آيا محمد صلى الله عليه وسلم له نور څخه پيدا شوى دى؟

پوښتنه:
درنو علماء کرامو. السلام علکيم و رحمة الله و برکاته.
زه يوه پوښتنه لرم چې ايا محمد صلى الله عليه وسلم د نور څخه پيدا شوى دى، لكه څرنګه چې په ځينې نعتونو كې يادونه كيږي؟ هيله ده چې را ته روښانه يې کړئ.

ځواب:
وعلکيم سلام ورحمة الله وبرکاته
بسم الله الرحمن الرحيم. نحمده و نصلي على رسوله الکريم.
ګرانه پوښتونکيه! ستاسي د پوښتني څخه ډيره مننه.
لومړى غواړم چې تاسې پوه شئ چې مسلمانان بايد د محمد صلى الله عليه وسلم په صفت کې ډيره مبالغه ونه کړي. هغه صلى الله عليه وسلم مسلمانانو ته امر کړى دى چې د هغه په وصف کې دې مبالغه نه کوي او تل دې په اعتدال کې اوسي او د هغوى پام دې حقيقت ته راګرځوي چې هغه دې داسې نه معرفي کوي چې د بشر د وصف سره منافي وي.
داسې عقيده درلودل چې محمد صلى الله عليه وسلم د نورو انسانانو په څير نه دى او د الله د نور څخه يو نور دى…. سمه عقيده نه ده، ځکه چې دا په قرانکريم کې د الله جل جلاله د قول سره منافي ده هغه دا چې قرانکريم په ښکاره ډول هغه څه رد کړي دي کوم چې د محمد صلى الله عليه وسلم په شان کې راځي او د بني آدم څخه يې جلا کوي.
الله جل جلاله داسې فرمايي:
قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا – سوره كهف – ۱۱۸ آيت
ژباړه: ووايه اى محمد صلى الله عليه وسلم چې زه ستاسې په څير يو انسان يم. ما ته وحې کيږي چې ستاسي الله يوازي يو الله دى. پس هر څوک چې د الله د ليدو اميد لري نو نيک اعمال دې کوي او د الله سره دې شريک نه نيسي.
بله دا چې د انسان پيدايښت په لانديني قراني ايت کې روښانه شوى دى:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاء
ژباړه: اى انسانانو! د الله څخه وويريږئ. هغه الله چې تاسي يې پيدا کړي ياست د يو نفس څخه او بيا يې د هغه څخه د هغه ښځه پيدا كړه او بيا يې له دوى څخه ډير نر او ښځې پيدا كړي دي.
كله چې الله جل جلاله هغه صلى الله عليه وسلم ته د نور خطاب كوي نو مثال يې داسې دى لكه د ډيوې چې نور(رڼا) خپروي ځکه چې په هغه هدايت او رڼا سره چې الله جل جلاله ورکړي دي، دى د ټولو انسانانو لارښود دى. الله جل جلاله فرمايي:
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا* وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا – احزاب ۴۵ او ۴۶
اى محمد صلى الله عليه وسلم! مونږ ته په دوى باندي شاهد او ګواه ليږلى يې، زيري ورکونکى او ويرونکى مو ليږلى يې، د الله خواته بلونکى يې او د هغه په اذن سره لکه د نور او رڼا په څير.

سرچينه: اسلام آنلاين
مفتي: محمد صالح المنجد
ژباړه: زيارت ګل راحل / اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب