حدیثونو پښتو ژباړهروژه

په يوې روژې باندي د 70 كاله سفر مسافت په اندازه د اور څخه انسان ليري كيږي-حدیث

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا.[صحیح البخاری 2840]

ژباړه: د ابوسعید رضي الله تعالی عنه څخه روایت دئ چي ما د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چي ویل یې: څوک چي یوه ورځ د الله په لاره کي روژه ونیسي نو الله پاک به یې مخ 70 کاله سفر مسافت په اندازه د اور څخه لیري کړي.
توضیح: خریف فصل ته د مني وایي خو دلته مرادر ورڅخه کال دئ ، یعني خدای پاک به یې مخ اویا کاله د اور څخه لیري کړي.
دلته مخ ذکر دئ خو مراد ورڅخه ټول بدن دئ یعني الله پاک به یي ټول بدن د اور څخه لیري کړي.
تعلیم الاسلام راډیو فراه

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: