قانون، شریعت او مصدرونه یې

ړوند تقليد

پدې وروستيو کې د ړوند تقليد مشکل په عام ډول په اسلامي نړۍ کې او په ځانګړي ډول زمونږ په ټولنو کې ډير شوی، ړوند تقليد کمزوري اوبې شخصيتي ده، مثلا څوک د يو کار په کولو قادر نه وي ، يا يې په فرهنګ کې نه وي او يا کومه بله خبره وي خو دى ديته مجبور کړي چې بل فرهنګ ته ورشي او له هغه څخه يې غلا کړي، پداسې حال کې چې دا غلا شوی تقليد يې نه له فرهنګ سره توافق لري، نه دين سره او نه عاداتو سره.

د تقلید ډولونه

لومړی:مثبت تقليد.
دوهم:منفي تقليد.

مثبت تقليد ديته ويل کيږي چې څوک له بل چا څخه د هغوى ګټور او ارزښتناک تقليد وکړي، مثلا نن ورځ مونږ وينو چې غرب په ساينس ټکنالوژۍ کې مخکې دي ، طب کې مخکې دي او داسې نورو څيزونو کې زمونږ څخه ډير پر مخ تللی ، که مونږ د هغوى ساينس او ټيکنالوجي را اخلو يا طب کې ورڅخه تقليد کوو، دی کې کومه خبره نشته بلکې د تاييد وړ ده. اوس که مسلمان ځوان دا احساس پيدا کړي چې له غرب څخه د مثبت تقليد په فکر کې شي، دا خو ډيره ښه ده او الله تعالی به ډير اجر هم ورکوي.

دوهم منفي تقليد: منفې تقليد ديته وايې چې څوک له بل چا څخه د هغوى فرهنګ بې له دې چې په هغه کې کومه ګټه ووينې را واخلي ، مثلا که په غرب کې هر ډول کالي اغوستل کيږي زمونږ ځوانان پرې وياړ کوي او اغوندي يې، حتی تر دی پورې چې د غرب وحشت هم مونږ ته ښه ښکاري ، مثلا ريسلنګ په غرب کې يو وحشيانه لوبه ده چې له پيله تر پايه وحشت او غير اخلاقی ده، اوس که زمونږ په ټولنه کې وګورو ډيری ځوانان داسې هم شته چې د غربي رسلرانو هغه د وحشت څخه ډکې قوارې پڅير خپل د ځان د برارولو کوښښ هم کوي . متاسفانه چې زمونږ په ټولنو کې ټول منفي تقليد دی څوک د مثبت تقليد د لاسته راوړلو په فکر کې هم ندي.

سوال دا دي چې ولې مونږ له غرب څخه د هغوی منفی او بې ګټې تقليد را اخلو او مثبت اړخ پريږدو؟ او ولې خپل عادات او رواجونه پريږدو؟ پداسې حال کې چې مونږ د ځلانده تاريخ لرونکې يو. ړوند تقليد يواځی زمونږ په ټولنه کې د ناپوهه ځوانانو عادت ندی، بلكې زمونږ مفکرين ، پوهان او لويان هم دا عادت لري چې د غربي نړۍ تقليد په پټو سترګو کوي. مثلا زمونږ ډيري ژب پوهان غواړی چې پښتو ژبه له عربی څخه ليری کړي او انګليسي ته يې نيږدی کړي او د انګليسي لغات پکې استعمال کړي.

يو وختې يوه غربي غوښتې و چې مسلمان شې، هغه ددې لپاره چې اسلامي ټولنه له نيږدې څخه وويني ، اسلامي نړی ته يې سفر وکړ ، دلته چې وګرځيد او مسلمان ځوانان يې وليدل چې کوښښ کوي ځان زمونږ په څير جوړ کړي، هغه وويل حتما مونږ په حق يو ځکه چې دوی زمونږ تقيد کوي!.
پرون ورځ غرب زمونږ څخه زمونږ فرهنګ واخست بلکې ټول فرهنګ حتی تردی چی زمونږ له مذهب څخه يې هم ګټه پورته کړه او مونږ يې يواځې پردی مصروف کړو چې ګټه يې نه وه مګر تاوان يې و، دوی مونږ په خپل منځي جګړو بوخت کړو، دوی زمونږ څخه اندلس د مذهبي جنجال له اچولو وروسته واخيست، د پر مختللې اندلس له ټکنالوجۍ څخه دوی ګټه پورته کړه.
پرون ورځ هغوی زمونږ څخه زمونږ فرهنګ واخيست، زمونږ له پرمختګ څخه يی ګټه پورته کړه ولې نن ورځ مونږ د هغوی منفی تقليد ليری نه غورځوو او د هغوی ټکنالوجي تری نه اخلو، د هغوی مثبت اړخ ته ولی فکر نه کوو او ګټه تری نه پورته کوو، ولی مونږ وخت ته نه ملتزم کيږو.

زمونږ ځوانان يواځی د هغوی د فرهنګ هغی لورته متوجه وی چې مونږ ته ګټه نه رسوي، مثلا د مساوات غوښتل، د هغوی کالي اغوستل، او… پداسې حال کې چی دا څیزونه بايد مونږ هغو ته پريږدو چې له مونږ څخه يې واخلي. الله جل جلاله مونږ ته د بهترين امت خطاب کړی لکه څرنګه چې فرمايې: ((کنتم خير امة اخرجت للناس((


ولې موږ تقلید کوو

مونږ ترټولو ښه امت يو، ولی هغوی زمونږ تقليد نه کوې او مونږ د هغوې کوو؟
ولی استقامت نه پيژنو؟
ولی په استقامت ځان نه پوهوو؟
آيا پدې پوهيږۍ چې استقامت څه شې ته وايې؟ او استقامت څه معنی لری؟
استقامت: د مستقيمی لارې اختيارول او دمستقيمی لاري په سلوکو ځان برابرول دي، استقامت دین دی، په دې کې ټول عبادات شامل دي، ظاهري او باطني، او د منع شويو شيانو څخه ځان ساتنه ده، استقامت د منځنئ لارې اختيارول دي، له افراط او تفريط څخه ځان ژغورنه ده.

اوس چې دې استقامت و پيژانده، دا ړوند تقليد پريږده، او خپله پخپله فکر وکړه او ځان له تقليد څخه وساته.
دا هرکله اورو چې امريکې، جاپان، فرانسی او… د صحيح تفکير له مخې د غه پرمختګ کړی، پدی پوهيږو چې هغوی هره ورځ پرمخ ځي، بيا ولې مونږ هم له هغوی څخه په دی اړه تقليد نه کوو او ځان پرمخ نه بيايو.
مګر مخکې تردې چې مونږ هم د هغوې په څير پرمخ ولاړ شو لمړی بايد خدای (جل جلاله) ته د استقامت له لارې مخه کړو.
کله چې په ځان کې د استقامت لاره غوره کړه، حتماً به پرمخ ځو او خدای به مو مرسته کوي.
الله تعالی فرمايی: (( فآستقم كما أمرت ومن تاب معك )) سورة هود : آية (112
الله تعالی خپلو انبياو ته هم په استقامت باندی امر کړی، موسی او هارون عليهما السلام ته الله تعالی فرمايی: (( قال قد أجيبت دعوتكما فاُستقيما )) سورة يونس – آية {89)

نبی کريم صلی الله عليه وسلم هم په استقامت امر کوی، په يوه حديث کی فرمايي: ((سددو و قاربو)) د سددو معنی دلته د استقامت حقيقت ته ځان رسول دی.
او د قاربو معنی اجتهاد د سداد لاری ته کول دي.
وروسته له دې چې مسلمان ځان کې پورتنې کمال پيدا کړې بيا ويلی شو چې د مسلمانانو پرمختګ او دهغوی د تقليد څخه ځان ليری کول ممکن دي. بيا کولی شو د غرب منفې تقليد پريږدو او مثبت تقليد يې ونيسو.
مسلمانه وروره! که څوک ځان کې استقامت پيدا نکړي، د علم لاسته راوړل ورته ناممکن کيږي، په غرب کې پوهه شته خو استقامت نشته که چيرته مسلمان ځان کې پوهه او استقامت دواړه پيدا کړي بيا به ترټولو مخکې وي.


د استقامت اساسی اسباب:

اول: د استقامت مهم او اساسې علت د خدای اراده د بشر لپاره ده، اد د بنده هدايت کول او مستقيمې لارې ته يې برابرول دي.
دوهم: په هرکار کې اخلاص او د خدای (جل جلاله) او د خدای (جل جلاله) د رسول (صلى الله عليه وسلم) اطاعت کول دي.
دريم:استغفار او توبه ويستل، چې دا له اساسي او عمده اسبابو څخه دي.
څلورم:نفس سره محاسبه کول.
پنځم:د فرايضو ساتنه.
شپږم:د علم لاسته راوړل.
شپږم:له ګناه څخه ځان ژغورنه.
اوم: له دروغو، ښکنځلو او غيبت څخه د ژبی ساتنه.
اتم:په خدای توکل کول او له شیطان څخه ځان ژغورنه.
پدې وپوهيږه چې وروسته د دغو اسبابو له پلي کولو څخه به مونږ هم د پرمختګ لورته روان شو او غربي ړوند تقليد به پريږدو.
په پای کې هيله ده چی ما د ړوند تقليد اساسې عوامل او د هغوی حل ښودلی وي، بياهم ټينګار کوم چې د خدای (جل جلاله) په کتاب او د هغه د رسول (صلى الله عليه وسلم) په سنتو منګولې لګول د بريالي توب اصلي سبب کيدی شي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: