آيا نامسلمان جومات ته ننوتلى شي ؟

تر ټولو غوره نظر دا دى چې نامسلمان هغه مهال جومات ته ننوتى شي ، چې د شريعت ښېګڼې په کې نغښتې وي او يا دا چې کومه شرعي اړتيا ولري.

ژباړه : ډاكټر احمد جاويد الكوزى

پوښتنه:

آيا نامسلمان جومات ته ننوتلى شي ؟

ځواب:

که چيرې کوم نامسلمان د خبرو او يا ښه پوهاوي لپاره جومات ته ننوځي، نو ننوتلى شي او د اسلام له پلوه پرې کوم بنديز نشته. اسلام له هره پلوه د نېکو خبرو اترو لپاره اجازه ورکړې ده. په دې اړه د اظهر د فتوا کميټې پخوانى مشر شيخ اتياح سقر داسې څرګندونې لري :

الله (ج ) فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاء إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (توبه ٢٨)

( اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى ، حقيقت دا دى چې مشرکين ناپاک دي ، نو له راتلونکي کال وروسته بايد مسجد الحرام ته نږدې نشي او که چيرې تاسو ( د اړيکو د پرې کولو له امله ) له بې وزلۍ څخه وېره لرى، نو الله (ج ) که وغواړي ډېر ژر تاسو په خپل فضل بې نيازه کوي، چې الله پوه او حکيم دى.)

همدارنګه الله تعالى فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ … (النساء- ٤٣)

( اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى، د مستۍ په حال کې لمانځه ته مه نږدې کېږى تر هغو چې پوه شى څه وايى او ( همدارنګه ) د جنابت په حال کې ( لمونځ مه کوى ) مګر دا چې لاروى ياست ترڅو غسل وکړى)

د مالكي او شافعي علماوو نظر

د دې آيتونو په اتکاء د مالکي او شافعي مذهبونو په ګډون  ډېرى اسلامي علماء وايي چې مشرک ته اجازه نشته تر څو مسجد الحرام ته د ننه شي، خو د عيسويانو او يهودانو لپاره څه باک نشته که چيرې همدې جومات ته هم د ننه شي.

د امام ابو حنيفه رايه

امام آبوحنيفه رحمه الله په دې نظر دى چې ان مشرک هم کولى شي جومات ته د ننه شي خو په دې شرط چې هلته پاتې نشي.

د امام احمد رايه

د مدينې علماء د مسجد الحرام له جومات پرته نورو جوماتونو ته هم د غير مسلمان ننوتل منع کوي، ځکه هغوى وايي چې غير مسلمان ناپاک دى.

د امام احمد له قوله راغلي دي چې نامسلمان کولى شي يواځې او يواځې د مسلمانانو په اجازه دغو جوماتونو ته ننوځي. لکه څنګه چې ويل شوي دي چې حضرت محمد (ص ) د طايف خلکو ته مخکې له دې چې په اسلام مشرف شي، اجازه ورکړې وه، تر څو په جومات کې واوسېږي، همدارنګه نوموړي د نجران  له عيسويانو سره هم  په مدينه منوره کې په  خپل جومات کې کتل. او کله به چې د هغوى دعبادت وخت راورسېد، نو په ياد شوي جومات کې به يې  ختيځ لور ته عبادت کاوه او حضرت محمد (ص) په دې اړه وويل ((  پرې يې ږدې تر څو خپل عبادت وکړي .))

ابن حجر په فتح الباري کې ويلي دي چې په دې اړه بېلا بېل نظريات موجود دي. حنفي علماء هغوى ته بې له کوم قيد او شرطه د ننوتو اجازه ورکوي، په داسې حال کې چې مالکي علماء دوى په بشپړه توګه جومات ته له ورتلو څخه منع کوي .

په سعودي کې نامتو اسلامي مدرس او ليکوال شېخ محمد صالح المنجد وايي: مسلمانان له دې څخه منع کړاى شوي دي، تر څو نامسلمان ته اجازه ورکړي، چې په مکه معظمه کې مسجد الحرام ته ننوځي، ځکه چې الله (ج) فرمايلي دي:

(( اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى، حقيقت دا دى چې مشرکين ناپاک دي، نو  سر له راتلونکي کال څخه  بايد مسجد الحرام ته نږدې نشي، او که چيرې تاسو ( په دې موده کې ) له لوږې څخه وېره لرئ، نو الله (ج )  که چيرې وغواړي ډېر ژر تاسو په خپل فضل بې نيازه کوي، الله (ج ) پوه او حکيم دى)) ( التوبه ٢٨)

غوره نظر

تر ټولو غوره نظر دا دى چې نامسلمان هغه مهال جومات ته ننوتى شي ، چې د شريعت ښېګڼې په کې نغښتې وي او يا دا چې کومه شرعي اړتيا ولري. د مثال په ډول نامسلمان کولى شي د دې لپاره جومات ته ننوځي تر څو د مسلمانانو وينا واوري او په دې توګه  مسلمانېدو ته وهڅېږي او يا دا چې د اوبو د څکلو او يا داسې نورو اړتياوو د پوره کولو لپاره جومات ته ولاړ شي .

نو ځکه، که چيرې کوم نامسلمان د دې لپاره جومات ته د ورتلو اجازه اخلي، څو  د مسلمانانو د عبادت طريقه وويني، نو کومه ستونزه نشته او کولى شي د مسلمان تر څنګ کېني او وګوري چې مسلمانان څه ډول عبادت کوي، خو که چيرې هغوى د جومات  د ناپاکۍ لامل کېږي او يا يې ښځو راپاروونکې جامې اغوستې وي او داسې نور، نو جومات ته د ننوتو اجازه نلري .

د پورتنيو ټکو په پام کې نيولو سره ويلى شو، چې د عيسويانو او يهوديانو په ګډون نامسلمان کسان کولى شي د لاندنيو ټکو په پام کې نيولو سره جومات ته ننوځي :

١ – نامسلمان کولى شي په مکه مکرمه کې له مسجد الحرام پرته نورو جوماتونو ته ننوځي، خو د دې کار لپاره بايد له مسلمانانو څخه اجازه واخلي .

٢ – هغوى بايد جومات ته د ورتلو لپاره معقول دليل ولري .

٣ – هغوى بايد د جومات آداب په پام کې ونيسي او په دې پوه شي چې دا د عبادت لپاره  سپېڅلى ځاى دى .

٤ – هيڅ يو نارينه او ښځې ته اجازه نشته، څو په جومات کې د خپل بدن هغه ځايونه ، چې د نورو په مخ کې يې ښکارول منع دي، وښيي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب