آيا مخ پټول په حجاب کې شامل دی؟

د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ځکه په دې ايت کريمه کي راغلي ،

قوله سبحانه وتعالی :

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (59) احراب .

ژباړه : ای نبي ! خپلو ميرمنو ،لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان جلابیب (لوی چادر) خواره کړﺉ دا ډيره مناسبه کړنلاره ده تر څو دوی وپيږندل شي او و نه ځورول شي الله بخښونکې او مهربان دی .

په تفسير د دغه آیت کې رئيس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه وايي : أمر الله نساء المؤمنين إذا خرجن من بيوتهن في حاجة أن يغطين وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابيب ويبدين عينا واحدة.

يعنې : الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا فرمان وکړ چې : کله د ضرورت په وخت کې د کور څخه د باندې وځی نو خپل مخ د پاسه د سر په ټکري پټ کړﺉ او فقط يو سترګه ښکاره کړی . (تفسير انوار القرآن او مجموعه فی رسائل الحجاب والسفور ) .

يعنې جلابين يو لوی چادر او پرده وه چې د هغه په وسيله به صحابه ميرمنو خپل ټول بدن پټولو او څه حصه به يې پر مخ اچوله .
او ځنې خلک بيګانه ښځو ته په ډير زير زير سره ګورئ ، دې مطلب ته قرآنکريم اشاره کړي او همدا يې د حجاب حکمت او اصلي هدف بللی دی چې مؤمنانې ښځې دې حجاب وکړي تر څو د لنډغرو او فاسقو خلکو د آزار او اذيت څخه په امن شي ،
لقوله تعالی :

ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ژباړه :

دا ډيره مناسبه کړنلاره ده تر څو دوی وپيږندل شي او و نه ځورول شي)

يعنې : حجاب د مسلمانې بی بی د پاکدامنۍ بېرغ دی ، د حيا عفت او عزت کلک سکندري ديوال دي .

د مخ پټولو په باره کې په سنتو کې ډير نصوص موجود دي چې ځنې دلته ذکر کوو :

1- عايشه رضی الله عنها وايي : په اولو مهاجرينو ښځو دې د الله رحمت وي کله چې دغه ايت نازل شو (وليضربن يخمرهن علی جيوبهن ) نو دوی چې کوم د حجاب جامه لرله هغه یې ټوټې کړه او له هغه څخه خمار جوړ کړ (یوه جلا ټوټه وه چې په هغه يې خپل سر او مخ پټولو ) .
(او ابوداو 4102 ) .

2- له ام سلمه رضی الله عنها نه روايت دی چې زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو ، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله :آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويڼی او نه مو هم پيږني ؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل: آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ ؟

(أحمد (6/296)، او أبو داود (4112)، او الترمذي (2778)، او النسائی فی «الکبری»(9241)، او ابن حبان في «صحیحه»(5575).

3- عايشه رضی الله عنها وايي : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به مخ لوڅولو .
رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او صحيح الباني .

4- د ابی بکر صديق رضی الله عنه لور اسماء رضی الله عنها وايي : مونږ به له (بيګانه ) خلکو څخه مخ پټولو
رواه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او حاکم ۶۲۴/۱ او صحيحه ووافقه الذهبي .

5- رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ښځو ته حکم کوي چه په طواف کې مخ مه پټوي حديث شريف : هغوی صلی الله عليه وسلم ښځو ته داحرام په حالت کې د دستانو اچولو اوپه مخ باندې دنقاب اچولو يا مخ پټولومنع کوله . ( رواه ابوداؤد )

نوکه دمخ پټول نه وای ددي حکم واضحت ته څه ضرورت ؤ ؟ نو ثابته شوه چې د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ځکه چې د مخ لوڅول د بيګانه خلکو په مخ کې د فتنې سبب جوړيږي د ويښانو په لوڅولو کې دومره فتنه نشته لکه د مخ په لوڅولو کې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب