آه د قبر لومړۍ شپه

 

دوه شپې دي چي مسلمان یې تل په فکر کي وي،

یوه هغه شپه ده چي په سکون او اطمینان سره یې یو انسان د خپل اولاد په څنګ کي تېره کړي هغوی ده ته اودی هغوی ته خاندي او په اخېر کي بې له کومي پرېشاني په خپل پالنګ کي په خواږه خوب وېده شي،

 بله هم هغه ور پسې شپه ده چي انسان له خپل اولاد ، مور او پلار ،  قریبانو او دوستانو څخه بېل شي  په وحشت اوتنهایې کې یې د لومړي ځل لپاره په هغه ځای کي تېروي  چي هلته نه خندا، نه استراحت  اونه خوب وي ،

هغه د قبر لومړۍ شپه ده ؛

آیا تا کله هم د همدغه وحشتناکي شپې تصور کړی دی ؟

دا هغه شپه ده چي د هغې له وېري پیغمبرانو ، صحابه کرامو د سلف صالحینوعلماوو ژړلي دي ، حکماء او پوهان یې وار خطا کړي دي، شاعرانو یې په وېر کي شعرونه ویلي دي او زیات تصنیفات په کي جوړ شوي دي،

د قبر اوله شپه؛

هغه شپه ده چي تش تصور یې هر څه هېروي ، انسان په فکرونو او سوچونو کي لاهوکوي ، او دژوند خوږېشېبې ترخې کوي،

د انسان ژوند که هرڅومره اوږد شي خو همدغه ترخه شپه چي ورپسې وي په یوه شپه نه ارزي ، کاشکې د قبر یوه شپه وای خو د زهرو یو غوړپ وو تېر کړی به مو وای خو نوري شپې یې هم د لومړۍ شپې په شان دي نو لویه خدایه دا به څرنګه شپې وي،

قبر یعني څه؛

هغه خاورین ټاټوبی ، هغه تنګ ځای ، هغه تیاره غا� �  چي لوڅ وي د انسان ورڅخه کرکه شي ، كه پټ شي او انسان په کي ایسار کړل شي څه حالت به یې وي ، که یو څوک په کي خوښ رضا کړل شي  ترخپل ټول جایداد او ملکیت ، هستي او دارایې به تېر شي خو دا ځای به قبول نکړي نومجبور انسان څه وکړي همدا یې مقدر دی,

قبر هغه ډېران دی چي هلته که ته هر څومره په ځور وې ، که هرڅومره په عذاب کي وې خو ستا فریاد څوک نه آورې ، دوستان او ملګري به دنه وي چي مرسته یې تر لاسه کړې ، او� �ادونه او مېرمن به د نه وي چي تا ته ډاډېینه در کړي ، مور او پلار به د نه وي چي زړونه یې در باندي و خوږېږي ،

نه سکون شته نه خندا شتــه شومـــه بېل  د خوب له ځایه

نه خپـــلوان شتــه نه م� �ګري تـه مي مـل شې لــویـه خدایه

دا د قــــبـر ړومبـــۍ شپـــــه ده د وحشت تــرخــه شېـبـــه ده

هره خــوا تـــوره تیـ� �ـــاره ده  تــــــرږمۍ ده ســـر تـــر پــــــایـه

کاشکې د غه یوه شپــه وای که تـرخــه وای که خوږه وای

دا د نـــوي ژونـــد آغـــاز دی خــدایه چل یـې راتــه ښـایـــه

نه پوهېږم چي څه وکړم  په دې تنګ ځای کي به څـه کړم

د عمــل نـــــړۍ شـــوه پـــاتـــه  اې وحـــشــ� �تـــه راتــــه وایـــه

چــي هــمــدا تیاره رڼــــاکــړم دغـــه تـــوره شپـه سبــا کـړم

دا وحشت پـــه یـــوه خـــوا کـــړم مـا زړې نـــړۍ تـــه بیایــه

الله تعالی فرمایې :

حتى إذا جآء أحدهم الموت قال ربِ ارجعون.. لعلّي أعمل صالحا في م اتركت… كلا إنّها كلمة هو قائلها.. ومن ورآئهم برزخ إلى يوم يبعثون .

کله چي له هغوی (انسانانو) څ خه یوه ته مرګی راشي نووایې اې پروردګاره ما بېرته د عمل دنیا ته وګرزوه ښایې چي هلته هغه نېک عملونه وکړم کوم چي ماپرې ایښي وو ، نه هیڅکله نه ، دایواځي د خولې خبره ده (نه خو دوی بېرته دنیا ته تللی شي او که ولاړ هم شي نوهغه نېک عملونه نه کوي چي اوس يې آرمان کوې او دا یې بې وخته او بې ځایه تمنا ده) او شاته یې د برزخ نړۍ ده د پاڅون (حشر) تر ورځي پوري .

آیا مونږ کله هم دا تصور کړی دی  چي کله مونږ د بېرته تګ غوښتنه وکړو او راته وویل شي ؟ :

نه نه هېڅکله بېرته نشې تللای ؛؛؛؛

اوس  د هم دغه وحشت ته پام شو؟

 اوس توبه ګار شوې ؟

 اوس په کړیو ګناهونو پښېمانه شوې ؟

 اوس د نېکو عملونو په آرمان شوې ؟

اې د قبر په وحشت کی را اېسار شوي انسانه ؛

چي مساجدو ته دشا وه او لمونځ د نه پېژندلو،

چي له قرآنکریم څخه د مخ اړولی وو،

چي د الله تعالی اوامرو ته د څټ ور ګرزولی وو،

چي د ګناهونو په وړاندي  الله تعالی درته دېوالونه درولي وو ته د خپل نفس د خوشا� �ه کولو لپاره په هماغه دېوالونو ور اوښتلې،

کومي لوبي نه وې چي تا په خپل ژوند ونکړې؟

آیا مونږ ته یواځی د خوب ، خوراک  اوڅښاک لپاره پیدا کړی وې ،

آیا مونږ ته ددې لپاره پیدا کړی وې چي د الله تعالی بندګان په خپلو کورونو کي ناکراره کړه ؟

تاته نه وو م علوم چي ته په ابتداء کي یو مردار څاڅکي وې او اوس مړزګه شوي آیا مونږ تا ته د انسانیت شرف ددې لپاره درکړ چي نورو انسانانو ته د څارویو په سترګه ګوره او د هغوی په عزت او مال لوبي کوه؟

هغه ته نه وې چي له نصېحت څخه به تنګېدلې او ځما بندګي د پرې ایښي وه او د خپل نفس د غوښتنو بنده شوی وې ؟

آیا تاته نه وه معلومه چي په همدغه ورځ به ته د ژوند د هري شېبې ځواب ورکوې ؟

کوم دروند بار وو چي تا یې دوړلو توان نه درلودلو او مونږ ته و� �باندي مکلف ګرزولی وې ؟

آیا ته مونږ په دې مکلف کړی وې چي د مسلمانانو تر م ېنځ ډبری ټکوه او فساد جوړوه او که مو له هغه څخه منع کړی وې ؟

آیا تاته مونږ یو بشپړ د ژوندانه نظام نه وو درلېږلی ، ولي د خپل ژوند په هغه نه سمبالو� �و؟

آیا تا دا فکر کولو چي مونږ به ستا کړه وړه هېر کړو ؟

په همدغه تنګ ځای کي تا تل لېدل چي انسانان خښېدل تاد ځان په هکله دا فکر ولي نه کولو چي یوه ورځ به ته هم دلته راځې ؟

اوس توبه ګار شوې؟

آیامونږ تاته صحت من ژوند او ځواني نه وه در کړي ؟

آیا همدغه ژوند د چي تېر شولو د نېکو اعمالو د کولو لپاره یو غوره چانس نه وو؟

 آیا ته نه وې خبر چي مرې به او بیا بېرته دنیا ته تګ ن� �ته ؟

آیامونږ ته نه وې خبر کړی چي یوبل ژوند هم شته چي ابدي دی ؟

آیاتا ته پیغمبرانو دا دعوت نه وو رسولی چي دلته یواځي نېک عمل تاته غوره ژوند دربښلی شي ؟

 آیا ته نه وې خبر چي د قبر اوله شپه او ورپسې نوري شپې یې ؛؛؛

له وحشت څخه ډکي دي؟

دلته تیارې دي د نېک عمل ډېوو ته به د ضرورت شي ؟

دلته تنهایې ده ښه ملګري ته  به د اړتیا شي ؟

د قبر اوله شپه او نوري شپې یې هم په همدې شکل دي؛؛؛

راشۍ چي لاندي قصه وګو� �و:

کله چي حسن ابن الحسن د علي کرم الله تعالی وجهه لمسی په ځواني کي وفات شو ښځه او واړه ماشومان یې پاته شول،  د اسلام مورخین لیکي :

هغه یې � �برستان ته انتقال کړلو خوښځه یې دومره ډېره غمجنه شوه چي یو الله تعالی ته به معلوم وي  ،

علیة نومېدله ، خپل واړه ماشومان یې ورسره په مخه کړلو او د قبر له پاسه یې خیمه ورباندي ودرو� �ه  ،

(که شرعا دا کار جواز نلري خو مورخینو لیکلي دي او زه یې هم دعبرت لپاره رانقل کوم)

او قسم یې وکړ چي تر یوه کاله پوري به دا او ماشومان  ور باندي  د قبر له پاسه ژاړي ، په ویر او ژړا او پرله پسې غم چي کله کال پوره شو د خېمې م� �اندي یې خلاص کړل خېمه یې وتړله او چي کله د شپې له خوا له خپلو ماشومانو سره بېرته روانېدله په واپسی کي غیبي � �واز دوه ځلي وچت شو چي :

آیا هغه خپله ورکه یې وموندله ؟

آیا هغه خپله ورکه یې وموندله ؟

د بل طرف ځخه په ځواب کي غیبي هاتف ورته وویل :

نه ، مایوسه شول او بېرته واپس ځي ، ورکه لاس ته نه ورغله  ،

هغوي ته په ټول کال کي ددې دوم ره ژړاګانو او فریادونو سره سره هغه مهربانه  پلار (حسن) چي کله به یې هم هغوی ژړا ته نه پرېښودل یو ځل هم را ونه ووت .

په ټول کال کي یې د یوې لمحې لپاره هم له قبر څخه سر راپورته نکړ چي د خپلي مېرمني اوښکي وچي کړي، خپل ماشومان یو ځلي ښکل کړي .

د مرګ استاځی ؛

دمرګ استاځى له چا څخه اجازه نه غواړي هغه ته پاچا او ګدا ، امیر او فقیر ، ځوان او بوډا بې تفاوته دي، دچا مراعات نه کوي ، دچا کورني مجبوریتونه په پام کي نه نیسي ، چي زړه یې وي هغه رانیسي ، چي وغواړي هغه تر ستوني نیسي او وخت یې هم معلوم نه دی چي کله او چېرته به وي ؟

د مرګ استاځی پاچا هان له قصرونو څخه راباسي ، فقیران � �ه جونګړو څخه ، تنکي ماشومان د مېندو له غېږي څخه ، هغه ځوانان چي نوی ودونه یې کړي وي له پالنګونو څخه ، رنځوران له روغتونونو څخه  .

د هغه په چا زړه نه سوځي ،هغه د چا پروا نلري  هغه تل توره په لاس کي په بېرحمي د هرچا غاړي غوڅوي .

دا الهي سنت دی ، اومرګ یو حقیقت دی  .

دقبر اوله شپه ،

راځۍ چي  د ژوند په دغه پاته لمحوکي د قبر د اولي شپې د تیارو د رڼاکولو لپاره یو شمعه ولګوو ، په دکانونو او د کاروبار په ځایونو او په خپلو کورونوکي خومو د دنیوي کاروبار او د ژوند د� �ذت لپاره د زیات وولټېج قېمتي ګروپونه لګولي وي، که د نېکونو عملونو یو ه شمعه په همدغه تنګ غار کي چي تکه توره ترږمۍ به وي ولګوو آیا ښه به نه وي ؟

تاسو ته وایم ؛

هلته چي نه ملګري نه خپلوان او نه دوستان شته  یواځینی ملګری چي زمونږ به ور ته سخته اړتیا وي هغه نېک عمل دی ولي په ژوند د همدغه ملګري تلاش نه کوو ؟

د لمانځه اوداسه ، نفلونواو روژو شمعي چي مو په لاس کي دي او د الله تعالی په رحمت  مو یوازي د هغو اسره ده ولي یې بېرته په غیبت ، حسد ، نمیمت ، بې حیایې ، غلا او درواغ ویلو له لاسه باسو آیا مونږ په دې نه پوهېږو او کله به پوهېږو .

عمر بن عبد العزیز (رض) د اموي پاچاهانو د کورنۍ یو شهزاده وو، ورېښمیني جامی به یې اغوستلې ، او په یوه ورځ کي به یې څوڅو ځلي بدلولې ، سره او سپین او غلامان هرڅه ورته ډېروو، چي کوم خواړه به یې زړه غوښتلوهغه ورته رسېدل او خوړل به یې ، قسم قسم د خوراک ځایونه ، قصرونه او د تفریح ځایونه او هرڅه ورته پرېمانه وو،

کله چي خلافت ورته وسپارل شو او داسلامي امت پاچا شو له دې هرڅه یې لاس واخېستلو ،

ځکه چي د قبر اوله شپه ور په یاد شوه،

د جمعې په ورځ منبر ته وخوت ،  امت ورسره بیعت کولو  ، وزیران ،علماء ، عسکري جنرالان ،  ادېبان اوشاعران یې په خوا کي ولاړ وو،

 سخت یې وژړل او ویې ویل  :

خپل بیعت بېرته واخلۍ زه پاچاهي نه کوم ،

خو خلګو ټېنګار وکړ چي له تا څخه بغیر بل څوک نه غواړو ، بیعت یې قبول کړ،

یوه هفته وروسته نارتار وچ او ډنګرشو ، کمزوری شولو، او رنګ یې تغیر وموندلو ،

له مېرمني یې چا پوښتنه وکړه چي عمر ولي داسي  تغیرشولو ؟

هغې ورته وویل : ټوله � �په بې خوبه وي او چي کله بستر ته ولاړ شي نو نا آرامه وي لکه په سکروټو چي پروت وي او وایې چي آه د محمدصلی الله علیه وسلم  د امت پېټی مي په اوږو بار دی او الله تعالی به د قیامت په ورځ د بېوزله فقیر او مسکین ، دماشوم او کونډی پوښتنه راڅخه کوي .

یوعالم ابن زیاد ورڅخه پوښتنه کوي چي اې عم� �؛

ته خو د خلافت تر اخېستلو مخکي په ډېرښه صحت او حالت کي وې  څه شوي دي چي داسي د حالت بدل شو ؟

هغه سخت وژړل او بیا یې ورته وویل چي اې ابن زیاده؛

که د په قبر کي دې ورځی وروسته ولیدلم ځما به څه حالت وي؟

کله چي جامې را څخه واېستلي شي ، او په خاورو څملولی شم ، او له خپلوانو څخه بېل شم او ملګري پرېږدم .

په قبر کي چي مي درېیمه ورځ وویني تر دې به مي  حالت ډېر درته وېروونکي ښکاره شي .

الله تعالی د زمونږ عملونه نېک کړي .

که تـــــه زر کاله زنـــــده یې  پــه هــرڅــــه کي آسـوده یــې

که د بـــدو پـــه دنــــده یې نــو ژونـــدون د وو بـــې ځایـــه

کـــه هــــر څــو لــرې قصــــرونـــه سر مـایې او دولتــونـــه

خـــونـــد د واخلې لـــه ژونـدونـــه او تر هـرچـا یې بـــډایه

که د غــــم لېــــــدلی نـــــه وي یـــــا درنــځ ګالــلی نــــه وي

پـــه هرځای کي د شهــــرت وي ټــول د پېژني له ورایــه

داژوندون  به هسي تېـــرشي او دا هرڅــه بــــه د هېرشي

چي د قبــــر شپه د راشي بیـــا بــــه څـــه کړې خـــود نمایه

عثمان بن عفان رضي الله تعالی عنه د مسلمانانو درېیم خلیفه چي کله به په یوه جنازه کي شرېک شولو دومره به یې وژړل چي بېهوښه به شولو او په هماغه جنازه کي به یې کورته وړلو چي کله به را په هوښ شولو پوښتنه به ورڅخه وشوه چي څه تکلیف درته ورسېدلو ؟ هغه به وفرمایل : چي له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه مي آورېدلي دي چي هغه به تل داسي فرمایل : قبر د آخرت له مېلو څخه لومړۍ مېله ده که په همدغه منزل کي بنده نجات پیداکړ نو نېکمرغه او کامیابه شولو او که دلته تاواني شولو نو العیاذ بالله ټول آخرت یې  له لاسه ووت .

نواې د الله تعالی بندګانو ؛ د همدغه مېلي لپاره مو کوم ډېکوراو مېلمستیا برابره کړي ده ؟

یاخوپاتـه ژونـــد عبرت کـړه دغــــه مــېله د جــنت کــړه

چـي الله درنـــه راضي شي نعمتــونه یې ټـــول ستایــــه

یـــاورځـــه پـــه ګـړنګــونــو د آخـــــرت پــــه دوژخـــونــــو

بیـابــه هلتــه ارمان وکړې دلتــه هرڅــــه کړه خودایـــــه

تېـــرېـــدلـم پـــه قبـــرونــــو ورتـــــــه ومـــي ویـــل وروڼـــو

پــاچــاهـان چېـــرته پــراتـه دي فــرق یې نشي له ګدایــه

(قدوسي) داسي بـــه تـــه یې نـــن که هـرڅــو آراسته یې

له قبــــــــرونـــــو آواز راغی دلتـــــه ستونزي دي بېپـــایــه

قبرستان او هدېره د ژوندو په نظر کي؛

چېرته چي د حاکم او محکوم ، بادار او غلام فرق نه کېږي ،

 هلته چي بادشاه او ګدا په یوه خاورېن بستر پراته دي،

 هلته چي یواځي د خاورو کوړي پرتې دي او چا ته پته نسته چي لاندي څوک دي او څه ورباندي تېرېږي ،

هلته چي په لېدلو یې ژوندي انسان ته کرکه ور لوېږي ،

هلته چي معمولي تصور یې انسان له دې نړۍ څ خه بېلوي او یوه بېله نړۍ ورته ښکاروي،

هغه نړۍ چي هلته هرڅوک د خپل عمل ثمره آخلي څوک ازلي در په دره او څوک په ابدي نعمتونو کي ډوب دي  ، 

هغه  د آخرت ښار چي نندارې یې ددې ژوند هرڅه هېروي او د انسان زړه د ځان لوري ته ورکاږي ،

نوراځۍ چی لږ تر � �ږه په هفته کي یو ځل دې ابدي ښارته راشو او د هغه بازار وګورو ،

 د همدغه ابدي ښار په پټ بازار کي هغه لیلام شوي عبرتونه په وړیا بیه واخلو کوم چي په بل ځای کي نشته ،او داخروي تجارت هغه پتي او کامیابه مشورې تر لاسه کړوکوم چي زمونږ  همدا اوس ورته اشد ضرورت دی  ،

راځۍ چي ورشوهم به خپلو مشرانو ته یوه ددعا تحفه یوسو کوم چي هغوی مونږ ته تل سترګي په لاره دي او هم به له نورو تر خاورو لاندی انسانانو سره خواله وکړو چي هغوی هم یو وخت زمونږ په شان په دې نړۍ کي ژوند کولو او اوس بېوسه په سپېرو خاورو کي پراته دي او دهغوی حال  وپوښتو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :

کنت نهیتکم عن عن زیارة القبور ، فزوروها، فانها تذکرکم الآخرة (رواه مسلم وأحمد واصحاب السنن)

ماتاسو د قبرونو له لېدلو او ورتګ څخه منع کړي واست ، خو اوس ورځۍ ځکه چي هغه تاسو ته آخرت در په زړه کوي .

دلته له تاسو سره د قبرد لومړۍ شپې خواله په همدې ځای په لاندي دوو عربي شعرونوسره پای ته رسوم :

ولدتك أمك باكيا مستصرخا …………………………………..  والناس حولك يضحكون سرورا

فاعمل لنفسك أن تكون ذا بكوا ………………………………….  في يوم موتك ضاحكا مسرورا

ته چي کله هم خپلي مور زېږولې تا ژړلو او چیغي د وهلې او ستا په خواوشا کي خلګو خندلو او خوشالي یې کوله ، د ځان لپاره داسي نېک عملونه په دې ژوند کي وکړه چي کله مړ کېږي ته خاندې او خوشاله یې او په تا راچاپېره انسانان ستا په فراق او بېلتون ژاړي او اوښکي تویوي .

الله تعالی د زمونږ او زمونږ د دالدینواو زمونږ د خپلو خپلوانو اوټولومسلمانانو قبرونه د جنت باغچې وګرزوي هغه په هرڅه برلاسی ، زیات رحیم او مهربان ذات دی (آمېن)

قدوسي سلیمانخېل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب