان لقبونه ورکړل. عادل خان چې د خپل ورور له  پادشاهي خبر شو نو بیا یې خپل زوی  محمود خان اګرې ته واستوو چې هلته د ځان لپاره کوم ملاتړ تر لاسه کړي خو کومه ګټه یې ونکړه.
عیسی خان  نیازی او خواص خان چې پدغه وخت کې د ؛ماروار؛ په ولایت کې وو او د اسلام شاه له فرمان نه یې  اطاعت وکړ  بیا د ده چوپړ ته راروان شول.

کله چې دوی رتنپور ته  نږدې شول  نو خواص خان  عادل خان  ته احوال  واستوو چې  دا نه ښایي  د خپل ورور مخالفت وکړې ځکه چې له دې څخه به ډېره لویه فتنه په ملک کې راولاړه شي.
که له یوې خوا عیسی خان  نیازی او خواص خان د هېواد پلازمېنې اګرې ته په لاره وو  خو له بلې خوا  اسلام شاه هم د اګرې په لور روان وه. کله چې دوی په اګره کې   یو د بل سره مخامخ  شول نو بیا یې غاړه سره ورکړه او اسلام شاه په لوړ اواز  ووېل  ؛سر له نن نه د هند پادشاه شوم.؛

د پښتنو مشرانو او یو شمېر درباریانو په سلا  او هاندو هڅو عادل خان هم خپل ملاتړ له خپل ورور اسلام شاه نه اعلام  کړ.
تاریخ مرصع هم پخپلو پاڼو کې دې ټکي ته داسې اشاره کړې ده:
؛پس عادل خان کنجي د رتنپور  په ګماشتکانو  اسلام شاه وسپارلی  او متوجه په ملازمت د ورور شه… فی الجمله  هرګاه عادل خان په دوکانچه  وخوت اسلام شاه  له تخت کوز شه  ورسره غاړه غړی شه… نور اسلام شاه  عادل خان  تر لاسه ونیوه دواړه ورونړه په تخت کیناستل  او فاتحه د پلار  وکړه… شیخ علی  سروانی له خپله تره چه شیخ محمد چه صاحب  سجاده وه شیخ مکی قتال وه… په نقل راوړه چه یوه ورڅ شېرشاه وعادل خان  شهزاده ته وو چه چار چاپیر تر لښکر قلعه د خاورو بنا کړه… اسلام شاه له بهار راغی  شیرشاه ورته  وفرمایل چه مشر ورور  د په قلعی  ولاړ دی له ده سره ملاقات وکړه…اسلام شاه نژدی ورغی له اس کوز شه او عادل خان سور وه… جلال خان سلام کا  عادل خان ورته التفات ونه فرمایه… څو اسلام شاه ورغی پښی ئی کښل کړ…

راوی وائی  چه زه هغه ورڅ هم حاضر وم چه سرمست خان سربڼی  عادل خان په چبو تره ودروه  او وئی و چه  عادل خان سلام کا  او اسلام شاه هسک ورته ونه کتل… وائی چه اسلام شاه پخوا له ورتلو د عادل خان څو څو انانوته… ویلی وو چه عادل خان هرګاه  حضور ته له زوی  سره مړ کړئی…؛(۱۵)
(۱۵)تاریخ مرصع  ۳۹۸مخ
که چېرې حقیقت دا وي  نو ولې داکار  تر سره نشو؟ پدې اړه ځینې  پدې اند دي چې اسلام شاه امر کړی وو چې له هر درباري سره به یوازې یو تن  پریږدي  ان  له خواص خان سره هم… ښایي چې هر تن له ځان سره څو کسان د پادشاه حضور ته وړي وي او یا ښایي  چې کومه خبرتیا  یې تر لاسه کړي وي او یا ورته کوم شک پیدا شوی وه.
هره خبره چې وه وبه  خو په پای کې  دا کار ترسره نشو  پدې اړه تاریخ مرصع کاږلي دي:
؛دوی وپوهیدل چه  د مجلس رنګ بل دی خپل متعلقات ئی په زور ننه یستل هر ګاه چه مطلب د اسلام شاه روانه شه څکه په چاپلوسی راغی او عادل خان په تخت له ځان سره کنیناوه  او ورته ئی وو  چه ته مشر ورور ئی او مشر ورور پڅای د پلار دی… اوس  پاسه دا تخت پخپل جلوس مزین  کړه… عدل خان  ورته وو چه سلطنت په تا مبارک ده.؛(۱۶)
(۱۶)تاریخ مرصع  ۴۰۲ مخ

که څه هم عادل خان په زړه کې د پادشاهي کوم  خیال نه  درلود.  ولې د اسلام شاه  زړه ته دا نه پرېوته  چې ګنې عادلشاه  د پادشاهي په تمه نه دی.
یو شمېر درباریان  او سرداران  پدې پوهېدل  چې د وروڼو بې اتفاقي نه یوازې د دوی په زیان دی بلکې د ټولو پښتنو په زیان دی. دا ځکه چې د بابر زوی همایون په ارامه ناست نه وو د بیا واک  ته رسېدو په لټه کې وه.ولې یو شمېر درباریان یاد اسلام شاه له وېرې  او یا هم د خپلې ناپوهۍ له بابته داسې وو چې  پادشاه ته یې سمه سلا او مشوره نه ورکوله.
اسلام شاه هم  د بې باوري په ناروغۍ اخته وه نو ځکه خو یې فکر کاوه که چېرې له یوې خوا همایون بیا په هند تېری وکړي او زه دلته خپل ورور عادل خان سره په جګړه بوخت  یم نو ماته به ګرانه وي چې دوه ځایه وجنګېږم غوره به وي چې لومړی عادل خان له خپلې مخې لرې کړم.
د همدې لامل له مخې غازي خان یې   عادل خان ته  ور واستوه  چې زه به ستا په کړو وړو هغه مهال ډاډه شم  چې تاسو څو ورځې  پخپلو  پښو کې زولنې واچوئ  او بیا زما حضور ته راشئ  زه به بیا ستا له پښو د ټولو   وګړو  په مخکې زولنې ماتې کړم.

عادل خان پدې خبرې  ډېر خفه شو. ولې دم ګړۍ  یې له غازي خان سره منله خو د کلا له کړکۍ نه یې ځان  خواص خان ته ورسوو او ورته وې وېل چې تره! ماته د تاسو  په درناوي  د رتنبور  کلا  پرېښوده  او د خپل کشر ورور تابیعت  مې ومانه  او اوس داسې څه اورم چې د منلو وړ ندی.
خواص خان په ډېرې خواشنۍ  له عیسی خان  نیازي سره  سلا وکړه او بیا یې هماغه زولنې د غازي خان په پښو  کې واچولې  او زندان ته یې ټیل  واهه نوموړي له هغه وروسته پښتنو ته مخ واړوه چې اسلام  شاه غواړي  یو ځل  بیا د پښتنو تر مینځ هغه کیسه راغبرګه کړي  چې لودي سلطان ابراهیم د سلطان سکندر ټول سرداران  او وزیران یا مړه  او یا له کاره ګوښه کړل  چې په  پای کې د هندوستان  پادشاهي  د همدې بې اتفاقي  له کبله  مغلو ته پلاس ورکړه.
رښتیا هم تاریخ ښودلې ده چې اسلام  شاه په لوی لاس  د پښتنو خپل  مینځي جګړو  ته لار  پرانسته.  او د خواص  خان خبره  نوموړي د خپل پلار ډېر  باوري  ملګري او دوستان یا خو یې ووژل  او یایې له هېواده تېښتې ته اړ کړل چې موږ  خواص خان ،عیسی خان نیازی ،جلال خان ، عالم خان ، خدایداد خان ، سعیدخان  نیازی  او په لسګونو  نور یادولی شو.
کوم څه چې  پدغه لړ کې  ډېر مهم  وو هغه دا وو چې اسلام شاه د خواجه اویس سرواني  په مشري یو لوی لښکر  د نیازي ټبر د ځپلو لپاره ولېږه او پخپله ډیلي  ته لاړ.

دغه جګړو دومره  ناوړې  پایلې تر شا پرېښودې  چې له بابته یې له دواړو  سیالو لورو نه په زرګونو پښتانه ځوانان مړه شول او له نیازي ټبر سره پدغه جګړه کې  هم یا خو نیازي ځوانان مړه شول او یاد اعظم همایون او د نورو ټبرونو  په ګډون  غرونو ته وختل  او هغه ګڼ شمېر پښتانه چې کشمیر ته وتښتېدل ،د کشمیر والي  د هغوی د مشرانو  لکه د عیسی خان ، همایون  او سعیدخان  سرونه  پرې کړل او بیا یې اسلام شاه ته راولېږل.

دې پېښې د هندوستان په ټولو مېشتو پښتنو ناوړه اغېزه وکړه  نو ځکه اسلام شاه  خپل  ملاتړ له لاسه ورکړ.
مغل همایون چې د پښتنو  له دغه کورني اخ ډب نه خبر شو  نو ځان یې د هندوستان نیولو ته چمتو کړ. ډېر ژر د نیلاب  له سین نه راپورېووت. دغه وخت اسلام شاه هم  پوه شو چې حالات کړکېچن دي باید همایون د دې وس پیدا نکړي چې د هند کومه سیمه لاندې کړي  نو بیا یې په ډېرې چټکۍ یو لښکر د هغه د ځپلو  لپاره وګماره  او پخپله هم وخوځېد.
کله چې د بابر زوی همایون له دغه  ستر ځواک نه خبر شو پرته له مقابلې نه له ډرې وېرې  بېرته کابل ته ستون شو.

اسلام شاه د دغه بري  له امله نور هم مغرور شو او بیا له پخوا نه زیات لا پخپلو درباریانو بد ګمانه شو او ډېره بده دا چې یوه ورځ  چا ورته د یوه پښتون ملنګ چې خواجه حسن نومېده شکایت وکړ. تاریخ مرصع هم  دغې کیسې ته اشاره کړې ده چې اسلام شاه دروېش  راوغوښت چې ته په تاویز سره (۴۴۱مخ) د شریعت  خلاف عمل کوې…  ملنګ په پټه خوله  وه  او هېڅ یې ونه وېل. بیا پادشاه  په غوسه  شو او یوه لته  یې ورکړه او بیا یې ورته ووېل: که  چېرې بیا دې دا کار کړی وه په  اور کې  به دې  وسوځم.  فقیر  د دغې خبرې په ځواب کې ورغبرګه کړه:  نه چې پدې اور کې پخپله وسوځې…  له دې خبرې وروسته شېخ ووت.  ملنګ له دې یادونې وروسته په اسلام شاه  همدغسې  یوه سخته بلا نازله شوه  چې په چیغو به یې وېل:  وسوځېدم. شپه ورځ په همدې فریاد کې وه  کله کله به بې حاله شو  او چې په سد به راغی  نو دولت نو دولت خان به ورته ولاړ وه. دولت خان د شجاعت خان  ؛فرزندي؛ زوه وه ولې  پر پادشاه دومره ګران وه چې له خزانې یې یو لک  روپۍ هم اخیستلی شوې.

پداسې حال چې  تاج کرلاڼی او شاه محمد فرملي  یې سر ته ولاړ وه  په پای کې ؛په تاریخ د اته ویشتم میاشت د ذی الحجه سن انصو یوشپیته  څائی وجان  آفرین  ته وسپاره  او سلطنت  د اسلام شاه اته کاله  او نه میاشتې  او اوه ورځې وه.؛(۱۷)
(۱۷)تاریخ مرصع  ۴۴۲مخ

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: