آيا تاسو يوه دروازه لرئ؟ – دالله تعالی نعمتونه

دا يو څرګند حقيقت دى چې زمونږ هر يو، مسلمان دي او کنه، د الله د هغه بې شمېره نعمتونو څخه چې په ټول بشر يې لورولي، خوند او ګټه اخلي. که څه هم ډېرى بيا په دې هم نه قانع کېږي او د لا زياتو تمه لري، د هغوى لويه ستونزه دا ده چې په هغه څه پسې دي چې نه يې لري او هغه څه چې مخکې ېې ترلاسه کړي بېخي هېروي او سترګې پرې پټوي. يا په بل عبارت د هغوى سترګې په هغه پياله کې دي چې نيمايي تشه ده او هغې بلې يوې ته چې پوره ډکه ده هېڅ ورګوري هم نه.

ليکنه:Esam Harirah
منبع: آن اسلام ټکى ڼېټ
ژباړه: عبدالباقي سلطاني- انجمن فرهنګي رسالت

د دې لپاره چې دالله شکر کوونکي بنده ګان و اوسو، بايد هغې نيمې ډکې پيالې ته وګورو او په خپل ژوند کې د الله په پټو نعمتونو فکر وکړو. موږ بايد د هغو په اړه سوچ وکړو چې له موږ څخه لږ لري نه د هغو په اړوند چې له موږ څخه الله ډېر ورکړي.
دا لاندې کيسه، کومه مې چې يو ملګري را ته د برېښناليک له لارې را استولې، زموږ ټولو لپاره لوى درس پکښې نغښتى چې بايد زده يې کړو.

يوې زړې ښځې له خپل يوازيني ماشوم سره د يوې ودانۍ په پاسني پوړ کې په يوه بې بامه خونه کې د ژوندانه ورځې بېګا او شپې سبا کولې. د کوټې دروازه په خورا بده ورځ وه، په سمه توګه ېې کار نه کاوه. دوى ېې له جوړولو څخه نور ستړي شوي وو، مېرمنې هغه له خپله ځايه لرې او دېوال ته ېې ودروله.

هغوى ممکن دا په اوړي کې وزغملاى شي، خو ژمى بيا څنګه؟ څنګه به هغه مېرمن او دهغې کوچنى ماشوم سخت باراني او يخ ژمى په داسې يوه کوډله کې تېروي چې نه دروازه ولري او نه هم بام؟

your ads

ژمي د خپلو يخو او کنګل کوونکو بادونو اوبارانونو سره يو ځاى ځان را ورساوه.
يوه ورځ په آسمان کې ورېځې خورې شوې ، تېز باران پيل شو چې څاڅکي يې سيده د زړې ښځې او د هغې د ماشوم پر سرونو ورول.

د نورو هغو چې تر نه سوري کېدونکو بامونو لاندې او د دروازو او کړکيو په بندولو سره ځانونه د باران او يخنۍ څخه ژغوري، بر خلاف دې زړې مېرمنې هېڅ سر پناه نه لرله چې ځان او ماشوم د يخنۍ او باران څخه پکې خوندي کړي.

بې اسرې مېرمنې پرته له همغې ماتې او بې ګټې دروازې څخه هېڅ داسې ځاى و نه موند چې له تېز او شديد باران څخه پناه وروړي. هغې خپل ماشوم په خپلو مټو ځان ته نږدې او کلک ونيو او دېوال ته تر کږې ولاړې دروازې لاندې غونجه کښيناسته. هغه دروازه اوس ډېره ګټوره وخته.

له نېکه مرغه اورښت ډېر دوام ونه کړ، ژر ودرېد او لمر بيا را څرګند شو. هغوى پردې خوښ و چې دومره ساده سر پټوني او پناه ځاى هغوى له لمدېدلو څخه وژغورل. هلکي خپلې مور ته وويل:” مورې، د الله شکر دى چې دا دروازه شته وه. هغوى به څه کوي چې دا ډول دروازه هم نه لري؟”

دغه معصوم ماشوم په دا ډول حالاتو چې ممکن زموږ ډېرى ېې بد وبولي، د زيات رضايت او قناعت د احساس ښودنه کوي؛ دا ځکه چې هغه هماغې نيمايي ډکې پيالې ته ګوري نه هغې تشې يوې ته. موږ ټول بايد همدا شان وکړو، که په رښتينې مانا خوښۍ او هوساينې ته ځان رسول غواړو.

تاسو تر هغه زيات لرئ چې فکر ېې کوئ
دا سمه ده چې ځينې خلک له تاسو څخه زيات څه لري، خو تاسو ته هم زيات څيزونه درکړل شوي چې نور ېې نه لري:

• تاسو دوې سترګې لرئ، خو ځينې نور بيا يوه لري او يا ېوه هم نه لري.

• تاسو دوې پښې لرئ، په داسې حال کې چې داسې کسان هم شته چې هېڅ کرځېدلى نه شي.

• تاسو هر هغه څه چې زړه مو ېې غواړي خوړلى شئ، دهغوى په اړه سوچ وکړئ چې ډاکټر د خوراکونو د اوږده لېست څخه منع کړي او د هغوى په اړه چى د خوړلو لپاره هېڅ نه شي پيدا کولى.

• تاسو پاکې اوبه څښئ، او په زرګونو حتى په مېليونونو داسې کسان شته چې نا پاکې اوبه څښي.

• تاسو څو ماشومان لرئ، نور بيا د يوه د لرلو په هيله شپې سبا کوي.

• ستاسو ماشومان پلار لري چې غوښتنې او ضرورتونه ېې پوره کوي. کله مو د

هغو کوچنيانو په باره کې فکر کړى دى چې پلرونه ېې په جنګونو، حادثو او پېښو کې له لاسه ورکړي دي؟

• تاسو بنګله او يا هم کور لرئ چې ژوند پکښې وکړئ، خو زياتر بيا له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي چې په خېمو او يا هم په ازاد ميدان او عامه ځايونو کې د ژوند شپې سبا کوي.

• تاسو په خپل هېواد کې امن ژوند لرئ، پداسې حال کې چې مېليونونه کسان تاړاک، بمبارۍ او نور تهديدونو ګواښي.

• تاسو آزاد ياست، مګر د زيات شمېر هغو رښتينو مصلحينو څخه ناخبره چې زنداني او د ژوند د خورا بنسټيز حق (آزادۍ) څخه بې برخې شوي.

تاسو ممکن له زيات شمېر نعمتونوڅخه بې برخې وئ، خو بېشکه چې په مقابل کې ېې ډېر نور درکړاى شوي. الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمايي: وَآتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لا تُحْصُوهَا إِنَّ الإنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ (ابراهيم: ٣٤)
ژباړه: اودركړي يې دي تاسې ته ځينې له هرهغه شي چې سوال كړى دى تاسې دهغه (شي له مصلحته سره سم) ، اوكه وشمېرئ تاسې (ټول قسمونه د) نعمت دالله نووبه نه شمېرلى شئ تاسې دانعمتونه دالله (ترآخره پورې) ، بېشكه انسان خامخا لوى ظالم ډير ناشكره دى .

يو نا سم تصور
کله چې ځينې خلک د تسل او قناعت په اړه اوري او يا لولي، دوى ته ممکن دا غلط فکر پيدا شي چې دوى د خپلو وړتياوو (توان او قابليت)، استعداد او لياقت، مهارتونو او د ژوند د سطحې د پرمختګ په اړه بايد هېڅ هڅه او هاند و نه کړي او په دې اړه هېڅ ډول مسؤوليت نه لري، خو څه مو چې وړاندې ياد کړل، په هېڅ ډول په دې مانا او مفهوم نه دي. مسلمانان بايد په خپلو کارونوکې د پرمختګ، د ژوند د سطحې د لوړولو او د ژوند موخو ته د رسېدلو لپاره پوره هڅه او کوښښ وکړي.

د دې تر څنګ، هغوى بايد په هغه څه چې سر ته ېې رسولي او هغه څه چې دوى ته پېښ شوي قناعت او صبر وکړي او په دې بايد وپوهېږي چې دا هر څه د الله له لوري دي او د دوى د تقدير څخه دي. هېڅ خبره نه ده چې موږ څومره کوښښ کړى دى، موږ هېڅکله خپل تقدير نه شو بدلولاى؛ ځکه نو بايد د خپل پالونکي او څښتن رضا ته غاړه کېږدو او وېې منو او پر دې بايد وپو هېږو چې هغه هر څه غواړي زموږ خير پکښې نغښتي دى.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب