بوټې او نباتاتبیولوژي

ګل لرونکي نباتات

ګل لرونکي نباتات هغه نباتات دي چې ګلونه لري. ځینی نباتات غټ ګل ګلونه او ځینې یې کوچنی ګلونه لری.

لوی او کوچني ګلونه

د نړۍ ترټولو غټ ګل   د Raffesia almodii په نامه یادېږي. دا کیدای شي  یو متر غټوالې وی. دا په اندونیزیا کې وده کوي. کوچني ګلان یوازی څو ملی متر قطر یې دی.

آیا تاسو یو کوچنی ګل لیدلې؟دا ګل په نارویژی ژبه یا په ستاسو مورنی ژبه څه نومیږی؟

د ګل لرونکو نباتاتوشمیرزیات دی. ځینې یو کلن ،ځینې یې دوه کلن او ځینې یې څو کلن دي.

یو کلن نبات

د مشنګ نبات یوازی یو کال عمر کوی. مشنګ یو مشیمه یی نبات دی چې تخمه یې په پسرلی کې وده کوی. دا ګل په اوړي کې  تخمونه جوړوي. کله چي تخمونه یې په مني کي پخيږي نو نبات يي له منځه ځی.بل پسرلی  تخمونه یې شنه کیږی او نوي نباتات جوړوي. موږ مشنګ ته یو کلن نبات وایو.انسانان تقريبا 8000 کاله مخکې مشنګ کرل . د مشنګ پلي د غربي آسیا څخه ده.

دوه کلن نبات

ګازرې دوه کاله عمر لري  او دوه کلن نبات دی. لمړی کال د ګازرې ګل تخم رامنځته کوي.، او شنه پاڼې وده کوي. شنه پاڼې ریښې ته غذایی مواد برابروي. نبات په خاوره کې د ریښې په مرسته غذایي مواد زیرمه کوی. ریښې تر بله اوړي په ځمکې  ژوند کوي.

په  اوړې کې د ګازرې ګل تخم رامنځته کوي . کله چې تخمونه پخيږي، نبات له منځه ځي.

کله چې بیا پسرل شی، تخمونه د ګازرې نوې نبات جوړوي.

ګازرې د منځني ختیځ څخه ده.  دا نبات  1000 کاله دمخه عربان  اروپا ته  راوړې دي

څوکلن نبات

خټکۍیو څو کلن نبات دی. د نبات شنه برخې په منی کی وچ او له منځه ځی، مګر ریښی د ځمکې لاندې ژوندی پاتې کېږی. بل پسرلي نوي پاڼې او ګلونه جوړوي.

خټکۍ یو اروپایی او لویدیز آسیایی نبات دی. مګر دا نبات د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې خپره شوې ده.

د څو کلن نباتات شمیر ې ډیر دی. څو کلن نباتات د ژمي په اوږدو کې د ژوندي پاتې کیدلو لپاره مختلف چلونه لري

د لاله ګل په خاوره کې د پیاز په مرسته غذایي مواد زیرمه کوی. پیاز په ژمی کې  ژوندی پاتې کېږی. کله چې پسرلی شي پیاز پاڼې او ګلونه جوړوي.موږ داسې فکر کووچې په فارسی ژبه تولپان له توربان یعنې لنګوټې/ پګړۍڅخه نیول شوې دی .

د پاڼو تویدونکو ونه د لوف په نامه پانې لري.په هغو هیوادونو کې چې سړه ژمي لري د پاڼو تویدونکو  ونی  پاڼی د منی په رارسیدو تویوی ځکه پاڼي اوبه ته اړتیا لري، ، او په ژمي کې اوبه یخ نیسی.که چېرې  ونې پاڼې ونه لري، نو ډیرې اوبه ته اړتیا نلري. په دې طریقه  تر څوچې یخونه اوبه شي خپل ژوند تیروی. کله چې بیا پسرلي شي بیا نوې پاڼې، ګلونه او تخمونه جوړوي.

وحشی ګلان

ګل لرونکې نباتات په طبيعت کې وده کوي چې موږ  ورته وحشي ګلان وایو. وحشي ګلان د  پسرلي په پیل کې شنه کیږی اوپه مني کې لیدل کېږی.وحشی ګلان بیلابیل ډولونه  لري.  د ګلانو بیلابیل ډولونه دسړک په غاړو کې موندل کیږي. تاسو لاندې بیلابیل وحشی ګلان چې په ناروې کې وده کوي کتلای شئ.

لیکنه د تصویرونو سره د لاندې تړوني څخه ښکته کړئ.

شکته کول

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: