آلزايمر کومه ناروغي ده او دمخنيوي لارې ېې څه دي ؟

آلزايمر دعقل دله منځه تللو ناروغي ده.ددې ناروغۍ نښې دادي ،چې انسان خپله حافظه او په تدريجي ډول دخبرو کولو ځواک  له لاسه ورکوي ،ځان له خلکو ګوښه آلزایمرکوي او همدا ډول تنفسي ناروغي هم ورته پيدا کيږي  .

ددې نښو دڅرګندولو وروسته له پنځو څخه تر لسو کلو وروسته انسان مړ کيږي ،خو دغه ناروغي ديادو نښو څخه شل کاله وړاندې په پيل کېدو وي .

دغه ناروغي دمغزو په ځينو برخو کې دعصبي حجرو په له لاسه ورکولو ،په عصبي سيستم په مختلفو برخو دمغزو دحجرو نکروزه کيدل ،په پروتيني کرو کې دبدلون رامنځ ته کېدل او ځينو نورو لامل کيږي.

دغه لاعلاجه ناروغي دلومړي ځل لپاره په ۱۹۰۶ کې آلماني ارواپوه آلويز آلزايمر وپيژنده.غالبا دغه ناروغي په ۶۵ کلونو پورته عمر خلکو کې ښکاره کيږي ،خو په ځينو خلکو کې شايد له دې عمره وړاندې هم پيدا شي.په ۲۰۰۶ کال کې ۲۶.۶ مليونه کسان په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته و او وړاندوينه شوې ،چې په ۲۰۵۰ کال کې به په هرو ۸۵ کسانو کې به يو کس دغه ناروغي ولري.

دآلزايمر ناروغي مخنيوی

your ads

د سپورټ اثر

په کاناډا کې د اونتاريو دمغزو دڅيړنو مرکز دالزايمر دناروغۍ او ورزش په تړاو يوه څيړنه کړې ،ددې څيړنې پر اساس  په آلزايمر ناروغي باندې دفزيکي کارونو او ورزش مثبت آثرات په لاس راغلي دي .ددې څيړنې په يوه بله برخه کې هغه خلک ،چې جسمي فعاليت نلري ۳۸ سلنو څخه زيات په مغزي او آلزايمر په ناروغيو باندې اخته کيږي .پوهان په اونۍ کې حد اقل ۱۵۰ دقيقې په منظم ورزش کولو باندې تاکيد کوي .

د آلزايمر ناروغي خاصه درملنه نه لري خو کولای شو ،چې دژوندانه دطرز او منظم کولو پر اساس ېې مخه ونيسو.

دژبې په يادېدو کې دآلزايمر مخنيوی

دیو شمېر څيړنو پر اساس په دوه ژبو خلکو کې دپيژندلو او درک وړتيا زياته وي او دوخت په تېرېدو سره ېې معزي فعاليت کم والی نه کوي په داسې حال کې وچې نور خلک دعمر په زياتېدو سره معزي فعاليت له لاسه ورکوي .

په کاناډا کې تر سره شوې څيړنې ښيي ،چې د دوهمې ژبې زده کول دآلزايمر په مخنيوي او دعقل زوال په مخنيوي کې زياته مرسته کولای شي.په حقيقت کې د دوو ژبو يادول په منځني ډول له نورو عواملو څخه څلور کاله وروسته په آلزايمر اخته کيږي .

دڅيړونکو په عقيده دغه  اثرات په يوه کس پورې اړونده ډير ارزښتمند دي ،ځکه ،چې تر اوسه پورې ددې ناروغي د له منځه تللو لپاره کوم درمل ندي پيژندل شوي . دوی داهم وايي ،چې د دوهمې ژبې زده کول په لومړنيو کلونو کې د الزايمر مخنيوی وکړي او هغه په ځنډ کې واچوي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب