متلونه

پښتو لنډۍ ۴۰

موری خارج ته می زړه کیږی
هلته زمونږلپاره ډیردي ښه حقونه
«»«»
لوری خارج کې ګدر نشته
پیغلی منګۍ په انترنیت کې ډکوینه
«»«»
څومره ساده اوس عاشقې شوه
په اس مس کې کار کوژدی ته رسوینه
«»«»
ځوانانو لری ځان تری ساتې
له تخنیکی مینی نه بوی دګیریس ځینه
«»«»
ما په فیسبوک پرون ورک کړی
پرون راهسی دی ګوګل کې لټومه
«»«»
بدبختی دی کی ده مورجانی
افسوس بیلتون هلته ویروس کرلی دینه
«»«»
په انترنیت کې ځوان مین شو
نجلی شوه ورکه انترپول کې لټوینه
«»«»
یارمې کابل زه په مسکو کی
دانترنیت په نوشتومینه شومه

امرالدین سرحد

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: