ټولنهښځه او اسلاممتلونه

ښځه د پښتو په متلونو كې 

كه موږ دخپل هېواد تېر تاريخ ته يوه ځغلنده كتنه وكړو،نو وبګورو ،چې ښځو دنارېنوو تر څنګ دژوند
په ټولو چاروكې ګډه برخه لرلې ده.څه دا چارې درزم په برخه كې وي او كه دبزم، كار وي كه زيار،وږه وي كه تنده،دهرې برخې چې يادونه وكړو،سم لاسي موذهن ته يوه بله ځلانده څېره ودرېږي،چې هغه دښځې ده.موږ او زموږ نه وروسته به هم هېڅوك ونكړاى شي،چې دا مطرح موجود له صحنې وباسي،يا يې كار نامې په هېڅ كې وشميري.لكه څنګه مو چې پورته يادونه وكړه ښځو دژوند په هره برخه كې خپله ونډه لرلې،چې موږ يې په ادبياتو كې دښځو په ونډه يوه لنډه كتنه لرو.
ښځې زموږ د ادبياتو يوه ځانګړې برخه جوړوي كه څه دا ولسي ادبيات وي او كه ليكني ادبيات،چې ولسي ادب ته شفاهي ادب،زباني ادب،يا فولكلو او ليكني ادب ته كتابي ادب،تحريري ادب يا دپوهانو ادب ويلى شو.
موږ په ډېر شمير ليكوالې لرو ،چې په ليكني توګه يې ګرانبيه اثار راپاتې دي،چې دهغو له شمېرې څخه د زرغونې انا دنوم يادونه كولاى شو.همدا شان ښځو په اولسي ادبياتو كې هم تر نارينوو ډېره برخه لرلې او داولسي ادب په هرډول فورم كې يې اغېزه تر سترګو كېږي.دبيلګې په توګه دلنډيو ويونكي ،چې زموږ داولسي ادب يوه بډايه او شتمنه برخه ده اكثرآ ښځې دي اويا د ښځو له خولې ويل شوې دي.لكه:

په سنګر بيا ټكونه وشول ميړه به مري موزي به بيا كور ته راځينه
خلك كالي كوي اختر دى زه دشهيد كالي په غېږ كې ګرزومه
همدا شان په سروكيو او يا نيمكيو كې،چې وايي:

داتڼ سر:
پرې مې ږده داتورې زلفې چې په مخ زانګي مه ږده د رانجو خالو نه سبا به وران شي

داتڼ سر دلنډيو سره:
سترګې دتورې په رنجو كړه مه ږده د رانجو خالونه دمساپر اشنا د غږ دى رابشينه
مه ږده د رانجو خالونه سبا به وران شي پرې مې ږده داتورې زلفې چې په مخ زانګي
همدا شان نارينه هم ددوي شتون په ادبياتو كې(ولسي ادب،او ليكني ادب)يوه ضروري او بشپړونكې برخه بولي او په دې اند دي ،چې كه ښځه نه واى نو زموږ ادبيات به دخوند او ښكلا تش او بې مالګې ويناوې به واى.
زه په دې عقيده يم،چې دښځو شتون دى،چې دنارينوو په ادبي اثاروكې يې قوت او جذابيت په برخه كړى. نو ددې لپاره چې ددې خقيقت سپيناوى شوى وي په دې ليكنه كې مې دمشت نمونې خروار په توګه دپښتو او دنړۍ له ادبه څخه مې هغه متلونه راغونډ كړي ،چې په هغه كې دښځو يادونه شوې ده. خو له هر څه نه وړاندې بايد ووايم چې متل څه شي ته وايي:

متلونه څه ته وايي:

په پښتو خو متل هغو لنډو ويناوو ته وايي چي د ښو معناوو او حكمتو څخه ډكي ويخو بيا هم دمتلونو تعريف ته ډول ډول كرښې ايستل شوې خو كه ټول سره را ونغاړو دا يوه موضوع ترې تر لاسه كېږي چې، متلونه دخلكو هغه سپيڅلې،پاكې معني دارى او لويې لويې لنډې جملې دي چې د اولس دثقافت ،فرهنګ ،علم او پوهې، كړو وړو ژوندۍ نمونې او داولسي پوهانو دلوړو افكارو نمايندګان دي.

متلونه له ډېر پخوا څخه موجود او زموږ دنيكونو غوره قيمتي تللې پخې وينا وې دي، چې دلنډيو په شان خوله په خوله تر دې وخته را رسيدلي دي .دمتلونو تاريخ هم دلنډيو په شان معلوم ندى او نه يې ويونكي معلوم دي ، بلكې په هره زمانه كې ويل كېږي او هر پښتون او پښتنه يې وايي، متلونه دټولو پښتنو دخولې مرغلرې دي، چې خورې ورې دخلكو په ذهن او حافظه كې پرتې دي دپښتو هر متل لكه لنډۍ غوندې يو ځانګړى خپلواك مضمون او مطلب لري او يا په بل عبارت ديوې پېښې او واقعې لنډيز دى.

ددې لپاره چې متل دخلكو لخوا ومنل شي، لومړى بايد لنډ با مانا، با مفهومه او بيا ساده او دخلكو په ژبه وي. همدا شان متل بايد ځانته خاص تون يا اهنګ او موسيقيت ولري، چې دخلكو په غوږو خوږ ولګي او په ماغزو كې يې سم لاسي ځاي ونيسي .

په پښتو متلونو كې ښځه:

الف
– ابۍ مړه شوه تبه يې وشكيده.
– اميرې وركې شوې مينځې ملكې شوې.
– اميرې يې وركوي شيڅ ميرى يې نه وركوي.
– ابۍ پې په خپله وڅښلې پردۍ پيشو په يټو كې زغلوي.
– ابۍ زړه شوه له شوقه ونه لويده.
– ابۍ چې دزړه كوي په څمڅه كې تبى وكړي.
– ابۍ كه رښتيا ووايم بيا مې وهې.
– ابۍ كه له زړه وكړي له اربشو كپچې وكړي.
– اور پسې راغلې ده.
– ارمان به كړې هلكه بيا به نه مومې ادكه.
ج:
– چنت دمور او پلار تر پښو لاندې دى.
– جنۍ هلته جنۍ شي چې دمنګي دسپرولو شي.
خ:
– خواره شي مكارې چې هم جنګ كوې هم ژاړې.
– خواره كړې هغه مينڅه چې دمينځې مخ مينځي.
– خويندې مړې شوې چې پاتې ميرې شوې.
– خرابه ښځه دبل ده.
– خواري ما وكړه دكندو ميرمن هغه شوه.
– خور مې خور خورزه مې دزړه ټكور.
– خورې تخت درته غواړم بخت د خپل دى.
– خور يې دماما دمينې دښمن ده.
چ:
– چې ماشوم ونه ژاړي مور شيدې نه وركوي.
– چې ځوان وم دنجونو يار وم چې زوړ شوم دنجونو پيغور شوم.
– چې په سر يې ګرزوي سر به در باندې ګرځي.(ښځه)
– چې د واده ميرمن متيزه ولاړه نو سرود چا ته غږوې.
– چې ابۍ دزړه وكړي په تروو كې هم كوچ ساتي.
– چې زما په ډوډۍ مست شوې بيا زما دمور ميړه شوې.
– چې زما تر وړاندې وشوې بيا زما دمور ميړه شوې.
– چې مور ننګيالۍ نه وي زوي نه فتح خان كېږي.
– چې مور ميره شي پلار پلندر شي.
– چې ځوان وم دنجونو ځان وم چې زوړ شوم د ښځو پيغور شوم.
– چې ښځه شي بې شرمه ميړه پرېباسي له شرمه.
– چا دمور په نس كې نه ده زده كړه كړې.
– چې كونډه شي بر بنډه شي.
– چې مور دې مي په ناز به دې واده كړي.
– چې نه دې وي له موره هغه ته مه وايه چې وروره.
– چې خوله يې خوري سترګې يې شرمېږي.
ځ:
– ځوانه ښځه دميړه خوا وهي.
د:
– دښځې ژړا دمكر خندا ده.
– دسپينې خولې ياران دي.
– دلور كبر ته ګوره دمور نېستۍ ته ګوره.
ښ:
– ښځه دكور مالګه ده.
– ښځه يا په كور ده يا په ګور ده.
– ښځه بايد پرده او حجاب ولري.
– ښځو په سابو ږيره وركړې ده.
– ښځې ته حال ويل په ځان اور لګول دي.
– ښځه كږه پښتۍ ده.
– ښځه كږه پښتۍ ده ماته به يې كړې خو سمه به يې نه كړې.
– ښځه مې دنجل وي سل مې د زامن وي.
– ښځه نه تخت غواړي نه بخت دميړه مخ غواړي.
– ښځي ته دباندې حال مه وايه.
– ښځې وايي: ميړه دخوړ كاڼي دي يو اچوه بل اخله .
– ښځا له اجاغه غواړه خوراو لور ولندبل ته وركوه.
– ښځه دميړه خوښه ده كه دكلي ،كلي وايي چې دميړه خوښه ده نه دكلي.
– ښځه شريكه ښه ده نه مال شريك.
– ښځه دشيطان لومه ده.
– ښځه كول اسانه ده پايڅه يې ګرانه ده.
– ښځه په كالو نه درنېږي او نر په وسله.
– ښځه چې زړه شي خوله يې پسته شي.
– ښځه دتن جامه ده.
– ښځه دميړه جامه ده.
– ښځه دكور څراغ دى.
– ښځه دښامار جنګ ته تياره ده.
– ښځه كه هر څومره ښه ده دسړي ځاي نشي نيولى.
ل:
– ليلي ښځه وه كه نر.
– لور دمور كوڅې ګوري زوي دپلار پټكى ګوري.
– لور له موره زوي له پلاره معلومېږي.
– لور يې خوږه مور يې ترخه زوي يې پاك حرامزاده.
– لور په غاړه ميږ مرداره.
– ليلا ته دمجنون په سترګه ګوره.
– ليلا بيا په كلي ولاړه يا به لچ راوړي يا غاړه.
– لورې ګرانه به دې وايم څوك به دې نه واده كوي.
– لور دكور بركت دى.
م:
– مېړنۍ ده چې يادېږي.
– مينځه چې توده شي هماغلته ويده شي.
– مور يې ګوره لور يې غواړه.
– مور يې په سوال شړمبې غواړي لور يې په چارك غوړو سر نه غوړوي.
– لور او مور جنګ وكړ كم عقلو پرې باور وكړ.
– ماشوم دمور دخولې بوي پيژني.
– مور او پلار يې په قاضي هلكان يې په بازي.
– مور يې چې درخانۍ وي لور يې ښاپيرۍ وي.
– مور نه ميره كېږي.
ن:
– ناوې له اولې ورځې مالوميږي.
– ناوې په خوله هى هى لري په زړه ګوړې ماتوي.
– ناوې په خوله ژاړي په زړه ګوړې ماتوي.
– ناوې خو به مې ته كړې وينكى به راباندې څوك وكړي.
– نوې ناوه راغله نوى دود يې كېښود.
– نوې نجونې راغلې نوى دود يې راوړ.
به اخر كې دا خبره هم يادول غواړم داچې متل هر ډول تاريخي ،رزمي ،بزمي ،فكاهي ،طنزي او …. مفاهيم را نغاړي نو كه په دې ليكنه كې له داسي متلونو سره سر شوى چې په هغو كې له ښځو سره ټوكې شوې وې ماته بښنه وكړى ځكه دا زما وينا نه بلكې داولس ويناوې دي.

عبدالقدير خموش

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: