آيا په استعمالېدونکو سروزرو کې زکات شته؟

پوښتنه :
آیا په هغې طلا چی ښځی یی داغوستو لپاره استعمالوی زکات کیژی او که نه(یعنی دګټی لپاره یی نه وی ساتلی)؟

ځواب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:
هغه سره زر چې د استعمال لپاره وی علماء په دې اړه دوه ډلې دې ، لومړۍ ډله چې هغوی وايي چې ‍زکات پرې واجب نه دی ، او دا قول د مالک بن انس ، احمد بن حنبل او د شافعی مذهب یو قول هم پر همدې دی .
دويمه ډله وايي چې زکات پرې فرض دې چې نصاب ته ورسیږي (85 ګرامه سره زر دزکات لپاره نصاب دی) اودا قول له عمر رضی الله الله عنه ، عبدالله بن مسعود ، عبد الله بن عباس ، عبد الله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهم ، او سعید بن جبیر ، عطاء ، مجاهد ، ابن سرین او الزهری رحمهم الله جمعیا نه روایت دی او دا د احنافو مذهب هم دی .
او همدا دویم قول راجح او غوره دی او په دې باندې اکثره معاصرو علماؤ هم فتوی ورکړې چې هغه سره زر او یاهم نقره چې داستعمال لپاره وي پر هغو زکات واجب دی کله چې نصاب ته ورسیږي او یوکال پرې واوړي .
او په دې احادیثو استدلال کوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (ما من صاحب ذهب ولا فضة لا يؤدي زكاتها إلا إذا كان يوم القيامة صفحت له صفائح من نار)
هر هغه د سرو زرو او سپینو زور څښتن چې دهغو زکات نه ورکوي د قیامت پر ورځ به د اور نه هغه ته پتۍ جوړې شي.
همدا راز یوه ښځه رسول الله صلی الله علیه السلام ته راغله چې یوه وړه لور یې هم په غیږه کې وه او د لور پر مټ يې (لاس) کې دوه دطلا بنګړي وو ، رسول الله ترې پو ښتنه وکړه : آیا ددې بنګړيو زکات ورکوئ ؟ هغې وویل : نه ، رسول الله وویل : (أيسرك أن يسورك الله بهما يوم القيام سوارين من نار؟)
آیا ته دا خوښوې چې الله جل جلاله دقیامت په ورځ ددې بنګړیو پرځای دوه د اور بنګړي در په لاس کړي ؟
فألقتهما وقالت: هما لله ولرسوله
نو هغې ښځې هغه دواړه بنګړي وغورزول اوویې ویل : هغه دالله او دهغه درسول لپاره دي.
په داسې حال کې چې هغه د طلا بنګړي د استعمال لپاره وو ، نو راجح قول دادي چې پر هغو سپینو یا سروزرو هم زکات فرض دی کوم چې ښځه یې استعمالوي .
والله اعلم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب