اسلامي سیاست او دولتاقتصاد

ښه حکومت داری او د خواړیز فقر مخنیوی

ښه حکومت داری او د خواړیز فقر مخنیوی (Good Governance and prevention of poverty)

مقدمه

په نړۍ که دا په عموم ډول سره منل شوی چی د واقعی دیمواکراسی، د بشری حقوقو مرعات کول، صلحه اود ښه حکومت دارۍ په نه موجودیت کی انکشاف او پرمختګ د ستونزو سره مخامخ کیږی. د نړۍ په هغه هیوادونو کی که له جګړی څخه نوی وتلی دی، د فقر د منځ نه وړلو ستراتیژۍ (تګلاری) د طرح په وخت او د ښی حکومت داری د برنامو په پلی کولو کی د بیلا بیلو موانعو سره مخ کیږی. پداسی هیوادونو کی اول د دولت ټول تاسیسات ضعیفیږی او د دولت توجه او بودیجه د انکشافی کارونو په ځای تر ډیره حده په جنګی او نظامی فعالیتونو باندی مصرفیږی او یا هم د د سیاسی شخړو او مبارزو د آرامه کولو پخاطر په مصرف رسیږی. په دوهم قدم کی شخړی او سیاسی جنجالونه ددی سبب کیږی چی د هیواد وګړی د فقر په لور بوزی د مثال په ډول د هیواد په داخل کی داسی کورنۍ ډیریږی چی په هغه کی ښځینه او اطفال زیات وی، د تعلیم مخنیوی کوی او د ورځنیو فعالیتونو چی د هغه په ترځ کی یو نفر د خپلی کورنۍ لپاره خواړه چمتو کوی، بیکاره کیږی او په اوږد مهال کی د زیرمه شویو خواړو د خلاصون سره مواجع کیږی چی د ټولی کورنۍ د فقر عامل کیږی.
د فقر سره د مبارزی په لړ کی، د یو ملت بیا جوړونه او د دیموکراتیک ریفورم معرفی کول د یو داسی هیواد لپاره چی نوی له جګړی راوتلی وی ، د یوی نوی ستونزی سره مخامخ کیږی چی د جهانی کیدو په نامه سره یادیږی، مثبت او منفی ټکی لری. ددی لپاره چی د جهانی کیدو د مثبتو ټکو څخه په اعظمی توګه ښه استفاده وکړلی شو، نو حکومت باید د خصوصی سکتور، مدنی ټولنی، نړیوالو حمایوی سازمانونو او د عامه ګټو ګروپونو سره جوغت کار وکړی تر څو د مارکیت د سیستم څخه حمایت او د هغه د پایداری عامل شی او هر ډول کارخانی (وړی او غټی) وکولی شی چی په منطقوی او نړیوال تجارت کی پانګونه وکړی.
پدغه لیکنه که د فقر د کمښت، ښی حکومت داری او عامه اداری په موضوعاتو بحث شوی او بحث ډیر دی باندی متمرکز دی چی یو ملک وروسته له جګړی څه ډول پښو دریږی او افغانستان د ډیرو استراتیژیکو اسنادو په درلودلو سره بیا هم ولی ډیر فقیر خلک لری.

میتودولوژی او مواد

دا لیکنه لومړی د حکومت داری، عامه اداری، فقر، جهانی کیدو په مفاهمو رڼا اچوی او بیا هغوی د افغانستان د اوسنی حالت سره سم مقایسه کوی. بیا وروسته د افغانستان د دولت په نویو ستراتیژیکو فعالیتونو او د هغوی تاثیرات د فقر په کمولو او کی ترځیړنی لاندی نیول کیږی.

افغانستان وروسته له دریو لسیزو

په افغانستان که خواړیز مصونیت وروسته له دریو لسیزو پرمختګ کړی دی او په عین وخت کی د ستونزو سره مخامخ دی. اوس مهال ډیرو کمپنیو د غذا د پروسس او تجارت په برخه که خپل فعالیتونه ګړندی کړی دی. ددی تر څنګ په دولت کی هم یو شمیر اداری غواړی چی تنظیم کوونکی او مدیریتی سیستم د غذایی امورو لپاره تقویه کړی. د افغانستان د غذایی چارو اړوند فعالیتونه په یو مختلط شکل (multiagency) سیستم سره کنترولیږی. معنی دا چی اوس مهال په افغانستان که غذا عموما په دوه برخو ویشل شوی ده، چی هغه خام زراعتی محصولات او پروسس شوی خواړیز محصولات دی. خام کرهنیز مواد معمولا د کرنی ، مالداری او آوبو لګولو وزارتونو لخوا کنترولیږی حال دا چی پروسس شوی خواړه د روغتیا وزارت د صحت محیطی د ریاست دنده ده. با وجود ددی چی ددی دوه وزارتونو تر منځ یو تړون او تفاهم نامه امضا شوی تر څو د منابعو د ضیاع او غذایی مواد د مصونیت څخه اطمینان حاصل کړی. مګر بیا هم ځینی مواد په ښه او واضح ډول ندی ورکی تعریف شوی. د بیلګی په ډول پروسس او غیر پروسس شوی خواړه په واضح ډول ندی تعریف چی اکثر وخت د دوو وزارتونو د مامورینو ترمنځ د ستونزو لامل کیږی.

د کرنی ، مالداری او اوبولګولو وزارت چی د د غذا د تولید په برخه مهمه ونډه اخلی، په تیرو څو کلونو کی ځینی پرمختګونه کړی دی. د مثال په ډول تخصصی زده کړی د وزارت په کارمندانو کی ډیری شوی دی. مګر تر ټولو مهمه داده چی ددی لسو کلونو په اوایلو کی د وزارت یو ریاست درلود چی د غذا کیفیت او مصونیت کنترول کړی او د افغانستان د خلکو لپاره اطمینان ورکړی. مګر د وخت په تیریدو سره اوس مهال دا مسولیت د حیواناتو د صحت ریاست او نباتاتو د حفاظی د ریاست تر منځ ویشل شوی دی.

علاوه د روغتیا وزارت یو تعداد نورو وزارتونو هم دی چی د غذا د کنترول په برخه کی مهمه ونډه اخلی. د مثال په ډول د تجارت او صنایعو وزارت یو کمیسیون لری چی مسولیت یی دادی چی په مارکیت کی غذا کنترول کړی. دا کنترول معمولا د لیبل کتل، د تاریخ کتل او په ځینو وختونو کی د تجار لخوا د غلطیو کتل ورکی شامل دی.
د ته ورته د اقتصاد وزارت او مالیی وزارتونه هم مهم رول لری. دا دواړه وزارتونه د خوړو د امنیت (Food security) په برخه کی د پلان جوړونی او بودیجی مسولیت لری. مګر د دوی پلانونه په تنها نه جوړیږی څکه د کرنی ، مالداری او اوبو لګولو وزارت د ستراتیژیکو ذخایرو څانګه د دوی سره جوغت کار کوی تر څو د ټول افغانستان لپاره ځینی تخمینونه وکړی او د هغه په بنسټ د افغانستان د خلکو لپاره په کافی اندازه اوړه یا غنم تهیه کړی.
ددی وزارتونو تر څنګ یوه بله اداره چی د افغانستان د ستندردونو د مستقلی اداری په نوم سره یادیږی ددی مسولیت لری د خوړو اړوند ستندردونه د کودیکس د بین المللی مواد څخه اقتباس او د افغانستن لپاره یی نظر د افغانستان په شرایطو برابر تدوین او تهیه کړی.

پولیس او د امنیت ملی اداری هم په داسی حالاتو کی چی ځینی مشکوک خواړه و وینی‎ُ ، چک کوی یی او نمونه یی د روغتیا وزارت صحت محیطی او لابراتور ته استوی ‎، ددی نتایجو په بنیاد دوی خپل تصمیم د مشکوک تجار په وړاندی نیسی.
د پورته ذکر شوی مختلط سیستم په موجودیت کی داسی قضایا واقع کیږی چی غذا په بشپړ ډول سره نه کنترولیږی. هر څوک خپل مسولیت نه پیژنی، مارکیت د داسی خوړو څخه ډک دی چی هغه معمولا په نورو هیوادونو کی منع دی. ددی ټولو ناخوالو تر څنګ تر اوسه په افغانستان کی د غذا لپاره قانون شتون نلری. په هغه ځای کی چی قانون نه وی او اجرآت تر سره کیږی ولی به فساد نه ډیریږی. راپور ورکونه، شفافیت، خلکو ته آګاهی ورکول، مطبوعاتو ته د ستونزو شریکول ټول هغه ستونزی دی چی پدی سیستم کی موجودی دی.

ښه حکومت داری او عامه اداره

شفافیت، دیموکراسی او کار اهل کار ته سپارل د غذایی امورو په برخه کی د هغه اساساتو څخه عبارت دی، چی یو سیستم د بریا په لور رهبری کوی. شفافیت پدی معنی چی دا مهال د تفتیش مامورین، د لابراتوارونو د کنترول کیفیت ځانګه او د تصدیقونو څانګه کار کوی، مارکیت ته د کنترول لپاره څی او هره ورځ یو یا دوه د خوړو د تجارت تاسیسات تړل کیږی. مګر ددی لپاره چی ټول ملت پدی وپوهیږی چی تیر کال څومره ځایونو کی تفتیش تر سره شو؟ څومره دوکانونه و تړل شول؟ په لابراتوار کی څومره نمونی تر لاسه شوی دی او څومره یی مثبتی او څومره یی منفی دی؟ دا ټول هغه شیان دی چی د خوړو د مصرف کوونکی لپاره ډیر اساسی دی تر څو هغه خپل تصمیم د خوړو د انتخاب په برخه کی وکړی. اوس مهال ټول افغانان وایی خواړه مو بی کیفیته دی ! مګر دولت ددی په خاطر چی شفافیت په سیستم که نلری نه غواړی خلکو ته ځواب ووایی چی ما تیر کال دا کارونه تر سره کړی دی او دا لاس ته رواړنی مو درلودی تر څو خلکو قناعت کړی وای چی هو رښتیا دولت کار کوی، سیستم موجود دی او د خلکو د مصونیت په خاطر هڅی روانی دی.

دیموکراسی هم د یو ښه سیستم لپاره اصلی دی. دا په دی معنی چی په تصمیم نیونه که باید ټول هغه کسان چی د دولت د تصمیم څخه متاثره کیږی ګډون ولری. مګر اوس مهال تصمیم د دولت د دوه یا دریو مامورینو لخوا نیول کیږی او په مصرف کوونکی او خواړیز تجار باندی عملی کیږی. د ته ورته د سیستم مرکزی ساتل هم یوه لویه ستونزه ده. اوس مهال د دولت مامورین نه غواړی چی د کابل ولایت څخه د تصمیم نیولو یا اجراتو لپاره په ساحه کی عملیات وشی. په یو ښه دیموکرات سیستم کی خلک د دولت سره جوغت کار کوی او سیستم ډیر ولایاتو یا زونونو په سطح د تصمیم نیولو په خاطر خپل صلاحیت تقسیموی. د مثال په ډول لابراتوار نه غواړی چی په ولایاتو که بل لابراتوار موجود وی څکه د دوی عاید کمیږی. صحت محیطی نه غواړی ټول مامورین د یو چتر لاندی راشی او د خوړو اړوند امور کنترول کړی. اکثریت فعالیتونه د غذا د کنترول په برخه کی یوازی په کابل تر سره کیږی. سوال دادی چی یوازی د کابل اسیدونکی د افغانستان دی او که ټول ولایات. نو په هره اندازه چی سیستم د مرکزی حالت څخه و ایستل شی د غذا امنیتی او مصونیت اړوند ستونزی کمیږی.

اهل کار ته کار سپارل یوه بله معضله ده. د ټول افغانستان لپاره ۹ نفره کار کوی تر څو غذا کنترول کړی. آیا د ۳۰ میلیونو خلکو غذا یوازی ۹ نفر کنترولی شی؟ نه. غذا خورو، غذا د بهر څخه په میلیونونو ټنو باندی واردوو او د ته ورته په وطن کی هم غذا تولیدوو مګر ولی په ټول هیواد کی د غذا اړوند تحصیلات او زده کړی نلرو؟ آیا یو ډاکتر ، یو فارمست کولی شی چی هم ډاکتر او هم د غذا متخصص شی؟ نه. نو ددی لپاره چی سیستم تقویه شی په افغانستان کی د غذا اړوند تحصیلاتو لپاره اشدی ضرورت دی. تر هغه چی زموږ د رستورانت، هوتل، قصابۍ او یا بل خواړیز تجارت مالک په غذایی امورو باندی پوه نشی، یوازی دولت نشی کوی په ۹ نفرو مامورینو باندی غذا کنترول کړی. که چیری زموږ په دولت کی مامور او وزیر مسلکی وی نو زه مطمین یم چی افغانستان په دا ډیرو څمکو او اوبو سره کولی آن بهر ته صادرات ولری. نو مسلکی توب ته باید تر سیاسی توب ترجیح ورکړل شی او هر څوک په خپل مسلک کی کار وکړی.

فقر

فقر هغه حالت دی یو انسان ونشی کولی د ورڅی د ۵۰ افغانیو څخه زیات عاید ولری. فقر معمولا د انسان د خپل عمل په خاطر منځ ته راځی. معنی دا چی خپله انسان د ځنګلونو د قطع کولو، د اوبو د بیځایه مصرف، د خوړو د بیځایه مصرف او جنګړو سبب کیږی، چی ټول په مجوعی شکل سره د فقر عامل کیږی. داسی ویل کیږی چی په افغانستان کی فقر په زیاته توګه په کلو او بانډو کی لیدل کیږی چی په کلیو کی ۴۵ سلنه او په ښارونو ۲۷ سلنه ښودل شوی ده. په افغانستان کی کابو ۱ میلیون کونډی موجودی دی چی د فقر په شدید حالت کی قرار لری. په افغانستان کی اطفال نسبت نورو خلکو ته ډیر متضرره کیږی. داسی ویل کیږی چی په افغانستان کی ۵۰ سلنه خلک په مضمن سو تغذی باندی اخته دی. کوچیان هم د افغانستان د هغه قشر څخه عبارت دی چی د فقر له امله ډیر زیانمن کیږی. د ملل متحد د خوړو د نړیوال پروګرام د موسسی د معلوماتو له مخی په افغانستان کی اوس مهال د ۷.۴ میلیونو افغانانو څخه خلک دومره ډوډۍ نشی پیدا کولی چی صحی او مصون ژوند ورباندی وکړی. او د ته ورته د ۸.۵ میلیونو په تعداد افغانان د فقر د خط په سرحد کی دی معنی دا چی یوازی دومره خواړه پیدا کوی چی ورباندی ژوندی وی.

د فقر عوامل مختلف دی، مګر په افغانستان ځینی مهم لاملونه یی په لاندی ډول دی:
1. بی سوادی – په افغانستان ۹۰ سلنه ښځیاو ۶۳ سلنه نارینه لیک لوست نشی کولی.
2. د کلیوالو خلکو عایداتی منبع یوازی کرهنه او مالداری ده چی د محیطی او سیاسی شرایطو په خرابیدو سره ډیر متضرره کیږی.
3. غیر کافی څمکه او هغه ته لاس رسی.
4. طبیعی آفتونه او ستونزی
5. د اوبو لګولو د سیستمونو خراب توب.
6. سیاسی شخړی

فقر په افغانستان کی د سیاسی تعهد د نه شتون له امله هم ورځ په ورځ زیاتیږی. د افغانستان د ۱۳۸۷ –۱۳۹۱ ملی انکشافی ستراتیژی کی د افغان دولت تعهد کړی چی موږ به فقر په هیواد کی کموو. آیا په دا تیرو څو کلونو کی څومره کار تر سره شوی دی؟ په خواشینی سره به ووایم چی د دولت سره د یو کال د کار د تجربی وروسته زه پوه شولم چی دولت کی ډیر جیب مهم نه ملت. د هری ستراتیژی په جوړولو باندی بهرنی متخصصان په لکونو لکونو پیسی بهر ته وړی مګر زموږ مشران وروسته د هغه د امضا څخه د ملی سند ته د تغویذ غوندی څو پوښونه کوی او بیا یی په آرشیف کی ساتی څو زوړ نشی او هیځ وخت عملی بڼه نه پیدا کوی.

د ته ورته د هیواد ټولی منطقی تر اداری او تخنیکی پوښښ لاندی نه راوستل کیږی. د بیلکی په توګه اوس مهال په شمال ولایتونو کی په اوسط ډول سره ۱۰ موسسی په یو ولایت کی تخنیکی او انکشافی کارونو بوخت دی حال دا چی په پښتنوسیمو کی دا ډول موسسی کمی تر سترګو کیږی. په هره اندازه چی هلته کم انکشافی کار تر سره کیږی معنی دا چی د فقر په له منځه وړولو کی کوم خاص ګام ندی پورته شوی.
د افغانستان د ۱۳۸۸ – ۱۳۹۲ انکشافی ستراتیژی په بنسټ کرهنه یو د اساسی فکتورنو څخه بلل شوی دی چی په افغانستان کی ۸۰ سلنه خلک په هغه باندی د خپل ژوند او معیشت په موخه اتکا کوی. ډیر به منفی نه اوسو مګر تاسی ووایاست چی د ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه ډیر پروژی تر اوسه د کرنی او اوبو لګولو وزارت ته راغلی نو آیا پدی هیواد کی د کرهنی په سکتور کی د ۳۰۰ میلیونو ډالرو پرمختګ تر سترګو کیږی؟؟؟ با وجوود ددی چی په روغتیا وزارت او کرهنه وزارت او د کلیو او باڼدو د بیا رغاونی وزارت کی د فقر په برخه کی ډیر انکشافی کارونه شوی مګر تفاووت یی ولی نه معلومیږی. د یادی شوی انکشافی ستراتیژی په یوه برخه کی راغلی چی په افغانستان کی خواړیز فقر د کوچیانو، کلیوالو او ښاری خلکو تر منځ د ۴۰، ۴۵ او ۴۱ سلنی په اندازه دی. آیا اوس وروسته له ۶ کلونو په افغانستان دغه یادو شویو ارقامو په کمولو کی څومره کار شوی؟

جهانی کیدل

جهانی کیدل چی په انګریزی کی ورته ګلوبلایزیشن وایی. انسان د تیرو څو پیړیو په ترڅ کی د ډیرو سفرونو او ځای د بدلولو په پایله کی ډیر خلک او نوی ځایونو د خاصو کلتورونو او اقتصادی پرمختګونو سره لیدلی دی. په دا نژدی وختونو کی د نړیوالی یوالی توب پروسه ډیره سریعه ده. معنی دا چی اکثر کارونو، تولیدی محصولات، تجارتی فعالیتونو، تجارتی قوانین او داسی نور کابو په ټوله نړۍ کی یو شانته کیږی.

جهانی کیدای شی په خواړیز فقر مثبت او منفی اغیزی ولری. د بیلګی په توګه که چیری یو افغان په خاصه توګه یو لوړ پوړی دولتی چارواکی بهر ته د یو کنفرانس د ګډون په نیت سفر وکړی او هلته داسی ستراتیژیکی خبری د فقر د کمښت په هکله وواری چی ډیری مفیدی وی. او بیرته په راتک سره سم هغه وغواړی پرته د افغانستان د شرایطو په پام کی نیولو سره هغه ستراتیژی ګانی او نوی پالیسی پلی کړی. چی عملی کول خو یی هیځ ممکن نه وی بلکه د هغه تر څنګ په ډیره کچه پیسی ورباندی مصرفیږی. بل مثال یی کیدای شی د غنمو یا غواګانو یو داسی نسل انتقال د بل هیواد څخه وی چی حاصل یی ډیر وی او هغه په افغانستان کی ترویج کړی. د هغه نوی توریدی نسل رواج کول په افغانستان کی د ډیرو خلکو د اقتصادی ودی سبب کیږی او پدی ډول د فقر د نیولو څخه یو څه مخنیوی کیږی.

پایله

په افغانستان که فقر بیلا بیل عوامل لری مګر هغه عامل یی چی د دولت په کړنو پوری تړلی د حل لاره لری یعنی که چیری د دولت په کارونو کی شفافیت او ځواب وینه، د نهادونو تر منځ هماهنګی، د بشر حقوقو ته پاملرنه، د دولتی خدماتو د کیفیت لوړول، د خلکو لاس رسی خدماتو په لوړه کچه، خصوصی سکتور تقویه او د بشری ظرفیتونو لوړول زیات کړی، هغه عوامل دی کیدای شی چی په افغانستان کی د فقر په کمولو کی ښه رول بازی کړی.
ماخذونه
1. Afghanistan National Development Strategy (2008 – 2013). Pp 288
2. Kantor, Paula & Adam Pain. (2011). Rethinking Rural Poverty Reduction in Afghanistan. AREU. Kabul, Afghanistan. Pp 4
3. Central Statistics Organization & World Bank. ( ). Setting the official Poverty Line for Afghanistan: Technical Report. Kabul, Afghanistan. Pp26
4. International Monetary Fund. (2006). Islamic Republic of Afghanistan: Interim Poverty Reduction Strategy Paper (IMF Country Report No. 06/194). Pp. 252
5. United Nations Office of the High Commissioner for Human Rights. (2010). Human Rights dimension of Poverty in Afghanistan. Kabul, Afghanistan. Pp. 32
6. Gelders, Susanne et al. (2010). Assessment report on regulatory framework and structure for medicine and food in Afghanistan. Kabul, Afghanistan. Pp 40.
7. UN-WFP. Afghanistan profile .Available online at:
http://www.wfp.org/countries/afghanistan/overview (consulted on Dec 21 2013).
8.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: