آس او هوسۍ- ماشومانو کیسه

یو وخت آس په آزادۍ کي ژوند کاوه لکه فیل، شرموښ او زمری، په ټولو ځایونو کي ګرځېدلای سوای او د ټولو ویالو څخه یې اوبه چښلاي سوای، یو وخت یې د یوه څاه سره یوه هوسۍ ولیده، هوسۍ هلته اوبه چښلې آس ورته وویل:

– ځه ولاړه سه هوسۍ، دا زما څاه دئ.

هوسۍ وویل:

– دا ستا څاه نه دئ، دا د ټولو څاه دئ او د ټولو لپاره ډېري اوبه پکښي سته، یو لږ صبر وکړه او تر ما وروسته راسه اوبه وچښه.

آس وویل:

– یا! ستا وروسته یې نه چښم، تا اوبه مرداري کړې.

هوسۍ وویل:

– نه دي مرداري، که یو چا مرداري کړي وي نو تا به خپله کړي وي.

آس ته درد ورغلی او کوښښ یې وکړ چي هوسۍ ته لغته ورکړي خو هوسۍ وتښتېده، آس انسان ته ورغلي او ورته ویې ویل:

– انسانه! زما سره مرسته وکړه، هوسۍ زه توهین کړم او زه غواړم چي هغه پر لار کړم.

انسان ورته وویل:

– ښه دئ، ستا سره به مرسته وکړم.

انسان نېزه په لاس کي واخیسته، د آس پر شا کښېنستی او هغه څاه ته ولاړی، کله چي هوسۍ آس او انسان ولیدل وتښتېده مګر آس په هوسۍ پسې سو او انسان هوسۍ په نېزه وویشته، هوسۍ ولوېدله نو آس وویل:

– مننه انسانه مګر نو اوس زما څخه تا سه، زه غواړم چي اوبه وچښم او واښه وخورم.

انسان ورته وویل:

– دا څه وایې؟ ما ستا سره مرسته وکړه چي ته خپل دښمن مړ کړې، اوس باید ته زما لپاره د دې په بدل کي کار وکړې.

او پر آس باندي کور ته ولاړی، له هوسۍ څخه د آس غچ اخیستل د ده لپاره ګران تمام سول، ځکه چي هوسۍ تراوسه پوري خپله آزادۍ لري مګر آس ټوله عمر باید د یو بل چا لپاره کار وکړي.

د دې کیسې درس دا دئ چي غچ اخیستل ډېر خطرناک کار دئ ځکه کېدای سې چي یو څوک خپل ځان ته هم تاوان ورسوې.

(د فرانسوي سرچینې څخه)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب