آيا خاوند او دهغه څو میرمنې په یوه خونه کې خوب کولای شي؟

پوښتنه می دا ده که چیری یو سړی دوه ښځی په نکاح کی اولری یعنی دوه ښځی یی وی نو دا سړی کولی شی د دواړو ښځو سره یو ځای هم بستری وکړی ځکه چی سړی ته خو دواړه ښځی محرمی دی.
ستاسو د ځواب په طمعه

ځواب:

و علیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله صلی الله علیه وسلم، وبعد:

دڅلورو امامانو په نزد داکار جواز نه لري، که څه هم ښځې پردې کار رضا وي، ابن قدامه رحمه الله دعائشې رضي الله عنها په دې حديث استدلال کوي چې عائشه رضي الله عنها وايي: “كان رسول الله – صلى الله عليه وسلم- إذا دخل الخلاء غطى رأسه، وإذا أتى أهله غطى رأسه، ولا يجامع بحيث يراهما أحد أو يسمع حسهما، ولا يقبِّلها ويباشرها عند الناس”.

ژباړه: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیت الخلا ته ورته نو خپل مبارک سر به یې پټ کړ، او کله به چې خپلو بیبیانو مبارکو ته راته نو بیا به یې هم سر پټ کړی ؤ، او کوروالی به یې په داسې ځای کې نه کولو چې څوک یې آواز واوري او یايې وويني، او خپله یوه ښځه به يې هم دنورو ترمخه نه ښکلوله.

نو په دې کار کې دعورت معلومیدل دی او یوې ښځې ته هم دبلې ښځې دعورت لیدل جواز نه لري او دا کار حرام دی، همدا راز دا کار بې حیايي ته لاره خلاصوي.

نو دجمهورو علماوو په نزد دا کار حرام دی.

والله اعلم

اصلاح انلاین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب